د پوځی ډېرښت اړونده درواغ — ډاکټر نثار احمد

 

د پوځی ډېرښت اړونده درواغ

 

لیکوال : ګیریت پورټر

منبع : امیریکا های جیکټ ډاټ کام

نېټه : ۲۰۱۱/۷/۶

ژباړن : نثار احمد صمد

 

 

د ۲۰۰۹ په ډسمبر کی د بارک اوباما تر دې اعلان څو ورځی وروسته چی افغانستان ته به ۳۳۰۰۰ نور پوځیان لیږی ، د دفاع وزیر رابرټ ګېټس د سنا د مجلس د وسلوالو چارو په کومېټه کی د شاهدۍ پر مهال د دې ډېرښت د حق بللو رسمی څرګندونه داسی وکړه : افغان طالبان به د القاعده څخه ځانونه را بېل نکړی مګر امریکایی ځواکونه یې په زوره دې کار ته اړباسی او پوه سي چی « نور یې نو بایللې ده . »

 

ګېټس ادعا وکړه چی د افغان طالبانو ، القاعده او پاکستاني طالبانو دغه « ناپاک اتحاد » په ۲۰۰۹ کی راڅرګند سوی دی . د ګېټس له قوله تر څو چی امریکا په افغانستان کی طالبان له پښو نه وی اچولی ، القاعده به په افغانستان کی کټ مټ هغسی ژغورلی امنځی ولری لکه د سپټمبر د یوولسمی تر حملو مخکی چی یې درلود .

حتی د هغو درواغو سره په پرتله چی جګړې توجیه کوی ، دا یو ښکرور درواغ ګنل کیږی . ځکه ، ګېټس قصدأ پر هغه خورا جدی سیاسی نفاق باندی سترګي پټوی چی د طالبانو د روحانی او سیاسی مشر ملا عمر او القاعده مشرتابه تر منځ په ۲۰۰۸ کی د ستراتیژۍ او ایډیالوژۍ د بنسټیزو مسألو په سر پیښ سوی و .

 

القاعده د ۲۰۰۷ په جولای کی په اسلام آباد کی پر « سور مسجد » باندی چی جنګیالیو نیولی و ، د پاکستاني پوځ تر حملې وروسته په ښکاره د پاکستاني جنګیالیو څخه چی د پاکستاني پوځ او پرویز مشرف د رژیم پر ضد یې جنګ اعلان کړ ، ننګه وکړه . خو ملا عمر چی د امریکایی او ناټویی پوځونو پر ضد یې پاکستان ته اړتیا لرله ، پر پاکستاني جنګیالیو ټینګار وکړ چی د پاکستاني امنیتی جوړښتون پر ضد له تشدده ډډه وکړی . لاکن د « تحریکِ طالبان » دغه نوي جوړښتون د هغه دا غوښتنه هیڅ په باک هم را نه وړه چی دا موضوع پاکستانی خبریال سید سلیم شهزاد په خپل هغه کتاب کی بیان کړې ده چی تر خپل قتل څو ورځی مخکی یې خپور کړ .

 

شهزاد په خپل کتاب کی رسوا کوی چی د دې نوي جوړښتون د ایجادولو څخه د القاعده هدف دا و چی افغان طالبان د ملا عمر د اغیزې څخه وباسی . ملا عمر هم د القاعده تر دغه خوځښت وروسته خپل یو اعتباری سلاکار سید طیب اغا سعودی عربستان ته ولیږﺉ تر څو د افغان پارلمانی وکیلانو سره په هغه غونډه کی وګوری چی سعودی پاچا عبدالله د ۲۰۰۸ په سپټمبر کی رابللې وه . د شهزاد د هغه بیان له مخی چی په تیرو څو کلونو کی یې د القاعده ستراتیژي جوړونکو سره د ګڼو مرکو څخه تهیه کړی و ، دا غونډه د القاعده مشرانو لپاره چی په افغانستان کی یې د سولی هر ډول خوځښت نه غوښت ، یو اخطار وګڼل سو .

 

د ملا عمر او القاعده تر منځ عقیدوی او ستراتیژیکی شخړه د امریکا په استخباراتی او تروریسټی ضد کړیو کی هم له ورایه ښکاری . د رابرټ ګېټس لخوا د طالبانو او القاعده د پورتنۍ اړیکی تر بیان دوې ورځی وروسته « ارټرو مونز » چی د ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۹ پوری په سي آی اې کی د تروریسټی ضد مرکز د عملیاتو مدیر و او په افغانستان کی خورا زیاتی کاری تجربې لری ، زما سره په یوه مرکه کی د پاکستاني پوځ پر ضد اړونده مسأله کی د طالبانو او القاعده تر منځ اختلافونو ته اشاره وکړه . ده راته وویل چی : « طالبان یو وطنی محدود پښتنی انقلابی غورځنګ دی چی هدفونه یې د القاعده غوندی نه دي . »

 

په حقیقت کی ملا عمر پخپله د ۲۰۰۹ د سپټمبر پر نولسمه یو پیغام خپور کړ چی په هغه کی یې طالبان په غوڅه او څرګنده سره یو « ملی تحریک » بللی دی یعنی د القاعده د دې دریځ پر خلاف ښکاره ارتداد چی وایی ملت پالنه د نړیوال جهاد غلیم دی لکه څنګه چی یو جهاد پال عالم « وحید براون » بیان کړی دی .

 

 

د جنګ دلیل غټول:

د اوباما حکومت شدیدأ او بېله شکه په دې ګروهه دی چی د طالبانو رژیم لږ او ډیر د اسامه بن لادن لخوا د سپټمبر د یوولسمی په حملو کی لاس درلود . خو لکه د دې جنګ مخالفینو چی دلیل وایه ، بروس رایډل یعنی د سي آی اې پخوانی مقام او د ملی امنیت د ادارې مامور ، چی اوباما په ۲۰۰۹ کی د خپلی افغانی او پاکستاني تګلارې د بیا کتنی د مشر په حیث وټاکی ، هڅه کړې چی همدا پیغام په ښه شدت سره خپور کړی .

 

بروس رایډل په خپل کتاب کی چی عنوان یې « مرګونې غیږ » دی ، د ملا عمر او بن لادن تر منځ « ټینګ اتحاد آن ملګرتوب » ته په اشاره سره لیکی چی : « آن تر ننه هم هماغسی پایښت لری . » رایډل په ۱۹۹۶ کی افغانستان ته د بن لادن د راتګ څخه په ۲۰۰۱ کی د طالبانو د رژیم تر ړنګېدو پوری مهم پړاو داسی څیړی :

 

« طالبانو د پاکستان او سعودی عربستان سره ژمنه وکړه چی خپل دغه میلمه به کنټرولوی ، خو هغه د خپلو اعلامیو خپرولو ته دوام ورکاوه او د هغه د کنټرولو لپاره یې واقعی کوښښ نه کاوه . بن لادن کندهار ته وکوچېد تر څو ملا عمر ته نږدې و اوسیږی او امیرالمؤمنین ته یې ( ملا عمر پخپله ځان ته دا لقب ورکړی و ) بیعت وکړاو هلته یې د ملا عمر د یوې لور سره واده وکړ تر څو خپلی راتلونکي اړیکی نوری هم مضبوطی کړی . »

 

رایډل پسی زیاتوی چی ملا عمر په ډیره مینه د بن لادن د نړیوال جهادی هدف لاروﺉ سو . دﺉ لیکی چی : « ملا عمر اصلأ اسامه او القاعده یوه داسی مفکوره وبلله چی تر افغانستان هم اوړی ، د هغه ځانمني یې ومنل او هغه یې د مؤمنانو قوماندان وباله . »

 

خو د ملا عمر او بن لادن تر منځ د داسی نږدې اړیکو ناڅاپی راښودل دا معنا لری چی د رایډل هره خبره یو مخ درواغ ده . د رایډل لخوا د دغو اړیکو مشاهده صرف په افغانستان کی د بن لادن د استوګنی پر مهال د نوموړو دوو کسانو د معاملې او متقابل عمل د سابقې څخه پرته نور څه نسی کېدای چی هغه هم د څو ابتدایی منابعو څخه تهیه سوي دي .

 

براؤن یعنی په ویسټ پواینټ کی د تروریزم ضد مرکز عضو تیر کال راپور ورکړ چی په افغانستان کی د بن لادن د یو نږدې ملګری یعنی مصری جهادوال چی په ابو ولید المصری سره اوڅار دی ، خاطرو د بن لادن او ملا عمر تر منځ پر اړیکو نوې روڼا اچولې ده . المصری ویلی دي چی ملا عمر بن لادن ته د هغه د استوګنی د لومړۍ ورځی څخه خبر ورکړی و چی نسي کولای د طالبانو د رژیم د مخکنۍ اجازې یا خوښۍ څخه پرته خپرونو ته خپلی اعلامیې صادري کړی او نه هم داسی څه کولای سی چی د امریکا سره نېغ ضدیت ولری .

 

بن لادن په ۱۹۹۶ او ۱۹۹۷ کی خپرونو ته د بیان ورکولو د دې ممانعت اړونده امر څخه سرغړونه وکړه او ملا عمر هم په شدت سره د ده د دې بې پروایی په وړاندی عمل وکړ . لارنس ورایټ په خپل « پیکه څلی » نومي کتاب کی د بن لادن د ځانی ساتونکي خالد الحمدی د هغو انکشافاتو بیان چی وایی د ۱۹۹۷ په مارچ کی د « سي. ان. ان. » سره د بن لادن تر مرکې وروسته پیښ سول ، راوړی دی . دغه محافظ وایی چی د ملا عمر په امر بن لادن په یو هلیکوپتر کی د جلال آباد څخه کندهار ته د یوې غونډې لپاره راوستل سو . هلته ملا عمر بن لادن ته وویل چی ته باید ډیر ژر کندهار ته راوکوچیږې او دلیل یې دا ورته ووایه چی هلته ځینو قبایلی اجیرو ستا د تښتولو دسیسه جوړه کړې ده . خو د دې کوچېدو اصلی علت دا و چی پر خپل میلمه ټینګ کنټرول راوړی . د هغه د راکوچېدو د امر سره یو خورا جدی اخطار هم ضمیمه و ، یعنی دا چی : د بهرنیو خپرونو سره باید تماسونه پای ته ورسول سی .

 

خو د دې سره سره بن لادن دوهم ځل هم ملا عمر په باک رانه وړ . هغه د ۱۹۹۸ په مې کی په جلال آباد کی د پاکستاني خبریالانو او یو بل امریکایی ټلویزیونی چېنل ، دا ځل د « اې بي سي » د کسانو سره مرکې وکړې . ده په دغو مرکو کی اعلان وکړ چی زما هدف دا دی چی امریکایی ځواکونه او حتی « یهودیان او عیسویان » د عربی ټاپو وزمی څخه وشړم .

 

خښمېدلي ملا عمر شخصأ رحیم الله یوسفزی یعنی یو پاکستانیً خبریال چی په جلال آباد کی یې د بن لادن د مرکې راپور ورکړی و ، ور وغوښت او د یوسفزي له قوله یې داسی ورته وویل : « دلته صرف یو واکمن وجود لری . آیا هغه زه یم که اسامه ؟ » یوسفزﺉ چی په هماغه کلونو کی یې د ملا عمر سره لس واره لیدلي وو ، او هم یې بن لادن ښه پیژندﺉ ، وایی چی د دغو دوو کسانو تر منځ اړیکی « ډیری خرابی » وې او « هیڅکله هم صمیمانه » نه وې .

 

خبریال سټیو کول د سعودی عربستان د استخباراتو د لوی ریًس شهزاده ترکي الفیصل په حواله لیکی چی ملا عمر د ۱۹۹۸ په جولای کی ورته وویل چی زه غواړم بن لادن وباسم ، خو د اسلامی علماوو د یوې ګډی کومیټې غوښتونکیً یم تر څو داسی فتوا صادره کړي چی ما بېغمه کړی . یوه میاشت وروسته د طالبانو یو هیًت سعودی عربستان ته ولیږل سو تر څو دا معامله بیا تصدیق سی .

 

خو هغه څه چی ملا عمر یې د بن لادن د ایستنی د پلان پر ضد ودراوه ، هماغه د ۱۹۹۸ په اګسټ کی د کینیا او تانزانیا د بمی حملو په ځواب کی په افغانستان کی د بن لادن پر روزنیزو کمپونو د امریکایی کروز توغندیو حملې وی . کله چی شهزاده ترکي د امریکایی توغندیو تر دغه برید څه کم یوه میاشت وروسته د ملا عمر سره د لیدو لپاره بیا راغی ، نو د ملا عمر رویه ۱۸۰ درجې بدله سوې وه .

 

ملا عمر د سعودی عربستان د استخباراتو ریًس ته د خپل زړه او اردې د بدلون وضاحت ورنکړ . خو هغه د پاکستاني آی اس آی لوی ریًس ضیأ الدین بټ ته د زړه خبره وکړه چی تر دغه راکټی برید څو اوونۍ وروسته یې ورسره وکتل . د طالبانو مشر شکایت ورته وکړ چی بن لادن « لکه یو هډوکی زما په ستونی کی بند دی ، چی نه یې تیرولای سم او نه یې ایسته غورځولای سم ! » هغه ستونزه چی ده تشریح کړه ، دا وه چی بن لادن د طالبانو په ذهنونو کی د ده پر روزنیزو کمپونو باندی د امریکا د دغو توغندویی حملو له امله دومره اتل ګرځېدلی دی چی « که زه هغه ورتسلیم کړم ، نو خپل کسان به می بېله محاکمې څخه ووژنی . »

 

ملا عمر که څه هم د مشکل جوړونکې بن لادن څخه د بېغمه کېدو په کار کی اول زړه نا زړه و ، خو د پاکستان دا وړاندیز یې ومانه چی بن لادن دی د سفارتونو د چاودولو په تور د افغانستان ، پاکستان او سعودی عربستان په شمول د څلورو اسلامی هېوادو د قاضیانو لخوا محاکمه سی . دغه خبره د آی اس آی لوی ریًس مشهور پاکستاني تاریخ لیکونکي او د « تورو شرنګ » نومي کتاب لیکوال شجاع نواز ته وکړه .

 

د براؤن د بیان له مخی د طالبانو رژیم په ۱۹۹۹ کی د څو هغو روزنیزو کمپونو د تړلو امر صادر کړ چی د القاعده د عربی جنګیالیو لخوا استعمالېدل . او د ۱۹۹۹ په جولای کی په افغانستان کی بن لادن ته د دوو هغو عربی جهادی مشرانو یو ایمیل په لېپ ټاپ کی پیدا سو ، چی یو یې په القاعده پوری تعلق لری او وروسته د وال سټریټ ژورنال لپاره د هغه یو خبریال رانیوﺉ ، او هغه « ستاسی او د امیرالمؤمنین تر منځ ستونزو » ته مراجعه کوی چی د یو « بحران » حالت یې غوره کړی دی . دغه ایمیل حتی وړاندیز کوی چی د طالبانو رژیم داسی باید ورک کړه سی چی بیخی د افغانستان څخه « په لغتو وایستل سی . »

 

د بن لادن ساختګی بیعت:

ملا عمر ته د بن لادن د بیعت اصلی قصه چی رایډل یې د هغوی دواړو د انډیوالۍ د ثبوت په حیث را اخلی ، ښییً چی هغه باالکل د دې برعکس ده . د فوق الذکر مصری جهادوال المصری له قوله چی براؤن مفصل تشریح کړی ، د سفارتونو تر بمی چاودنو وروسته د بن لادن او ملا عمر اړیکی دومره خرابی او ترینګلي سوې چی د بن لادن ځینو پیروانو پر هغه ټینګار وکړ چی په ظاهره دی ملا عمر ته بیعت وکړی تر څو د دواړو تر منځ د بشپړ انفلاق مخه ونیول سی .

 

خو بن لادن د المصری له قوله په دې دلیل د دغه نظر سره مخالفت او مقاومت کاوه چی دغسی بیعت باید یوازی افغانان ورته وکړی . خو د المصری د مسلسل ټینګار سره تر موافقت او رضایًیت وروسته چی ملا عمر ته یې د ۱۹۹۸ په وروستیو کی شخصأ خپل بیعت اعلان کړ ، بیا هم هماغه غونډی ته حاضر نسو . المصری بن لادن ته وویل چی د ده دغه غیابت به ملا عمر ته ثابته کړی چی نوموړﺉ په رښتیا هم سرکښه او د ځانمنۍ څخه ډک دی .

 

خو د دې ټولو سره سره بن لادن باالاخره دا و نه منله چی پخپله ملا عمر ته ورسی او بیعت ورته وکړی ، بلکی د ځان پر ځای یې المصری ورولیږﺉ تر څو په وروسته کی دا ثبوت وجود و نه لری چی ده شخصأ د ملا عمر په مخکی د بیعت قسم واخیست . المصری دې نتیجې ته ورسېد چی د بن لادن دا ټوله کړنه د هغه چا په وړاندی یوه « بشپړه دوکه او غولونه » وه چی په تمامه معنا یې توپیر سره درلود .

 

د رایډل دا انګېرنه چی وایی بن لادن د ملا عمر د یوې لور سره واده وکړ ، که رښتیا وی نو د دغو دوو کسانو پر اړیکو ښه شاهدی ورکوی . له بده مرغه د یو داسی انسان لپاره چی د اوباما تګلاره تر نظر تیروی ، دا یو ثابت درواغ دی . ځکه ، د بن لادن تر وژلو وروسته چی د هغه د ماندینو په هکله کوم تازه راپور خپور سوی ، دا ښییً چی د بن لادن درې میرمنی سعودیانی وې ، یوه یې د سوریې او بله یې هم یمنۍ وه . هیڅ یوه یې هم افغانه نه وه .

رایډل په دې هکله د هغه کتاب یادونه کوی چی د افغانستان د چارو فرانسوي کارپوه ( ګیل دورونسورو ) لیکلی دی . خو دورونسورو ما ته وویل چی زه د خپل کتاب تر خپرېدو وروسته پوه سوم چی دا خبره حقیقت نه لری او ښایی هغه په شمال اییتلاف کی د ملا عمر دښمنانو قصدأ د ده د بدنامۍ لپاره تبلیغ کړې وی .

 

رایډل د بن لادن سره د ملا عمر د اړیکو دغه نابلده او عجیب تحریف چی وایی د طالبانو مشر خبر و چی القاعده پر امریکا حمله کوی ، منبع پاکستاني ولسمشر پرویز مشرف ته راجع کوی . خو مشرف په دې هکله هیڅ هم نه دي ویلی . دﺉ په خپلو خاطرو کی وایی چی د القاعده تکړه مشر فضل عبدالله محمد په خپلو یاداښتونو کی لیکلي دي چی بن لادن خپل دا پلان حتی د خپلو نږدې القاعده مشرانو څخه هم ، د محمد او ابو حفظ المصری څخه پرته ، د ۲۰۰۱ د اګسټ تر پایه پټ ساتلی و . مشرف خپل دا خیال صرف بې نومه استخباراتی منابعو ته راجع کوی چی وایی ملا عمر فکر کوی چی پر امریکا باندی یو غټ شی نازلېدونکی دی .

 

خو هغه څه چی رایډل یې خپلو لوستونکو ته په معلومات ورکولو کی ناکامه سوی دی ، دا دی چی د سپټمبر د یوولسمی اصلی طراح خالد شیخ محمد په تحقیقاتو کی ویلی چی بن لادن وروسته په هماغه دوبي کی خپلو خورا نږدې ملګرو ته شکایت وکړ چی ملا عمر پر امریکا باندی د هر ډول حملې اجازه نه ورکوی ، نو ځکه د سپټمبر د یوولسمی د کمیسیون په حواله دا خپله د دې دلیل دی چی بن لادن پر ملا عمر باندی اعتماد نه کاوه .

 

نو هغه و چی ما یعنی دغه لیکوال رایډل ته یو ایمیل ولیږﺉ او ورڅخه ومی پوښتل چی ته ولی پر هغو منابعو سترګی پټوې چی په دغه مقاله کی چی د ملا عمر او بن لادن د  اړیکو څخه بااالکل فرق لری ، ذکر سوي او تا په خپل کتاب کی ویلی دي . هغه په ځواب کی راته ولیکل « دا ځکه چی حقایق د هغه پر خلاف  وو . طالبانو پر القاعده واک نه چلاوه خو د دې غوښتونکي وو چی خپلی دفاعیې ښه رنګمالي کړی . »

 

کله چی ما د هغه څخه په دوهم ایمیل کی وپوښتل چی آیا تاسو دا وایاست چی المصری یعنی د بن لادن ځانی ساتونکی او نور ټول هغه منابع چی د بن لادن انځور بل ډول ترسیموی ، د ملا عمر « مدافعین » دي ؟ رایډل هیڅ ځواب هم رانکړ .

 

رایډل ځانته هیڅ دا تکلیف نه دی ورکړی چی د دغو منابعو سره یې کتلی وای . ځینی کسان چی دومره ډیر د پیاوړو جوړښتونونو په ګټو کی هم دخیل وی ، دا قصد نلری چی د شواهدو داسی سطحی او تحریف سوي بیانونه چی واضحأ هماغو ګټو ته کار کوی ، آن تر نظر هم تیر کړی . د داسی حقایقو په لټون کی د ده بې علاقه ګي چی د جنګ د حقانیت لپاره لازم رسمی دلیل کېدای سی ، د ملی امنیت په تګلاره جوړونه کی عوامو ته د درواغ ویلو څخه پرته بل څه نه دی .

 

د هغو درواغو بیان چی د اوباما حکومت یې په افغانستان کی یو غټ جنګ ته پوری واهه ، ښییً چی نوموړي درواغ له سره ساختګی او ښه ترتیب سوي ریښې لری . هغه سیاسی تحرک چی د جنګی تګلارو جوړښت احتوا کوی ، تر دومره ډیره حده د پنتاګون ، پوځ او ملی امنیت د نورو شعبو د غټانو د ګټو تر واک لاندی دي چی د اړونده بهیر نتیجه حتمأ پر یومخیزه درواغو دروی . صرف له واکه د دغو جوړښتونونو محرومول کولای سی چی امریکایان د داسی پوځی تکلارې څښتنان کړی چی پر حقیقت ولاړه وی . پای            

   

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.