د شهيد استاد غلام محمد نيازي لارويانو ته د تسليت او مبارکۍ پيغام — سید عبد القهار فدایي

 

د شهيد استاد غلام محمد نيازي لارويانو ته د تسليت او مبارکۍ پيغام

 

 

لیکوال: سید عبد القهار فدایي

 

په ډيره خواشينۍ او خوښۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې په افغانستان کې د اسلامي نهضت د بنسټ ايښودونکي استاد غلام محمد نيازي لمسي د استاد محمد نسيم زوي عبدالله د خپل نيکه په پل باندې قدم کيښود او د بدر د عملياتو په ترڅ کې یې د وردګو ولايت د سيد آباد ولسوالۍ د توپ په دښته کې د امريکايي عسکرو په لوى پوځي مرکز استشهادي بريد ترسره کړ چې له امله يې يرغلګرو ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله واړوله او پخپله هم د دخپل نيکه په څير د شهادت عالي مقام ته ورسيد، روح دې ښاد وي او یاد دې تل د شهيد استاذ په څير د مسلمانانو په زړونو کې ژوندى وي، او په قيامت کې دې الله تعالى د بدر له شهيدانو سره حشر کړي.

د يادونې وړ ده چې عبد الله شهيد د خورا نيکو اخلاقو درلودونکى بادرده او با احساسه ښکلى ځوان وه چې په متحده عربي اماراتو کې په شخصي تجارت مصروف وه خو په وطن کې يې د صليبي ښکيلاک ظلمونه او وحشتونه تر زغم څخه واوښتل له همدې امله يې د دنيا ټولو نعمتونو ته شا کړه او د ننګياليو غازيانو ترڅنګ ېي د هيواد د آزادۍ سنګرونو ته د استشهادي عملياتو په تکل را ودانګل چې بالآخره د روانې ميلادې مياشتې په ١٣ مه نيټه د جمعې مبارکې په ورځ خپل وروستې هدف ته ورسيدلو او په لسګونو يرغلګر يې د هلاکت کندې ته وغورځول.

مونږ د نوموړي اتل شهيد کورنۍ او د شهيد استاد نيازي رښتينو لارويانو او پيروانو سره د دې له يوه لوري خواشينوونکې او له بل لوري خوښوونکې پيښې له امله د زړه له کومې غمرازي کوو او په دې غم کې ورسره ځان پوره شريک ګڼو او همدارنګه د دې ستر افتخار او وياړ مبارکي ورته وايو، الله تعالى دې په دنيا او آخرت کې نعم البدل ورکړي.

د دې توريالي شهيد دغه اتلوال فدايي بريد که له يوې خوا يرغلګرو ته درانه ځاني او مالي تلفات واړول له بل لوري يې د اسلام او افغانستان د درواغجنو دښمنانو مخونه ورتور کړل څوک چې په ډيره بې شرمۍ او سپين سترګې سره د الله پاک رښتینو بندګانو فدايي مجاهدينو پسې شپه او ورځ رنګارنګ بيځايه تبليغات او پروپاګندې کوي لکه د دوی دا خبره چې فدايان د نيستۍ او غريبۍ له امله فدايې عمليات کوي!!!.

او همدارنګه نوموړي اتل شهيد په خپلې دې سترې قربانې سره ټولو متدينو افغانانو ته عملا وښوده چې هرڅوک چې په رښتيا سره د ده د نيکه شهيد استاد نيازي په لاره تلل غواړي نو د اسلامي امارت تر سپين بيرغ لاندې دې د جهاد ګرمو سنګرونو ته د خپل دين او ناموس د ګټلو لپاره را ودانګي.

د دې اتلوال بريد د جزياتو په هکله د اسلامي امارت د ويب پاڼې راپور ته ستاسو توجه را اړوم:

((عاجل خبر: سیداباد کې دامریکايي ځواکونو په مرکز کې فدايي برید درنه مرګ ژوبله واړوله

له میدان وردګ ولایت نه په تازه رارسیدلي خبر کې ویل شوي نن سهار شپږ بجې دسیداباد ولسوالي ددشت ټوپ په سیمه کې میشت دامریکايي ځواکونو په لوي پوځي مرکز کې داسلامي امارت دیوتن قهرمان مجاهد(عبدالله دمولوي نسیم زوي )لخوا دیوه لوي لارۍ موټر په توسط چې ۴۰۰۰کیلوګرامه چاودیدونکي مواد پکې ځاي پرځاي شوي وو ، فدايي برید ترسره کړ .

په خبر کې راغلي فدايي مجاهدلومړی دپلان شوي تکتیک لمخې خپل له موادو ډک لارۍ موټر دخارجي ځواکونو نظامي قرارګاه ته داخل او دعسکرو هستوګنځایونو ته نژدې ځاي سره یې انفجار ورکړ چې ورسره درنه او قوي چاودنه رامنځ ته شوه ،په دې مرکز ۱۹۰ تنه امریکايی عسکر میشت دي او تر۵۰ پوري پوځي موټر او ټانګونه موجود وي.

له سیمې نه وروستي رارسیدلي خبرونه وايي چې په مرکز کې دچاودنې له امله ٨٨ تنه خارجي عسکر مړه او ژوبل شوي او ګڼ شمیر پوځي موټر تخریب شوي ،دپیښې ځاي ته پوځي چورلکې راغلې او مړو او ټپیانو انتقال یې پیل کړی.

په سیمه کې عیني شاهدان وايی چې ترلسو زیاتې چورلکې یې لیدلې چې دې مرکز ته راځي او بیرته پورته کیږي.

دسیمې مجاهدین وايي چې فدايي مجاهد عبدالله دغزني ولایت اوسیدونکي وو او تردې وړاندي یې په (عربي اماراتو ) کې شخصي کاربار کاوه او خاص دفدايي عملیاتو لپاره یې ټول کارونه پریښودل او غوښتل یې په داسي کامیابو عملیاتو سره دهغو مجاهدینو انتقام واخلي چې څه موده وړاندې داشغالګرو ځواکونه په سپارښتنه دګوډاګۍ ادارې دچارواکولخوا اعدام او وروسته شهیدان شول .

داپیښه په داسي حال کې رامنځ ته کیږي چې تیره ورځ په کندهار کې دیوه مجاهد له لوري دګوډاګۍ ادارې دمشر حامد کرزي ورور احمدولی کرزي ووژل شو))

په ګران و‌‌‌‌طن کې د شهید استاد نیازي د ارمان اسلامي نظام د راتلو په هیله

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *