ویاړم چی هماغه هلیکوپتر می وویشت — ډاکټر نثار احمد صمد

 

ویاړم چی هماغه هلیکوپتر می وویشت

 

 

منبع : سنډې ټایمز (انګلستان)

راپورتر : مایلز اموری

نېټه : ۲۰۱۱/۸/۱۴

ژباړن : نثار احمد صمد

 

 

د طالبانو هغه جنګیالیً چی اییتلاف ته یې تر ټولو مرګونې ضربه ورکړه ، په کابل کی سنډې ټایمز ته خپله دا قصه کوی چی څنګه یې د بن لادن د وژلو انتقام واخیست

 

هغه طالب جنګیالیً د لومړي ځل لپاره خپله قصه کوی چی څنګه د ده یونټ دوه هغسی عادی خو « نیکمرغه » راکټونه ورخطا کړل چی له امله یې یو چیناک هلیکوپتر نسکور کړ او په هغه کی یې ۳۸ خورا تکړه چُڼل سوي امریکایی او افغانی خاص پوځیان ووژل او دا یې د ناټو په لس کلن جنګ کی تر ټولو مرګونې حمله ثابته کړه .

 

دغه خاص ځواکونه ، چی د هغه یونټ څو کسان هم پکښی شامل وو چی اسامه بن لادن یې وژلی و ، یوې لیری درې ته والوتل تر څو هلته یې د طالبانو هغه قوماندانان وژلی وای چی د دغه جنګیالي له قوله د وردک ولایت د سید آباد ولسوالۍ ته راغلي وو .

 

په دغو وژل سوو کسانو کی چی تیره اوونۍ د « ډیلاوېر » د ډاور په هوایی اډه کی د خاص ویندوی ټیم لخوا اعلان سول ، ۱۷ کسان د سمندری ځواک خورا تکړه خاص کوماندو ګان وو چی د شپږم نمبر یونټ ځینی غړي هم پکښی شامل وو چی اسامه بن لادن یې وژلی و ، پنځه نور یې د سمندری ځواک خاص پوځیان وو ، درې کسان د هوایی ځواک خاص پوځیان وو ، او پنځه نور هم د الوتکی عمله وو . اووه افغان کوماندوګان او یو ترجمان هم د سپرلیو له جملې نه وو .

 

دغه جنګالی چی مستعار نوم یې حقیار دی ، وویل چی نوموړﺉ هلیکوپتر هغه مهال وویشتل سو چی د تنګي په دره کی دوو پیره دارو طالبانو ته نږدې پر مځکه د کښېناستو په حال کی و . د ده دغه څرګندونه تر ډیره حده د پیښو په اړه د ناټو د بیان سره سمون او مطابقت لری .

 

۲۴ کلن حقیار چی وایی د دغه هلیکوپتر د ویشتونکو او راغورځوونکو څخه یوازی همدا زه ژوندی پاته یم ، وویل چی زموږ جنګیالي ځکه له مخکی څخه لا د بشپړ تیارسی په حال کی وو چی ټوله ورځ مو زیاتی امریکایی بې پیلوټه طیارې لیدلې چی دوری هوری ګرځېدې او څار یې کاوه .

 

موږ خپل روژه ماتی وکړ او په مجردې چی ډوډۍ مو وخوړله ، ما او زما ملګري غلام حضرت په یو تنګ ځای کی پیره شروع کړه چی له هغه ځایه مو لاندی دره ټوله ښه لیدله .

 

ده وویل چی د شپې پر یوولس بجو زموږ د قوماندان ملا محب الله لخوا یوه مخابره راغله او راته ویې ویل چی امریکایی ځواکونو همدا اوس شپږ طالب جنګیالي ووژل او فعلأ د درې « قریهً امیر » ته ورننوتلي دي . دﺉ زیاتوی چی « موږ هم پوه سوو چی ضرور یوه مهمه پیښه کېدونکې ده . »

یو ساعت وروسته حقیار او حضرت د یو هلیکوپتر ږغ واورېد چی راروان دی او د سپوږمۍ په رڼا کی لږ تر سترګو سو .

 

حقیار وایی چی دغه چیناک هلیکوپتر زموږ د مورچل څخه څه باندی ۱۰۰ متره لیری په داسی حال کی د کښېناستلو هڅه کوله چی دوو نورو یرغلیزو هلیکوپترونو یې ساتنه کوله . دﺉ زیاتوی چی پیلوټ غوښته زموږ د مورچل څخه لږ کښته په دره کی د دوو مسجدونو تر منځ مځکه باندی کښینی .

 

حقیار وایی چی « امریکایان پوهېدل چی په دغو مسجدونو او د هغوی تر څنګ کروندو او باغونو کی د طالبانو قوماندانان څملاستلي او بیده دي . »

کله چی دغه چیناک هلیکوپتر زما د سترګو د لیدلو حد ته راورسېد ، نو د خپل قوماندان څخه می د هغه د ویشتلو اجازه وغوښته خو دغسی ویشتلو به ضرور زموږ سنګر هم رسوا کاوه . غلام حضرت هم مخکی تر دې چی زما مخابره تیره سی ، یو دم په خپل راکټ سره ګوزار وکړ .

 

حقیار وایی چی « حضرت خپل راکټ ورخطا کړ او هغه هم برابر په هلیکوپتر کی ولګېد او پسی وچاودېد . ما هم یو ګوزار پر وکړ او هغه د مرغۍ په مشوکه کی ولګېد . په دې سره هلیکوپتر خپل توازن له لاسه ورکړ او پر مځکه راولوېد او ورغړېد . دا مهال یوه ستره چاودنه وسوه او موږ د چیناک عقبی حصه په خپلو سترګو ولیده چی له دننه یې اور واخیست . »

 

ناټو هم وروسته وویل چی هلیکوپتر له څو خواوو د طالبانو ګوزارونه وخوړل .

حقیار وویل چی د اور دغه لمبو د هلیکوپتر نورو برخو ته هم ژر سرایت وکړ او بېله ځنډه دننه مهماتو اور  پسی واخیست او د مرمیو او نورو مهماتو چاودنو او رڼاوو توره شپه سپینه ورځ وګرځوله . ده وویل چی « موږ آن تر سبا پوری لا د مرمیو د چاودلو ږغ اورېدﺉ او دره لمبو پر سر اخیستې وه . خو یو دم رڼا خپره سوه . »

 

دغو دوو جنګیالیو هم ډیر ژر خپله مخابره چالانه کړه تر څو خپل قوماندان خبر کړی چی موږ دغه هلیکوپتر وویشت او نسکور مو کړ او غواړو چی د نورو طالبانو سره له دې ځایه وتښتو . نو هغه وو چی خپلی وسلې یې وغورځولې او په مامتو ( کروندو ) کی په ځغستا سول .

 

حقیار وویل چی « ما په دغه حال کی بیا هم هغې خوا ته کتل او لیدل می چی پر هلیکوپتر هماغسی د اور لمبې راتاو دي او هغو نورو هلیکوپترونو هیڅ مرسته نسوه ورسره کولای . »

د حقیار په حواله تر لمر ختو مخکی ډیر امریکایی پوځیان د درو طبی انتقالاتی هلیکوپترونو په شمول درې ته راورسېدل . دغو پوځیانو د درې د کورونو ، دکانونو او کښتونو په تلاښۍ پیل وکړ خو حقیار او د ده ملګري مخکی لا د صحنې څخه تښتېدلي وو . غلام حضرت ګاونډ ولسوالي یعنی چک ته وخوځېد او غوښته یې له هغه ځایه د نورو طالبانو سره یو ځای له وطنه ووزی .

 

د دې پیښو په اړه د حقیار څرګندونه د ناټو د بیان سره مطابقت لری او هغه د افغان حکومت دا راپور رد کړ چی ویلی یې وو طالبانو دغه هلیکوپتر په غولونکې توګه تطمیع کړی و چی د تنګي درې ته راسی . ده وویل چی د نورو ولایتونو د طالبانو لوی لوی قوماندانان په دغه دره کی چی پر ګاونډو ولایتونو د حملې لپاره د ټوپ تخته ګڼل کیږی ، راغونډ سوي وو .

 

ناټو وروسته وویل چی امریکایی خاص ځواکونه دغی درې ته والوتل تر څو هغه طالبان تعقیب کړی چی د سیمی څخه د تیښتی په حال کی وو څو چی شپږ طالب جنګیالي یې ووژل .

دغو طالبانو په هغه شبکه پوری تعلق درلود چی د پخواني قوماندان محب الله لوی قوماندان دین محمد یعنی هغه نفر یې مشر و چی مخکی لا د امریکایی خاصو ځواکونو په عملیاتو کی وژل سوی دی .

 

په افغانستان کی د ناټو قوماندان جنرال جان آلن وویل چی : « موږ ته داسی استخباراتی اطلاعات راغلي وو چی ویل یې په تنګی دره کی د دښمن یوه شبکه شتون لری او د دې عملیاتو هدف دا و چی د هماغه شبکې په مشرانو پسی ورسو . »

 

تر دغه ویشتلو او نسکورولو څو ورځی وروسته امریکایانو د ځایی استخباراتو څخه په ګټمنېدو سره غلام حضرت او محب الله د دې ولسوالۍ د لرګیو څخه په یوه ډکه سیمه کی تعقیب کړل . نو هغه وو چی یوې « ایف ۱۶ »  امریکایی جټ الوتکی هغوی دواړه د څو نورو طالبانو په شمول ووژل . د ناټو ویاند وویل چی : « دغو دوو کسانو غوښته چی له هېواده وتښتی . »

 

حقیار وویل چی زه د حسن خېلو کلی ته وتښتېدم تر څو « آرام او عبادت وکړم . کله چی موږ واورېدل چی دا د خاصو ځواکونو هغه ډله وه چی بن لادن یې وژلی و ، نو ډیر خوشاله سوو او وویاړېدو . موږ خبر نه وو چی سپاره کافران دومره مهم او خاص کسان وو . موږ مخکی دا فکر کاوه چی په خپلو دغو وسلو سره هلیکوپترونه نسو ویشتلای یا نسکورولای . ځکه داسی ویل کېده چی هغوی مخکی له دې چی موږ په خپلو دغو راکټونو پر هغوی ګوزار وکړو ، د هوا فشار یې زموږ راکټونه را تباه کوی . خو اوس پوه سوو چی دا کار کولای سو . نو موږ به هم اوس نور کسان وروزو چی داسی کار وکړی . »

 

حقیار د منډو په حال کی دی او غواړی چی پاکستان یا ایران ته وتښتی . سندې ټایمز دغه جنګیالیً وموند او هغه له دې درکه ډیر عصبانی او وارخطا و داسی نه چی د همدې ولسوالۍ څخه یې کوم رابط ثبت او تعقیب کړی .

دغه مرکه کابل ته نږدې وسوه . ده وویل چی غواړی دنیا ته د دې حملې په هکله ووایی چی د ده په وینا یې ټول مسلمانان سرلوړی کړل . پای     

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *