زړګیه ! — برهان الدین سعیدی

 

زړګیه !

 

 

د مولانا دوکتور محمد سعید « سعید افغاني » لیکنه

 

په تا کې  ‌ډیر پټ اسرار شته دي .

ته  د زیاتو شیانو څخه  متاثر شوی یې .

ستا د هیلو او غوښتنو په مقابل  کښې  ډیر خنډونه پيدا شوی  دې.

ته  بی موجبه  زوریدلې ، لرزیدلې او کړیدلې یی !!!

ستا زوریدل !

ستا لرزیدل !

ستا کړیدل  !

که  ګناه  نه وه ؛  نو ثواب  ویل ورته  په کوم  دلیل ؟

ته  ښه  پوهیږې اجتماعي  منافعې  څه دي؛ او عمومي  مصالح  څه ته وایې ؟

مګر؛ افسوس !

دا  دواړه  سپیڅیلې ارمانونه، لکه د ستا پشان د ناجایزې استفاده یې  مورد ګرځیدلې  دي.

زړګیه  !

خپلې هڅې  دی  لږې کړه .

و بښه چه د خپل له  حده مې  تجاوز  وکړ !!!

زه  نه وایم  چه  ښې هڅې  د حساب  څخه  واچوه .

نه ؛  دا  زما  مقصد  نه دې !

زما مقصد دادې ؛ چه  بې وخته او بې سوده  د طغیانو څخه ځان  خلاص کړه .

 

سعید افغاني

د ۱۳۵۵ هجري شمسي کال ـ کابل

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *