افغانستان : لس کاله بې هدفه جنګ — ډاکټر نثار احمد صمد

 

افغانستان : لس کاله بې هدفه جنګ

 

لیکوال : اریک مارګولیس

منبع : اریک مارګولیس ډاټ کام

نېټه : ۲۰۱۱/۱۰/۸

ژباړن : نثار احمد صمد

 

« آزادي راوړونکي عملیات » چی په ډارونکې توګه یې د امریکا پواسطه د افغانستان لس کلن اشغال په غلطه را معرفی کړی دی ـ نن « مصیبت راوړونکي عملیات » ګرځیدلي دي . مشهور پوځی ستراتیژی جوړونکې ( تورن جنرال جې. ایف. سي. فیولر ) د جنګ اصلی هدف د خوښۍ وړ سیاسی پایلو حاصلول بولی ، نه د دښمنانو وژل .

 

خو دا هغه څه دی چی امریکا یې نن په افغانستان کی کوی . تر لس کاله جنګ وروسته چی په لږ تر لږه ۴۵۰ بلیونو ډالرو ، ۱۶۰۰ تلفاتو او ۱۵۰۰۰ زخمیانو سره ورته تمام سوی ، امریکا بیا هم خپل هیڅ کوم ستراتیژیکی یا سیاسی هدف نه دی ګټلی . په افغانستان کی د هر امریکایی عسکر کالنی مصرف یو ملیون ډالره دی . سي آی اې دلته ۸۰۰۰۰ ګومارلی او ایجنټان لری چی مصارف یې معلوم نه دي . امریکا په افغانستان او عراق کی یوازی په خپلو هغو پوځیانو چی په ایرکنډیشن خونو کی ژوند کوی د کاله څه باندی ۱۲۰٫۲ بلیونه ډالره مصرفوی .

 

دا لا څه ، تر ټولو شومه او ناولې ارزونه پخپله د امریکا د نصب کړي مشر حامد کرزي لخوا وسوه چی ویې ویل د امریکا دا جنګ « بې تأثیره ، او د ملکی انسانانو د وژلو سره تړلی دی . »

 

د واشنګټن لوی مقصد دا و چی د یو سیاسی حل و فصل له لارې هغسی افغان دولت رامنځته کړی چی واکمن رژیم یې : الف ـ په تمامه معنا د امریکا سیاسی ، اقتصادی او ستراتیژیکی ګټو ته مسؤل وی ؛ ب ـ د سپین پوستو افسرانو تر قوماندې لاندی یو مأدون سپاهی پوځ تشکیل کړی : ج ـ امریکایی پوځی اډې مستقر کړی تر څو ایران تهدید ، چین تعقیب او د کسپین د انرژۍ څخه ډکه سیمه کنټرول کړی .

 

خو په ظاهره ټولی ادعاګانی « د تروریزم او القاعده سره د جنګ » ، د افغانی ښځو د آزادولو او د دیموکراسۍ  د راوړلو په نوم سوي دي . مګر د سي آی اې مشر لیون پنیتا اعتراف وکړ چی په افغانستان کی صرف ۲۵ ـ ۵۰ القاعده وال پاته دي او بس . نو چی داسی ده ، یونیم لک امریکایی او ناټویی پوځیان دلته څه کوی ؟

 

خو د امریکا اصلی هدف په ۲۰۰۷ کی د خارجه وزارت د مرستیال ( ریچرد بوچر ) لخوا واضحأ وویل سو او هغه دا چی : « افغانستان تر هغه حده باثباته کول چی د جنوبی او مرکزی آسیا تر منځ د یو داسی کانال او مرکزی نقطې په توګه راسی چی انرژي مخ پر جنوب ورڅخه تیره سی . »

 

د ترکمنستان ـ افغانستان ـ پاکستان د ګاز پایپ لاین چی امریکا یې د ۱۹۹۸ راهیسی په تلاښ کی ده ، باالاخره بشپړېدو ته نږدې سوی دی . خو دا چی هغه به د ورانکارۍ وړ وګرځی که یا ، وروسته به معلومه سی .

 

په عین حال کی واشنګټن په دې نه دی بریالی سوی چی په کابل کی یو ټینګ او مضبوط حکومت رامنځته کړی . د دې کار اصلی علت هماغه توکمیزه سیاست دی . د هیواد څه باندی نیمایی وګړی پښتانه دي چی طالبان هم د هغوی څخه راټوکیدلي دي . تاجک ، ازبک او هزاره اقلیتونه د پښتنو سره شدید مخالفت ښیی . دغو درو واړو ډلو د ۱۹۷۹ ـ ۱۹۸۹ پر مهال د شوروی نیونی سره مرسته کوله . هغوی همدا نن هم د امریکا او ناټو د اشغال سره مرستندوی دي.

 

د افغان اردو او پولیسو بشپړ اکثریت ، چی امریکا د کاله شپږ بلیونه ډالره په مصرفوی ، تاجک ، ازبک او پخواني کمونیسټان دي . نو ځکه پښتانه هغوی سخت دښمنان بولی . هو ، امریکا په دې توګه په افغانستان کی خپل سیاسی کور پر روانو ریګو جوړ کړی دی .

 

ناوړه یې لا دا چی ، د امریکا تر کنټرول لاندی افغانستان نن د نړۍ د ټولو څخه خطرناکې مخدره مادې یعنی هیرویًینو ۹۳٪ تولیدوی خو د ملګرو ملتونو له مخی طالبانو د خپل واک پر مهال دا تولید پای ته رسولی و . همدا نن د افغانستان مخدره ییز کاروبار خورا غوړېدلی او پرمختللی دی . امریکا خو طالبان متهم او ملامتوی ؛ مګر اصلی مجرمین هماغه په کابل کی لوړ حکومتی مقامات او تر امریکایی ملاتړ لاندی جنګسالاران دي .

 

د ملګرو ملتو یو لوړ مقام په دې وروستیو کی دا ومنل چی افغانی هیرویًینو تیر کال د ناټو په غړو هیوادو کی لس زره انسانان وژلي دي . په دې کی د روسیې ، یعنی د افغانی هیرویًنو د لومړني تم ځای تلفات شامل نه دي .

ځکه نو امریکا نن په جګه غاړه د نړۍ د ټولو نه غټ مخدره ییز دولت څښتن ګرځیدلی دی او هم د افغانستان د تاجکی مخدره ییزه مافیا ملګری دی .

 

امریکا په افغانستان کی په بلیونونو ډالره ضایع کوی . واشنګټن د هر هغه ډالر څخه چی دلته یې مصرفوی ، ۴۴ سِنټه یې د چین او جاپان څخه پوروی . امریکا په داسی حال کی چی د تش په نوم « د ترور پر ضد جګړه » کی یې ۱٫۲۸۳ ټریلیونه ډالره ضایع کړي دي ، لاکن چین لګیا دی منابع رانیسی او نوي ملګري او بازارونه خپلوی . د اسامه بن لادن روح به څونه ډیر پر خاندی .

 

امریکا د هغو زیږو او سرسختو پښتنو پر ضد دا جنګ چی افغانستان یې « د امپراتوریو په قبرستان » سره مشهور کړی دی ، نسي ګټلای . خو د واشنګټن استعماری جوړښتون بیا هم لګیا دی ستراتیژیکی افغانستان نه پریږدی ، خصوصأ په بګرام او کندهار کی د پخواني شوروی د هوایی اډو څخه نه تیریږی . امریکا همدا نن اخته دی په کابل کی د نړۍ خپل تر ټولو غټ سفارت جوړوی چی دا کلا په ۸۰۰ ملیونو ډالرو جوړیږی او ۱۰۰۰ پرسونل به کار پکښی کوی او د اجیرو یوه کوچنۍ وسلواله اردو به یې ساتی . آیا دا هرڅه د وتلو پلانونه دي ؟

 

په افغانستان کی د امریکا دغه ښویًدلیً جنګ همدا نن تر دواړو نړیوالو جګړو هم اوږد ثابت سو . په افغانستان کی د امریکایی پوځ پخوانی قوماندان جنرال  سټنلی مک کریستل لږ څه مخکی وویل چی د دې هیواد په هکله د واشنګټن لید لورﺉ « په ویرونکې توګه ساده کړای سوی دی . » ځکه نو دا هر څه د حقیقت څخه مخ اړونه ده .

 

واشنګټن په افغانستان کی د کیشت یا احتمالی شکست سره د مخامخ کیدو له وجی زیار باسی چی هندوستان هم دغی شخړی ته ور پوری وهی . دغه ارتکاب او غټونکیً توکمیز ټکر به د افغانستان لپاره یوه بله بدمرغه لسیزه رامنځته کړی . پای   

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *