افغان جنګ ختم کړﺉ — ډاکټر نثار احمد صمد

 

افغان جنګ ختم کړﺉ

  

لیکوال : متیو روتشیلډ، (د لاندینۍ مجلې مدیر)

منبع : پروګرسیو مجله ( امریکا )

نېټه : ۲۰۱۱/۱۰/۶

ژباړن : نثار احمد صمد

 

دغه اوونۍ افغان جګړه لس کلنه سوه ، یعنی هغه جګړه چی نوره هم پسی کشیږی .

سره له دې چی اسامه بن لادن نور نسته ، آن پخپله د سي آی اې له قوله القاعده په افغانستان کی فقط تر سلو پوری جنګیالي لری ، خو بیا هم امریکا هلته څه کم سل زره پوځیان مستقر کړي دي .

 

او مصارف یې هم پرله پسې ډیریږی . امریکا هلته څه باندی ۱۷۰۰ پوځیان تلفات ورکړي دي او اګسټ بیا هم د تلفاتو تر ټولو ډکه میاشت وه . هر څه زموږ لپاره په دې اوږده جګړه کی سم نه بلکی ناوړه روان دي . او نه هم هر څه د افغان ولس په ګټه دي . امریکا او ملګرو یې په زرګونو ملکی افغانان وژلی دي ، خو د دې ټولو قتلونو سره سره بیا هم طالبان د هېواد ۶۳٪ برخه کنټرولوی .

 

د دې جګړې پولی مصرف هم ، سره د دې چی اقتصاد مو دننه په هېواد کی راباندی تف کوی او بودجوی کسر مو زیاتیږی ، زموږ پر سرونو یو لوی بوج دی . افغان جنګ تر ننه پنځه سوه بلیونه ( یعنی نیم ټریلیون ) ډالره خوړلی دي . او پنتاګون دلته همدا نن د هفتې دوه بلیونه ډالره اور ته اچوی . په دغو پیسو کی هغه مصارف شامل نه دي چی په دغه جنګ کی زموږ د ۱۳۰۰۰ زخمی پوځیانو لپاره مصرفیږی .

 

اکثریت امریکایان پوهیږی چی دا خورا درانه مصارف دي او افغان جګړه په دونه ستر مصرف نه ارزی . خو د اوباما حکومت غواړي چی نور هم هلته آن د ۲۰۱۴ څخه وروسته هم پاته وی سره له دې چی امریکا دا ژمنه کړې وه چی راوځی به او اوباما هم د راوتلو قول کړی و .

 

په افغانستان کی د امریکایی ځواکونو لوی قوماندان جنرال جان آلن « سی. بی. ایس » ټلویزیونی شبکې ته وویل چی : « پلان مو دا دی چی ویې ګټو . موږ د بریالیتوب پلان لرو . نو دا چی ځینی کسان وایی چی موږ به د لزبن د غونډی د پریکړې له مخی او هم د ورسپارنی د بهیر پر اساس په ۲۰۱۴ کی راوځو ، باید پوه سي چی موږ به دلته د اوږدې مودې لپاره شتون ولرو . »

 

ښه ، « ګټل » څه ته وایی ؟ هلته خو د امریکا لپاره د ګټلو بله لاره نسته بله دې چی خلک له یو مخی ووژنی ، دا ځکه چی په کابل کی د امریکا ګوډاګی رژیم فاسد او باالکل غیرملی دی حال دا چی طالبان د خلکو په منځ کی خورا ډیر ملاتړ لری .

 

دغه افغاني جګړه د اوباما جګړه ده . ځکه ، هغه هلته خپل پوځیان درې چنده زیات کړل ( که جان مک کېن دا کار کړی وای نو بیا به تاسو د دیموکراتانو فریادونه اوریدلي وای ) ، او د پوځیانو د ایستلو په اړه د ده د مسلسلو ویناوو سره سره امریکا د انتخاباتو تر ورځی پوری په افغانستان کی ۶۰۰۰۰ ـ ۷۰۰۰۰ پوځیان لرل چی دا د اوباما لخوا د وظیفې د پیل تر لومړۍ ورځی تقریبأ دوه چنده زیاتوالی دی .

 

خو هلته د دغو پوځیانو د شتون اصلی هدف د القاعده یا طالبانو سره هیڅ تړاو نلری بلکی برعکس دوی باید د تیلو د پایپ لاینونو هغه خط السیر کنټرول کړی چی تر عربی سمندرګي پوری رسیږی ، او هم ایران باید محاصره کړی ، او باالاخره د چین پر لویدیځه څنډه باید خپلی پوځی اډې ولری .

 

مګر اوباما هیڅکله امریکایی ولس ته دغه دلایل نه دي ویلی ، دا ځکه چی دوی نسي کولای چی موږ دې ته حاضر کړی چی د خپلو وینو او خزانو په بیه دا جنګ تود وساتو .

 

هغه فعلأ په دې نیرنګ سره غواړی چی تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم هلته پاته سی . خو موږ به پرې نږدو چی هغوی دا کار وکړی . همدا علت دی چی زه او په زرګونو نور اعتراض کونکي همدا اوس د واشنګټن د « آزادۍ په پلازا » کی راغونډ سوي یو . صرف د کښته څخه فشار کولای سی چی دا جنګ پای ته ورسوی او بس . پای

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *