د امریکا « یوه سلنه شتمن » څوک دي؟ — ډاکټر نثار احمد صمد

 

د امریکا « یوه سلنه شتمن » څوک دي؟

 

منبع : پریس ټی وی

نېټه : ۲۰۱۱/۱۰/۱۷

ژباړن : نثار احمد صمد

 

یادونه : دغه په زړه پوری او معلوماتی مطلب د پریس ټی وی انګریزی خپرونی د بیلابیلو مأخذونو او منابعو څخه تهیه کړی دی چی لوستلو ته یې ستاسو پام رااړوم ( ن . صمد ) :

 

فارچون ۵۰۰ خپرونې د پنځه سوه خورا سترو پانګوالو شرکتونو یو لیست خپور کړ چی په ۲۰۱۰ کی یې د هغوی مالی تفصیلات هم یاد کړي دي . دغه پنځه سوه شرکتونه د امریکایی بلیونرانو او ملیونرانو په شمول د امریکا د «یوې سلنې شتمنو » اصلی برخه جوړوی . په امریکا کی د پانګوالو پر خلاف اعتراض کونکي همدغه یوه سلنه کسان د خپل ناوړه سپماییزه حالت له امله ترټی .

 

 

د امریکا دا یوه سلنه څوک دي ؟

 

دا لاندې هغه خورا ستر نړیوال پانګه اچونکي بانکونه دي چی مالی مشورتی او مالی بانکی اجرأت دواړه کوی . هغوی علاوتأ پلورل ، بازار لټول ، او د مالی تولیداتو یوه پراخه دایره احتوا کوی چی مالی اعتبار ، پور ، بیې ، اسعار ، اجناس ، او د هغوی مشتقات هم پکښی شامل دي ، یعنی :

۱ ـ بینک آف امیریکا

۲ ـ برکلیز کپیټل

۳ ـ سیټی ګروپ

۴ ـ کریډیټ سویس

۵ ـ دچ بېنک

۶ ـ ګولډ مېن سچز

۷ ـ جې پی مورګن چېز

۸ ـ مورګن سټنلی

۹ ـ نمیورا سیکیورټیز

۱۰ ـ یو پی ایس

۱۱ ـ ویلز فرګو سیکیورټیز

 

 

لوی مالی شرکتونه

 

دا لاندی د ۲۰۱۰ کال د عاید له مخی د امریکا اته خورا ستر مالی شرکتونه دي :

۱ ـ فینی می …………. : ۱۵۳٫۸۲ بلیونه ډالره ؛

۲ ـ جنرل الکټریک …. : ۱۵۱٫۶۲ بلیونه ډالره ؛

۳ ـ فریډی مک ……… : ۹۸٫۳۶ بلیونه ډالره ؛

۴ ـ اینټل ایف سي سټون : ۴۶٫۹۴ بلیونه ډالره ؛

۵ ـ ماش اینډ مک لینن.. : ۱۰٫۹۳ بلیونه ډالره ؛

۶ ـ امیری پرایز فایننشیل : ۱۰٫۰۴ بلیونه ډالره ؛

۷ ـ ایون ……………….. : ۸٫۵۱ بلیونه ډالره ؛

۸ ـ ایس ایل ایم ……….. : ۶٫۷۷ بلیونه ډالره ؛

 

 

غټ مالی بانکونه

 

دا لاندی د ۲۰۱۰ کال د عاید له مخی د امریکا لس تر ټولو ستر مالی بانکونه دي :

۱ ـ بینک آف امیریکا ……………. : ۱۳۴٫۱۹ بلیونه ډالره ؛

۲ ـ جې پی مورګن چېز اینډ کمپنی. : ۱۱۵٫۴۷ بلیونه ډالره ؛

۳ ـ سیټی ګروپ …………………. : ۱۱۱٫۰۵ بلیونه ډالره ؛

۴ ـ ویل فرګو …………………….. : ۹۳٫۲۴ بلیونه ډالره ؛

۵ ـ ګولډمېن سچز ګروپ ………… : ۴۵٫۹۶ بلیونه ډالره ؛

۶ ـ مورګن سټنلی ………………… : ۳۹٫۳۲ بلیونه ډالره ؛

۷ ـ امیریکن ایکسپریس …………. : ۳۰٫۲۴ بلیونه ډالره ؛

۸ ـ یو ایس بنکورپ ……………… : ۲۰٫۵۱ بلیونه ډالره ؛

۹ ـ کپیټل وَن فایننشییل …………… : ۱۹٫۰۶ بلیونه ډالره ؛

۱۰ ـ الی فایننشییل ……………….. : ۱۷٫۳۷ بلیونه ډالره ؛

 

 

نفتی ستر شرکتونه

 

دا لاندی د ۲۰۱۰ کال د عاید له مخی د امریکا لس تر ټولو ستر نفتی شرکتونه دي :

۱ ـ ایکسان موبیل ………….. : ۳۵۴٫۶۷ بلیونه ډالره ؛

۲ ـ شاورن …………………. : ۱۹۶٫۳۳ بلیونه ډالره ؛

۳ ـ کونوکو فلپس …………… : ۱۸۴٫۹۶ بلیونه ډالره ؛

۴ ـ ولیرو انرجی …………… : ۸۶٫۰۳ بلیونه ډالره ؛

۵ ـ مرَتن آیل ……………….. : ۶۸٫۴۱ بلیونه ډالره ؛

۶ ـ سنوکو ………………….. : ۳۵٫۵۴ بلیونه ډالره ؛

۷ ـ هیس ……………………. : ۳۴٫۶۱ بلیونه ډالره ؛

۸ ـ مورفی آیل ……………… : ۲۳٫۳۴ بلیونه ډالره ؛

۹ ـ ټیسورو …………………. : ۲۰٫۲۵ بلیونه ډالره ؛

۱۰ ـ هولی …………………. : ۸٫۳۲ بلیونه ډالره ؛

 

 

د تیلو او ګاز وسایل ، خدمات

 

دا لاندی د ۲۰۱۰ کال د عاید له مخی د امریکا د تیلو او ګاز د سامان آلاتو او کاروبار په برخه کی تر ټولو ستر شرکتونه دي :

۱ ـ هلی برټن ………….. : ۱۷٫۹۷ بلیونه ډالره ؛

۲ ـ بیکر هس ………….. : ۱۴٫۴۱ بلیونه ډالره ؛

۳ ـ نیشنل آیل ویل ویرکو  : ۱۲٫۱۵ بلیونه ډالره ؛

۴ ـ کیمرون انټرنیشنل … : ۶٫۱۳ بلیونه ډالره ؛

 

 

د هوایی او دفاعی تجهیزاتو لوی شرکتونه

 

لاندی د ۲۰۱۰ کال د عاید له رویه د هوایی او دفاعی سامان آلاتو اړونده لس خورا ستر امریکایی شرکتونه دي :

۱ ـ بوینګ …………. : ۶۴٫۳۰ بلیونه ډالره ؛

۲ ـ بونایټد ټکنولوجیز : ۵۴٫۳۲ بلیونه ډالره ؛

۳ ـ لاک هیډ ماټین … : ۴۶٫۸۹ بلیونه ډالره ؛

۴ ـ نارتروپ ګرومن  : ۳۴٫۷۵ بلیونه ډالره ؛

۵ ـ هنی ویل انټرنیشنل: ۳۳٫۳۷ بلیونه ډالره ؛

۶ ـ جنرل ډینامیکس . : ۳۲٫۴۶ بلیونه ډالره ؛

۷ ـ رې تیون ………. : ۲۵٫۱۸ بلیونه ډالره ؛

۸ ـ ایل ـ ۳ کمیونیکېشنز: ۱۵٫۶۸ بلیونه ډالره ؛

۹ ـ آی ټی ټی ………. : ۱۱٫۳۵ بلیونه ډالره ؛

۱۰ ـ ټیکس ټران ….. : ۱۰٫۵۲ بلیونه ډالره ؛

 

 

د موټرو ، ماشینونو او پرزه جاتو ستر شرکتونه

 

دا لاندی د ۲۰۱۰ کال د عاید له مخی د موټرونو او ماشینونو او پرزو د جوړولو تر ټولو ستر لس امریکایی کمپنۍ دي :

۱ ـ جنرل موټورز ………………. : ۱۳۵٫۵۹ بلیونه ډالره ؛

۲ ـ فورډ موټورز ……………….. : ۱۲۸٫۹۵ بلیونه ډالره ؛

۳ ـ کریسلر ګروپ ……………… : ۴۱٫۹۴ بلیونه ډالره ؛

۴ ـ جانسنز کنټرولز ……………. : ۳۴٫۳۰ بلیونه ډالره ؛

۵ ـ ګوډ ېر اینډ ربر ……………. : ۱۸٫۸۳ بلیونه ډالره ؛

۶ ـ ټی آر ډبلیو آټو ماټیو هولډینګز: ۱۴٫۳۸ بلیونه ډالره ؛

۷ ـ نېوي سټار انټرنیشنل ………. : ۱۲٫۱۴ بلیونه ډالره ؛

۸ ـ لی یر ……………………….. : ۱۱٫۹۵ بلیونه ډالره ؛

۹ ـ پَکار ………………………… : ۱۰٫۲۹ بلیونه ډالره ؛

۱۰ ـ آش کوش …………………. : ۹٫۸۴ بلیونه ډالره ؛

 

 

امریکایی ملیونران

 

د امریکا د ملیونرانو شمیر د هیواد د ټول نفوس یوه سلنه جوړوی .

د کانګریس ( ولسی جرګې ) د ۴۳۵ پارلماني وکیلانو له جملې نه د اوسني کانګریس ۲۴۴ غړي ملیونران دي چی ۴۶ سلنه یې جوړوی . د دغو څخه ۱۳۸ یې جمهوریت غوښتونکي او ۱۰۶ یې هم دیموکراتان دي… د کانګریس د ملیونرانو شمیر تر دې هم ډیر دی خو پارلماني وکیلان نه غواړي چی د کورنیو نوره شتمني پکښی شامله کړی .

په ۲۰۱۰ کی د پارلمان د وکیل کیدو لپاره هر ګټونکې کاندید د خپلی انتخاباتی مبارزې ( کمپاین ) لپاره یونیم ملیون ډالره مصرف کړي دي . هغو حریفانو تر دې هم ډیر مبلغ مصرف کړی دی چی د ګټلو چانس به یې سره نږدې و . خو د دغو څخه تقریبأ نیمایی پیسې د خورا شتمنو ملاتړو لخوا ورکول سوي دي .

شتمن امریکایان د عادی رایه ورکونکو په مقایسه پارلمانی وکیلانو ته خورا ډیره لاس رسي لری .

په ۲۰۰۹ کی د امریکا د ولسی جرګې د یو وکیل کالنی عاید ۷۲۵۰۰۰ ډالره و ، او د یو امریکایی سناتور کالنی عاید هم ۲٫۴ ملیونه ډالره و .

د کانګریس تر ټولو بډای وکیل ( ډېریل ایزا ) نومیږی چی شتمني یې د ۱۵۶ ملیونو او ۴۵۱ ملیونو ډالرو تر منځ ده .

 

دا لاندی هم د پارلمان د دواړو جرګو د اوسنیو شلو خورا شتمنو وکیلانو او د هغوی د پیسو لیست دی چی په ۲۰۰۹ کی د هر یوه د مالی راپور له مخی تهیه سوی دی :

۱ ـ کانګریس وال ډېریل ایزا ( جمهوریت غوښتونکی )….. : ۳۰۳ ملیونه ډالره ؛

۲ ـ سناتور جان کیری ( دیموکرات )………………………. : ۲۳۸ ملیونه ډالره ؛

۳ ـ سناتور مارک وارنر ( دیموکرات )……………………. : ۱۷۴ ملیونه ډالره ؛

۴ ـ کانګریس وال جېډ پولیس ( دیموکرات )………………. : ۱۶۰ ملیونه ډالره ؛

۵ ـ سناتور هرب کول ( دیموکرات )………………………. : ۱۶۰ ملیونه ډالره ؛

۶ ـ کانګریس وال ورنن بوچانن ( جمهوریت غوښتونکی ). : ۱۴۸ ملیونه ډالره ؛

۷ ـ کانګریس وال مایکل مک کال ( جمهوریت غوښتونکی ): ۱۳۷ ملیونه ډالره ؛

۸ ـ سناتور جېمز ریش ( جمهوریت غوښتونکی )………… : ۱۰۹ ملیونه ډالره ؛

۹ ـ سناتور جې راکفیلر ( دیموکرات )…………………….. : ۹۸ ملیونه ډالره ؛

۱۰ ـ سناتور ریچرډ بلومنتال ( دیموکرات )………………. : ۹۴ ملیونه ډالره ؛

۱۱ ـ سناتور ډینی فاین سټاین ( دیموکرات )………………. : ۷۷ ملیونه ډالره ؛

۱۲ ـ سناتور فرانک لاټن برګ ( دیموکرات )……………. : ۷۶ ملیونه ډالره ؛

۱۳ ـ کانګریس واله نینسی پیلوسی ( دیموکرات )………… : ۵۸ ملیونه ډالره ؛

۱۴ ـ کانګریس وال ګېری میلر ( جمهوریت غوښتونکی ).. : ۵۱ ملیونه ډالره ؛

۱۵ ـ سناتور باب کورکر ( جمهوریت غوښتونکی )……… : ۵۰ ملیونه ډالره ؛

۱۶ ـ کانګریس وال ډینی لین بلېک ( جمهوریت غوښتونکی ): ۴۹ ملیونه ډالره ؛

۱۷ ـ کانګریس وال روډنی فری لینګویسن ( جمهوریت غوښوتونکی ) : ۴۳ ملیونه ډالره ؛

۱۸ ـ کانګریس وال ریچرډ برګ ( جمهوریت غوښتونکی ). : ۳۹ ملیونه ډالره ؛

۱۹ ـ کانګریس وال نیټا لووی ( دیموکرات )……………….. : ۳۹ ملیونه ډالره ؛

۲۰ ـ کانګریس وال کینی مرچنټ ( جمهوریت غوښتونکی ). : ۳۸ ملیونه ډالره ؛

 

 

د اوباما سره په ۲۰۰۸ کی غټ مالی مرستندویان

 

دا لاندی د هغو مراجعو لیست دی چی د ۲۰۰۸ کال په انتخاباتی حلقه کی یې خورا زیاتی مالی مرستی ورکړي دي :

۱ ـ کلیفورنیا پوهنتون …………….. : ۱٫۶ ملیونه ډالره ؛

۲ ـ ګولډ مېن سیچز ……………….. : یو ملیون ډالره ؛

۳ ـ هارورډ پوهنتون ……………… : ۰٫۸۵ ملیونه ډالره ؛

۴ ـ مایکروسافټ کارپوریشن ……. : ۰٫۸۳ ملیونه ډالره ؛

۵ ـ ګوګل اِ نکارپوریشن………….. : ۰٫۸۰ ملیونه ډالره ؛

۶ ـ سیټی ګروپ اِنکارپوریشن…… : ۰٫۷۰ ملیونه ډالره ؛

۷ ـ جې پي مورګن چېز اینډ کمپنی. : ۰٫۶۹ ملیونه ډالره ؛

۸ ـ ټایم وارنر …………………….. : ۰٫۵۹ ملیونه ډالره ؛

۹ ـ سیډلی آسټن ایل ایل پي……….. : ۰٫۵۸ ملیونه ډالره ؛

۱۰ ـ سټین فورډ پوهنتون ………… : ۰٫۵۸ ملیونه ډالره ؛

۱۱ ـ نیشنل امیوزمنټز اِنکارپوریشن: ۰٫۵۵ ملیونه ډالره ؛

۱۲ ـ یو بي ایس. اې جي …………. : ۰٫۵۴ ملیونه ډالره ؛

۱۳ ـ ویلمر هېل ال ال پي ………… : ۰٫۵۴ ملیونه ډالره ؛

۱۴ ـ سکېډن آرپس ……………….. : ۰٫۵۳ ملیونه ډالره ؛

۱۵ ـ آی بی ایم کارپوریشن ……… : ۰٫۵۲ ملیونه ډالره ؛

۱۶ ـ کولمبیا پوهنتون …………….. : ۰٫۵۲ ملیونه ډالره ؛

۱۷ ـ مورګن سټنلی ………………. : ۰٫۵۱ ملیونه ډالره ؛

۱۸ ـ جنرل الکټریک …………….. : ۰٫۴۹ ملیونه ډالره ؛

۱۹ ـ د امریکا حکومت ………….. : ۰٫۴۹ ملیونه ډالره ؛

۲۰ ـ لیتم اینډ وېټ کینز ………….. : ۰٫۴۹ ملیونه ډالره ؛

 

 

د بوش سره په ۲۰۰۴ کی غټ مالی مرستندویان

 

۱ ـ مورګن سټنلی ……………… : ۶۰۳۴۸۰ ډالره ؛

۲ ـ میریل لینچ …………………. : ۵۸۶۲۵۴ ډالره ؛

۳ ـ پرایس واټر هاؤس کوپرز … : ۵۱۴۲۵۰ ډالره ؛

۴ ـ یو بي ایس. اې جي ……….. : ۴۷۴۳۲۵ ډالره ؛

۵ ـ ګولډ مېن سیچز ……………. : ۳۹۴۶۰۰ ډالره ؛

۶ ـ لیهمن برادرز ……………… : ۳۶۱۵۲۵ ډالره ؛

۷ ـ ایم بي ان اې کارپوریشن….. : ۳۵۰۳۵۰ ډالره ؛

۸ ـ کریډیټ سویس ګروپ…….. : ۳۲۶۰۴۰ ډالره ؛

۹ ـ سیټی ګروپ اِنکارپوریشن… : ۳۲۰۸۲۰ ډالره ؛

۱۰ ـ بیېر سټرنز ………………. : ۳۱۳۱۵۰ ډالره ؛

۱۱ ـ ارنسټ اینډ یانګ ……….. : ۳۰۵۱۴۰ ډالره ؛

۱۲ ـ د امریکا حکومت ……….. : ۲۹۵۷۸۶ ډالره ؛

۱۳ ـ ډیلایټی ال ال پی ……….. : ۲۹۲۲۵۰ ډالره ؛

۱۴ ـ واچوویا کارپوریشن …… : ۲۷۹۳۱۰ ډالره ؛

۱۵ ـ د امریکا د دفاع وزارت… : ۲۷۹۱۵۷ ډالره ؛

۱۶ ـ امریکویسټ کپیټل………. : ۲۵۳۱۳۰ ډالره ؛

۱۷ ـ د امریکا خارجه وزارت.. : ۲۲۵۳۳۰ ډالره ؛

۱۸ ـ بلېنک روم ال ال پی……. : ۲۲۵۱۵۰ ډالره ؛

۱۹ ـ د امریکا بانک …………. : ۲۱۸۲۶۱ ډالره ؛

۲۰ ـ اې ټی اینډ ټی اِنکارپوریشن: ۲۱۴۹۲۰ ډالره ؛

 

 

 

د امریکا بلیونران

 

لاندی د ۲۰۱۱ کال له مخی د هغو شلو بلیونرانو لیست دی چی د فوربز ۴۰۰ لخوا خپور سوی دی :

۱ ـ د مایکرو سافټ څښتن بیل ګېټس ……………… : ۵۹ بلیونه ډالره ؛

۲ ـ وارن بفیټ ( د برک شایر هیت اوې مالک )….. : ۳۹ بلیونه ډالره ؛

۳ ـ لیری ایلیسن ( د اورېکل څښتن ) ……………… : ۳۳ بلیونه ډالره ؛

۴ ـ چارلیس کوچ ( د ډای ورسیفایډ مالک ) ………. : ۲۵ بلیونه ډالره ؛

۵ ـ ډیویډ کوچ ( د ډای ورسیفایډ شریک )…………. : ۲۵ بلیونه ډالره ؛

۶ ـ کریسټی والټن ( د وال مارټ څخه )……………. : ۲۴٫۵ بلیونه ډالره ؛

۷ ـ جورج سوروس ( د هیج فنډ څخه ) ……………. : ۲۲ بلیونه ډالره ؛

۸ ـ شیلډن اډیل سن ( د قمار خانو څخه ) ………….. : ۲۱٫۵ بلیونه ډالره ؛

۹ ـ جیم والټن ( د وال مارټ څخه ) ……………….. : ۲۱٫۱ بلیونه ډالره ؛

۱۰ ـ ایس والټن ( د وال مارټ څخه ) …………….. : ۲۰٫۹ بلیونه ډالره ؛

۱۱ ـ ایس. روبسن والټن ( وال مارټ ) …………… : ۲۰٫۵ بلیونه ډالره ؛

۱۲ ـ مایکل بلوم برګ ( بلوم برګ ال پي )………… : ۱۹٫۵ بلیونه ډالره ؛

۱۳ ـ جیف بیزوس ( د امازون ډاټ کام څښتن ) ….. : ۱۹٫۱ بلیونه ډالره ؛

۱۴ ـ مارک زکر جرک ( د فېس بوک څښتن ) …… : ۱۷٫۵ بلیونه ډالره ؛

۱۵ ـ سرجی برین ( د ګوګل څښتن ) ……………… : ۱۶٫۷ بلیونه ډالره ؛

۱۶ ـ لیری پېج ( د ګوګل څخه ) …………………… : ۱۶٫۷ بلیونه ډالره ؛

۱۷ ـ جان پاولسن ( د هیج فنډ مالک ) …………….. : ۱۵٫۵ بلیونه ډالره ؛

۱۸ ـ مایکل ډیل ( د ډیل څښتن ) ………………….. : ۱۵ بلیونه ډالره ؛

۱۹ ـ سټیو بېلمر ( د مایکروسافټ څخه ) …………. : ۱۳٫۹ بلیونه ډالره ؛

۲۰ ـ فوریسټ مارس ( د کېنډي څښتن ) ………….. : ۱۳٫۸ بلیونه ډالره ؛

 

پای

        

   

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *