حقیقت تل مادي او قانونمند دې! — امین الدین سعیدی

 

 

حقیقت تل مادي او قانونمند دې!

 

لیکنه : ډاکټر سید شیر آقا حرکت

لیږونکی: امین الدین سعیدی

نوامبر 2011

 

عینی واقعیتونه او ټولې پدیدې چې په عالم الاسباب کې د انسان او نورو مخلوقاتو لپاره مسخر او مقدر ګرځیدلی ، همزمان او هم مکان لوی قانونمند  حقیقت جوړوي او انسان د الاهي عالم با شعوره خلف مخلوق په حیث ، ددې لپاره د نوموړي لوی حقیقت په معرفت مکلف ګرځیدلیې ، ترڅوټول مادي نعمات ، چې خدای ددغه لوی حقیقت په بنیاد شته کړي ، د خدایي عدل ،انصاف اوعامه پیرزوینې له مخې په ټولومخلوقاتو ،دهغوۍ د ذاتي خلقتي خصوصیاتو او ضرورتونو  په تناسب رواداري او پیرزوینه ولري . دغه مادي وجودي  عیني واقعیتونه د کل او ځانګړو ماکره او میکره مادي واحدونو په حیث د همزمان او هم مکان نه شلیدونکې لحظوي او ابدي بدلیدونکو مناسبتونو او اړیکوسره واحد جهاني   نظام جوړوي . دغه واحد نظام همزمان او هم مکان نوې او زوړ ،متحرک او ساکن ، ستا تیک او دینامیک او دېته ورته نور ډېر همزمان او هم مکان  هر اړخیزه متضاد او موافق وضعیتونه ، حالتونه ، خواص او خصوصیات لري .له یوې خوا په لحظوي بدلیدونکي نظام کې قدیم هیڅکله نور په قدیم کې وجود نه لري او قدیم د نور له سرعت څخه هم په چټکۍ سره د ابد په لور ځغلي او حال ته د وخت په نوم  هیڅ مقیاس څوک  قایلیدلي نه شي، خوله بلې خوا په همغه قدیم کې ټول ماهیتونه او کیفیتونه دقانونمند بهیر په بڼه  ساتلي پاتې دي او پوهان کولې شي د قانونمندو لارو په مختلو زماني او مکاني ابعادو کې لازمې او مطلوبې محاسبې ، قانومندۍ ،اعداد او ارقام تر لاسه کړي . حال هم د جهان د لحظوي بدلون په نسبت د هیچا په قابو او ګورت کې نه شي راتلای یا په بل عبارت حال عملا ً وجود نه لري ، خو له بلې خواد قدیم  څخه تر ابده پورې ټول حقایق او واقعیتونه په ټولو ستاتیک ـ دینامیک بدلونونو  اومختلفو کمي او کیفي واقعیتونو سره یواځې دحال دوضعیت، موقعیت ، منفذ،مجرا او مقطع څخه څیړل کیدلې او ارزول کیدلې شي او پرته له دغه وضعیت څخه بل امکان هیڅ  وجود نه لري . په ابدي نظام کې ابد هم هیڅکله  ابد ته نه رسیږي  ، خو د هر ابدعیني واقعیتونه د حال د څیړنو په بنیاد څیړل کیدلې او لازم نتایج تر لاسه کیدلې شي  . نو ځکه  ویلې شو ،چې ددې جهان د څیړنې وړ  واقعیتونه او لوی حقیقت یواځې همغه دې چې همدا اوس او په همدې لحظه کې وجود لري او بل هر واقعیت او حقیقت هم یواځې د حال له موجوده وضعیت څخه څیړل کېدلې شي  . هغه کسان ، چې هڅه کوي ددې جهان  پیل او پای ولټوي او په دغه بنیادونو خپلې علمي ـ فلسفي څیړنې او ارزونې پیل او دوام ورکړي ،دغه فکرونه یي بې بنیاده او څیړنې او ارزونې یي هیڅکله مثبتې پایلې او نتایج نه شي لرلې .هر وخت ، چې مونږ غواړو د جهاني  حقایقو ، خلقتونو او پدیدو په اړه څیړنې او ارزونې سرته و رسوؤ ، باید ټول پورتني معیارونه  یعنې ، چې جهان همزمان او هم مکان قانونمند مادي موجودیت لري ،دا جهان  همیشه د لحظوي تجدد په وضعیت کې دې او  هره څیړنه او ارزونه هم یواځې د همدغه موجوده و ضعیت په بنیاد په نسبي لحاظ پیل کیدلې شي ، چې له بده مرغه ، په هیڅ یوه بشري علمي ـ فلسفي تیوریکي څیړنه او ارزونه کې ، دغه شرایط په نظر کې نه دي نیول شوي او ځکه خو یي تیوریکو څیړنو او ارزوونو مثبتې پایلې او نتایج نه دي درلودلي . خو دا ټولې خبرې ، هیڅکله دا معنا نه لري ، هرجهاني موجوده  وضعیت ، چې په  هره لحظه کې بد لیږي ، کومې نښې نښانې او پل یي تر شا نه پاتیږي او موجوده وضعیت هم  څرنګه چې په قابو او ګورت کې نه شي راتلای ،نو علمي څیړنې او ارزونې ګوندې هم هیڅ ارزښت نه لري  . مونږ دمخه وویل ،چې جهان قانونمند پیدادې ، قانونونمند پایي او قانونمند بدلون او پرمختیا مومي او دا جهان همداسې هم زمان او هم مکان زوړ او نوې ، همزمان او هم مکان ستاتیک او دېنامیک  ، . . . ، نو مونږ  د همدغه قانونمندیو په بنیاد ، خپلې څیړنې او ارزونې هر زماني او مکاني بعد ته غزولې او لازم څیړنیز  نتایج او محاسباتي اعداد او ارقام  تر لاسه کولې شو . د جهاني خلقت الاهي علمي قانونمندۍ  د بشر لپاره د الاهي کلام په وسیله  د پیغمبرانو (ع)په واسطه د بشر په ژبه د مشخصو او عامو احکامو ،اصولو ، اوامرو او نواهیو په بڼه د الاهي دین او شریعت له لارې  رسیدلي او دانساني ذهني ــ شعوري مقدراتواو امکاناتو  په کچه   انساني ذهني خلف علم او یا په بل عبارت انساني ذهني  فلسفي  علم تشکیل شوې دې .په دې صورت کې مونږ په زغرده ویلې شو ،چې : د فلسفي علمي څیړنو موضوع او هدف همدادې  ،چې د جهاني خلقت د پیدایښت ، پایښت ، بدلون او پر مختیا  قوانین او قانونمندۍ وپیژني  او د خپلو مقدراتو په کچه ددغه پیدایښت ، پایښت ، بدلون او پرمختیاپه کمیت او کیفیت  کې ، د خپلو ضرورتونو ، مجبوریتونو او غوښتنو سره سم په ترکیبي او تجزیوي جوړښتونو کې بدلونونه راولي او د ځان او نورو د استفادې وړ یي وګرځوي . نه دا لکه ، د رادا کرشنان په مشرۍ ، چې د هندد فیلسوفانو شپیته کسیزي کمیټې ، دفلسفې موضوع  ، ددې جهان د اغاز پیدا کول ګڼلې ده !

فلسفه دانساني مقدراتو ،امکاناتو او نیمګړتیاوؤ په تناسب د الاهي او قرآني علومو سره د انساني خلافت مناسبت لري او دهمدغه خلافت د عظمت د مقدراتوپه  کچه ، الاهي علم  افاده کولې شي . فلسفه دډېرو تورونو او ناروا تهمتونو سره سره بیا هم په تیرو فلسفي فورمولبندیو کې د مادې ،شعور او ټولنې د عامو قانونمندیو علم ګڼل شوې دې .زه په دې عقیده یم ، چې ماده ، شعور او ټولنه ذاتي توپیر نه لري اولکه څرنګه چې ، عالم الاسباب ، د الاهي واحد علم د قانونمندیو تابع ګڼل کیږي او ټولې قانونمندې پروسې د متداخلو  انتګرالي او دیفرنسیالي حرکتونو او انتګرالي او دیفرنسیالي  بې شمیره معادلو په واسطه داسې افاده کیږي ،چې هیڅ متوالي ، نامعین ، لا یتناهي ، مهمل ،نا مفهوم او دېته ورته  اعداد ، ارقام مفاهیم په کې نه شي په سترګو کیدلې ، فلسفه هم د انساني مقدرات او خلافت د عظمت په تناسب ، د الاهي  علم بشري ذهني واحد خلف  علم ګڼل کیږي . نو ځکه دا خبره نه کومه معما ، نه کوم پټ راز او نه کوم بې علته معلول دې ، چې ګوندې څوک دې پرې پوه نه شي ،چې ولي  تر اوسه پورې په فلسفي علم مخامخ څوک نه دي ورغلي او نن هم څوک ددې کار جرئت نه لري ؟

هو ! بې له  شکه ،چې  فلسفه اسان علم نه دې  . د ټول جهان د قانونمند تحرک او تعامل  ،په واحد انتګرېشن او دیفرنسییشن کې څیړل  خو لا په ځای پرېږده ، چې  د یوې واحدې قضیي او مسئلې قانونمند انتګرالي او دیفرنسیالي تداخل  څیړل، حتا په پرنسیب کې ناشونې کار ګڼل کیږي او په ځانګړو حالاتو کې به شاید ورته ضرورت هم نه وي . همدا سبب دې ،چې ځیني الاهي احکام ، لکه دجهان پیدایښت ، قدامت اوابديت ، دعالم آمر په شکل ، چې زماني اومکاني قیوداتو او تأجیل پورې اړه  لري اویا لکه الاهي ذاتي پیژندنه ،چې د ناممکناتو څخه ګڼل کیږي . لکن ددې ټولو خبرو سره سره دغه هر څه ، د یوه لوی حقیقت او یا د عیني واقعیتونو په بڼه وجود لري او حتما ً په الاهي او قرآني علم کې یا د عالم خلقت او یا د عالم آمر په بڼه د هغې ذکر شوې او عملا ً د الاهي  علم له مخې د هغې قانونمندي وجود لري او ما په ځیني ددغه مسایلو د « عینیت فلسفه ، څیړنې او ارزونې ،( فلسفه په مادي قدامت ،حال او ابدیت کې ، ۳۴۴ مخ ) » او نورو موضوعاتو کې پرې بحث کړې دې . نو ځکه مونږ نه شو کولې په دغه  حقایقو او عیني واقعیتونو سترګې پټې کړو . ما په خپلو څیړنو او ارزونو کې  د هغې د پوهې ، باور او یقین لپاره  تر وسه پورې کافي ثبوتي او علمي قیاسي او اسقرایي دلایل وړاندې کړي دي . 

حقیقت ،مادیت او علمیت یو تر بله سره لازم وملزوم او نه بیلیدونکې پدیدي دي ، یو تر بله سره په مناسبت او ارتباط کې څیړل کیدلې،ارزول کیدلې او یواځې په همدغه ارګانیکه بڼه او مناسبتونو سره ،له څیړنیزوموضوعاتي قضایاوؤ او مسایلو  څخه   سم  او رښتیني څیړنیز حقایق او نتایج  تر لاسه کیدلې شي .

دا جهان د« کن فیکون » الاهي حکم  له مخې ازلي ، ابدي او قانونمند  پیدا دې، قانونمندي یواځینې لازمي شکل د موجودیت ددې لوی جهان او هر وجود ګڼل کیږي اوغیر قانونمند موجود اصلا ًوجود نه شي لرلې . څرنګه ،چې هرخلقت یواځې خدایي اوپرته له الله بل خالق وجود نه لري .  نو هغه علم ،چې دا لوی جهان یي په بنیاد ، قانونمند پیدا ، قانونمند پایي  او قانونمند بدلون او تکامل مومي ، هم یواځې خدایي خلقت ګڼل کیږي او انسان یواځې کولې شي ددغه علم په قانونمندیو معرفت حاصل او دخپلې استفادې وړ وګرځوي .ددې جهان د پدیدو او خلقتونو سره غیر علمي کړه وړه هم ناسم ، غیر عملي ،نا ممکن او بې نتیجي ګڼل کیږي . انسان هم یواځې د کافي علمي استعداد لرلو او یو بل ته د هغې د انتقال د امکاناتو په نسبت، په دې جهان کې ، د الا هي اکرم خلف مخلوق  په حیث منل شوې او ددغه خلافت رسالت ،رهبري او عملي کول هم یواځې د انساني مخلوق په عالم  قشر پورې اړه لري .یواځې عالم انسان دې ،چې دخدایي علم د  معرفت استعداد لري اودمادي نعمتونو څخه د پوره او سالمې ګټې پورته کونې په منظور د ټولو خلقتونو  په معرفت  مؤظف او مکلف ګرځیدلې دي . هیڅ انسان د هیڅ یوه علم او قانونمندۍ خالق نه دې . هره قانونمندي په ازلي ډول د هر خلقت او پدیدي د مادي کمي او کیفي جو ړښت سره ، همزمان اوهم مکان  لا یتجزا ارګانیک تناسبونه جوړوي .

تخیلي حقایق او تخیلي انساني علوم وجود نه لري او نه کله انسان  ، حتا دخورا کوچني علمي حقیقت خالق ګڼل کیدې شي . انسان یواځې کولې شي د الاهي علمي حقایقو په بنیاد علمي پدیدي ایجاد او داستفادې وړ وګرځوي .

هر څوک په دې پوره  باور لري ،چې خدای تر هر څه لوی ذاتي حقیقت دې ، چې هیڅکله د انسان په شعور کې نه ځاییږي . نو ځکه انسان د تل لپاره د خدای د پیژندنې او توصیف څخه عاجز دې او یواځې د ډیرو خارق العاده عیني شواهدو له مخې باید انسان پرخپل خدای یقین ،ایمان او عقیده ولري . د خدای علم هم لوی او بې ساري دې او انسان یواځې د خپلو مقدراتو په کچه  هغه خپلولې شي . همغسې چې خدای واحد دې علم او جهان یي هم واحد دې . ځانګړي علوم  په حقیقت کې هیڅ وجود نه لري او هر ډول ویش او دیفرنسییشن په هغې کې پرته له دې چې د انسان په شعوري او علمي بیوسۍ او نقصان دلا لت وکړي بله معنا او افاده نه لري . څرنګه چې الاهي علم د انسان لپاره محاط علم نه ګڼل کیږي او دانسان لپاره په اصطلاح باب دندان ځانګړي علوم هم وچود نه لري ،نود بشر لپاره مقدر علمي امکانات ، څه ډول توضیح کیدلې شي ؟ همغسې ،چې الاهي علم د انساني مقدراتو څخه ډیر ژور ، لوړ او فراخ دې ، دالاهي علم انساني خلف علم ،چې اصطلاحا ً  د لاتیني مرکبې کلمې «  Phileosophia  » په واسطه افاده او د میلاد څخه ۶۰۰ کاله دمخه دغه اصطلاح د لومړي ځل لپاره د فیثاغورث په واسطه استعمال او  وروسته د افلاطون په واسطه د فلسفي علم د افادې اصطلاحي قایم مقام  جوړ شو ، چې مادي ، شعوري او ټولنیز عام قوانین څیړي ، نو  د هربې علمه  او  عالم انسان  لپاره نژدې یوشان غیر  محاط فکري علم ګڼلې  شو .

هو ! فلسفه په انساني کچه الاهي خلف علم دې ، ځکه چې خدای په خپل کلام کې د انسان څخه د خپل خلیفه په حیث ذکر کړې دې ، خودا هیڅکله ددې معنا نه لري ، چې ګوندې ،حتاهر عالم دې په الاهي علم او یا دالاهي علم د ځای ناستي علم ، فلسفې پر ټولو موضوعاتو باندې  پوه شي . په فلسفه پوهیدل ،  په حقیقت کې ، څه ناڅه په ټولو علومو د پوهیدلو په معنا دي . همدا سبب دې ، چې د بشریت په تاریخ کې مشکله ده داسې عالم څوک پیدا کړې شي،چې په فلسفه دې مخامخ ورغلې اوسي او یادې د نیمګړتیاوو او اشتباهاتو پرته  کومه جامع منلې علمي فلسفي فورمولبندي مونږ ته په میراث پرېیښې اوسي . په حقیقت کې ډېرې پوهان ، څرنګه چې په فلسفي عالي او هر اړخیز ګلوبال  علمي انتګرېشن باندې یي فکر نه رسیږي ، اسانه ورته دا ښکاري ، چې د فلسفې د علمیت څخه منکر شي . په دې مسئله د « عینیت فلسفه ، څیړنې او ارزونې  »( ډاکټر حرکت ، ۲۰۱۱م)کې پوره بحث شوې دې .  په دې ځای کې دومره ویل غواړم ، چې : (۱) فلسفه  په کل کې د علم لپاره او بالخصوص د الاهي علم لپاره اسم با مسمی نه ، بلکه یوه اصطلاحي افاده ګڼل کیږي او هغه هم ډیر وروسته دغه افادې رواج پیدا کړ ؛ (۲)  که ژبني کلماتو او اصطلاحاتو ته هم زیر شو اکثره کلمات معنا داره نه دي او لکه په اروا پیژندنه  ( روان شناسۍ )کې چې  شرطي غیر مفهوم  ریفلکسونه، چې روسي مشهورو اروا پیژندونکو « پاولوف » او « سیچینوف » په حیواناتو باندې د روشنۍ او غږ په ذرېعه تجربه کړي وؤ ، په معنا داره مفهوم بدل شوې وؤ ،ژبنۍ غیر مفهوم افادې هم ددوام داره استعمال په ترڅ کې د انسانانو لپاره په معنا داره مفاهیمو اووختې دي ؛ (۳) په اکثره ادیانو کې  فلسفې  ،غیر دیني( الحادي ) دریز درلوده ،نو ځکه د هر چا له خواپه اسانۍ سره د هر ډول سم اونا سم تهمت سزاواره ګڼل کیدې شوه  ؛ (۴ )  تر هر څه مهم د فلسفي علم هر اړخیز ګلوبال انتګرالي او دېفرنسیالي اړیکي او مناسبتونه دي ،چې په  فلسفي علم پوهاوې یي د هر چا لپاره مشکل ګرځولې دې  ؛ ( ۵)په تیرو بحثونو کې ، سره ددې ،چې پوره  تأ کید شوې دې ،  یو ځل بیا تکرارول غواړم  ، چې دین او علم یو ډول معرفت او یا په بل عبارت علم دین او دین علم دې او فلسفه ، چې د الاهي علم انساني ذهني خلف  علم ګڼل کیږي  ، څه ډول د ځیني پوهانو په آند غیر علمي پدیده او خلقت ګڼل کیدې شي ؟ په پای باید ووایم ، چې د فلسفي  علم موضوع او دڅیړ نو او ارزونو طریقه یواځې همدغه ده ،چې پورته درنو لوستونکو او پوهانو ته وړاندې شوه  . زه د خپلو دوستانو او پوهانو په مټ دپورتنۍ لیکنې مسئولیت په غاړه اخلم او د فلسفي موضوعاتو او مسایلو د څیړنو لپاره دغه شرایط یواځینۍ لار او امکانات بولم . تخیلي او غیر مستند ، غیر قانونمند دلایل ، افادې ، منطق او فورمولبندۍ په دغه ډول علمي مسایلو کې ځای او ګنجایش نه لري . د محترمو پوهانو څخه هیله کوم ،چې په پورتني عباراتو او مفاهیمو کې  زمادنیمګړتیاوؤ ،سهوؤ اوخطاو ؤپه اصلاح  کې  مرسته  ونه سپموي او خپلې نیوکې لطفا ً د ای ـ میل له لار ې راواستوي  . مننه .

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *