کابل او هلمند کښې ظالمانه بریدونه — شاهد شفق

 

کابل او هلمند کښې ظالمانه بریدونه

 

شاهد شفق

 

د لومړی ځل لپاره د افغانستان په پلازمینه کابل کښې زمونږ د هیواد دښمنانو د هیواد په زړه کښې د لا نورو بدمرغیو د زیږولو په موخه د اهل تشیع ورونو پر مذهبی مراسمو یو ډېر ظالمانه او وحشیانه برید تر سره کړ همدا راز د هلمند ولایت کښې هم د ماین په چاودنه کښې چی د سورلیو په موټر تر سره شوه په لس ګونو افغانان ووژل شول،دا په داسی حال کښې ترسره کیږی چی تری مخکی د بن تر نامه لاندی د افغان پلورنی دوهمه غونډه پای ته ورسیده پرته له دی چی په کومه نتیجه او لاسته راوړنه باندی بریالی شی

په ورته وخت کښې له ګاونډیو هیوادونو سره هم اړیکی په خورا نازکو تارونو باندی پیلی دی چی غرب یی ښایی لا د تشدید هیله ولری او د امریکا ناکامی د سر په سترګو له لیدلو وروسته پاکستان هم د سیمی په زړه کښې پر غرب د خپل موجودیت د منلو په هڅه لګیا دی

ایران چی تر ننه یی د امریکایانو ملاتړ کولو اوس ښایی په دی فکر کوی چی څنګه وکړای شی د امریکا په عدم موجودیت کښې هم خپلی شیطانی کړنی په افغانستان کښې جاری وساتی او روسان او ایران ښایی د افغانانو په هکله یوه پالیسی ولری.

دا چی یو هیواد له پښو څنګه غورځول کیږی او څنګه کیدلای شی چی پر ټوټو او برخو وویشل شی د اسلامی نړۍ په زړه کښې او په تیره بیا د عربی هیوادونو جوړښتونو ته باید مخ وروګرځوو چی د استعماری پالیسیو په ترڅ کښې زیږیدلی هیوادونه یی یوه بیلګه ده.

په دی لار کښې تر هر څه وړاندی ښکیلاک له ژبنیو قومی نژادی او سمتی تعصبونو څخه ګټه پورته کوی او په دی توګه په اسانی سره یو هیواد تجزیه کولای شی.

اقلیتونو او لږکیو ته تردی نامه لاندی چی ستاسی حقوق نه درکول کیږی او ټول او هر څه د اکثریت په لاس کښې دی او باید خپل حقونه تر لاسه کړی او مونږ ستاسی ملاتړی یو توصیی کوی.

او له دی سره سم هلته چی د مذهبی کرکو د را ولاړولو زمینه مساعده وی هڅه کوی له دی لاری هم د هغه هیواد د اوسیدونکو تر منځ د وژنو او نفرتونو نړۍ وزیږوی ،که تاسی د عربی هیوادونو په زړه کښې د مذهبی کرکو د را ولاړولو او له اهل تشیع څخه د دوی نسبی ملاتړ ته متوجه شی نو ویلی شی چی دوی غواړی له دی لاری په سیمه کښې خپل شوم او تور اهداف مخ په وړاندی یوسی او د دغه هیواد اوسیدونکی یو له بل سره بدمرغه کړی.

د افغانستان د هری ورځی بدلیدونکو حالاتو ته په کتو او د غرب قطعی ماته او ورسره یی د وروستی افغان پلورونکی غونډې ناکامیدل هم مونږ ته څرګندوی چی د دغه چاودنو تر شا چی په کابل مزار او نورو ځایونو کښې د شیعه ورونو پر مراسمو ترسره شوی د صلیبیانو لاس دی او غواړی دوی دا هیواد په داسی حال کښې پریږدی چی د ولس تر منځ اخوډب وجود ولری او یا یی هم له دی لاری د اقوامو او مذهبی ډلو تر منځ جګړه پیل کړی او د دوی ورباندی خپل سلطه او واکمنی وساتلی شی.

د هیواد په جنوب کښې د هلمند ولایت په زړه کښې د مظلومو افغانانو د سورلی یو موټر په ماین وخوت چی په لسګونو افغانان یی د ویر په ټغر کښینول دا هم د کابل او مزار له پیښو وروسته سم په لاس تر سره شوی یو برید دی چی دا دول بریدونو پړه هم زیاتره څوک پر غاړه نه اخلی .

بهرنی استخباراتی شبکی زیاتره داسی عملیات تر سره کوی ملکی وګړی وژنی او پړه یی بیا پر مخالفو اسلامی ډلو ورغورځوی تر څو له دی لاری په اولس کښې د هغوی سره د همکاری او مینې کچه راټیټه کړی.

له یوه پلوه دولتی سرچینی ادعا کوی چی ماین طالبانو خښ کړی وو او د ملکی وګړو د مرګ ژوبلی باعث شو او له بل پلوه داسی روپوټونه هم شته دی چی لاره د ایساف د ځواکونو له لوری ټړل شوی وه او سورلی وړونکی موټر دی ته اړ ایستل شوی وو چی په خامه سړک خپلی لاری ته دوام ورکړی چی له همدی کبله په خامه سړک د ځای پر ځای کړل شوی ماین په مټ له مینځه یوړل شو .

که دوهم حالت ته پام وکړو زیاتره د صلیبی وحشی عساکرو له لوری سړکونه تړل کیږی او دوی ورباندی سفر کوی نور ملکی موټر دی ته اړ باسی چی په خامه کښې وچلیږی نو بیا هم د وژنو ترور او وحشتونو پړه موجودو اشغالګرو صلیبی ځواکونو ته متوجه کیږی.

په هیواد کښې د ناامنیو وژنو او ځورونو سبب همدغه خارجی او صلیبی ځواکونه او د هغوی لاسپوڅی اداره ده دوی دی چی د خلکو په وینو د خپل قدرت تنده ماتوی اودوی دی چی ورته ظالمانه بریدونو ته مخه کوی.

زه فکر نه کوم چی دا دی کومی اسلامی ډلی کار وګڼل شی زه داسی عمل د مسلمان نامه ته توهین او یو تور داغ ګڼم.

خو بیا هم اسلامی نړۍ کښې د صلیبیانو په مادی امکاناتو او مرستو باندی ډېری پټې ډلی وجود لری چی ظاهرا اسلامی اهداف لری خو د عمل په ساحه کښې د اسلام او مسلمانانو د بدنامولو طرحی له ځانه سره لری

دا ډول ډلی یا ناپوه اشخاص او له اسلام څخه ناخبره خلک راتولوی او داسی کړنو ته لمن وهی چی له اسلام سره هیڅ اړخ نه لګوی او کوشش کوی اسلامی ډلی د تروریستانو په توګه معرفی کړی.

اوس داسی وخت را رسیدلی دی چی تربل هر وخت باید ډېر متوجه او هوښیار واوسو ځکه دښمن د هیواد څخه ایستلو ته اړ شوی په داسی وخت کښې غلیم هم خپلی دوهمی بڼې او خپلو جاسوسو شبکو خپلو نامردانه عملیاتو ته مخ اړوی او ډېر کوشش یی هم دا وی تر څو مذهبی ،سمتی،ژبنیز،قومی،او نژادی توپیرونه را اوچت کړی او هغه ملت چی په پښو دریدلی شی د خپلو پښو د هډوکو د یو پر بل سره د وهلو له لاری له پښو وغورځوی.

لوی رب د زمونږ ملت سرلوړی لری

او د اسلام شین بیرغ دی رپانده وی

ومانقموا منهم الا ان یومنوا بالله العزیز الحمید«البروج8»

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *