د جدی توره ورځ— شاهد شفق

 

د جدی توره ورځ

 

شاهد شفق

 

مونږ ډېر ځوریدلی یو ،زمونږ هیواد او زمونږ هیوادوال ټول په بمونو ویشتل شوی دی له هر کلی جنازی پورته شوی له هر ښاره سلګي اوریدل شوی له هر کوره د یتیمانو او بی وزلو میندو چیغی او فریادونه اوریدل شوی او لا هم اوریدل کیږی ،زمونږ د دردونو لړۍ هیڅ دریده لی نده ،زمونږ د وینو تویدلو تلوسه د ډېرو له زړونو تر اوسه وتلی نده،زمونږ د اوښکو پاکولو لپاره کوم لاس لږ غوندی هیله هم ښودلی لا نده،که چا لږ غوندی څه کړی وی او یا یی زمونږ د اوښکو پاکولو لپاره زمونږ مخ ته لاس اوږد کړی وی پوهیږی هغوی زمونږ د مخ غوښې ورسره شکولی دی!

ځکه خو مونږ ډیر ځوریدلی ولس یو

ځکه مونږ پر چا نور اعتماد نه شو کولی له دوست او دوښمن دواړو ویره لرو

ها د تور او تیر تاریخ پاڼې درواړوه هغه د جدی توره ورځ در یاده کړه هغه د سرو لښکرو او وحشی کمونستانو وحشتونه در یاد کړه،هلته چی انسانان ژوندی تر خاورو لاندی شول هلته چی د زندانونو په تورو خونو کښې د انسانیت د وژلو او شکنجه کولو لپاره کمونستو لاسپوڅو له هیڅ راز وحشت څخه ډه ډه ونه کړله.

څومره سخته ده فکر وکړه کله به چی د یوی کورنۍ ځوان غړی په دی تور چی اخوانی دی زندان ته یوړل شول او له وهلو له برق او نورو هر څومره انسانی ضد تعذیبونو وروسته به چی نوره نه شوه نو رزیلو حیوان صفته وحشی کمونستانو به یی د کور څخه خویندی راوستلی او د دی لپاره چی هغه اقرار وکړی د دی لپاره به یی د هغوی د وړاندی د هغوی خویندی ورته بی عزتی کولی

ایا د انسان له زړه څخه دردونکی منظره له یاده وتلی شی

ایا همغه کمونستانو ته د چا په زړه کښې د بښنی او عفوی کلمی راتیریدلی شی.؟ ایا همداسی ذلیلو او پستو انسانانو ته د ټولنی په زړه کښې ځای ورکول له انسانیت سره خیانت نه دی؟

او ایا دغو کمونستانو او لعینانو ته د شهید لقب ورکونکی د افغانستان د تاریخ پر شهیدانو لعنت نه وایی؟

د پل چرخی زندان تر اوسه شاهدی ورکوی تر اوسه همغسی ولاړ دی

تر اوسه یی د بی ناموسه او بی عفتو وطن پلورونکو کمونستانو جنایات له یاده ندی ایستلی

کله به چی کوم مظلوم د دوی په لاسونو کی راګیر شو کله به چی مومن د دوی د وحشت لاندی دل شو او کله به چی د دوی موټرونو کوم لاس تړلی او پښې تړلی بندی د دښتی په زړه کښې تر هغه کشولو تر څو چی به یی له فانی نړۍ سره وداع وکړه!

ایا له یاده مو ووتل ؟

ای د افغان زامنو! ستاسی د پلرونو په وینو دغو کمونستانو څه لوبی ونه کړی ستاسی د هیواد سمه او غر باندی دوی څومره بمونه او توغندی وویشتل ستاسی د هیواد څومره کورونه یی وران کړل څومره میندی او خویندی یی وژړولی

ایا رښتیا تاسی دغه له یاده ایستلی شی؟

زه خو فکر نه کړم چی تاسی یی د له یاده وباسی خو پام کوی چی لیوه کله ناکله خپله بڼه بدلوی کله چی د ظلم اوزور له لاری ونه شی د ګیدړ او شغال غوندی چاپلوسی کوی او لار برابروی پرونی کمونستان ننی قوم پرستان جوړ شوی دی

خو د پردی تر شا د دوی دوهمه څیره له یاده ونه وباسی

د انسان د پښو او لاسونو د نوکانو ایستل او کشول او بی ګناه انسانانو اسویلی دا د کمونستانو د وحشت یوه وړوکی کړی وه دا ډول وحشتونه د دوی لپاره ډېر ساده شی و،په تیره بیا چی د خاد او اکسا غړو به د تنکیو ماشومانو له وژلو مخ نه اړولو ، هغه کس ما لیدلی و چی په خاد کښې یی کار کړی و او د یوه موثق مرجع په قول چی شپږ تنکی ماشومان یی یو ځل په دی تور چی له اسلامی حزب سره تړاو لری وژلی و

کله چی به می هغه کمونست تر سترګو شو نو زما پر مغز به د تنکیو ما شومانو د شهادت دردونکی صحنه را ژوندی شوه لوی رب ته شکر ګذاره یم چی دی هم د خپلو اعمالو په سزا ورسید.

ډېرو میندو تر ننه د خپلو د زامنو د راتلو هیله لرله ځنی چی خورا زوړبوډی ته رسیدلی وی ویل به یی چی هغوی اوس په شوروی کښې بندیان او کار ورباندی کوی او سپین ږیری شوی دی خو خبری نه وی چی د هغوی ځوانی لا د وخته د کمونیزم وحشتنو خاوری کړی وی

په تیره بیا یو قبر یو مزار یی نه درلود او مور یی په دی تمه وه چی راځی به،څوک یی د ژوند او مرګ څخه نه و خبر !

هو یوه مور سترګې په لار وه ان تر مرګه !

د روسی خواکونو او د دوی لاسپوڅو کمونستانو به له ګڼ شمیر ټانکونو او قوتونو سره په یوه لوری مخه کړه ،کلی کورونه غرونه او رغونه به یی ټول ویشتل ،ګنهګار او بی ګناه به نه و معلوم بس همغه د ځنګله قانون و چی سرو لښکرو او بوده کمونستانو راوړی و بیا به یی چیرته کوم افغان له یوه تبر او یو د کومو وختونو له ټوپک سره ولید او شهید به یی کړ او ویل به یی دا و اشرار!

چیرته د غره په ډه ډه کښې یو کلی د روسی لښکرو او وحشی کمونستانو د برید نښه ګرځی ،یو ځوان د کور له اړخ سره نږدی کمرونو څخه له روسی لښکرو سره د خپل ساده ټوپک به مټ جګړه پیلوی ،مور یی کور کښې ده او د ده مرمۍ خلاصیږی خپلی مور ته ورغږ کوی چی مرمۍ می خلاصی شوی هغه د مرمیو غوټه در سره راوغورځوه

مور هم د مرمیو غوټه نه پوهیږم چی په څومره ټوټو او پلاستیکو کښې به یی پیچلی وه له کوره راوباسی او خپل زوی ته یی ورغورځوی او په همدی وخت کښې د روسی ټانکونو د هدف نښه ګرځی او همغلته په شهات رسیږی

د کمونیزم وحشت و چی د غرونو بی ریا خلک چی د غرونو زړوری میندی یی له مرمیو او ظلم څخه خوندی نه و

د جدیی توره ورځ وه چی د لکونو انسانانو په وینو څښلو ډکه نه شوه،معیوب زخمی افغانان او لادرکه دا ټول د همدغه تور یرغل راوړنی وی

زمونږ په هیواد کښی هغومره ماینونه وکرل چی تر کلونو کلونو پوری د افغان ولس د وژلو ډاډ تر لاسه کړ

روسان له وتلو او ماتی وروسته هم ارام نه شول ، کمونستان له رټلو او شړلو وروسته هم انسانان نه شول،کمونستانو د شورای نظار او جمیعت په زړه کښې ځاله کړه او روسانو خپلی مرستی ورته را استولی

ان تر دی چی صلیبی ځواکونو پر افغانستان یرغل وکړ یو ځل بیا روسانو د صلیبیانو ملاتړ وکړ او کمونست لاسپوڅی له مسکو نیولی د دونیا له هر کنج څخه افغانستان ته راغلل او د د امریکا زنده باد شعارونه یی اوچت کړل

ځکه چی کمونستان همدومره بی همته او بی غیرته دی

د هغوی ژوند په سپیتوب او غلامۍ کښې تیر شویدی دوی لپاره فرق نه کوی چی بادار یی روس وی که امریکا!

د روسانو ماته د غرب د ماتی خبر ورکونکی ده انشاالله افغان غیرتی ولس به له دغه سخت پړاو هم تیریږی له صلیبی ځواکونو به هم خپله خپلواکی اخلی او افغانستان به د امپراطوریو د زوال او نسکورولو په ترڅ کښې امریکا هم له پښو غورځوی.

أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِعَادٍ (٦)فجر

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *