د میوند دجګړې ۱۲۸مه کالیزه — نثار احمد صمد

 

 

د میوند دجګړې ۱۲۸مه کالیزه

د دې جګړې په برکت کند هار بیرته د افغانستان سره یو ځای سو

 

د جولای ۲۷مه د میوند د سپیڅلي جګړې نېکمرغه کالیزه ده چی د هغې له برکته یو خو داچی کندهار بیرته د افغانستان سره ملحق سو او بل هم دا چی د انګریز- افغان دوهمه جګړه پای ته ورسېده .

 

دا جګړه د ۱۸۸۰ د جولای پر ۲۷مه د کندهار د میوند په ولسوالي کی پېښه سوېده چی په آسیا کی ېې د برتانوي واک د اختتام او د ختیځو ولسونو د آزادۍ غوښتونکو پاڅونونو اساس کښېښود . د جنرال ډانلډ سټیوارټ په قومانده دوولس زره کسیز پوځ د ۱۸۷۸ کال د نوامبر پر ۲۱مه د کندهار د پښین ولسوالۍ ته داخل او ښار تر یوې نیمی میاشتي وروسته یعنی د جنورۍ پر اوومه سقوط وکړ . په سمله او لندن کی د افغانستان څخه د کندهار د بېلتون پلانونه تر غور لاندی وو څو چی انګریزانو د ۱۸۸۰ د اپریل پر لومړۍ نېټه اعلان وکړ چی کندهار نور نو له افغانستانه بیل سو او شیرعلی د مهردل خان زوی به د « کندهار او ورپورو سیمو د خپلواک والی » په توګه د کندهار چاری پر مخ بیایی . په کندهار کی د انګریزانو سیاسی افسر ډګروال سنټ جان د مې پر یوولسمه یوه لویه غونډه راوبلله او د کندهار ولس یی لدې اقدامه خبر کړ . سنټ جان د دې غونډی پر مهال شیر علی « د کندهار او ورپورو سیمو والی » اعلان کړ ( والی هغه چا ته ویل کېدﺉ چی په کورنیو چارو کی به خپلواک او په بهرنیو چارو کی به د برتانویانو تابع و ) .

 

د کندهار ټولی سیمی د انګریزی پوځ لخوا ساتل کېدې . دا مهال په ټول هیواد منجمله کندهار کی د انګریزانو پر ضد جهاد او غزا د شدت په حال کی وو چی د انګلیس- افغان دوهمه جګړه بلل کیږی . پدې بهیر کی د هیواد په شمال او جنوب کی د سلطنتي کهول څخه دوه ځوانان را ښکاره سول چی مخ پر کابل د یون په حال کی وو . عبدالرحمن خان د امیر محمد افضل خان زوی له تاشکنده او محمد ایوب خان د امیر شیرعلی خان زوی له هراته په سوقیاتو بوخت  ول .  لومړنی یون « محتاطانه » لاکن دوهم یون « جګړه ییز» و . انګریزانو د دې نوو پرمختیاوو په لیدنه او شننه سره عبدالرحمن خان غوره کړ چی په عین حال کی د روسیې ملاتړ او رضاءیت هم ورسره مل و .مرستیال واکمن ( وایسرا ) کله چی عبدالرحمن خان د کندهار تر غوښتلو تیر سو ، نو سټیوارټ ته صلاحیت ورکړ چی عبدالرحمن « د کابل او ورپورو سیمو» د امیر په توګه رسمأ ومني او هغه هم کله چی عبدالرحمن لا په چاریکار کی و ، د میوند له جګړې نه فقط پنځه ورځی مخکی د ده په غیاب کی هغه د کابل او مربوطه سیمو  واکمن اعلان کړ .

 

جهاد په کابل ، مشرقی ، جنوبی ، غزنی او کندهار کی شدیدأ جاری و . په بېل کړای سوي کندهار کی چریکی عملیات د شدت په حال کی وو . پر انګریزانو او د هغوی پر رسد او کاروانونو پرله پسې حملې کېدې څو چی باالاخره انګریزان د ښار په څلورو  دیوالو کی د کلابندۍ په حال کی راغلل .

مخورو او مشرانو ایوب خان ته پرله پسې احوال ورکاوه چی ملت عمومی پاڅون ته چمتو دﺉ . د هرات او ورپورو سیمو ولس د ۱۸۸۰ په جون کی د دینی علماوو په فتوا سره ایوب خان د افغانستان د امیر په توګه وټاکیً او د ده په نوم یې خطبه وویل . پدې توګه د انګریزانو پر ضد جهاد اعلان سو او ګڼ شمیر ملی مجاهدین مخ پر کندهار او کابل راوخوځېدل .

 

د کندهار پوځی قوماندان جنرال بوروز او سیاسی افسر ډګر وال سنټ جان ته د ۱۸۸۰ د جولای پر دوولسمه خبر راغیً چی د ایوب خان د  پوځ مخکښه ځواک « واشېر» ته رارسېدلی او دﺉ پخپله هم له هغه نه ډیر لیری نه دﺉ . د جولای پر شلمه یو برتانوﺉ غونډ هلمند ته ولېږل سو او په همدې ورځ د ملی مجاهدینو دغه لښکر هم  د میوند دښت ته راورسېد .

دواړه پوځونه یوه اوونی یو بل ته مخ په مخ پراته وو څو چی د جولای پر ۲۷مه دومره سخته جګړه پېښه سوه چی آن په آسیا او ټول ختیځ کی یې د برتانیې ملا  ور ماته کړه او په نتیجه کی د افغانستان سره د کندهار بیرته پیوستون هم تحقق وموند . د لیری بامونو او د غونډیو له آخوا ښځو ، زړو او ماشومانو دا جګړه په اندېښنه او دعاګانو سره څارله . کله چی د مجاهدینو مقاومت د ډیری تندې او ګرمۍ په وجه څپانده سو او د کلابندۍ په حال کی سول نو ښځمنو بی اختیاره ورټوپ کړه او په جګړه ورګډی سوې . پیغلي ملالۍ د یو ټپي افغان څخه توره واخیسته او خپل پوړنیً یې د جنډې غوندی ور پوری وتړﺉ او د غازیانو وینی یې په دې لنډۍ سره په غورځنګ راوستې :

  خال به د یار له وینو کښېږدم        چی شینکي باغ کی ګل ګلاب و شرموینه

  که په میوند کی شهید نه سوې       خدای ږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه!

دغو افغانی سپیڅلو احساساتو مجاهدینو ته یو روحانی سېک ورکړ او د الله اکبر په ملکوتی ږغ سره پر دښمن ور وغورځېدل او هغوی یې دړی وړی کړل

 

د برتانوي مؤرخینو په حواله د میوند په جګړه کی د جنرال بوروز څه باندی دوه نیم زره پوځیانو برخه لرل چی یو کنډک یې له انګریزانو او دوه کنډکونه یې له هندیانو څخه جوړ وو . د هغوی د انګیرنی له مخی په دې جګړه کی ۱۳۰۰ انګریزی پوځیان ووژل سول او زیات توپونه او وسلې یې هم ولجه سوې . یو برتانوﺉ جګړن « مک لاین » ژوندﺉ ونیول سو چی پسی محاکمه سو . برتانوﺉ ۶۶ نمبر کنډک پرته له یو کس نه ټول تباه سو . د جګړې څخه یو بچ سوي برتانوي افسر خپل کهول ته داسی ولیکل :

 

« یوه ستره تباهی را پېښه سوه . زموږ جنډې ، نښانونه ، د موسیقۍ ترومان او ډولونه د مهماتو په شمول دښمن راڅخه ولجه کړل…. زه وروسته له هغه چی ماتې راګډه سوه ، درې ځله پر مځکه ولوېدم حال داچی زموږ ځواکونه د زیاتی بیری څخه دوری هوری تښتېدل . زموږ تورن ووژل سو ، شپه تر سهاره د منډو او تعقیب په حال کی وو….»

 

په دې جګړه کی د ۷۰۰ په شاوخوا کی افغانان هم شهیدان سول چی نن د میوند هدیره ور باندې ویاړي .

د میوند ماتې هلته وایسرا څلورو بېړنیو ګام اخیستنوته اړیوست :

لومړی – د برتانیې د بی حییثیتۍ په بدل کی ایوب خان ته غاښ ماتونکیً ځواب ،

دوهم –  د امیر عبدالرحمن خان هڅونه او د زیاتو مالی- پوځی مرستو ورکړه ،

درېیم –  د کندهار د بېلتون او د افغانستان د تجزیې څخه تېرېدل ،

څلورم – د کندهار « والی » شېرعلي ته د هغه د بی کفایتۍ او نفرت له امله د تقاعد ورکړه ،

 

انګریزانو همدغسی هم وکړه او د کابل څخه یې یو لوی منتخب او خورا مجهز پوځ د جنرال رابرټس په قومانده کندهار ته سوق کړ . د هند څخه هم تازه ځواکونه د سیبۍ- بولان- کوږک له لاری مخ پر کندهار سوق سول څو چی د ۱۸۸۰ د سپټمبر پر لومړۍ نېټه په کندهار کی سخته جګړه وموښته چی د ایوب خان پوځ په پیرپایمال او چهل دختران کی د کلک مقاومت سره سره مات ا وخاکریز ته پر شا سو . کندهار او هرات دواړه انګریزانو ونیول او امیر عبدالرحمن خان ته یې وسپارل او د کندهار ۸۸۸ ورځنیً بیلتون پدې ډول پای ته ورسېد .

برتانویً پوځ د ۱۸۸۱ د اپریل تر ۲۷ یعنی د میوند  تر جګړې  پوره نهه میاشتی وروسته له کندهاره ووت . د انګریز- افغان دوهمه جګړه پدې وتنه سره پای ته ورسېده چی په بیلو وقفو سره یو لک اوڅلوېښت زرو برتانوي پوځیانو ګډون پکښی درلود او درې زره کسه یې تلفات او څلوېښت ملیونه پونډه یې لګښت وسو .

 

هو ، د میوند جګړې د افغانستان تجزیه او د کندهار ۸۸۸  ورځنیً بیلتون پای ته ورساوه ، د میوند جګړې په آسیا کی د انګریزانو استعماري پای پیل کړ ، د میوند جګړې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او ملی واکمني تأمین کړه ، د میوند جګړې افغانستان د ملوک الطوایفۍ څخه خلاص کړ ، د میوند جګړې (د نرینه او ښځینه) افغانانو مېړانه او افغانیت ثابت کړ ، د میوند جګړې د تاریخ د مخکنیو پاڼو په اړولو سره معاصر تاریخ پیل کړ ، د میوند جګړې د آسیا ولسونه د برتانوي استعمار په وړاندې راویښ او د خپلواکۍ په مینه پوه کړل ، د میوند جګړې غازی ایوب خان ، جنرال تاج محمد خان ، ملا یحیی اخند زاده ترین ، میربچه خان کوهدامنی ، او امیر محمد خان د ملی اتلانو په توګه ثبت او ثابت کړل . د میوند جګړې تجزیه طلبانو ته همیشنیً سبق ورکړ او په وروسته کی به هم د دغسی خاینانه اهدافو نامرده څېرې او عزایم د تورو خاورو میلمانه کړی انشاالله ، او ځکه دې نو د دې تاریخی ویاړنی کالیزه د افغانستان د ملی یووالی د لاري پر لارویانو نېکمرغه اوتلپاته وی . والسلام  ،  نثار احمد  صمد

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.