په آلمان کې د افغانستان د وېشلو په اړه په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې غبرګون — په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنه

 

په آلمان کې د افغانستان د وېشلو په اړه په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې غبرګون

 

په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنه

د ۲۰۱۲ ميلادي کال د جنوري مياشتې ۸ نیټه

 

درنو هیوادوالو!

په برېښنا پاڼو کې داسې څرګندونې خپرې شوې دي، چې ګواکې د آلمان ملک د برلين په ښار کې د فيدرالي سيستم په بڼه د افغانستان د وېشلو يوه پټه غونډه رابلل شوې ده، چې په دغه غونډه کې د افغانستان د شمالي او مرکزي سيمو په استازيتوب يو شمېر زورواکان او په جنګي جرمنو تورن افغاني لاسپوڅي وګړي ورته رابلل شوي دي، چې د افغانستان د وېشلو په اړه ورسره ژمنې او يا هم د افغانستان په چارو کې د لاسوهني د ميکانيزمونو په اړه خبرې وشي.

له معلوماتو سره سم د دغه ډلې غړي د آلمان د عيسوي ډيموکراتيک ګوند يا کريسټيڼ ډيموکراتانو لخوا په پټه رابلل شوي دي، چې د دغه بې انصافه غونډې معلومات يې حتی له خپلو ګوندي غړو نه هم پټ ساتلي دي، ځکه چې د عيسويانو ډيموکراتيک ګوند په برېښناپاڼه کې هم د دغه پټې غونډې په اړه معلومات نه دي خپاره شوي. د دغه غونډې پټې څېرې د افغانستان د دېرش کلن ناورين هغه بربڼډه څېرې دي، چې د افغان ولس په وينو يې لاسونه سره دي، چې د دوی د ظلمونو په پايله کې د ليلا په دښته کې، د کلايې جنګي په سيمه کې، د کابل په پوښتيو کې او د افغانستان په هر ګوټ کې د افغان ولس د قربانيو په وينو غاټول روزل کېږي.

د افغانستان په وروستيو څو لسيزو کې د افغان ولس د اېل کولو، مري کولو او بربادلو په اړه ډېرې هلې ځلې شوې دي، چې نه زموږ ګاونډيو ملکونو پر افغانستان رحم کړی او نه هم نړيوالو ځبرځواکنو، چې نن سبا صليبي ډلو هم د افغانستان د وېشلو لپاره لېچې رانغښتې دي او دا دي د صليبي جګړې لسيزه هم پوره شوه او لويديز ځبرځواکونه هم له تېښتې سره مخامخ دي، ځکه نو د غچ اخيستنې په پلمه يې په سياسي کړيو کې د فدرالي سيستم تيوري رامنځ ته کړې او له يو شمېر لاسپوڅو افغانانو سره يې لاسونه د افغانستان د نورو بدمرغيو لپاره يو کړي، چې افغان ولس د تل لپاره لکه د ډيورنډ کرښه په يو بل ټولنيز ناسور آخته کړي، چې دا دي د ډيورنډ له کرښې له يوې پېړۍ هم زياته موده کېږي چې د افغاني ټولنې د پرهارونو وينې څڅېږي!

د افغانستان د وېشلو پلان نوی نه دی. د ۱۹۸۹ ميلادي کال د فبروري له ۱۵ نېټې، چې روسانو له افغانستانه پښې سپکې کړې، نو هغه مهال يې هم د افغانستان د وېشلو سناريو پلې کړه، چې په شمال کې يې شورای نظار رامنځ ته کړه، د جنبش ملي د جوړولو پېلامې يې راوخوځولې او د حزب وحدت سره يې  دغه ډلې متحدې کړې، چې پايله يې په نويمو کلونو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سوله ييز پلان شنډېدل ول، د افغانستان د اداري سيستم او افغاني واکمني له منځه تلل ول او په افغانستان کې د لکهاوو خلکو د وينې تويېدل ول، چې يوازې په کابل کې له ۸۰۰۰۰ ډېر انسانان ووژل شول.

په نيدرلند کې افغانې کلتوري ټولنه په دې اند ده، چې افغانستان يو نه وېشېدونکی هېواد دی او د افغانستان ټول وګړي پرته له تعصبه د دغه هېواد وګړي دي او مساوي حقوق لري. د افغانستان ټول وروڼه قومونه پرته له دې چې په يو ټولنيز چاپېريال کې ژوند کوي، نو له يو او بل سره د دين، وينې او مينې په رښکۍ هم سره وصل شوي دي او ټول يو ګډ افغاني ذهينيت هم لري، ځکه نو د افغانستان په اړه د دا ډول مغرضانه غونډو جوړول به د افغان ولس کرکه د يرغلګرو ځواکونو پر ضد نوره هم پياوړي کړي، د افغانستان نننيو سوله ييزو هلو ځلو ته به دا ډول لاسوهنې نه جبرانېدونکی زيان ورسوي او په راتلونکي کې به په افغانستان کې د ټولنيز تاوتريخوالي سبب وګرځي.

موږ په دې اند يو چې په افغانستان کې د فدارلي سيستم تيوري يوه نا معقوله بې بنسټه او نه پلې کېدونکې تيوري ده. افغانستان يو موټی، نه بېلېدوکی او د وروڼو قومونو هېواد دی. د افغانستان وګړي به تر پايه د خپل هېواد د ملي ارزښتونو لپاره سړه او توده مبارزه وکړي او پرې به نږدي، چې زموږ هېواد لکه يوګوسلاويا او يا د بالکان سيمه غوندې زخمي شي او زموږ هېواد هم په ټوټو ووېشل شي، يو او بل ټبر يې تجريد او يا ورټل شي او يا هم زموږ په لرغوني هېواد کې د دښمنانو د سياسي لوبو د لاسوهنو زمينه ورته برابره شي.

په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه په دې اند ده، چې د افغانستان ټول متدين خلک، علما، سياسي کارپوهان او اشخاص د آلمان د عيسوي ډيموکراتانو د دغه ناوړو هڅو په اړه په زغرده غبرګون وښيي او د خپل ګران هېواد افغانستان د ټوټې کېدو مخنيوی وکړي. موږ په دې ډاډه يو، چې افغانستان هېڅکله نه وېشل کېږي، مګر په خپلو هلو ځلو بايد د افغانستان د وګړو د قرباني د بړبوکۍ  مخنيوی وکړو، ځکه لويديز يرغلګر له خپلې تېښتې سره غواړي په افغانستان کې هغه څه په ميراث پرېږدي، چې د شوروي اتحاد واکمنو په افغانستان کې په نويمو کلونو کې تر سره کړي ول.

 

د يو موټي، خپلواک او سمسور افغانستان په هيله

 

و من الله التوفيق

 

په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *