د ترور پر ضد د جنګ له برکته — ډاکټر نثار احمد صمد

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

د ترور پر ضد د جنګ له برکته

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

څیړنی ښییً چی راتلونکې د ماضی هینداره ده . د امریکا امنیتی ستونزه نه تروریزم دی ، نه القاعده او نه هم طالبان . بلکی دا پخپله د امریکا بهرنۍ تګلاره ده چی هر څه یې بې لارې کړي دي . د واشنګټن دغه پالیسي نن د څه باندی یو بلیون مسلمانانو مخالفت ، نفرت او مقاومت راپارولی دی چی هغوی د نړیوال نفوس څلورمه برخه جوړوی .

 

که د امریکا په دننه کی ډیرو پولیسو ، ډیرو تلاښیو ، ډیرو تعقیبونو ، ډیرو محدودیتونو ، ډیرو قیوداتو ، په هوایی ډګرونو کی ډیر ځنډ د امریکایانو روحیات آرام او حالات سم نکړل نو کټ مټ په بهر کی د امریکایی پوځیانو شتون ، عملیاتو ، بم وریو ، نیونو ، کړاوونو ، وژنو او تعقیبونو هم هغوی سوبمن او بریمن نکړل بلکی نور یې هم خوږمن او زیانمن کړل .

 

د امریکا بهرنۍ تګلاره د ۲۰۰۱ د اکتوبر راهیسی د سیاسی څخه نظامی حالت ته اوښتې ده . دې کار امریکا ګټمنه نه بلکی زیانمنه کړه . هو ، دا پخپله امریکا ده چی مسلمانان د ځان پر ضد لمسوی او مخالفت یې په نفرت سره بدلوی . پیښی او پرمختیاوی ښیی چی امریکا « د ترور پر ضد جنګ ! » ځکه نسی ګټلای چی :

 

۱ ـ په دې جنګ کی د افریقا څخه تر لاتینی امریکا پوری او د اروپا څخه تر آسیا پوری د امریکا اخلاقی مشرتابه سقوط وکړ او د سپینی ماڼۍ په وړاندی کرکه په تاریخ کی هیڅ سارﺉ نلری ( چی یوه بیلګه یې د ټایمز لخوا د ۲۰۰۴ د جولای د ۲۶ ټولپوښتنه ده ) .

۲ ـ امریکایی حکومت ورځ په ورځ مفلس کیږی او د پیسو لپاره د نورو هیوادو خصوصأ جاپان ، انګلستان ، چین او نورو پر پورونو تکیه دی .

۳ ـ امریکایی دوسته اسلامی دولتونه ( لکه مصر ، پاکستان ، بحرین ، یمن… ) د بحرانونو یا سیاسی بې ثباتۍ په غیږ ورغلي دي ، او ګوډاګیان خو یې بیله دوی څخه ژوند هم نسي کولای .

۴ ـ د امریکا اقتصادی او مالی ماشین صرف جنګ ته متوجه دی . بیکاری او کسر یې مسلسل ډیریږی او امریکا د مالی رقابت څخه تدریجأ لویږی او عام المنفعه خدمتونه یې ورځ په ورځ لږیږی .

۵ ـ ځانمرګی حملې ، د ترور پر ضد د هغه جنګ اساسی محصول دی چی بنسټ یې امریکا ایښی دی .

۶ ـ امریکایی پوځ ورځ په ورځ ستړﺉ او سره کش کیږی . هغه صرف د بریالیتوب لپاره جوړ سوی دی نه د اشغال یا ستومانیزه عملیاتو لپاره . دا پوځ د لویو قدرتونو سره جنګ ته جوړ سوی دی نه د چریکانو او « تروریسټانو ! » سره بې نظمه ډغرو ته .

۷ ـ افغانستان ورځ په ورځ ورته جبه زار ( باتلاق ) کیږی چی دا هم د ترور پر ضد د چټی جنګ برکت دی .

۸ ـ واشنګټن په دې جنګ کی په هغسی وسلو بلیونونه ډالره مصرفوی چی د ترور پر ضد د جنګ لپاره نه دي .

۹ ـ امریکا ورځ په ورځ د اسراییلو غوندی تجرید ، بدنام او د کرکې وړ ګرځی او پخوانی اعتبار یې بایللی دی .

۱۰ ـ پر ناټو د واشنګټن تسلط تر پخوا لږ سوی دی . د اروپا سره مخالفتونو ، د افغان جنګ په سر نزاکتونو او د ناټو ممانعتونو یا عذرونو امریکا ته لوی سرخوږﺉ ایجاد کړی دی چی دا هر څه د ترور پر ضد په جنګ کی د ستراتیژیو او پالیسیو د ټکر نتیجه ده .

۱۱ ـ د روسیې سره ستراتیژیکی رقابت ډیر سوی او ماسکو اوس پر درېیمه نړۍ یو ځل بیا د وسلو پلورلو ته لاس اچولی دی او دولتونه خپلوی .

۱۲ ـ چین روسیې ته ورځ په ورځ ستراتیژیکی لاس ورکوی او په دې ښه پوهیږی چی واشنګټن د سپټمبر تر حملې مخکی چین پسی رااخیستی و . نو بیجنګ د هوایی ضد راکټونو او اوبتلونو چټک انکشاف ته اوږه ورکړې ده  چی د امریکا په وړاندی ځان تیار کړی .

۱۳ ـ د امریکا سټاک مارکیټ پر آینده مطمیًن نه ښکاری نو ځکه مسلسل تاوان زغمی . همدا علت دی چی بهرنیو پانګوالو اوس د امریکا پر ځای آسیا ته مخه کړې ده .

۱۴ ـ عربو په بلیونونو ډالره د امریکایی بانکونو څخه وایستل چی مهم نتایح یې د ډالر د ارزښت ټیټیدل ، د رقابت لږېدل ، اقتصادی زیان او د کسر ډیرښت دی .

۱۵ ـ د امریکا په دننه کی د « پاټرییټ » مقررې د ډیرو امریکایانو مدنی حقوق لټپیر کړل، تحقیق او تعقیب یې عام کړ . یعنی هغه امریکا چی د قانون چلوونکی و ، نن د قانون ماتونکی دی .

۱۶ ـ امریکایان نن د نړۍ نیمایی ( خصوصأ اسلامی ) هیوادو ته سفرونه نسي کولای او هر څوک د ځانو دښمنان بولی . هغوی هیڅ ځای په آزاده پښه نسی ګرځیدای بلکی ځانونه په قطۍ کی محصور احساسوی چی دا هم د ترور پر ضد د جنګ یوه مهمه پایله ده .

۱۷ ـ تر ټولو مهمه دا چی دغه انتخابی جنګ امریکا ۱۵ ټریلیونه ډالره پوروړې کړه ، شپږنیم زره پوځیان یې ور ووژل او دری دیرش زره یې هم ور ټپیان یا معیوب کړل ، کسر یې ۱٫۷ ټریلیونو ډالرو ته ورساوه ، ۴۶٫۲ ملیونه امریکایان یې فقیران کړل او ۵۰ ملیونه وګړي یې د وړیا طبی خدمتونو څخه محروم کړل….

 

واشنګټن ایله یوولس کاله وروسته اوس پوه سو چی په جنګ یې نسي ګټلای او ځکه نو افغان مقاومت ته د خبرواترو لپاره عارض شو . آیا دا هر څه په اصطلاح« د ترور پر ضد د جنګ » له برکته نه دی چی ځان او جهان یې ناحقه خوږمن کړل ؟ آیا دا ټول د هغه اوږده جنګ قیمت نه دی چی دلته یې کوي خو هلته یې زغمی ؟ آیا د ترور پر ضد جنګ امریکا ګټمنه ، بریمنه او پتمنه کړه ؟ که پخوا د اسامه له بدنه بیرېدل ، آیا نن یې له روحه نه بیریږی ؟ څومره موده او څو نوری لسیزی به دا بیره ، وهم او ډار ورسره مل وی ؟ ځواب : څو چی خپله بهرنۍ تګلاره یې بیرته د « پوځي » څخه  « سیاسی » حالت ته نه وی اړولې . والسلام ، (ن . صمد )    

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.