د ځيني ديني اختلافي مسائلو چيړل د مسلمانانو د مزيد تفرق او لري والي لامل گرځي — محمد طاهر قیام

 

د ځيني ديني اختلافي مسائلو چيړل د مسلمانانو د مزيد تفرق او لري والي لامل گرځي

 

 

 

لیکوال: قطب الدین (هلال)

لیږونکی: محمد طاهر قیام

 

پدې هکله د اخلاص څو مشورې:

د اسلام د مبين دين د فقهي مسائلو په هکله په ځيني فروعي چارو کې د فقهاوو او محدثينو ترمنځ اختلاف شته نو ځکه هم د اسلام دين په ځانگړي ډول د فقهې په اډانه کې په څلورو مذاهبو، سلفيانو او اهل حديثو ويشل شوى چې دا ډيرى اختلافات فروعى دي خو ددې ټولو مذاهبو مبادي او اصول کټ مټ يو شان دي د حج د مراسمو د ادا کولو په وخت دا خبره هم پوره جوته شي چې کله هم ټول تقريباً درې مليونه مسلمانان په مقدسه ځمکه راغونډ شي بيا نو مسلمانان دا ډول فروعى اختلافات هم يوې خواته پريږدي او په يوه امام پسې اقتدا کوي او يو شان په منظم ډول د حج بيت الله شريف مناسک ادا کوي حتي دا چې شيعه گان هم د اهل سنت والجماعت په پل روان شي او د خپلې عقيدى خلاف د نورو سره يو شان دا مناسک ترسره کوي دا د الله جل جلاله پدې امت مصطفوى (ص) لوي رحم او کرم دى چې حج د مسلمانانو د يو والي، ورته والي او وحدت ستر مصداق دى، سره له دې چې د اهل تشيع سره درى اختلافات شته!

 

– د مذاهبو ترمنځ فروعى اختلافات هم د نبوى (ص) د مبارکو احاديثو د قوت ، ضعف ، تواتر، صحت او د محدثينو، فقهاوو او ائمه و د فهم او تفقهه له مخې دي، هر فقيه اوامام هاند کړى چې خپل نظر د قرآن او حديثو په رڼا کې ارائيه کړي مرجع يې هماغه يوازې قرآن او سنت رسول الله صلى الله عليه وسلم وي نه کوم امام له ځانه کوم دليل ويلى او نه يې د قرآن او سنت څخه پرته کومه بله ځانگړى لار خپله کړى جزا هم الله خيراً.

 

– د امام حسن البناء (رح) ، دا فقره مي ډيره خوښه ده چې ويلى دى (راځئ چې په څه توافق لرو پرې عمل وکړو او چې څه کې اختلاف لرو هغى په هکله يو او بل معاف کړو) اختلافي فروعى مسائل له زمانو را روان دى او اسلامي امت ته يې د تاريخ په مختلفو ادوارو کې تاوانونه اړولى که توافق کولاى شو خو ډيره ښه او که نه د اختلافي فروعى مسايل داسي جدى او کلک ونه څېړو چې په امت کې د مزيد تفرق سبب شي.

 

– او که پر ټټر، په لمانځه کې د دواړو پښو ترمنځ فاصله، رفع اليدين، دعا بعد از الصلوة، او داسي نور دا خو دى او دا په امت کې د ډير جدى خطر او ډير ستر تفرق سبب هم ندې او د اهل سنت والجماعت په آډانه کې هر مسلمان ائمه وو اربعه و ته د احترام او قدر په سترگه گورى پدې فروعى ځانگړتياوو کله هم يو مسلمان د بل مسلمان د تکفير هاند کله هم ندى کړي چې مبادي او اصول متفق عليه دى او وحدانيت او رسالت په هکله اختلاف نه وى او دا فروعات هم جدى گواښ ندي نو اى د څوارلسمى پيړۍ عالمانو، ديندارانو، محدثينو او مفسرينو په ډير احترام او آدب درته وايم چې ولى دا فروعات څيړئ آيا ستاسو په آند هرڅه نور سم دى؟ مسلمانان خوشحاله او آزاد دى؟ هيڅ نور غم نشته بس يوازې همدا فروعات دى چې په چېړلو او څيړلو کې يې مشغول ياست؟ زما په آند تاسو د ثواب او د مسلمانانو د پوهاوى لپاره دا فروعى مسايل په خورا شد او مد څيړئ خو نه به ثواب ترلاسه کړئ او نه به امت پدې متحد او راټول کړئ!

– پيړۍ، پيړۍ تيري شوي، ستر ستر محدثين، مفسيرين او فقها ستړى شوي ښه پوره، بى ريا او بى مزده کوششونه يې کړي چې د خيرالقرون او بيا د وروستى زمانو علماوو کړه وړه، ليکني او کاوشونه اوس هم زمونږ او ستاسي په مخ کې شته د قرآن کريم په زرهاوو تفاسير په مختلفو ژبو، د احاديثو بى شماره شروح د فقهې، منطق، اصول دين او د نبوى صلي الله عليه وسلم پاک سيرت په هکله بي حسابه کتابونه اوس هم شته که څه هم چنگيزيانو دا علمى ذخاير تر ډيره حده تباه کړى خو الحمدلله اوس هم دين د علم له پلوه ښه غني دى.

 

زما مقصد کله هم دا ندى چې تحقيق او تدقيق دى په دين کې ونه شي او يوازې دې په تيرو ليکلو اثارو اکتفاء وشي زه وايم چې د انترنيت پدې دور کې مزيد تحقيق او کاوش ته اړتيا ده د نورو علمى نوښتونو په شان دينى علوم هم بايد مزيد وڅيړل شي او اوسني ساينس ددې کار لپاره آسانتياوى رامنځ کړي د علومو او ساينس پرمختگ د قرآن کريم اعجازات را څرگند کړل هغه چې پخوا پرې انسانان نه پوهيدل، د ماترياليزم او داروينيزم تيورى چې د اسلام او ميتافزيک خلاف وه اوس هغه تيورى د ساينس پرمختيا له کبله کاملاً غلطه ثابته شوه.

 

– د توحيد، رسالت ، د اسلام دين د حقانيت د اثبات په هکله، د حضرت محمد مصطفى صلي الله عليه وسلم د ختم نبوت، د شرک او بدعاتو د مخنيوي په باب د کامل مسلمان د جوړښت او د قرآن د اعجاز لپاره بايد چې علما، پوهان، شيوخ القرآن والحديث لازياتى هلې ځلې وکړي د اصولو او مبادي په برخه کې بايد نوي مستند آثار وليکل شي او خصوصاً د ځوان نسل د ديني پوهاوى هاند وشي.

 

او که ټول هاند غم او هم داوى چې د اختلافي فروعى مسايلو په څيړنه ترکيز وشي او هغه فروعى مسايل د ښه او يا نيمگړى مسلمان معيار وبلل شي او ځوانان يوازې او يوازې همدې فروعاتو لپاره وهڅول شي ټوله ورځ يوازې بحث همدا وي او ښه عالم او ملاصاحب هغه وبلل شي چې په فروعاتو کې ښه ماهر او ښه نقد کولاى شي نو زما په آند دا به د ځوانانو، ولس، ملت او امت سره جفا وى پدې شيانو ترکيز د مسلمانانو ترمنځ داخوت او محبت فضا ته زيان رسوى او کرکى او نفرتونه راولاړوي خصوصاً دا وخت چې ملت او امت يو والى ته سخت اړ دي د نړۍ کفارو د اسلام او مسلمان خلاف توره له تيکى ويستلى چې صليبيان، يهودان او عِلمانيان پدې هکله ښه په زور او شور سرگرم عمل دي.

 

– او يا دا چې زمونږ پوهان او قلموال داسي شرعي مسايل وڅېړى چې اصلاً په امت کې (اهل سنت والجماعة) کې پرې قطعاً اختلاف نه وى او د قرون ثلاثه وو څخه تر نن د دين علما پرې متفق وي خو کوم عالم، محدث او مفسر د قرآن او حديث په هکله يوه کاملاً نوي رايه وړاندې کړي د چې يا خو قطعاً نوي او شاذ وى او يا د گوتو په شمار د ځيني علماوو رايه وى چې داسي نوښت امت د يوي نوي کشالې سره مخامخ کوي اوس به نو له ځوانانو لار ورکه شي چې د چا ومنم د ملا، صوفي ، سلفي، اهل حديث، حنفي او که دا نوى تعبير او تفسير ؟ ځوانان خو ځکه هم هک پک پاته کيږي چې دا نوى تعبير هم په قرآن او سنت بنا شوي دلائل يې هم د قرآن او احاديثو څخه راټوکولى وي، ليکني يې د فصاحت او بلاغت په معيارونو پوره وي او ليکونکي او مؤلف هم د پوهي، علميت او ښه شهرت خاوند وي خصوصاً هغه ځوان مسلمان چې يوازي مکتبي زده کړي لري د مدرسي خواته هم نه وي تللي له عربيت، لغت او د فقه له اصولو نه وى خبر نو دا نوي نظر او نوي تعبير او تفسير ورته ډير آسان او معقول ښکاري دا ځوانان له دې هم آگاه نه وى چې پدې هکله د خير القرون څخه تر نن پورې سترو سترو فقهاوو او د دين بزرگانو او اولياوو بل شان تعبيرونه کړي. زما په آند داسي نوښتونه د امت لپاره او خصوصاً زمونږ د بې علمه ملت لپاره زيانمن دي. د قرآن کريم د اکثرو آياتونو د تفسير په هکله د تيرو او اوسنيو علماوو کامل اتفاق دي يوازې د ترجمي او تفسير الفاظ څه توپير لرى چې ځيني تفاسيرو الفاظ به ډير دقيق او جامع وى خو تضاد اوغوڅ اختلاف به پکې نه وي لکه د رد شرک په هکله به د يوه مفسر تشريح ډيره غوره او جامع وى د ځيني شرکياتو نفي به وى او يا ځيني شرکي اعمال چې عام مسلمان پرې نه وي خبر د هغه لپاره به ډير ښه لارښود وي او يا به دې تفسير کې ځيني داسي رواجونه او بدعات په گوته شوى وى چې په ټولنه کې به موجود وي او مفسر به يې د مخنيوي هاند کړى وي دا توپيرونه به په تفاسيرو کې وي خو کُلى توپير او جلا مفهوم به نه لرى.

 

– او يا دا چې د احاديثو د مهمو کتابونو (صحاح سته) ترمنځ به هم په يوه خاصه موضوع کې څه توپير وى په مفهوم، په اسماء رجال قوت ، ضعف او يا نور خو بيا ټول داهل سنت والجماعت علما پدې متفق شوي چې اصح الکتب بعد القرآن جامع بخاى دى او بيا چې د بخارى او مسلم پر يوه حديث يو شان موقف وى نو بيا هغه حديث متفق عليه شي او مذاهب اربعه ورته پوره اهتمام کوى. بخارى شريف د احاديثو جامع مجموعه ده که څه هم کوم يو ځاى کې يې کله له احنافو سره مخالفت کړى خو دا هم داسي بنيادى مخالفت نه دى فروعى دى امام ابوحنيفه (رح) چې د خيرالقرون امام دى، او ده او دده شاگردانو د صحيحو احاديثو د راټولولو پوره هاند کړى خو کله يې خپلو شاگردانو هم معمولى مخالفت کړي خو بيا هم په ټولو حنفي، ديوبندي، سلفي او اهل حديثو په مدارسو کې د بخارى شريف لوستل حتمى دى او حتى په ځيني مدارسو کې د دورى په آخر کې ختم بخارى، هم کيږي چې دا هم د بخارى شريف د تبرک معني لري او داسلسله له زمانو راروانه ده، چې طالبان پرې فيض حاصلول غواړي چې دا د بخاري شريف ځانگړتيا ده.

 

– نو اوس که يو محدث او عالم داسي يوه موضوع وڅېړي چې د احاديثو په ټولو کتابونو کې نه وي او بيا د هغي نوي موضوع په هکله خپله رايه هم قايم کړي داسي نوى رايه چې مثال يې د احاديثو او فقه په کتابونو کې هم نه وى نو بيا به ددې نوي رايي لوستونکي څه انگيرى آيا هغه ټول محدثين او فقها چې پدې څوارلسو پيړيو کې تير شوي هغه ټولو اشتباه کړى؟ هغه ټول ندې پوه شوي ايا د امت د علماوو او يا د اکثرو شيوخو په يوه غلطى راجمع کيدل محال نه دى؟ او دا ممکن نه دي چې د علماوو جمع غفير پداسې رايه متفق او راجمع شي چې هغه رايه صحيح نه وي.

 

– داسي شاذ او نادر تاويلات د قرآن ، احاديثو او فقهي مسايلو په هکله دا شکوک هم را ولاړوي چې دا تير شوى او يا اوسني ستر ستر علما ولى ندې متوجه شوي ځکه دا رايه خو قطعاً نوى، او د تيرو علماوو د پلټنو خلاف ده. بل دا چې دا خو منو چې د خيرالقرون پوهان د علم صداقت، رياضت، ايماندارى او تقوى په لحاظ د نن زمانى د علماوو په پرتله ډير بهتر او ممتاز وو نو دا ولى چې د هغوى ټول په يوه امر متفق ول او دنن زمانى محدث او مفسر ورسره غوڅ خلاف ولري؟ هغوى جمع غفير او دا د گوتو په ثمار .

 

– ددى نوښتونو گټه به مسلمانانو ته څه وى آيا ښه به ايماندار شى؟ ښه به متحد شى؟ له سترو گناهونو څخه به بچ شى؟ او يا به دا د اسلام دين د خوريدو سبب شى؟ او يا دا چې د مشرکانو او کفارو په وړاندې به فولادي ديوال شى؟

 

– زه نه غواړم ووايم چې د تفسير او يا د نبوى صلي الله عليه وسلم پاکو احاديثو په باب دا شاذ او نوى تاويلات او نظريات څه دي؟ ځکه يو خو داسي جرالنحرير ملا نه يم بل دا چې زه اوس نه غواړم داسي مسايل په گوته کړم او قطعاً نه غواړم چې داسي محترم مؤلفين او يا محترم مفسرين جرح کړم ځکه د داسي علمي شخصيتونو د جرحى سره يوه ستره ټولنه جرحه کيږي او کيداى شي ځيني معاندين ورڅخه د خپلو غرضي موخو لپاره گټه واخلى خو دا ضروري گڼم چې ووايم چې داسي نوښتونو او نوو نوو اراؤ لپاره نه زمونږ ټولنه اړتيا لري او نه اسلامي امت ! کاملاً د اخلاص، صداقت او مؤلفينو ته د احترام په خاطر مي دا ليکنه وکړه.

 

– راځئ چې د ټولو تيرو او زمونږ په وړاندې د موجودو اتفاقي مسايلو د پلي کيدو لپاره کار وکړو ملت او امت ډير ځپل شوى راځئ چې په اصل فرض چې تفرق دي تشخيص کړو او بيا يې مداو اوکړو همدا محترم نوښتگر پوهان او قلموال ددې کار لپاره ښه صلاحيتونه لري چې بايد پکار يې راولي چې ددوى په اخلاص او صداقت کې هم هيڅ شک نه لرم ځکه د دين د پياوړتيا سبب همدا پوهان دي.

وما علينا الا البلاغ

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *