الهي ننګونه ( چلنج ) — ډاکټر نثار احمد صمد

 

الهي ننګونه ( چلنج )

 

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

            قرآنکريم د الله (ج) پيغام دئ . دا پيغام ابدي او تلپاته دئ . قرآنکريم د فکري او عقيدوي پلوه د هر زمان او عصر انسانانو ته يو چلنج دئ او د هري زمانې چلنج ته مثبت او معقول ځواب وايي . قرآنکريم د علومو زانګو ده خو دا زموږ لنډ او ناقص فکر دئ چي هغه ښه نه درک کوو ، بلکي صرف په څو خاصو عباداتو او عنعناتو پوري مو محدود ګڼلی دئ . ځکه نو د قرآنکريم څخه صحيح او هراړخيزه ګټه او هغه ته ځان ور تسمليمول به زموږ ذهنونه او عقايد ضرور صيقل کړي .

            وګورئ د لرغوني او پخوانۍ زمانې انسان صرف د مځکي ، آسمان ، سپوږمۍ ، لمر ، ستورو ، اوريځي ، اوبو ، ډبرو ، ونو ، خاورو ، حشراتو ، څو اهلي او وحشي حيواناتو ، ځنګلونو ، غرونو ، اوسپني او څو قيمتي فلزاتو ، سيندونو ، بحرونو ، څو محدودو سمندري ژويو ، مرغانو ، محدودو زراعتي پيداوارو او نباتاتو ، غوښو ، شيدو ، هګيو او څو محدودو جنګي وسايلو سره روږد و او بس .

            خو د نن ورځي انسان له دې نه علاوه  اټوم او د هغه ذرات ، بیلابیل عناصر لکه آکسيجن ، کاربن او په لسګونو نور ، برق ، ګاز ، تیل ، اټومي قوت او وړانګې ، ژوندۍ حجره او د هغې پروتوپلازم ، ويټامينونه ، پروتين ، مختلف کيماوي مرکبات ، دواګاني ، ډول ډول ماشينونه ، ريل ګاډۍ ، موټر ، طياره ، راډيو ، ټلوېزيون ، تليفون ، راکټونه ، مصنوعي سپوږمۍ او په سلګونو نور وسايل او محصولات هم ښه ترا پېژني . لنډه دا چي د نن ورځي انسان د پخواني عصر د انسان څخه د علم او پوهي او هر لحاظه ډېر فرق لري .

            لاکن قرآنکريم هغه وخت ( يعني : ۱۴۰۰ کاله پخوا ) هم موجود و ، او نن هم په هماغه کيفيت ، بلاغت او ماهيت سره شته دئ . د هغه مهال په لسګونو ، سلګونو او زرګونو انسانان يې مسلمانان کول او کټ مټ نن هم په لسګونو ، سلګونو او زرګونو خلک مسلمانان کوي . احصائيې ښيي چي يوازي په امريکا او انګلستان کي صرف د ۲۰۰۱ راهيسي څلوېښت زره کسه مسلمانان سوي او پر همدې قرآن يې ايمان راوړی دئ . آيا دا پناه راوړل د همدې کلام يوه معجزه نه ده ؟ آيا دا د دې ثبوت نه دئ چي قرآنکريم ابدي او دايمي دئ ؟ آيا دا په دې معنا نه دی چي قرآنکريم يو الهي کلام او يو بشپړ دائرة المعارف دئ ؟ په دې کلام کي څه حکمت او معجزه پرته ده ، چي د اوومي پېړۍ خلک يې هم مسلمانان کول او د يوويشتمي پېړۍ انسانان هم په اسلام مشرف کوي ؟ آيا نه سو ويلای چي قرآنکريم د علومو او دلايلو ذخيره ده ؟ الله تعالی د الانعام سورت په ۹۷ نمبر آيت کي فرمايي ، چي : " موږ دا ټول دلايل ( نښي ) علم لرونکو ته په تفصيل سره ويلي دي " . او خدای ډاډ راکوي چي په دې کتاب کي مو ټوله مثالونه راوړي دي ( بني اسرائيل :  ۸۹) . خو د هغوی لټول ، سپړل او څېړل شرط دی او همدا علت دئ چي الله تعالی په قرآنکريم کي انسانانو ته د تعقل ، تفکر او تدبر هدايت کوي ( ص : ۲۹ ، محمد : ۲۴ ) .

            کله چي د کوم انسان پر عقل توره شپه سي او د خدای (ج) د نښو او دلايلو د شتون سره سره ظاهراً هر څه ويني خو د فکر او عقل سترګي يې ړندې وي ، نو د دې کلام څخه هيڅ ګټه نه سي اخيستلای ( الانعام : ۱۰۵ ) .

            يوه انتباهي کيسه را په ياد سوه . د يو متدين کهول څخه يو ځوان مسلمان په کوم لوېديځ هيواد کي تر عالي زده کړو وروسته بيرته خپل هيواد ته ستون سو . د ده باطني سترګي نوري نو ړندې سوي وې او د قرآنکريم او عبادت پخوانۍ مينه او مکلفيت يې په لوېديځ کي غورځولی و . والدينو او مشرانو يې عبادت او الهي اتصال ته هڅاوه ، څو چي يوه ورځ  يې په ډېره بې پروايي سره هغوی ته وويل ، چي : تاسو ما ته سم قناعت نه سئ راکولای ، لطفاً يو پوه ديني عالم او مفکر راوغواړئ چي زما سره استدلال وکړي . که هغه قناعت راکړ نو زه به بيرته د پخوا غوندي خپل عبادت کوم او ديني مکلفيت به مراعاتوم ، خو که يې قانع نه کړای سوم نو جداً نور پر ما دغه ټينګار مه کوئ .

            والدينو او مشرانو يې يو نسبتاً پېژندل سوی عالم راوباله او د دې مشکل د هواري هيله يې ورڅخه وکړه . عالم راغی او د ځوان سره يې تر خورا مؤدبانه او حليمانه رويې وروسته په وعظ او نصيحت پيل وکړ . دا مهال ځوان د هغه خبري غوڅي کړې او ورته ويې ويل ، چي ډېر بيان ته ضرورت نسته بلکي ما ته صرف د درو پوښتنو ځواب راکړه او بس . عالم په ډېره نرمۍ سره ورته وويل ، چي مهرباني وکړه ، که مي ستا پوښتني ځوابولای سوای نو ښه ، که نه مهلت به درڅخه وغواړم .

            ځوان ورته وويل چي لومړۍ پوښتنه مي دا ده چي قرآنکريم د هغه الله صفات او تاثيرات بيانوي چي هيڅ ډول فزيکي او روحياتي شتون يې ثابت نه دئ ( نعوذباالله ) . نو که الله په رښتيا هم په هر څه کي دخيل دئ ، آيا ته کولای سې چي د هغه بڼه يا کړه وړه يا ډول (shape) علماً راته ثابت کړې ؟

            عالم ورته وويل ، چي ډېر ښه ! دوهمه پوښتنه دي مطرح کړه .

            ځوان ورته وويل چي ازل يا قسمت يا قدر يا تقدير (fate) څه شي دئ ؟ ځکه هر څوک پخپل حد او توان کي هر څه کولای سي . په دې کي د قسمت يا ازل څه رول شته دئ ؟

            عالم ورته وويل ، چي ډېر ښه ! لطفاً درېيمه پوښتنه هم وکړه .

            ځوان وويل چي که د قرآنکريم له مخي شيطان د اور څخه پيدا سوی دئ ، نو ولي به په قيامت کي همدې اور ته اچول کېږي تر څو هلته وسوځي ؟ يو اور بل اور څنګه محوه کولای سي ؟ آیا قرآن دغي باريکۍ ته متوجه نه و ؟ ( نعوذباالله )

            عالم ورته وويل چي سوالونه دي خلاص سول او ځواب يې درکړم ؟

            ځوان ورته وويل : که يې راکولای سې نو شروع يې کړه .

            دا مهال ناڅاپه عالم دغه ځوان ته پر مخ ډېره سخته څپېړه ورکړه ، چي د هغه پر سترګو توره شپه سوه او مخ يې په اصطلاح تک شين او له درده وپړسېد.

            ځوان په داسي حال کي چي لاس يې پر مخ نيولی و ، په طعنه و ريشخند سره ورته وويل ، چي زما پوښتني دي نه سوای ځوابولای ، نو ولي په قهر سوې او ولي دي ووهلم ؟

            خو عالم په سړه سينه ورته وويل ، چي : يا ، په غصه نه يم بلکي په همدې يوه چپلاخه ( څپېړه ) مي ستا د درو واړو پوښتنو ځواب درکړ .

            ځوان هک پک سو او ورته ويې ويل ، چي : زه پوه نه سوم ، څنګه ځواب ؟

            عالم ورته وويل ، چي په څپېړه مي ووهلې نو څه احساسوې ؟            

            ځوان ورته وويل ، چي : درد احساسوم او مخ مي ډېر سخت خوږېږي .

            عالم ورته وويل چي آيا راته ويلای سې چي دغه ( درد ) شتون لري ؟

            ځوان وويل ، چي : هو ! بالکل .

            عالم ورته وويل ، چي : آيا کولای سې د دې درد بڼه يا شکل راوښيې ؟

            ځوان ورته وويل ، چي : سخت درد احساسوم خو څېره يا ډول يې نه سم در ښودلای .

            دا مهال عالم په ډېر نرمښت سره ورته وويل ، چي : همدا ستا د لومړنۍ پوښتني ځواب دئ . موږ ټول د الله تعالی شتون احساسوو بېله دې چي د هغه ذات ډول يا جوله وليدلای سو .

            ده زياته کړه ، چي د تېري شپې په باره کي دا راته ووايه چي آيا تا کوم خوب ليدلی و ، چي زه به دي نن دغسي مضبوطه څپېړه وهم ؟

            ځوان وويل ، چي يا قطعاً نه .

            دا مهال عالم په پوره حوصله سره ورته وويل ، چي همدې ته قدر يا تقدير وايي چي هر څه د انسان له طاقت يا خبرتيا نه پرته د الله تعالی په اراده سره کېږي او دا ستا د دوهمي پوښتني ځواب دئ .

            عالم زياته کړه ، چي آيا ته پوهېږې چي زما دغه لاس چي ته يې پر مخ سخت ووهلې د څه شي څخه جوړ سوی دئ ؟

            ځوان ورته وويل ، چي : دا د غوښو څخه جوړ سوی دئ .

            عالم وويل چي آيا ستا مخ چي په څپېړه ووهل سو د څه شي څخه جوړ سوی دي ؟

            ځوان ورته وويل چي هغه هم د غوښو څخه جوړ سوی دئ .

            عالم ورته وويل چي کله ما په څپېړه ووهلې نو څه شي دي احساس کړ ؟

            ځوان ورته وويل چي شديد درد مي احساس کړ .

            دا مهال عالم په مؤدبانه ډول ورته وويل ، چي بس همدا ستا د درېيم سوال ځواب دئ . که څه هم شيطان له اور څخه پيدا سوی دئ او بيرته به د دوږخ اور ته اچول کېږي ، يعني يو اور به د بل اور سره يو ځای کېږي او هغه اور به دغه اور په عذاب او درد اخته کوي ، همداسي زما غوښن لاس ستا غوښن مخ هم کټ مټ پر درد راوست .

            د دې لنډي مرکې ، مناقشې او مفاهمې څخه ډېر ژر وروسته ځوان د قرآنکريم او اسلام رښتيانی خادم او اصلي مؤمن سو .

            هو ! الله تعالی هغه بې باکانو ، شکاکانو ، سرکښانو ، انتقاديانو ، ګمراهانو ، منافقانو او کافرانو ته خبرداری ورکوي ، چي که تاسو دومره ځانو ته پوه واياست او د مادي نعمتونو يا دنيوي دريځونو او امتيازاتو په هوس کي ډوب ياست او خپل اصلي مسئوليت او رسالت مو پرې ايښی دئ نو د دې قرآن فقط يو سورت خو راوړئ ( يونس : ۳۸ ) .

            وګورئ خدای تعالی د الاسراء يعني بني اسرائيل سورت په ۸۸ نمبر آيت کي داسي چلنج ورکوي : " ووايه که ټول انسانان او جنان سره يو ځای هم سي او وغواړي چي دغسي يو قرآن راوړي ، نو هيڅکله به هم دغسي ( قرآن ) که حتی هغوی يو د بل ملاتړ هم وکړي را نه وړای سي " . که فعلاً د دې مبارک آيت د عالي فصاحت ، بلاغت او ماهيت څخه تېر سو او فقط د هغه رياضي وڅېړو ، نو وبه ګورو چي الله سبحانه و تعالی په صرف همدې يو آيت کي چي ټول انس او جن ته چلنج پکښې ورکوي ، څومره ستره الجبري معجزه نغښتې ده :

  1. دا آيت جمعاً ( ۱۹ ) کلمې لري ، چي د قرآني ضريب ښکارندوی دي .
  2. دا آيت جمعاً (  ۷٦) حروف لري ( يعني ۱۹ × ۴ ) . آيا دا کوم تصادف دئ .
  3. په دې آيت کي د عربي الفباء پوره (  ۱۹) توري استعمال سوي دي ( يعني : ق ، ل ، ی ، ا ، ج ، ت ، م ، ع ، ن ، س ، و ، ب ، ث ، هـ ، ذ ، ر ، ک ، ض ، ظ ) آيا نه سو  ويلای چي الله تعالی په دقت او اراده سره دغه تعداد حروف په دې آيت کي استعمال کړي دي ؟ او ټولو مخلوقاتو ( انس او جن ) ته دا چلنج هم پسې ورکوي چي دغسي قرآن خو راوړئ ؟
  4. معجزه خو لا دا ده ، چي خدای تعالی په دې يو آيت کي ټول قرآن د رياضي له مخي تعبيه کړی دئ :

۱۹ کلمې + ۷٦ حروف + ۱۹ الفبايي توري = ۱۱۴

آيا دا د ټول قرآنکريم د سورتونو تعداد نه دئ ؟ آيا همدغه يو آيت ټول قرآن احاطه نه کړ ؟ دا څنګه ممکنه ده چي دغسي اوډنه او انتظام دي تصادف وي ؟

            فلهذا ، خدای (ج) ۱۴۰۰ کاله پخوا لا پخپل حکمت ، اراده او آينده ډېر ښه خبر و ، او ځکه نو په ډاډ سره چلنج ورکوي چي که کولای سئ نو دغسي يو قرآن خو راوړئ . سبحان الله !

 

منبع : د لیکوال اثر ( قرآنی ریاضی ) ؛ ۲۰۰۹ ؛ صفحې : ۸۴ ـ ۸۹ .

Leave a Reply

Your email address will not be published.