امریکا خپل زوړ وفادار ملګرﺉ بد ناموي — نثار احمد صمد

 

 

 

امریکا خپل زوړ وفادار ملګرﺉ بد ناموي

 

منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )

نېټه : د ۲۰۰۸ د اګسټ درېیمه

لیکوال : اریک مارګولیس

ژباړن : نثار احمد صمد

 

د بوش اداره د پاکستان پر پوځی استخباراتو چی خپله وظیفه اجرأ کوي – یعنی پاکستان ساتي – خپل زړه تشوي

 

 

دا د پاکستان د ملامتیا اوونۍ وه . څنګه چی په افغانستان کی د لویدیځوالو د نیونی پر ضد مقاومت نور هم سختیږی ، نو د بوش  ورځ بالا نامېنده سوې اداره خپل زړه پر آی ایس آی  یعنی د پاکستان پر پوځی استخباراتی څانګی باندی تشوي .

د سپیني ماڼۍ څخه راوتلي انګیرني وایی چی آی ایس آی  د افغان پولي پر اوږدو د پاکستان په قبایلی سیمه کی د طالبان پلوه ډلو سره لاس یو کړﺉ دﺉ .

د پاکستان د دفاع وزیر وویل چی سپینه ماڼۍ آی ایس آی  پدې ملامتوي چی پښتنی قبایلو ته د امریکایی هوایی حملو په باره کی له مخکی څخه لا خبر ورکوي . ولسمشر بوش په قهر سره د کتني په حال کی پاکستاني صدراعظم یوسف ګیلانی څخه وپوښتل چی « د دې آی ایس آی مشر مو څوک دﺉ ؟ »

هلته بیا په اوټاوا کی د وظیفه پیژندنی په توګه د هارپر حکومت د پاکستان پر ضد د بوش تورونه پسی غبرګوي چی په هغو کی دا بی اساسه ادعاګانی هم سوي چی د آی ایس آی ګومارلو په کابل کی د هند پر سفارت بمي حمله وکړه .

 

زه د لویدیځو خبریالانو څخه لومړنیً کس وم چی په ۱۹۸۶ کی د آی ایس آی قرارګاه ته ور وبلل سوم . د آی ایس آی د هغه مهال ظالم لوی ریًًس ډګر جنرال اختر عبدالرحمن شخصأ ماته د افغانستان د نیوني په جنګ کی د پاکستان د پټ رول په هکله معلومات راکړل او راته وویې ویل چی د آی ایس آی « ځوانان »  پدې افغانی جګړه کی مخابرې ، لوژستیک ، درنې وسلې او هدایات برابروي . آی ایس آی  د شورویانو په ماتولو کی کلیدي رول ولوباوه .

د پاکستان څخه زما د وروستیو کتنو پر مهال د آی ایس آی د مابعدو مشرانو او په صحنه کی د لګیا افسرانو لخوا چی د برطرفۍ سره مخامخ وو ، په عادی توګه معلومات راکول سوي دي .

آی ایس آی پدې تورن کیږی چی په پاکستاني سیاست کی لاس وهی . مرحومی بی نظیر بوټو چی ډېر ځله د پاکستانی بلاوو د مخالفت سره مخامخ سوې وه ، تل زه ترټلم چی « دا ته او ستا معزز جنرالان په آی ایس آی کی » . خو تر مشرف مخکی  آی ایس آی د درېیمي نړۍ تر ټولو باکفایته او مسلکی استخباراتی اداره وه . دا د هند د پیاوړي جاسوسی شبکې یعنی « را » او هم ایران په مقابل کی پاکستان د داخلی او خارجی تخریباتو څخه ساتي .

آی ایس آی د  سی آی اې  او پنتاګون سره له نژدې کار کوي ، خو تل باید د پاکستان ګټو ته هم خدمت وکړی چی هغه زیاتره د واشنګټن د ګټو سره سمون نلری .

 

د آی ایس آی وروستیً لوی ریًس چی ما پېژندﺉ ، هماغه ډیر سخت ، خورا قابل ډګر جنرال محمود احمد و . هغه د دې نوي دیکتاتور یعنی پرویز مشرف لخوا لیری کړه سو ، دا ځکه چی د واشنګټن په فکر محمود د امریکایی ګټو د کمولو مسؤل و . تر دې وروسته د آی ایس آی هر لوی ریًس له مخکی څخه لا د واشنګټن تر منظورۍ بعده ټاکل سوی دی . د آی ایس آی ټول لوړ مجرب افسران د واشنګټن په نظر « اسلام پال » او یا هم خورا ملتپال کسان ښودل سوي او ځکه نو له دندو شړل سوي ، د آی ایس آی د لوړو دریځونو څخه پسی اخیستل سوي او پر ځای یې هوکې کونکي او کاغذ تصویبونکي کسان مقرر سوي دي .

خو د دې سره سره بیا هم ، د آی ایس آی په دننه کی د واشنګټن سره ځکه یو شدید مخالفت موجود دﺉ چی هغه دیکتاتور مشرف ته د خپلو پاکستانیانو سره د جنګ جوړولو او د پاکستان ملی ګټو ته د درانه زیان اړولو په غرض رشوت او وسلې ورکوی .

د آی ایس آی لومړنۍ دنده د پاکستان دفاع او ساتنه ده . پر سرحد باندی هغه پښتني قبایل چی په افغانستان کی د خپلو پښتني طالبانو سره خواخوږي لری ، پاکستانیان دي . دوی ګڼ شمیر لکه افسانوي جلال الدین حقانی ، د امریکا پخواني ملګري او د ۱۹۸۰ لسیزی راهیسی د آزادۍ ژوبله ور دي .

 

قبایلي پاڅون –

پدې قبایلی سیمه کی تشدد او پاڅېدنه د « تروریزم » له سببه نه ، بلکی د امریکا په مشرۍ د افغانستان د مستقیم اشغال او د واشنګټن لخوا پر خپلو خلکو د حملو په غرض د مشرف د منفور رژیم د مجبورولو مستقیمه نتیجه ده .

آی ایس آی هڅه کوی چی په پاکستان کی د امریکا  دهغو زیاتېدونکو حملو څخه په معامله کی چی د یو پراخ جنګ تهدید ور سره مل دﺉ ، طالبان پلوه قبایلی پښتانه وژغوری .

 

هلته بیا هندوستان یعنی د پاکستان سخت دښمن په افغانستان کی د خپلو ایجنټانو یو لښکر لری او په کابل کی د کرزي ګوډاګي رژیم ته وسلې ، ملاتړ او مالی کومکونه ورکوی .

په افغانستان کی د پاکستان تاریخی ستراتیژیکی ګټي د امریکایی اشغال پواسطه له دننه زیانمني سوي دي . امریکا ، کاناډا او هند لګیا دي په افغانستان کی د پاکستان نفوذ له منځه یوسي . آی ایس آی هم چی ډیر افسران یی پښتانه دي ، مطلقأ حق لری چی پاکستانی اتباع د هغو امریکایی هوایی حملو څخه خبر کړي چی لوی شمېر ملکی انسانان وژنی .

 

خو آی ایس آی یو بل حیاتی مأموریت هم لري . هغه دا چی غواړي د پاکستان پښتانه ( چی د ټول ۱۶۵ ملیونیزه نفوس ۱۵- ۲۰ سلنه جوړوي ) د هغه زاړه « لوی پښتونستان » د غورځنګ د بیا تازه کولو څخه را وګرځوي چی غواړي د پاکستان او افغانستان پښتانه چی برتانويي استعمار سره جدا کړي وو ، په یو نوي پښتني هېواد کی بیا سره یوموټی کړي . دا کار به پاکستان ټوټه ټوټه کړی او د هند پوځی مداخله به ور وبولي .

خو د واشنګټن دغه ناپوهه کړنه دا حقایق هیڅ په باک هم نه راوړي . بلکی پر ځای یی واشنګټن خپل پخواني وفاداره ملګري ، آی ایس آی ، او پاکستان بدناموي حال داچی د افغانستان د کمونیسټانو او مخدره ییزه کاروباریانو ملاتړ کوی ، او هند ته دا اجازه ورکوی چی د افغانستان دغه دېګ ښه پسی ولړي – او دا ټول صرف د انرژي د نوو پایپ لاینونو په غرض کوی او بس .

 

هو ، هنری کیسنجر په عیب لټونکي توګه څه ښه یادونه کړې چی :  د امریکا ملګرﺉ کېدل د هغه تر دښمن کېدو ډېر خطرناک دﺉ . پای

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *