آفرين دې څټ ته، چې مات نشو! — سید عبدالقهار فدایی

 

آفرين دې څټ ته، چې مات نشو!

 

سید عبدالقهار فدایی

 

وايي چې په يوه کلي کې يو ډير غوښن پهلوان يوه ورځ د ټولو کلي والو په وړاندې يوه له بدن څخه کمزوري خو په هډوکو کې زورو سړي ته په غيږ ورغى، دواړو ښې زورکې ووهلې بالآخره ظاهراً کمزوري کليوال په ډير مهارت سره غټ پهلوان پوووورته کړلو او په ځمکه يې ښه په دريغه وويشتلو او ښه يې په خاورو کې ورغړولو، خو کله چې دواړه راپورته شول پهلوان خلکو ته مخ کړلو او ددې پرځاى چې په شريفانه ډول خپله ماتې ومني بلعکس يې ځان ښه وپړسولو، خپل څټ ته يې څاپيړه ورکړه، په ډکه خوله، له غروره ډک او په لوړ آواز سره يې وويل چې: آفرين دې څټ ته چې مات نشو!!

هو بهو همدغه خبره څو ورځې وړاندې د کابل دولت ځينو چارواکو او د دوى بهرنيو انډيوالانو وروسته لدې وکوله چې د اسلامي امارت څو تنو سرښندونکو مجاهدينو د پلازمېنې کابل په شمول د هېواد په څلورو ولايتونو کې په يوه وخت کې په مختلفو مهمو دولتي ودانيو او مراکزو باندې يولړ پراخ، بې ساري او لامثاله سرښندونکي بريدونه ترسره کړل.

دغه بريدونه په دومره پراخه او منظمه توګه، مؤثر ډول، په مناسبو ځايونو، په مناسب وخت کى او په دومره مهارت سره ترسره شول چې په تيرو لسو کلونو کې يې سارى نه ليدل کيږي، ټوله نړۍ يې ولړزوله، دوست او دښمن يې ټول را ويښ کړل، په هيواد کې د يرغلګرو او د هغو د لاسپوڅو په وړاندې د روان مشروع او برحق سپپڅلي جهاد زړورو مجاهدينو او خواخوږو مسلمانانو ته يې نوى روح ورکړ، له اکثرو هيوادوالو سره داسې هيلې پيدا شوې چې ان شاء الله روان کال به د ښکيلاکګرو او د هغو د لاسپوڅو وروستى کال وي، بل لوري ته اکثرو هغو هيوادونو چې د افغانانو په مقابل کې په جنګ کې ښکيل دي ددې بريدونو د زيات قوت او تاثير په نظر کې نيولو سره پدې اړه بيړنۍ اعلامې راوويستلې او خپل غبرګونونه يې څرګند کړل.

له دې ټولو واقعيتونو سره سره د کابل دولت د کورنيو چارو وزير جنرال بسم الله په شمول ځينو چارواکو او د امريکا د بهرنيو چارو د وزيرې هيلري کلنټن، په کابل کې د دې هيواد د سفير راين کروکر، او د اشغالګرو نړيوالو ځواکونو د مشر جنرال الن په شمول ځينو بهرنيو چارواکو ددې په ځاى چې د خپلو پوځي او استخباراتي ادارو ماتې ومني بالعکس يې لکه د هماغه پرځول شوي پهلوان په څير د کابل ادارې امنيتي ځواکونه په شا وټپول چې آفرين دې څټونو ته چې مات نشول!!!

جنرال بسم الله ادعا وکړه چې د دوى امنيتي ځواکونو په ډير مهارت سره د ده په اصطلاح د ځانمرګو بريدګرو مقابله وکړه او هغوى يې له منځه يو وړل!!!

هيلري کلنټن، راين کروکر او جنرال الن هم دده خبره تکرار کړه او په دې جنګ کې يې په اصطلاح د افغان ځواکونو ميړانه او وړتيا وستايله او د کابل دولت ته يې ددې بريا مبارکي وويله.

نه پوهيږو چې دوى بريا او ماته څرنګه تعريفوي؟!

په داسې حال کې چې د زبرځواک امريکا په مشرۍ تر څلويښتو څخه زيات د نړۍ پرمختللي قوتونه د ښو پرمختللو او مدرنو وسلو او سايلو په لاس کې لرلو سره په هيواد کې فعال نظامي او استخباراتي حضور لري، د کابل دولت په لکونو اردو او پوليس لري، او ددې ترڅنګ د کابل دولت داسې پرمختللې استخباراتي شبکه هم لري چې آن د عاليقدر امير المؤمنين له ورځنيو تماسونو او غونډو څخه خبريږي؟!! (البته د دوى په اند)

له دې ټولو سره مجاهدينو وکولاى شول چې يوازې په کابل کې دريو حساسو نقطو ته خپل تر لسو څخه زيات فدايان له ښو پريمانه وسلو او مهماتو سره ورسوي، ددې ترڅنګ په دريو نورو ولايتونو کې هم همدا راز مهمو او حساسو نقطو کى خپل سرښندونکي ځاى پرځاى کړي او په څلور واړه ولايتونو کې همهاله او په يوه وخت عمليات پيل کړي او تر شلو ساعتونو پورې په مسلسل ډول جنګ ته دوام ورکړي، په کابل کې مهمې ډپلوماتيکي او نظامي ودانۍ د سپکو او درندو وسلو تر بريد لاندې ونيسي، دولتي او بهرنيو عسکرو ته ښه درنه مرګ ژوبله واړوي چې شمير يې سلګونو ته رسيږي، په ميلونونو ډالره مالي زيان يې ور ورسوي، او د کرزي په شمول ډيرى لوړپوري کورني او بهرني چارواکي په سمڅو ننه باسي….. په پايله بيا هم يرغلګر ځواکونه او د دوى لاسپوځي د بريدونو پايله د کابل دولت د ځواکونو په ګټه بولي؟!!

خپل څټونه ټپوي چې آفرين دې وي پرې چې مات نشول؟!!!

نه پوهيږو چې دوى ځانونه ناګاره اچوي او که پوهيږي نه؟ او يا کيداى شي لاتر اوسه دوى هڅه کوي چې د خلکو سترګو ته خاورې وشيندي، او پدې نه پوهيږي چې خلک اوس د دوى رښتيا خبرې نه مني، دداسې ښکرورو درواغو د منلو خو هيڅ مجال نشته.

ددې بريدونو په اړه د کابل دولت چارواکو ځينې ډيرې خنده وونکې څرګندونې وکړې، د بيلګې په توګه دوى وويل چې پدې بريدونو کې چې اتلس ساعته يې دوام وکړ د دوى شپږ يا اته تنه عسکر وژل شوي او په مقابل کې يې ٣٦ تنه د دوى په اصطلاح ځانمرګي وژلي دي.

پوره اتلس ساعته مسلسله جګړه او پخپله د دوى په اند له ٣٦ تنو ځانمرګو سره، يانې له داسې کسانو سره چې له ژوند سره يې په کامله توګه په مخه ښه کړې ده، په خپل پاتې ژوند کې يې تر شهادت څخه مخکې يواځينۍ هيله تر خپلې وسې په زياته کچه د خپل دښمن ځپل او وژل دي، او دوى داسې تربيه شوي او زيرک خلک هم وه چې دکابل په شان د نړۍ د سترو استخباراتي کړيو په ځاله کې يې په پوره سري او ماهرانه ډول خپلو ټاکلو دريو مهمو نقطو ته نه يواځې ځانونه رسولي وه، بلکې له ځان سره يې دومره پريمانه وسلې او مهمات هم ځاى په ځاى کړي وه چې په مټ يې پوره اتلس ساعته مسلسل وجنګيدل، خو بيا هم د کابل دولت ايله شپږ يا اته تنه عسکر ووژل شول؟! يانې تقريبا هرو پنځو تنو سرتيرو فدايانو ايله يو تن دولتي عسکر وژلى دى؟!!!

د دولت دا خبره چې درواغ نه وي، نو بيا خو اصلاً درواغ چيرې شته نه، بيا خو بايد د درواغو کلمه له لغوي قاموسونه څخه وباسو، ځکه له دې څخه ستره له حقيقته ليرې خبره خو بله پيدا کيداى نشي چې د درواغ وبلل شي.

د دولت بله خنده وونکې خبره داوه چې د دوى چالاکو، بيدارو، او فعالو استخباراتو له ډير زيار ګاللو څخه وروسته ددې خبرې څرک ولګولو چې بريدکونکو خپلو اهدافو ته د ځان رسولو په لار کې د ښځو له چادريو څخه استفاده کړې ده!!!!!

ګومان نه کوم چې د دوى دا خبره به هيڅ د سالم عقل درلودونکى انسان ورسره ومني ځکه لومړى خو دغو سرښندونکو مجاهدينو د ځان پټولو ته هيڅ اړتيا نه درلوده، ځکه دوى ټول افغانان وه، هيڅ داسې ښکاره ځانګړنه يې له ځان سره نه درلوده چې له نورو خلکو څخه يې جلا کړي، او دا خبره هم هيڅ د سالم عقل درلودونکى انسان نشي منلاى چې دوى دې دا ټولې وسلې او مهمات په چادريو کې انتقال کړي وي، لږ مهمات هم نه وه بلکې دومره ډير چې تقريباً پوره شواروز پرې په مسلسل ډول وجنګيدل!

او که جدلاً دا خبره ورسره ومنو نو بيا سوال دادئ چې د کابل دولت هغه سلګونه ښځينه پوليسانې څه شولې کومو ته چې د خنزير او بيزو صفته بهرنيو نارينه استادانو له لوري ټريننګ ورکول شوى دى، هغوى يې د کومې بدې ورځې لپاره ساتلي دي؟ دا په هر چوک او د تلاشۍ په ټولو ځايونو کې يې لکه چې هسې د نمايش لپاره ودرولې دي؟!

ددې بريدونو په هکله د پنتاګون د مطبوعاتي دفتر رئيس چورج ليټل هم د خپلو پخو استخباراتي معلوماتو په اساس يوه ډيره په زړه پورې خبره وکړه، ويې ويل: «موږ فکر کاوه چې داسي يو څه به ژر پېښ شي، دغسي هم وشول!» چې فکر مو کاوه نو بيا مو ولې ددې عملياتو مخه ونه نيوله، الله دې خوارکه! تاسو که فکر کاوه، د افغانستان مسلمان ملت يقين درلوده، او د راتلونکي په اړه هم پوخ يقين لري چې سږ کال به ان شاء الله تر دې به هم ډيرې بدې کانې در وشي.

ددغو اتلوالو بريدونو په اړه د کابل په چارواکو کې يواځې د دولت مشر حامد کرزي دا پلا څه نا څه حقيقت بيان کړ، هغه په صراحت سره ددې بريدونو د مخنيوي په لار کې د خپلو استخباراتو او په خاص ډول د کابل د اصلي حاکمانو ناټو ځواکونو د استخباراتو ناکامي او ماتې ومنله.

دده په جواب کې د پنتاګون د مطبوعاتي دفتر رئيس يوه داسې ساده خبره وکړه چې خپله مخکنۍ خبره يې پخپله درواغ ثابته کړه هغه د کرزى نيوکې ته په اشارې کولو سره وويل: ((دا واقع بينانه نه ده چې له ايتلافي ځواکونو څخه توقع وشي چې د باغيانو د هرراز عملياتو په باب مخکې تر مخکې وپوهېږي)) ده په خپل حماقت کې ورزياته کړه ((زه باور نه لرم چې دا د استخباراتو ناکامي وه. موږ احساس کاوه چې دې ته ورته څه پېښېدونکي دي))

دا چې د حامد کرزي ليوني ولې راتوريدلي وه او دا ځل يې د خپل هميشني عادت په خلاف څه ناڅه حقايق بيان کړل، کيداى شي دا هم د همدغو بريدونو د اتلو سرښندونکو مجاهدينو له کراماتو څخه يو کرامت وي.

که چيرې د کابل نورو چارواکو هم ددې په ځاى چې د څملول شوي پهلوان په څير خپل څټونه ټپولي وه، د خپل مشر حامد کرزي په څير يې څه ناڅه حقايقو ته غاړه ايښې وه، نو کيداى شي چې د هيوادوالو او نړيوالو په وړاندې به يې تر يوې اندازې خپل عزت او آبرو خوندي کړى وه.

په هر صورت شوو اتلوالو بريدونو ته په کتلوسره ويلى شو چې ان شاء الله هغه ورځ ليرې نه ده چې د يرغلګرو ځواکونو او او د هغوى د لاسپوڅو څټونه به داسې مات شي چې بيا به د راپورته کيدلو او ټپولو نه وي.

د همداسې ورځې د راتلو په هيله.

ورور مو: سيد عبد القهار فدايي.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *