بهرنیان راته د شهید ورځ جوړوي — شاهد شفق وردګ

 

بهرنیان راته د شهید ورځ جوړوي

شاهد شفق وردګ


د لکونو افغانانو تر شهادت وروسته مو هم د هغوی لپاره ځانګړې شوې د شهید ورځ نه درلوده،
تر اوسه مو د هغو خلکو په یاد کوم بیرغ نه وو اوچت کړی چې په خپلو وینو یې د خپلواکۍ بڼونه تاند کړل، تر اوسه مو دهغوی په قبر د یوې شناختې د درولو تلوسه هم نه درلوده، تر اوسه مو د هغوی لپاره د دعا لپه لا هم نه وه نیولې، تر اوسه مو د هغوی میندو ته د اوښکو پاکولو لپاره کوم ورېښمین ټوکر نه وو نیولی.
نن څه وشول چې د شهید ورځ پیدا شوه؟ نن څنګه مونږ شهید ولمانځلو؟
ایا رښتیا مونږ شهید لمانځو؟ دا مو په خپله وکړل که نورو را ته وویل؟؟؟
نن زمونږ په ه
یواد کښې د شهید ورځ لمانخل کیږي مګر هغه شهید نه چې د اعلاء کلمة الله لپاره یې وینه ورکړې وي، چې د خپلواکۍ په موخه یې د هر غلیم ګذار ته خپله سینه سپر ګرځولې وي، چې د پردیو په اسارت کښې پرتو خویندو او میندو د ازادۍ او خلاصون لپاره یې قدم پورته کړی وي.
هو مونږ نن دا ډول شهید نه لمانځو ،
برخلاف مونږ نن د دوهم ډول شهیدانو ورځ لمانځو کوم چې د حق د لارې د شهیدانو په شهیدولو کښې ونډه لري، کوم چې د هیواد په خرڅولو کښې تر نورو ډېر فعال وي، کوم چې د کونډو رنډو په ځورولو کښې ډېر برلاسي وي، کوم چې د غبرګې غلامۍ لوړه تجربه ولري، کوم چې د بهرنیو استخباراتی شبکو څخه په لوړه کچه ډالر تر لاسه کولای شي، کوم چې اسلام د خپلو ګټو تر خيرنو پښو لاندې کړی وي، نن مونږ د دې ډول شهیدانو ورځ لمانخو او خوښ هم یو چې د هیواد په سطحه یوه داسې رسمي ورځ لرو.
څومره بدمرغي ده د هغه چا په حال چې خپل شهیدان نه شي لمان
ځلی او لمانځل شوی یې بیا د بهرنیو د غلامۍ کړۍ په غاړه کښې لري.
تاسې سوچ وکړی تر نن ورځې پورې مونږ ه
یڅ داسې شهید نه درلود چې د هغه له نامه سره یوه ورځ غوټه کړو او د هیواد د ټولو شهیدانو لپاره په کښې د دعا لاس پورته کړو؟
د دې ډول پوښتنې پوښتلو ته ضرورت نه پیدا ک
یږي ځکه زمونږ د تاریخ پاڼې د اتلانو په وینو ښکلې شوي دي او هر یو یې د لمانځلو، یادولو او شناختو درولو حق لري او هم مونږ په دغو څو ټکو کښې د هغوی حقوق نه شو رانغاړلی او نه هم پر دې باندې کفایت کولی شو.
نن ښایې د هغو شهیدانو ارواوې مونږ ته فریاد وکړي چې زمونږ د قربانیو پایله دا شوه چې نن زمونږ د وینو تږي،
زمونږ د وینو تویونکي او زمونږ وژونکي شهیدان وګڼل شول او مونږ له یاده وایستل شوو، مونږ د یوې دعا حق هم ونه درلود؟ زمونږ بې وزله خویندو او میندو پر تاسې د یوه لاس نيوی حق هم ونه درلود؟؟
دا ټول حقونه د پردیو غلامانو
ځانونو ته حاصل کړل کله چې ژوندي وو په لوکسو موټرونو او کورونو کښې یې ژوند کولو او د بهرنیو شبکو څخه یې په پراخه کچه ډالر تر لاسه کول هم غازیان وو او هم قهرمانان.
کله چې ووژل شول شهیدان همدوی شول د دوی ور
ثه و د هر ډول مرستې حق تر لاسه کړ او د دوی په نامه یوه ورخ هم ځانګړې شوه.
کوم قوم او ولس چې غلامان
 او خاینان په کښې اتلان او شهیدان یې، هغه څوک وي چې د روس یهودو او نصاراو مزدوران تیر شوي وي د هغوي لپاره همدومره ذلت بس ده.

والله علی ما نقول وکیل.
شاهد شفق

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *