سوله او تفاهم د سعید افغاني له نظره!
لیکونکي : محمد رحیم « یو سفي »
د نشر نیټه : ۲۵ فبروری ۲۰۱۱ میلادی ـ کال
که څوک د مرحوم مولانا ډاکتر سعید افغاني د ۶۳ کلن ژوندانه د کتاب پاني و لټوې او هغه یو په بل پسی و لولی ، نو ورته ثابته به شی چی دغه پیژندل شوی او متبحر عالم تل د سولي، تفاهم ، آرامی او ورور ګلوی اساساتو او بنسټونو د تشریح او توضیح په خاطر هلی ځلی کړی .
ده نه یوازی دا چی سوله او تفاهم یی په دیني او مذهبي لحاظ څیړلی ،بلکه په خپله سیاسي ،اجتماعي او فرهنګي هنداره کی یی د هغي سکیچ هم ترسیم کړی دی .
مولانا سعید افغاني یوازی ملا امام ، خطیب او دیني مدرس نه وه ، بلکی دی هغه شخصیت و چی په سیاسي ډګر کی هم د چا څخه وروسته ندی پاتې شوی . د فقیرانو ، غریبانو او نورو مصیبت څپلو اولسونو د اخلاصون په خاطر یی د کورنې ارتجاع او نړیوال کړکیچ پر ضد د مبارزی بیرغ د تل لپاره رپاندی ساتلی دی .
ده جنګ نه خوښاوه ! او پردی یی ټینګه عقیده در لوده : « چی کیدای شی ټولی لانجی او کشالی د سولي ، تفاهم ، استدلال ، منطق او خبرو له لیاره حل شی .
ده به همیشه ویل چی : « دسیمی او د نړی موجوده وضع ، سولي او آرامي ته ډیر قطعی او ستر ضرورت لری ، تر څو ونه شی چی ذروی قاره پیما راکټونه د اټو می ، نیوترونی او هستوی بمونه استعمال او د انسان حیوان او نبات ژوند په ځمکه کی پای ته ورسوی .
ژوند په سماوی او وضعی ادیانو کی تقدس لری ، او دهغی مراعاتول او دوام د عاقل او مکلف انسان دنده شمیرل کیږی . له همدی امله ده چی د اسلام سپیڅلی دین ؛ سولي او آرامي ته ډیر زیاته پاملرنه او په هغی باندی یی اسرار کړیدی ، هغه یی تاییده او ټینګار یی پری کړیدی.
دښمنی او عداوت ته یی بد ویلی دی .. سوله د جنګ څخه بهتره ګڼي او دهغوی پلویان په ګډ ه سره سوله ایز ژوند او ترقي ، سولي او آرامي پوری مربوط ګڼی . »
د مرحوم مولانا فکر یوازی پدی کی منحصر نه و پاتی ، چی ګوندی په هیواد کی دی د سولي انساني او اسلامي اصل ته د منطق پر بنیاد جدی پاملرنه وشی . بلکه ده به دا د تل لپاره د خبرو د تکیه کلام په څیر زمزمه کوله چی :
« د نړی موجوده وضع د دا رز پیدا شو لانجو او کشالو له پلوه د ترحم او پاملرنی وړ ده . باید نړیوال ستر قدرتونه خپلو کړو وړو ته په جدی توګه متوجه اوسی تر څو د وسله والو سیالیو په نتیجه کی ژوند او ژوندیو موجوداتو ته خاتمه ور نکړای شی . »
ډاکتر سعید افغاني لیکی : « د سولي او آرامي د آواز پورته کول زمونږ د زماني ستر ضرورت بلل کیږی . دی وایی : باید وویل شی چی زمونږ ټول خلک سوله غواړی .
مګر ؛ څنګه به وکولای شی چی سوله او آرامي منځ ته راوړی .
دا کار غور او پلټنه غواړی ، زما په نظر د موضوع په باخبرو شخصیتونو ، د ڼړی د پوهانو او زمونږ د قبایلو په مشرانو پوری اړه لری چی د خپل رسم او رواج او عنعناتو له مخی زمینه مساعده کړی .
چی خاص او خاص د جهان ، افغانستان او د حضرت انسان د سعادت او نیکمرغی په خاطر پرته له شخصی اغراضو څخه د حسن تفاهم ، تعـقل ، نیک تدبیر او منطــقي استدلال پواسطه حقیـقي او واقعي سوله او آرامي منځ ته راوړی .
د زمانی اړ تیاوی ایجابوی چی ټول قشرونه او خبیر اشخاص د غوڅ شوو پیوند ونو په لټه کی شی تر څو د سوله ایزی او آرامي فضا د راتګ په برخه کی یو مساعد فرصت تر لاسه او خپلی هڅی پیل کړی . »
مرحوم سعید افغاني د سولي د لاری واقعي مبلغ و . ده خپل نظر په هر ه غونده ، محفل او مجلس کی په خورا صراحت سره څرګنده کړی دی . دی لا په هماغه وخت کی پدی عقیده وو چی ملی روغه جوړه کولای شی د افغانانو تر منځ پل شی او بالاخره د تفاهم پواسطه هر نوع لانجی د کلی څخه نیولی بیا تر علاقه داری ، ولسوالی ، ولایت ، ښار ونو او آن تر مملکته پوری حل و فصل کړی .
ده به ویل چی : « ولی افغان د افغان ، انسان د انسان او مسلمان د مسلمان پواسطه ووژل شی او ولی پر انسانانو جنګ تحمیل شی . وروروژنه ، وینه تویونه ، قتل و قتال ولی زمونږ په تاریخي او سرلوړی افغانستان کی را پیدا شوی ، او ولی ؛ پای ته نه رسیږی!!!
ده په هیواد کی د جنګ د پای ته رسیدلو په خاطر لاری چاری لټولی او خپلو افکارو ته یی پدی برخه کی پخپلو لیکنوکی انعکاس ورکړیدی .
ښه می په یاد دی چی د ۱۳۶۳کال د کب د میاشتی اومه نیټه چی د ده د مړینی د ورځی سره مصادفه ده او مولانا صاحب د افغانستان د طبی علومو په اکادمی کی بستروو ، او ناروغی دومره کم زوری کړی و چی حتی په بستر کی به هم په ډ ډه نشو او وښتلای ، اما :؛ قلم یی پلاس کی و او د خپل کتاب ډیر و روستی پروف یی پخپله تصحیح کاوه .
باور وکړی چی دوه ساعته یی مرګ ته پایی و ، چی ما ورسره یو ځای پروف لو ستل او هغه یی تصحیح کول . د ده دغه لیکنه هم د سولي او آرامي د تینګښت او د جنګ پر ضد وه .
و یاړ او افتخار په هغه انسان چی د خپل خوږ ژوند ډیری وروستی شیبی هم بشر او بشریت ته په خدمت کی تیری کړی .
ډاکتر سعید افغاني نن زمونږ په منځ کی نشته مړ دی ، مګر؛ د ده کار نامی د ده روح د تل د پاره ژوندی ساتی . د ی د سولی د لاری ښه مبلغ و خپل ټول اثرونه یی په هیواد او نړی کی دسولی د ټینګښت په خاطر لیکلی دی . د « صلح و آرامش از دیدګاه اسلام ، خطر جنګ هستوی او پلار وطنه ملی جبهه یاد دلته د ټو لنیز و ستونزو د حل لیار ، او نور… » کتابونه یی چاپ او نوری په سلګونو مقالي او مضامین یی د هیواد په مطبوعاتو کی چاپ شوی او نشر ته سپارل شوی دی .
ده نه یووازی په هیواد کی سوله غوښتنه بلکی د نړیوالی سولی د تامین په خاطر یی هم خپل شفاهی او تحریری تبلیغ ژوندی ساتلی وو او په خپله یوه رساله کی داسی لیکی :
« زه باور لرم چی دا موجوده نا آرامي په جهان کی وخامت پیدا کوی او د ذروی جګړی د رامنځ ته کیدو احتمال حتمی کوی . پس ؛ سوله د درستو شخصیتونو ډنده ده چی یوه ثانیه او یوه دقیقه هم فرصت له لاسه ورنکړی ، بلکه په ډیر زیات سرعت سره د ښه تفاهم وسایل او زمینه مساعده کړی ، هغه په کار واچوی او د سولي او آرامي په لیار کی خپل کار او خدمت سخت کړی . »
داځکه چی نوموړی د سولی دموکراسی او ټولنیز عدالت په ټینګښت کی د قدر وړ خدمتونه کړی وه ، او هرڅوک چی د خدای « ج » د مخلوق په وړاندی خپله دینی او دینوی وجیبه په خورا صداقت سره تر سره کړی د تل له پاره د ستایلو وړ دی .
محترم عبدالله خدمتګار « بختاني » په خپله یوه رساله کی چی د مرحوم ډاکتر سعید افغاني د تلین په مناسبت چاپ او نشر ته سپارلی ده ، د دی اثر په ډیرو لو مړنیو لیکوکی لیکی :
« دوکتور سعید افغاني زمونږ د هیواد مشهور عالم ، لیکوال ، مولف ، استاد او اجتماعي شخصیت و چی تل یی د سولي ، ترقي ، وروري ، برابري او تفاهم لپاره مبارزه کوله ، د دی نو میالي پوه دروند نوم هم په وطن کی او هم نړی په نورو هیوادونو کی خپور او مشهور دی . »
د مولوی محمد سعید افغاني د ژوندانه زیات کلونه په تدریس ، لیکلو ، تالیفاتو ، موعظو د خطابو په لیکلو او تبلیغاتو کی تیر شول ، دی یو ملي ، مترقي ، مذهبي شخصیت و چی تل د خلکو د ضروری غوښتنو د ملاتړ په لیکوکی دریدلی دی .
مرحوم ډاکتر و چی د افغانستان د دیني علماو او روحانیونو په تنظیم کی یی ستر رول ولو باوه . د د هیواد هر عالم او روحاني شخصیت چی به ده ته مراجعه کوله نو د ده نصیحت دا و چی :
« سولاه تبلیغ کړی ، حق ووایی ، په قرآني آیاتونو او نبوي احادیثو باندی په اتکا ء سره دوستي ، ورورګلوي ، عدالت ، برابري او د انساني کرامت دخوندې ساتلو اساس تشریح کړی . ځکه د هیواد ټول قشرونه و طبقې تاسو ته مخ د راوړی ، تا سو د پیغمبرانو د برحقو وارثانو په څیر خپل ملي ، وطني او تاریخي رسالت تر سره کړی ، »
هرکال د حوت اومه چی د مرحوم سعید افغاني د مړیني په مناسبت تجلیلیږی او د ده په باب عالمان او پوهان نظریات څرګند وی ، نو ماته د ده همدا نصیحت په مخکی مجسم کیږی چی ویل به یی :
« په سولی او تفاهم سره کیدای شی زمونږ هیواد پر مختګ وکړی ، جنګ پر ته له فقر او غربت څخه زمونږ هیواد والو ته نور څه شی نشي بخښلای . »
محمد رحیم « یو سفي »