لودین هم لکۍ په سر واړوله! — سید ولي حامد

 

لودین هم لکۍ په سر واړوله!

 

لیکوال: سید ولي حامد

 

مونږ چې ماشومان وو، په کلي کې به مو مالونه څرول، دپسرلي په موسم کې به مو دغرو لمنو ته مېږې، بېزې، غواګانې، غویان او… دڅرولو لپاره بیول؛ ځکه په دې وخت کې یو خو به دغرو لمنې ښې شنې وې، او بل به په پټو کې غنم، شولې، اوربشې، جوار، رشقه، شپتلې او… کرل شوې وې، نو ځکه معمول داسې و چې په دې وخت کې به څاروي په فصلونو او پټو کې نه څرول کېدل، تر څو چې به دغنمو لو نه و شوی تر هغه به څاروي دغرو لمنو ته بیول کېدل.

  کله به چې دغنمو لو ولوید، بیا به نو ټول کلي خپل خپل څاروي پټو ته بیول، ماشومان به لګیا وو خپل څاروي به یې سره څرول، مونږ به سهار وختي غره ته دبوټو لپاره لاړو، اته، نه بجې به چې له غره نه راغلو بیا به مکتب ته لاړو، په هغه وخت کې زمونږ دسیمې مکتبونه دوه وخته وو، یو سهار له ۷ تر  ۱۱ بجو او بل بیا له ۱۱ تر  ۳ بجو، په ۳ بجو به چې کورته راغلو بیا به مو څاروي پټو ته بیول، او  ماښام ۶ ، شپږ نیمې بجې به مو کورونو ته راوستل.

  ما خپله دمالونو له څرولو ډېر څه زده کړي، او دهغو عجیب او غریب عادتونه او خویونه مې اوس هم په ذهن کې راځي، دغویانو اوخوسندرو یو عجیب عادت و، معمولا به ټول لګیا وو ځانونه به یې مړول، په شنو شنو ګیاوو پسې به ګرځېدل، خو کله کله به دمعمول خلاف یو غویی چې کله موړ شو نو به هسې مست شو،  لکۍ به یې په سر واړوله! یو ځل به یې په ځغاستلو پیل وکړ، دپټې له یو سر نه به یې بل سر ته په داسې حال کې وځغاستل چې لکۍ به یې جګه او سر به یې یوې خوا ته کوږ نیولی و، پښېدو به، له خولې او پزې به یې ځګونه را وتلي وو، سترګې به یې سرې سرې، رډې رډې را وتلې وې، تا به ویل چې همدا اوس یې سیګریټی وهلی! کله به چې دپټې هغه بل سر ته ورسېد هلته به یې یو څه بریک ونیو، یوټرن به یې وکولو، بیا به یې دغو نورو ته راوکتل، شېبه به انتظار شو، بیا به یې دغه بل لوري ته  لکۍ په سر واړوله او ریز به یې ور کړ! په یوه شېبه کې به دپټي هغه بل سر ته ورسېد، له شا به یوه لویه دوړه ورپسې وه، په دې حرکتونو سره به نوموړي په پټو کې له ور سره ملګرو نه غوښتل چې هغوی هم دده په څېر لکۍ په سر واړوي!

    مونږ به هڅه کوله چې غلی يې کړو،ځکه له ده سره به بیا نور هم مستېدل، هغوی به هم په ځغاسته پیل کولو، له دې به یوه ګډه ګډوې جوړېده، په دې ترڅ کې به یو له بل سره ښکر په ښکر کېدل هم، سره وبه نښتل، په دې وخت کې به بیا نو ټولو ماشومانو دخپل سر خیر وغوښت، شور ماشور به شو، چا به په ډبرو ویشتل، چا به په اوږدو اوږدو ډانګونو او لښتو وهل، لنډ څوک نشوای ورتللی.

  کله کله به یې زمونږ په لوري راهه کړل، مونږ به ټول دپولو سرونو ته وختو، لنډه دا چې د یوه غويي مستۍ به نور هم سره مستول، نو ځکه به مو هڅه کوله چې په همغه لومړي سر کې دهغه مست غويي مخه ونیسو، اصلا دمطلب ټکی مې دا و چې کله به دغه لوی غويي په ځغاسته پیل وکړ، لکۍ به یې په سر واړوله، مېږې، بېزې به هم یو څه سره وارخطا شوې، ځانونه به یې څنګ څنګ ته کول، په هغو نورو غویانو کې به بیا چا غوږ نه خوځولو، مګر کله کله به کوم یو خوسندر چې هغه به هم یو څه موړ شوی و هغه به ورسره مست شو، خوسندر به چې دغه لوی غویی ولید نو هغه به هم لکۍ ور سره په سر واړوله، ها خوا دیخوا به یې وځغاستل، دپام وړ دا چې ده به بیا له هغه لوی او لومړني غويي نه تېزه ځغاسته کوله! کله کله به هغه آرام شو، مګر دی به لا پسې مست شو، خو مونږ به یې زر مخه ونیوله.

  څه وخت مخکې چې کله عبد رب الرسول په کابل کې په ډالرو یو څه موړ شوی وو لکۍ یې په سر واړوله، ها خوا دیخوا یې سر کوږ را کوږ کړ، په یو لوري په بل لوري یې رمباړې ممباړې وکولې، له خولې او پزې یې ځګونه بادېدل، سترګې یې رډې رډې را وتلې وې، دځان په څېر نورو ته یې ویل چې راځئ تاسو هم را پورته شئ، زما په څېر لکۍ په سر واړوئ، چې یو ساعت لږ مستي سره وکړو، مګر نورو دده دلکۍ په خوځولو را خوځولو چندانې غوږ ونه ګرولو!

  مګر دا دی اوس اوس ایله په ایله لودین چې هغه هم یو څه موړ شو ور پام یې شو، دبوډا دلکۍ حرکتونو ته یې مثب ځواب وویلو، ده هم په ببولالو پیل وکړ، مګر دده ځغاسته او رمباړه له بوډا نه یو څه تېزه وه، ځکه یو  خو نوموړی یو څه ځوانۍ او خوسندرتوب ته ور لنډ دی، هغه بل خو دومره بوډا شوی فکر کوم چې اوس به یووې هم سمه ونشي کولی! او بل ښه موړ شوی دی، ځکه یې ځغاسته او رمباړه له بوډا نه یو څه تېزه ده!

  سیاف خو یوازې په استشهادي بریدونو انتقاد کولو، که څه  هم چې  دنیواکګرو په وړاندې مقدس جهاد یې ناروا بللو، مګر دومره نه و لکه اوس چې لودین خان ملا ورته تړلې، نوموړی په مطلق ډول دحربي کفارو په مقابل کې چې زمونږ خاوره یې اشغال کړې جهاد ناروا بولي: (  له دیني عالمانو د سولې د شورا پوښتنه: ایا افغانستان دارالحرب دی؟

…د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال عطالله لودین نن وویل، د دې شورا یو پلاوی به سعودي عربستان ته لاړ شي او د سعودي د دیني عالمانو په شمول به د بېلابېلو اسلامي هیوادونو له علماوو سره په دې باب خبرې وکړي…

 عطاالله لودین وايي افغان پلاوی به له دیني عالمانو څخه وپوښتي چې ایا په افغانستان کې، چې یو اسلامي هیواد دی، جګړه جواز لري او کنه؟ او ایا افغانستان دارالحرب دی؟

ده وویل، د افغانستان ۹۹ فیصده خلک مسلمان دي بناً په دې هیواد کې جګړه هیڅ راز دیني او مذهبي جواز نه لري.) تاند ویب پاڼه،

  نوموړی سره له دې چې کم او زیات علم لري بیا هم په دې نه پوهېږي چې یو کافر دچا پر کور تجاوز او یرغل وکوي آیا اسلام پر هغه جهاد فرض او لازم نه بولي؟ تعجب لا پسې دا چې داسلامي نړۍ له علماوو نه غواړي چې فتوا ور کړي، لودین خان ځکه دا لوبه پیل کړې چې نور هم دځان په څېر ورته ښکاري، مګر کیسه داسې نه ده، نور نه دلودین په څېر ښکر لري او نه سیاف په څېر لکۍ، هغوی سم جوړ، روغ او معقول انسانان، او دالله جل جلاله ددین خادمان دي، ځکه خو فکر نه کېږي چې کوم عالم به یې په دغه رمباړه غوږ وګروي، هسې که کوم یو بل د ده په څېر ور سره را پیدا شي لیرې نه ده، مګر په عام ډول به هېڅکله یو عادي مسلمان عالم خو لا څه کوې دا رنګه شرمېدلی کار ونه کړي.

  الله جل جلاله څه ښه فرمایلي: ( وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ الَّذِي آَتَيْنَاهُ آَيَاتِنَا فَانْسَلَخَ مِنْهَا فَأَتْبَعَهُ الشَّيْطَانُ فَكَانَ مِنَ الْغَاوِينَ (175) وَلَوْ شِئْنَا لَرَفَعْنَاهُ بِهَا وَلَكِنَّهُ أَخْلَدَ إِلَى الْأَرْضِ وَاتَّبَعَ هَوَاهُ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ الْكَلْبِ إِنْ تَحْمِلْ عَلَيْهِ يَلْهَثْ أَوْ تَتْرُكْهُ يَلْهَثْ ذَلِكَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآَيَاتِنَا فَاقْصُصِ الْقَصَصَ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ ( 176)  سورة الأعراف.

( مَثَلُ الَّذِينَ حُمِّلُوا التَّوْرَاةَ ثُمَّ لَمْ يَحْمِلُوهَا كَمَثَلِ الْحِمَارِ يَحْمِلُ أَسْفَارًا … (  الآية: 5, سورة الجمعة)

لیکوال: سید ولي حامد

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *