اختر دی هلته نن میلمه شی— امرالدین سرحد

 

 

اختر دی هلته نن میلمه شی

 


امرالدین سرحد

 

اختر له مونږ ه مرور دی

ګناه یی نه ده مونږ دغم څیره لرونه

 

اختر په سرو شونډو خوشالیږي

له ژړغونو شونډو کرکه یی راځینه

 

اختر دی هلته نن میلمه شی

چی سره لاسونه دخندا شونډي لرینه

 

نکریځی سری ښایسته لاسونه

له جګړی لری داختر خوشالی کوینه

 

اختر اوس ګرځی په کورو کښې

دریمه ورځ ده دخوشالی کور لټوینه

 

ژوندي په غم لړلی ناست دي

په دی لیدو یی اختر سم په ژړا شونه

 

نو ر قربانی کوي خیرات کړی

خلکو زمونږه قربانی کړل خپل سرونه

 

خدایه اختر خو مونږه غواړو

دی سبیلی جګړی په وینوو ککړ کړونه

 

چا چی اختر په مونږ غمجن کړ

دی ،دی زمونږ په غم اخته لوګی دی شینه

 

بس ده ژړا به څومره وکړم

خدایه قبول می کړه عذرونه ړوند به شمه

 

اختره بل ځلی ته راشه

دخلکواوښکي شی لږ وچي غم لږ شینه

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *