ښځه او حقوق ئې – دیارلسمه برخه – حکمتيار
ډیلی شهادت
كه څه هم په دې آيت كي موږ ته دا لارښوونه شوې چي د چا كور او استوگنځي ته د هغه له موافقې او اجازې پرته داخل نشو، خو د دې لارښووني لازمي تقاضا دا ده چي له هر هغه عمل هم ډډه وكړو چي د بل كور ته له اجازې او موافقې پرته د دخول او ننوتلو په معنى تعبيرېږي، لكه تجسس، دا هڅه چي پوه شو په دې كور كي څه تېرېږي، د دېوال له شا، د دروازې له چاود او د بل بام له سر د كور منځ ته كتل، له لري په دوربين سره د كور منځ څارل، د ټيلفون غږ ئې ثبتول، استراق السمع او داسي وسائل لگول چي د استوگن غږ واورېدى شي دا ټول د دې لارښووني خلاف كړني دي. كه كوم كور يا خونه دروازه نه لري، يا داسي پرده پرې ځوړنده وي چي د كور او خوني منځ ترې معلومېږي، نو داسي ودرېدل د دې لارښووني خلاف عمل دئ چي لومړى ځان كوربه ته وروښيي، يا د كور منځ ته وگوري، يا د استوگن د ليدو هڅه وكړي او بيا د ننوتلو اجازه وغواړي.
دا پوښتنه هم راولاړېږي چي د بل كور ته تر ننوتلو وړاندي لومړى سلام اچول دي كه د ننوتلو اجازه غوښتل؟ ځواب دا دئ چي د آيت له مخي لومړى استئناس دئ او بيا سلام، لومړى دروازه ټكول دي، كله چي ورته معلومه شي چي په كور كي څوك شته او د ده غږ اوري نو بيا سلام اچول او د ننوتلو اجازه غوښتل دي. كه د ټيلفون له لاري د اجازې غوښتل ممكن وي نو لومړى ټيلفون كول دي، بيا سلام اچول او بيا د ننوتلو اجازه او موافقه ترلاسه كول دي.
د دې مطلب په ښه پوهېدو دا روايات زموږ مزيد مرسته كوي:
عن ابي هريرة أَنَّ رَسُول اللَّه صلى الله عليه وسلم قَالَ : مَنْ اِطَّلَعَ فِي بَيْت قَوْم فَفَقَئُوا عَيْنه , فَلَا دِيَة لَهُ وَلَا قِصَاص " رَوَاهُ النَّسَائِيُّ
عن أَبي هُرَيْرَةَ أَنَّ النَّبِىَّ صلى الله عليه وسلم قَالَ :«مَنِ اطَّلَعَ فِى دَارِ قَوْمٍ بَغَيْرِ إِذْنِهِمْ فَفَقَئُوا عَيْنَهُ هُدِرَتْ عَيْنُهُ » رواه ابو داؤد
امام شافعي د دغو رواياتو ظاهري الفاظو ته په پام سره وايي چي كه څوك د بل چا د كور منځ ته نظر وكړي او استوگن ئې د هغه سترگه ړنده كړي ديت او قصاص پرې نشته. خو احناف په دې عقيده دي چي دا حكم د داسي حالت اړوند حكم دئ چي څوك له اجازې پرته د بل كور ته ننوځي، كوربه ئې مخنيوى وكړي، سره لاس او گرېوان شي، په دې ترڅ كي د ننوتونكي سترگه ړنده شي، نو د كور پر خاوند ديت او قصاص نه لازمېږي. بايد ووايو چي د چا كور ته د دروازې له چولې كتل دومره ستر جرم نه دئ چي سزا ئې د سترگي ړندول وي. د اړوند روايت غوره توجيه همغه ده چي احناف ئې وړاندي كوي.
عن عَبْدُ اللَّهِ بْنُ عَبَّاسٍ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ « …. مَنْ نَظَرَ فِى كِتَابِ أَخِيهِ بِغَيْرِ إِذْنِهِ فَإِنَّمَا يَنْظُرُ فِى النَّارِ. سنن ابي داؤد
له عبد الله بن عباس رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي: … چا چي د خپل ورور ليك ته د هغه له اجازې پرته وكتل نو اور ته ئې كتلي. يعني دا داسي گناه ده چي د دوزخ اور ورپه برخه كوي.
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:"إِذَا دَخَلَ الْبَصَرُ فَلا إِذْنَ" المعجم الكبير للطبراني
له ابوهريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: كله چي سترگه ننوځي بيا اجازه نشته، يعني كله چي څوك د بل كور او خوني ته نظر وكړي بيا نو د اجازې اخيستو ضرورت او ارزښت منتفي شي، هغه اجازه هيڅ ارزښت نه لري چي له كتلو وروسته وي.
عَنْ عَطَاءِ بْنِ يَسَارٍ، أَنّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم سَأَلَهُ رَجُلٌ، فَقَالَ : يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَسْتَأْذِنُ عَلَى أُمِّي؟ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : نَعَمْ فَقَالَ الرَّجُلُ : إِنِّي مَعَهَا فِي الْبَيْتِ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم : اسْتَأْذِنْ عَلَيْهَا، فَقَالَ الرَّجُلُ : إِنِّي خَادِمُهَا، فَقَالَ لَهُ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم : أَتُحِبُّ أَنْ تَرَاهَا عُرْيَانَةً ؟ قَالَ : لا، قَالَ : فَاسْتَأْذِنْ عَلَيْهَا. سنن البيهقي
له عطاء بن يسار رضي الله عنه روايت دئ چي يوه سړي له رسول الله صلى الله عليه وسلم پوښتنه وكړه او وئې ويل: يا رسول الله! آيا د خپلي مور خوني ته د ورتلو په وخت كي به هم ترې اجازه غواړم؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: هو؛ هغه سړي وويل: زه خو له هغې سره په يوه كور كي اوسېږم، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: له هغې اجازه غواړه، هغه سړي وويل: زه ئې خادم يم، رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: آيا دا خوښوې چي بربنډه ئې وگورې؟ وئې ويل: نه، وئې فرمايل: نو اجازه ترې غواړه.
څوك به د كورنۍ مدير او قيم وي؟
د قرآن له نظره نارينه د كورنۍ قيم، ناظم او مدير دئ، خو د مېرمنو د حقونو دروغجن او رياء كار مدافعين دا د مېرمنو په اړه تبعيض او بې عدالتي گڼي، راشئ د قرآن هغه آيت خپلي مخي ته كېږدو چي دا لارښوونه په كي راغلې، دې مبارك آيت ته ځير شئ:
نارينه پر ښځو قيم ( مدبر او منتظم) دي، د هغه فضيلت په وجه هم چي الله يوه ته پر بل وركړى او د خپلو مالونو د انفاق له كبله هم، نو صالحي ښځي مطيع وي او په غياب كي د هغه څه ساتونكې وي چي الله خوندي كړي او د كومو ښځو له بدخويي او سرغړاوي چي وېره لرئ نو نصيحت ورته وكړئ، په بستر كي ترې لري شئ او وئې وهئ، نو كه ستاسو اطاعت ئې وكړ نو هسي حيلې او بهانې ورته مه لټوئ، بې شكه چي الله ستر لوړ دئ. النساء: 34
د دې مبارك آيت په ترڅ كي د كورنۍ د خپلمنځي چارو او د ښځي او مېړه د وظائفو په اړه لاندي هدايات وركړى شوي:
كورنۍ يوه وړوكې ټولنه ده، وړه او لويه ټولنه يوه قيم، رئيس او ناظم ته ضرورت لري، له مدير او قيم پرته ټولنه د تشتت او بدنظمۍ ښكار كېږي، الله تعالى د كورنۍ د قيموميت او مديريت دنده نارينه ته سپارلې او د دې لپاره ئې دوه دلائل وړاندي كړي: لومړى دا چي د دې وظيفې لپاره نارينه تر ښځي مناسب دئ. د ښځي د عاطفې او عقل ترمنځ انډول داسي دئ چي د عاطفې اړخ ئې كافي دروند دئ، ځواكمنه عاطفه وركړى شوې، هومره چي اكثراً عقل تر خپل اغېز لاندي راولي، همدې صفت ته د اولاد د روزني لپاره اړه وه، د همدغي عاطفې په حكم د اولاد د هوسايۍ او سوكالۍ لپاره خپله هوسايي قرباني كوي، دا هغه څه دي چي نارينه ترې محروم دئ، د نارينه عاطفه د دې په څېر ځواكمنه نه ده، د عقل او عاطفې ترمنځ ئې نسبي انډول شته، د قيموميت او مديريت لپاره دغه انډول ته ضرورت دئ او دوهم دليل ئې دا چي د كورنۍ ټول مصارف ئې په غاړه دي، له مهر نيولې بيا تر كور، جامو او نفقې پوري