نعت شريف
محمد ها شمی فضل د سبحا ن د ی
هدا يت لره د نسل د ا نسا ن د ی
برکت او رحمت خپورد ی په د نيا کښی
د کوم وخت نه چه راوړئ ئی قرآن دی
بشريت ته ئی اخلا ص اوصفا راوړه
ښه مصد ر د صدا قت او د ايمان دی
تور او سپين، عرب، عجم لره مولا شو
خالق ښه کس غوره کړئ قد ردا ن دی
په نړئ د سلطنت سا رئ ئی نشته
ځکه دئ د سلطا نا نو هم سلطا ن دی
زا رد دغسی سلطا ن شم څومره ډيرئی
پس له څوارلس سوو کالو غلا مان د ی
پس له دی هم په زرګونو، مليو نو نو
تر قيا مته د د ی شمعی پتنګا ن دی
د حيرت خبره د اچه په محشر کښی
هم روا ن د د ی تر شا پيغمبرا ن دی
دښايست مثال يی نشته په جهان کښی
ښکلی ستوری ئی کونينو کښی تابان دی
داسی ډوب ئی په جما ل صوفی زاده چه
لوی واړه هر يو انسان ورته حيران دی
سليمان شاه صوفی زاده