نعت شريف —- سليمان شاه صوفی زاده

نعت شريف

 

محمد  ها شمی   فضل   د  سبحا ن  د ی

هدا يت   لره   د   نسل   د  ا نسا ن  د ی

 

برکت او رحمت خپورد ی په د نيا کښی

د کوم  وخت نه چه راوړئ ئی قرآن دی

 

بشريت  ته  ئی  اخلا ص اوصفا  راوړه

ښه  مصد ر د  صدا قت  او  د ايمان دی

 

تور او سپين، عرب، عجم  لره  مولا شو

خالق  ښه کس غوره کړئ  قد ردا ن دی

 

په   نړئ  د  سلطنت   سا رئ  ئی  نشته

ځکه  دئ  د سلطا نا نو هم  سلطا ن  دی

 

زا رد دغسی سلطا ن شم  څومره ډيرئی

پس له څوارلس سوو کالو غلا مان  د ی

 

پس له  دی  هم  په زرګونو،   مليو نو نو

تر قيا مته   د  د ی  شمعی   پتنګا ن  دی

 

د  حيرت   خبره د اچه  په   محشر کښی

هم  روا ن  د د ی تر شا  پيغمبرا ن  دی

 

دښايست مثال  يی نشته  په  جهان  کښی

ښکلی ستوری ئی کونينو کښی تابان دی

 

داسی ډوب ئی په جما ل صوفی زاده چه

لوی واړه هر يو انسان  ورته حيران دی

 

سليمان شاه صوفی زاده

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *