دروژې نولسمه تحفه —- ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

 

 

دروژې نولسمه تحفه

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

درنو لوستونکو ، پرون مو وویل چی روژه جسمانی او روحانی دواړه اړخونه لری او جسمانی روژه مو مختصرأ وشنله . خو روحانی اړخ یې دا دی چی روژه انسان متقی کوی ، یعنی : روح پیاوړی کوی ، توبه مساعدوی ، ګناهونه سوځوی ، معنوی او فرهنګی بیا رغونه ایجادوی او باالاخره ایمان ټینګوی . څنګه ؟ داسی که جسمانی روژه رښتیانۍ او صادقانه وی نو یو مسلمان به ډیر عبادات ، نوافل ، تسبیحات ، ذکر او تهلیل کوی ، تلاوت ، عفو ، ښه سلوک ، حوصله ، صبر ، حِلم او زغم ، تواضع ، صدقه او خیرات….. به کوی . نو ځکه روژه یوه روحانی توښه ده چی مسلمانان یې د ځانو سره آخرت ته وړی .

 

پوهانو ویلی دي چی معده د ډول ډول ناروغیو کور دی . د دغه کور صفایی او پاکي په همدې میاشت کی کیږی . نو الله دی د جسمانی او روحانی روژې د بشپړ مراعاتولو توفیق راکړی . او دا هم نولسمه تحفه ( ن . صمد )

 

د خدای حکمت

 

په یو باغ کی پلار او زوی په خبرو اترو لګیا وو . زوی خپل پلار ته وویل چی ما ته خو په دې کی د خدای هیڅ حکمت نه ښکاری چی د خرما غوندی یوه کوچنۍ او سپکه میوه یې په دومره غټه او درنه ونه کی پیدا کړې ده خو د خټکی غوندی درنه او غټه میوه یې بیا په یو داسی نازک او کمزوره جُړنګ کی پیدا کړې ده چی هغه هیڅ د لوړېدولو توان نلری . پلار یې ورته وویل چی الله تعالی په هر څه کی خپل حکمت او مصلحت لری خو موږ او تاسی نه پوهیږو .

څه ګړﺉ وروسته دواړه تر همدې ونې لاندی بیده سول . څو شیبې وروسته یوه دانه خرما راولوېده او د زوی پر سر ولګېده او هغه له  خوبه راویښ سو . پلار یې ورته وویل چی د خدای شکر پر ځای کړه چی په دې دومره غټه ونه کی یې خټکی نه دی پیدا کړی ، که نه ستا به د ژوند آخري ورځ وای ! نو آیا همدا د الهی حکمت او مصلحت یو دلیل نسی کېدای ؟ زوی یې قانع او چوپ سو .

 

هو ، موږ انسانان د الله تعالی په حکمت او مصلحت قطعأ نه پوهیږو او نه یې درک کولای سو . که موږ ته احیانأ په کوم شي کی الهی حکمت او مصلحت رامعلوم هم سی باید هغه کورټ مثبت وارزوو ، دا ځکه چی هغه الهی فیصله وی . آن ملایکی هم په الهی تقدیر او حکمت نه پوهیږی ( البقره : ۳۲ ) . دا چی الله تعالی هر څه پیدا کړي دي بې موجبه او ناحقه یې نه دي پیدا کړي او دا به د الهی عظمت څخه خلاف وی چی هغه ذات یو شی بېله ضرورته  او ناحقه پیدا کړی ( آل عمران : ۱۹۱ ) . الله تعالی دا ټول کاینات د یو انتظام او نظام مطابق پیدا کړی دی . نو الله دی موږ او تاسو ته د خدایی حکمت د مطلقأ منلو توفیق راکړی .

 

له غیبته ډډه

 

روایت دی چی یو سړي غوښته خپلی میرمنی ته ( د هر علت له مخی چی و ) طلاق ورکړی . یو چا ورڅخه وپوښتل چی د هغې کوم شی دې بد ایسی چی له امله یې طلاقه کوې ؟ ده ورته وویل چی یو مسلمان او پوه انسان خپله میرمن هیڅکله نه رسوا کوی او غیبت یې نه کوی .

 

کله چی یې هغه طلاقه کړه ، نو ورڅخه وپوښتل سوه چی ولی دی طلاقه کړه ؟ په ځواب کی یې ورته وویل چی یو مسلمان او پوه انسان هیڅکله د پردۍ ښځی غیبت نه کوی او نه هم خبری پسی کوی . په دې سره پوښتونکی پټه خوله او سرځوړی سو او بیا یې د دغسی ناحقه پوښتنو څخه ډډه او منع وکړه .

 

هو ، څومره به ښه وی که تقوا غوره کړو او د غیبت څخه ځانونه وژغورو نسبت دې ته چی د نورو آبرو او عزت د خپلو مجلسونو او بانډارونو تفریح وګرځوو او خواړه مو د انسانانو غوښی وی . غیبت هغه خطرناکه عمل دی چی د یو مسلمان دین د لاښ خورلخوا د یو جسد تر خوړلو هم ژر له منځه وړی . د یو مسلمان لخوا د بل غیبت کول داسی دی لکه د کافرانو پر ځای چی د مسلمانانو سره جهاد کوي او د دې جګړې توره یې خپله ژبه وی . نو لا بیا هم د دې عظیم غلیم د دښمنۍ څخه نه بېزاره کیږو ؟

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *