دقامونو دترقۍ او زوال الهى قانون — جعفر مجروح

 

دقامونو دترقۍ او زوال الهى قانون

 

لیږونکی: جعفر مجروح

 

د پيل خبرې

دغه دغوايې دمياشتې په لسمه نيټه 1947 ميلادي کال دهند دنيمې وچې د ستر مفکر او دپاکستان داسلامى تحريک مرشد او لارښود مولنا سيد ابو الاعلى مودودي رحمة الله عليه دهغى وينا متن ده چې په دارالاسلام پتانکوټ (ختيځ پنجاب ) سيمه کې يې يوې لويې درنې غونډې ته اور ولې وه .  په اوريدونکو ، کې دمسلمانانو څخه پرته هندوانو او سکهانو هم په ګڼ شمير کې ګډون کړى ؤ دغه مهال پاکستان او هند سره جلا شوې نه ؤ داور غورځوونکي غره په څير فساد اوتباهى ته تيار ؤ او  يو څه وخت وروسته بيا دفساد وراني او تباهۍ لوى اور ولګيد .

 

 دټولو کاملو صفتونو او ستاينو يوازې هغه الله  عزوجل لايق دى چې دټولو کائناتو خالق ، مالک حاکم بادار او ساتندوى دى . هغه سپېڅلی ذات چې موږ ته يې دعقل او فکر قوت راپه برخه کړ ، دښه او بد تميز او بيلتون يې راوبښه ، دبشر دهدايت او لار ښوونې لپاره يې خپل غوره بندګان انبياء عليهم السلام راوليږ ل .

      درود او سلام دې وي د هغه په نيکو بندګانو ( پېغمبرانو)  چې هغوۍ بشريت ته انسانيت او دشريفانه ژوند تيرولو لارې چارې وښودلې او دژوندانه له اصلى هدف څخه يې خبر کړل ،او هغه اصول او بنسټونه يې وروښودل چې په عملي کولو سره يې په دنيا او اخرت کې نجات موندلاى شي .

———————————————————————————————————

 

درنو لوستونکو!

دغه نړۍ چې کوم ذات پيداکړې ، دځمکې فرش يې غوړولى او انسانان يې پرى استوګن کړي دي .هغه جلت عظمته څه داسې ذات نه دى چې دهغه کارونه د  ړانده دلاس ګوزار او دهغه په دې نړۍ کې دې تور تم وي بلکې هغه عزوجل دخپل مستقل قانون اوپخې ظابطې پر اساس په نړۍ واکمني چلوي . څنګه چې دغه لمر ، سپوږمۍ ، ځمکه ، ستوري او بالاخره ټول کائنات دهغه جلت عظمته له مضبوط قانون سره تړلې دي ، په دې توګه موږ او تاسې ټول انسانان هم په تکوېني لحاظ دهغه عزوجل دقانون پابنديوُ . دالله جل جلاله قانون زموږ په زيږيدلو ، مړينې ، کوچنيوالې ، ځوانۍ زوړ والې او زموږ دتنفس په سيستم، هاضمى ، دوينې په دوران ، رنځ اوصحت باندې حاکم دی په همدې توګه دهغه يو بل قانون هم دى چې زموږ د تاريخ په لوړو ، ژورو او زموږ په عروج اوزوال حکومت کوي . دغه قانون هيڅ بدلون نلري . څنګه چې دامکان نلري يو سړى دسپوږمو پرځاى په سترګو تنفس وکړي او په معده کې د خوړو دهضمولو پرځاى زړه ته دغه دنده انتقال کړي نو پر دې اساس هيڅکله نه شي کيدلى چې دزوال او بدبختۍ دلارې په انتخاب دې يوڅوک دترقۍ او سوکالۍ په درشل ګام کښيږدي .

څرنګه چې اور ديوه شخص لپاره ګرم او دبل لپاره يخ نه دى په همد ې توګه بدکارونه ، فساد او بې لاري ديو چا لپاره دبدمرغۍ او بدبختۍ او بل ته دنيک بختۍ اوپرمختګ اسباب نه شي ګرزيدلى .

 

دمالک الملک په حيث الله جلت عظمتۀ دځمکې پرمخ ودانى خوښوي .

دکائناتو دڅېښتن په حيثيت دهغه داغوښتنه ده چې دنړۍ نظام دې سمون ومومي او ځمکه دې اباده اوښيرازه کړى شي . انسان ته يې چې کوم قوت او پوهه ورپه برخه کړې ده هغه دې په غوره لارو چارو استعمال کړى شي . هغه عزوجل هيڅکله دانه ، نه خوښوي او هيڅکله ورڅه داهيله نه کيږي چې د ژوند په ډګر دې فساد او ورانى خپور او نړۍ دې په ګډوډۍ ، بې نظمۍ ، بې لارۍ او په زور زياتې ويجاړه کړى شي .

 

        په انسانانو کې هم چې کوم وګړي د نړۍ دقيادت او مشرتابه ستيژ ته دختلو هيله من وي نو په هغوۍ کې يوازې هغه خلک د الله عزوجل دانتخاب وړ ګرزي چې په هغوۍ کې دځمکې دودانښت زيات صلاحيت موجود وي . هم دوى ته دځمکې دمشرتابه واګې سپاري . بيا هغه جل جلا له دې ته ګورې چې داخلک دودانې څومره استعداد لري او د ورانى څومره ؟

ترڅو پورې چې د دوۍ ودانى د،و رانې څخه زيات وي او ددوۍ په مقابل کې بل څوک ښه ودانونکى او لږ روانونکى په ميدان کې موجود نه وي تر هغه وخته به ددوۍ دټولو خرابيو او نيمګړتياؤ سره سره دنړۍ انتظام او مشرتوب ددوۍ پرغاړه وي . خو کله چې دهغوۍ ودانۍ لږ او تخريب اوفساد يې زيات شي نو الله تعالى بيا هغوى دقيادت څخه لري کړي او بل چا ته دملک انتظام وسپاري .

 

        دغه يو بنسټيز فطرى قانون دى بشري عقل هم په دې ګواهي ورکوي چې همدغسې کيدل په کار دي . دمثال په توګه کچيرته په تاسې کې ديو چا باغ وي او هغه يې يو ماليار ته وسپاري نو تاسې په خپله وواياست چې هغه به ددغه بڼ له مالياره کومه غوښتنه کوي ؟ صحيح خبره هم داده چې هغه له هغه څخه د بڼ ود انول غواړي . هغه به ارو مرو له هغه څخه دا تقاضا وکړي چې دهغه باغ دې تل له ميؤو ډک وي چې دباغ څېښتن ته دا څرګنده شي چې ماليار يې په ښه زحمت او کوښښ سره دزړه په مينه په ښه لياقت او اخلاص سره دبڼ خدمت اوپالنه کوي تل نوې ونې اوګلان کښينوې نو ارومرو به دبڼ څېښتن له هغه څخه خوښ وي . هغه به هيڅکله داسې لايق ،خدمتګار ،وظيفه پيژندونکى باغوان دخپل بڼ له خدمت څخه ګوښه نه کړي . ليکن ددې پرخلاف کچيرته هغه دا وويني چې ماليار يې نالايقه اوتنبل دى په پوهې او ياناپوهۍ سره د ده د باغ خدمت ته تيار نه ده . ټول باغ له ګندګۍ ډک ـ بوټى يې وچ کلک او له وښو ډک ،ګلونه او ميوه لرونکې ونې يې بې ځايه غوڅ شوې باغ مړاوى پروت دى او به يې بې ځايه بهيږي ، نو تاسې پخپله فکر وکړى چې دباغ څېښتن به داسې باغوان څنګه خوښ کړي ؟  زيات لحاظ يې که وکړي هغه به  دا وي چې ورته ووايې داسې مه کوه تاته نور دومره وخت دى چې دباغ خدمت وکړې خو کچيرته له دې سره سره هغه له عقل څخه کار وانخلي او باغ هماغه شان وران ويجاړ پروت وي . ددې علاج له دې نه بل څه شى دى چې دباغ څېښتن هغه له غوږه ونيسي او له خپلې دندې څخه يې ګوښه کړي او دهغه پرځاى بل باغوان ته دباغ دخدمت دنده وسپاري .

 

            اوس دغور اوفکر خبره داده چې دخپل باغ په دې معمولي انتظام کې چې هرکله تاسې داسې کړنلاره انتخابوي نو الله جل جلا له به دا دومره لويه ځمکه له دومره بې شمېره شتمنېو او نعمتونو سره يې چې انسان ته حواله کړې او انسان ته يې دژوند په ډګر واک او اختيار ورکړى دى .نو ايا الله جل جلاله به دا ، نه وينې چې تاسې دهغه ځمکه ورانوې ، او په فساد لاس پورې کوې اوکه په ودانولو کې يې هڅه کوي ؟کچيرته تاسې په ودانۍ لاس پورې کوي نو هيڅ علت نه شي کيدى چې هغه دې خامخا تاسې له خپلې دندې څخه ګوښه کړي . البته که تاسې دباغ خدمت نه کوي ، بلکې لازيات يې په ورانولو او ويجاړولو لاس پورې کوي نو په دغه صورت کې به يوځل اخطار درکړي ترڅو تاسې اصلاح او خپله دنده په صحيح توګه سرته ورسوي خو د ، نه اصلاح کيدلو په صورت کې به هغوۍ خامخا ستاسې دبدلون او له کاره د ګوښه کولو پريکړه کوي .اوس ښه سوچ او فکر وکړې چې دخپل باغ په دغه معمولي نظام کې چې هرکله تاسې دغه تګلاره انتخابوۍ  نو الله جل جلا له چې دادومره لويه ځمکه ددومره پراخه وسايلو سره انسانانو ته سپارلې ده او هغوۍ ته يې دومره ډير اختيار اوواک ورکړى دی نو هغه به داپوښتنه ولې له نظره غورځوي چې تاسې دهغه عزوجل دځمکې په ودانولو لاس پوې کوې او که په ورانولو ؟ که تاسې دځمکې په تعمير (ودانولو ) لاس پورې کوي نو هيڅ سبب نه شي کيدلى چې هغه دې ارو مرو دځمکې له مخ څخه تاسې ګوښه کړي . البته کچيرته تاسې تعمير (ودانى) خو هيڅ نه کوې خو له ددې سره سره په تخريب (وراني) لاس پورې کوې دهغه جل جلا له داعظيم الشان باغ ورانوې او په ويجاړولو يې لاس پورې کوې که تاسې خپله دعوى په خپل فکر کې په هر څومره په قوى بنسټونو ټينګه کړي هغه جل جلا له به په خپل باغ باندې ستاسې دهيڅ حق منلو ته تيار نه شي يو څو تهديدونه اويو څه نوره موقع به هم درکړي خو په پا کې به تاسې دباغ له انتطام او مشرتابه څخه ګوښه کړي. په دغه معامله کې دالله جلت عظمتۀ تعامل دانسانانو د تعامل څخه په هماغه توګه مختلف دى لکه دبڼ څېښتن او ماليار چې نظريات يې سره جلا دي . داسې وګڼۍ چې دماليارانو يوه کورنۍ د درې ، څلور پيړيو راپديخوا ديو سړي په باغ کې کارکوي . دموجوده خلکو اجداد (نيکه ګان) دخپل اهليت او قابليت پر اساس په دې کار مؤظف شوي ؤو وروسته يې زامنو هم په بڼ کې ښه کار کاؤ او دښه لياقت څښتنان ؤو . دبڼ خاوند پدې فکر کې ؤ چې له دندې څخه د دوۍ دګوښه کولو او دبل چا د توظيفولو څه اړتيا ده ؟ ، هرکله چې دوۍ په بڼ کې ښه کار کوي او خپله دنده په پوره ديانت ، صداقت  او امانت سره په ښه توګه سر ته رسوي ، نو د دوۍ حق دنورو خلکو په نسبت زيات دى په دې توګه دغه کورنۍ په دغه باغ کې ميشته شوه خو اوس ددې کو رنۍ خلک نالايقه ، نااهل ، دکار غله او وظيفه نه پيژندونکي دي . د بڼوالۍ يو صفت هم په دوۍ کې شتون نه لري ، دټول بڼ د ونو ، مونډيې وويستلو بيا هم دوۍ دغه دعوى لري چې موږ  دنيکونو او پلرونو له وخته په دې باغ کې اوسو او په خدمت لګيايو ، زموږ دغورنيکه په لاسونو دغه باغ اباد شوى ؤ نو ځکه په دې باندې زموږ ميراثي حق دی په هيڅ صورت جواز نه لري چې موږ له خپلې دندې څخه لري کړى شوُ، او بل چاته دغه دنده وسپارل شي .

 

         په حقيقت کې خو دغه رايه دناپوه اوجاهل ماليار کيدى شي ، خو دبڼ خاوند دجلا نظر او فکر څېښتن دى ، هغه وايې چې زما په وړاندې له ټولو څخه لومړى هدف زما دباغ ښه انتظام اوښه خدمت دى ما خو دغه باغ ستاسې دغور نيکه لپاره نه ؤ اباد کړى ، ستاسې اجداد (نيکونه ) مې ددې باغ په خاطر دخدمت ګارو په توګه ساتلي ؤو ستاسې حقوق ستاسو تراهليت ، لياقت او خدمت پورې تړلې دي که بڼ مو ودان وساته نو ستاسې دټولو حقونو ساتنه به کولى شي ځما خو دپخوانيو ماليارانو سره څه شخصي دښمني ، نه ده ، چې هغوۍ دې په پوره اخلاص کار کوي او بيا يې زه بې هيڅ دليله له خپلې وظيفې څخه معزول کړم ، خو که تاسې دغه باغ وران او ويجاړوي  نو بيا ستاسو هيڅ حق په رسميت نه پيژنم ، نورو خلکو ته به دباغ خدمت ورسپارم او تاسې به دهغوۍ دنوکرانو او خدمت ګارو په توګه کارکوي . کچيرته ثابته شوه چې تاسې ددې کار اهليت هم نه لري بلکې مفسد او وران کاري ياست نو تاسې به له دې ځايه وشړل شي او په تباهۍ به محکوم شي . دغه فرق اوبيلتون چې دباغ د څېښتن او دماليار په رايه او فکر کې ده . همدغه شان دنړۍ دڅېښتن( الله جل جلا له) او دخلکو په رايو ، کې هم ده دنړۍ بيلا بيل قامونه چې دځمکې په کومې برخې استوګن دي دهغوۍ دعوى دادى چې دغه سيمه زموږ قامي وطن دى موږ له پلار ، نيکه څخه دلته استوګن پاتې شوې يُو ـ په دې سيمه زموږ ميراثي حقوق دي نو ځکه دلته زموږ خپل انتظام ضروري دى ، بل چاته ددې حق نشته چې له بيرون څخه دلته راشي او ددې ځاى انتظام په خپل لاس کې واخلې .

 

           خو دځمکې داصلي څېښتن( الله جل جلا له) دغه نقطه نظر نه ده هغه جلت عظمتۀ دا نه مني چې په هر هيواد باندې دهغه هيواد دخلکو ميراثي حق دى ، چې له هم دې کبله دوۍ په هيڅ حالت کې له دې څخه بې صلاحيته کيدى نه شي . هغه جلت عظمتۀ خو داګوري چې هريو قام په خپل وطن کې څه کوي ،کچيرته هغه دتعمير (ودانۍ) کار پرمخ بيايې او خپل ځواک دځمکې داباد ولو او اصلاح په لاره کې استعمالوي ، دبدو چارو مخه نيسي او نيکو کارونو ته وده ورکوي نو دکائناتو دمالک فيصله داده چې بيشکه تاسو ددې مستحق يې چې دځمکې انتظام ستاسې په لاس کې وي . تاسې له پخوا څخه دلته اوسيدلې ، دابادولو اهليت او لياقت لرې نو ځکه ستاسې حق د نورو خلکو په نسبت مخته دى . ولې که خبره بل شان وي . دځمکې تعمير او ودانى خو نه وې بلکې دځمکې دودانيو په ورانولو لو لاس پورې کوي دنيکو چارو پرځاى په ځمکه کې فساد راولاړوې او بدکار ونه کوې دالله عزوجل ورکړي نعمتونه له مينځه وړې . دغه وخت به د الله جل جلا له له خوا د تنبيه په توګه لاره غوره نه کړي نو بيايې دهيواد دمشرتابه له نظام څخه لرې کوي او په تباهۍ يې محکوموي ـ بل يوقام چې د دوۍ په نسبت زيات اهليت ولري نو هغه ته قدرت سپاري تاريخ په دې ګواهي ورکوي چې الله جل جلا له دخپلې ځمکې انتظام دتل لپاره په همدې بنسټيزو قوانينو ودرولى دى لرې به نه ځو پخپله دهندوستان دتاريخ پاڼې رااړؤو ، دلته چې څه وخت کوم قامونه اباد ؤو دهغوۍ تعميري صلاحيتونه چې کله پاى ته ورسيدل نو الله پاک آرين قام ته ددې هيواد انتظام وسپاره هغوۍ دلته دډير لوى او پرتمين تمدن بنسټ کيښود ډير علوم او فنون يې ايجاد کړل ، دځمکې خزانې يې رابرسيره کړې . خو چې کله دوۍ په تخريب (وراني) لاس پورې کړ فساد او ورانى يې زيات شو او په اخلاقي انحطاط کې پريوتل ، هرکله چې دوۍ بشريت وويشلو او خپله ټولنه يې په بيلا بيلو طبقاتو (پاټکېو) تقسيم کړه دسارې په توګه ، برهمن، اچوت او شودر ، دبرهمن طبقه يې د الوهيت مقام ته ورخيژوله هر کله چې دوۍ دالله عزوجل په لکونو اومليونونو بندګانو داسې ظلمونه وکړل چې تر نن پورې د چواړيانو په شکل کې موجود دي او کله چې دوۍ دعلم د روازې دعامو وګړو پر مخ بندې کړې او دهغوۍ پنډتانو د علم په خزانو خيټه واچوله او دهغوۍ حکمرانانو دنوروخلکو دلاس په ګټو او خوارۍ مزې  او چړچې پيل کړې ، له دې نه پرته هرکار ته يې شاوګرزوله په پاى کې الله پاک ددې هيواد انتظام له دوۍ څخه واخيست او دمرکزي اسيا هغو قامونو ته يې دلته دقيادت واګې وسپارلې چې په هغه مهال هغوۍ داسلام څخه اغيزمن شوى ؤو او د ژوندانه په بهترينو اصولو لياقت او قابليت آراسته ؤ .دغه وګړي ترسوونو کلونو پورې ددې هيواد په انتظام مقرر ؤو له دوۍ سره ددې هيواد نورو ډيرو خلکو داسلام سپيڅلي دين ومانه او په اسلام کې شامل شول . حقيقت دادى چې دغوخلکو دير څه وران هم کړل خو ، له وراني څخه يې ودانى زيات ؤ ، په لوى هندوستان کې چې هغه مهال دودانۍ څومره کارونه تر سره شوې ټول ددوۍ له لاسه شوې هغوۍ د علم رڼا جوړه کړه ، دنظرياتو او افکارو اصلاح يې وکړه تمدن او ټولنيز ژوند يې سم کړ دهيواد وسايل يې دخپل وخت دمعيار مطابق په ښه شکل استعمال کړه دامن او عدل نظام يې په پښو ودراوه اګر که د اسلام په اصلي معيار خو پوره نه ؤ ، خو دپخوا او دشاوخوا هيوادونو دحالت په نسبت ډير ښه ؤ له دې نه وروسته دوۍ هم دخپلو اسلافو په څير وران شول او په دوۍ کې هم دودانۍ صلاحيتونه لږ شول او دوراني په لوري هڅې په دوۍ کې زياتې شوې ، دوۍ هم په خپل مينځ کې درانه او سپک نسلي امتيازات او طبقاتي بيلتونونه پيداکړل او خپله ټولنه يې دړې وړې کړه، له همدې کبله ګڼې اخلاقي ، سياسي او تمدني نيمګړتياوې رامېنځته شوې په دوۍ کې هم انصاف لږ او ظلمونه زيات شول ، دوۍ دحکومت مسؤليتونه هير کړل ، يوازې خپلې ناروا ګټې ورته ارزښتناکه وې دپرمختګ اوسمون چارې يې پريښودلې ، دالله له خوا ورکړې شوې وسايل او ځواکونه يې تباه کړل ، په عيشونو ، مزو ، چړچو ، کې بوخت شول هرکله چې دوۍ په وورستې ځل تيښته کوله د دوۍ حکمرانان او مشران دډهلي د (لال) قلعه څخه په وتلو اړ شول نو د دوۍ شاهزادګان دخپل ځان دخلاصون لپاره زغليدلى هم نه شول ــ داځکه چې په ځمکه تلل خو هغوۍ پرېښي ؤ

 

      د مسلمانانو عامه اخلاقي ځوړتيا او زوال تر دې حده رسيدلى ؤ چې دعام ولس ، نه واخلى تر لويو لويو دولتي مسؤلينو پورې ، هم دغسې نه ؤ چې دخپل ځان نه پرته دبل چا وفا دار اوسي  او  دوۍ دې د دين ، وطن او قام خرڅونې څخه ژغورل شوې وي . په دوۍ کې په زرګونو ، لکونو ، سپاهيان پيداشول چې دهغوۍ حال دساتلى شويو سپيانو په شان ؤو يعنې چې دچازړه وغواړي د ډوډۍ يوه ټوټه ورکړي او بيا يې چې څوک خوښ وي پرې وه يې داړي .

 

            په دوۍ کې ددې خبرې احساس هم پاتې نه شو چې د دغه ذليل کسب او کار له کبله هغوۍ په خپله د دوۍ په لاسونو دغه  هيواد فتح کاؤ خو د وۍ ته په دې کې هيڅ بدي او سپکاوى نه معلوميده ، دغالب په څير ملي شاعر په وياړ سره داوايې چې سپاهي تو ب خو ز موږ په کورنۍ کې پيړۍ تر پيړۍ پاتې شوی ، نو دومره ستر قامي شاعر چې دغه وينا کوله نو دغه سوچ يې نه کاؤ چې سپاهي توب خو څه دفخر خبره نه ده بلکې داخو ديوقام لپاره دمرګ باعث دى . هرکله چې دوۍ دغه د زوال حالت ته ورسيدل نو الله (ج) د دوۍ دګوښه کولو او ايسته کولو پريکړه وکړه او دهندوستان دانتظام منصب د نويو اميد وارانو لپاره پريښودل شو . په دې مهال دقيادت او مشرتابه لپاره څلور قامونه دهيلو په ډګر ولاړ ؤو مرهټيان ، سکان ، انګريزان او دمسلمانانو ځينې رئيسان . که دتعصب  څخه کار وانه خلو ، دانصاف خبره وکړو او دهغه وخت تاريخ ته وګورو نو زموږ او ستاسې زړه به ددې خامخا ګواهي ورکړي چې په دغو اميدوارا نو کې يوه ، هم دتعمير (وداني) قابليت او صلاحيت نه درلود يوازې انګلېسان ددې استعداد څښتنان ؤو ، څومره ورانى چې په انګلېسانو کې ؤ په هماغه انډول تخريب له دوۍ نه زيات په مرهټيانو سکانو او مسلمانانو کې لا څوچنده زيات ؤو څه چې انګليسانو تعمير کړل نو ددوۍ څخه يوه هم دغه کار نه شو کولى ، سره له دې چې په انګليسانو کې له بيلا بيلو اړخونو څڅه ډيرې خرابۍ وې ، خو بيا هم د دوۍ دزمانې دخپلو رقيبانو په نـسبت په دوۍ کې ځينې ښيګڼې هم وې ، د دوۍ خرابي ډيره لږه ښيګڼې او ودانۍيې زياتې وې .

 

         همدغه لامل دى چې الهې قانون يوځل بيا دانسانانو جوړکړی شوي اصول او قوانين مات کړل ، يعنې داچې هريو هيواد دهغه هيواد داستوګنو لپاره دى برابره خبره ده که دوۍ يې ورانوي او که ابادوي يې نو الله جلت عظمتۀ په خپلې نه بدليدونکې پريکړې سره ثابته کړه چې دغه ملک د الله جلت عظمته دى او هغه جل جلا له ريښتونې پريکړه کوې ، حق لري چې چاته دځمکې دمشرتابه واګې وسپاري او له چاڅخه يې بيرته واخلي د،ولسونو دقيادت ، سياست او مشرتابه پريکړه دڅه نسلي ، پلرني او قامي حق په بنسټ نه کيږي داڅه ميراثي دنده نه ده بلکې دصلاحيت ، لياقت او قابليت پراساس صورت نيسي دغه د الله (ج) واکمنۍ ده چې چاته يې سپارې او له چا څخه يې بيرته اخلي داځکه چې هغه عزوجل واکمن او ټولواک ذات دى ددغه مطلب د څرګندونې په باب قران عظيم الشان فرمايې .( قل اللهم مالک الملک تؤتى الملک من تشاء وتنزع الملک ممن تشاء وتعز من تشاء وتذل من تشاء بيدک الخير انک على کل شيءٍ قدير ) ژباړه : اى محمد (ص) ووايه اى الله اى واکمنه پاچا ! ته پاچاېي هغه چا ته ورکوي چې ستا خوښه شي او چې له چانه ستا خوښه شي ترې يې اخلي چاته چې دخوښه شي عزتمن کوي يې او چاته چې دې خوښه شي ذليلوى يې خير ټول ستا په لاس کې دى بې له شکه ته په هرڅه توانا يې .

 

       په دې توګه الله پاک د زرګونو ميله لرې سيمې ، نه داسې يوقام راوست چې دهغوۍ شمير کله هم د درې ، څلورو لکو څخه زيات نه ؤو ، هغوۍ د دې سيمې په وسايلو او ددې هيواد دخلکو په لاسونو دهندوانو، سکانو او مسلمانانو ځواک پاى ته ورساؤه ، او ددې هيواد واګې يې په خپل لاس کې ونيول ، ددې هيواد په مليونونو وګړي ديو موټي انګريزانو تر لاس لاندې پاتې شول . يوه يوه انګريز په يوازې ځان په يوې لويې سيمې او يو لوى ولايت حکومت چلوه . په داسې حال کې چې له دوۍ سره دخپل قام افرادي ځواک نه ؤو دهندوستان خلکو د دوۍ دخدمتګارانو رول لوباوه . دغه يو څرګند حقيقت دى چې څومره وخت انګريزان دلته موجود ؤو دودانۍ ټول کارونه په دې ټوله سيمه کې ددوۍ په لاس تر سره شوې دهندوستان داشغال له وخت نه چې تر اوسه مقايسه وشي د وراني سره سره د ودانۍ ډير کار سرته رسيدلى دى .چې ددې سيمې دخلکو له لاسه يې هيله نه شو ه کيدلى . نو ځکه دالهى تقدير هغه پريکړه ډيره سمه وه کومه چې داتلسمې پيړۍ په نيمايې کې يې کړې وه  هر کله چې د انګلېسانو  د،وراني اندازه زياته شو ه . دوۍ چې هر څومره دلته پاتې کيدل دتخريب وراني ګراف يې لوړيده . ددوۍ جرمونه دومره ډير دي چې بيانول يې ضروري نه بولم ځکه چې هغه دتاريخ په ټنډه ثبت او دټولو وګړو ترمخ پراته دي . اوس نودالهى تقدير پريکړه داوه چې دوۍ ددې پراخې سيمې له مشرتابه څخه ګوښه کړي  .البته انګليسانو له ډيرې هوښيارتيا څخه کار واخيست چې په خپله خوښه له دې هيواده رخصتيدلو ته تيار شول ، که په ابرو اوعزت وتلي نه واى نو په ډير ذلت او بې شرمۍ به له دې سيمې شړل شوى واى داځکه چې د الله نه بدليدونکي قانون دوۍ د دې هيواد له مشرتابه څخه لرې کړې ؤو .همدغه زموږ او ستاسو سرنوشت ده ، هرکله چې د زمکې اصلي څېښتن په خپله ځمکه کې ديوچا تصرف او دخدمت کولو واک پاى ته ورسوي او بل چاته دځمکې دانتظام پريکړه وکړي . ددې ځمکې پخواني کرونده ګر به دغه سوچ نه کوي چې ددې ځمکې دخدمت حقدار زه يم ځکه له هغه لرې او بيرون نه د راوستل شوې دهقان ماموريت پاى ته ورسيده . موږ خو فکر کؤو چې استعماري ځواکونه له دې هيواده ؤوتل نور نو ددې هيواد اداره زموږ حق ده .  نه هيڅکله نه دالله جل جلا له پريکړه په دې توګه نه کيږي هغه چې دغه پردې خلک دلته ګومارلي ؤو بې سببه يې نه ؤ مسلط کړي او نه يې بې سببه له دې هيواد بيرته وباسي .

 

           له لوى هند څخه دانګليسانو دوتلو په مهال دهندوستان مسلمانانو او ددې سيمې نورو استوګنو ددې علاقې دقيادت او مشرتابه داميدوارانو حيثيت د رلود. څنګه چې داخلک له پخوا څخه دلته استوګن دي نو لومړى ددوۍ حق دى خو په دې شرط چې په دوۍ کې د ابادۍ اوودانۍ صلاحيتونه وي دغه دازميښت يوه موقع ده کچيرته دوۍ داثابته کړه چې په دوۍ کې دوراني پرځاى دودانۍ صلاحيتونه ستر دي نو بيا خو به ددوۍ استقلال او په دې ځمکه استقرار او واکمني يقيني شي ، او که داسې ونه شي نو ډير ژربه دوۍ دهيواد له انتظام او مشرتابه څخه ګوښه کړى شي ، بيا به له لري او نژدې قامونو څخه چې کوم يو قام ددې خدمت لپاره غوره ؤ هغه به ددې خدمت لپاره انتخاب کړى شي . بيا به ددې پريکړې پرخلاف دوۍ فرياد هم نه شي کولى دټولې نړۍ په مخکې دخپلې نالايقۍ ثبوت له وړاندې کولو وروسته به د دوۍ له شرمه ډک فرياد څوک واوري؟

 

        اوس به ددې خبرې اندازه ولګؤو چې دهندوستان استوګن هندوان ، مسلمانان او سکهان دازميښت په دې مهال د الله په وړاندې کوم کوم قابليتونه او صلاحيتونه دخلکو نندارې ته وړاندې کوي چې دهغې پر اساس دوۍ داهيله وکړي چې ددې هيواد انتظام او مشرتوب دوۍ ته وسپاري ؟ په دې وخت کې کچيرته زه په زغرده ووايم او ددې هيواد دافرادو جرايمو ته ګوته ونيسم چې ددې سيمې استوګن يې پرې لاس پورې کوې زه دخپلو هيوادوالو عيبونه نه بربنډوم ، خو زما زړه ژاړي زه ويريږم چې دغه عيبونه به دغه قام دتاريخ کندې ته وسپاري موږ او تاسې هيڅوک به ددې بدانجام څخه خلاصون ونه مومو نو ځکه زه دزړه له درده وايم که څوک غوږ ونه ولري چې هغه يې واوري او داصلاح لپاره خپل فکر او دماغ په کار واچوي . زموږ دملت دعامو خلکو دغه اخلاقي حالت دى چې تاسو يې په خپلو سترګو وينې په سلو خلکو کې به څومره وګړي وموندلى شي چې هغوۍ دې ديو چا په حق تلفى او بل ته په زيان رسولو او دروغو په ويلو څه کموالى ونه کړي ؟ چيرته چې دقانون نيوکه نه وي هلته به په سلو خلکو کې څومره وګړي داخلاقي احساس پر اساس دڅه جرم او بدو چارو له کولو څخه منعه شي په خلکو کې له نورو خلکو سره دښيگڼې ، همدردۍ ايثار ،  ښه سلوک اوښو کړو وړو اندازه څومره ده ؟ په سوداګرو کې به د داسې سوداګرانو اندازه څومره وي چې بل چاته له دوکې ورکولو او ټګۍ څخه ځان وساتي زموږ په صنعت ګروکې به دداسې وګړو نسبت څومره وي ، چې له خپلې ګټې سره سره دهيواد او ملي ګټو ساتونکي اوسي ؟ زموږ په کروندګرو او مال دارو خلکو کې به څومره وګړي وي چې خپل اجناس دنرخ لوړيدو ته ونه ساتي او په ظلم کولو لاس پورې نه کړې ؟ زموږ په مامورينو او دولتي کارکوونکو کې به څومره خلک وي چې په ايماندارۍ او اخلاص سره خپله دنده تر سره او له رشوت ، خيانت او ظلم څخه ځان وژغور ي ؟ زموږ په وکيلانو ، ډاکترانو ،پوهانو، ليکوالانو ، اوولسي خدمتګارانو کې داسې وګړي شته چې هغوۍ ته دخپلو ګټو په خاطر دناروا لارو چارو په غوره کولو او خلکو ته په ذهني ، اخلاقي ،مالي او ځاني زيان رسولو کې دڅه شرم احساس وي ؟

 

ښايې مبالغه به مې نه وي کړې کچيرته ووايم چې زمو ږ دخلکو په سلو تنو کې به پنځه وګړي داسې وي چې ددې اخلاقي جرايمو په رنځ به اخته نه وي . په دې معامله کې دهندوستان ټول خلک مسلمان او نا مسلمان يو شان دي دټولو اخلاقي فساد لوړۍ پوړۍ ته رسيدلى دى . داخلاقي زوال رنځ چې ددې هيواد  عام وګړي يې په خپله لمن کې راونغاړل په ټولنيز شکل يې څرګندونه وشوه ددې هيواد وګړو يو له بل سره دخودغرضۍ ، بې دردۍ ،و حشت او بربريت داسې سلوک وکړ چې دځنګلونو ځناور ورڅخه شرم احساسوي دبيلا بيلو ډلو ترمېنځ دجګړو داور لمبې بلې شوې هيواد دفساد په کنده کې پريوت دکلکتې تر فساد او  وراني وروسته دهندوانو ،مسلمانانو او سکهانو ترمينځ دقامي وژنو دروازه پرانستله شوه ، په دې کې دغو درې واړو قامونو دخپلو ډيرو سپکو سپاندو صفتونو څرګندونه وکړه . چې له يو بشرڅخه يې تصور نه شي کيدلى .دکليو او بانډو خلکو لوټ او تالان پيل کړ، تې رودونکي ماشومان يې دميندو په مخ کې ذبحه کړل . ژوندي انسانان يې په اور کې وريت کړل پاک لمنې او پتمنې ښځې يې په بازارونو کې لغړې کړې او دزرګونو خلکو په وړاندې يې د دوۍ عزت او ناموس لوټ کړ دپلرونو ، ميړونو او وروڼو په  وړاندې يې دهغوۍ دلوڼو ، ښځو او خويندو بې عزتي وکړاى شوه په عبادتخانو او ديني کتابونو يې غوسې وويستلې . رنځوران ، زخميان ، اوبوډاګان په ډيرې بې رحمې سره ووهل شول دژونديو انسانانو اندامونه غوڅ او مسافر له روان موټر څخه وغورزولى شول بې وسه او مظلوم انسانان دځناورو په څير په وينو کې لت پت شول . ګاونډيانو خپل ګاونډيان لوټ کړل فوځ او پوليسو پخپله په فساد او وراني کې برخه واخيسته او نور خلک يې فساد او وراني ته وهڅول . لنډه داچې دظلم او فساد ، وحشت ، بې رحمۍ هيڅ ډول پاتې نه شو چې زموږ دهيواد استوګنو په ټولنيز شکل پرې لاس نه وي پوري کړى . ما خو تاسې ته څرګنده کړه چې ددې هيواد په سلوخلکو کې پنځه نوي په اخلاقي حيثيت ناروغه دي ، نوهرکله چې ديوه هيواد دخلکو دومره لوى شمير بد اخلاقه شي نو د،ولسونو ټولنيزه رويه اوسلوک به څنګه صحيح پاتې شي . نښې نښانې داسې دي چې هر څه له دې څخه په ډير لوړ کچ په ډير بدشکل لابياهم کيدونکي دي . ايا تاسې فکر کوې چې داهر څه دناڅاپه پاريدلو نتيجه ده ؟ که چيرې ستاسې هم داسې تصور وي نو بيا داستاسو ناپوهي ده مخکې مې څرګنده کړه چې زموږ دهيواد په سلو خلکو کې پنځه نوي وګړي په اخلاقي فساد اخته دي ، نوهرکله چې دملت دومره زيات شمير وګړي په بداخلاقۍ اخته شي نو ټولنيز سلوک او طريقه به څنګه روغه پاتې شي . له همدې امله په هندو، سکهه اومسلمان قام کې دريښتينولۍ ، انصاف او حق پالنې هيڅ ارزښت پاتې نه شو ، دبدو چارو مخنيوى او په نيکيو امر ددوۍ په ټولنه کې يوداسې جرم دى چې دزغملو وړتيا نه لري ، دحق او انصاف ويناؤ اوريدلو ته اوس څوک تيار نه دي ، په دوۍ کې دهر قام داسې خلک خوښ دي چې هغوۍ په لوړه اندازه د دوۍ دغوښتنو وکالت وکړي اود نورو پرخلاف دتعصوبونو اور ته لمن ؤوهي  هغوۍ  ترټولو زيات بداو ناکاره خلک ولټول او هغوۍ يې خپل نمايندګان وټاکل او دخپلو معاملاتو واګې يې دغو مجرمانو ته په لاس کې ورکړل ، په ټولنه کې چې کوم خلک داخلاقو په لحاظ بې هدفه او بې بنسټه ؤو هغوۍ د دوۍ دترجمانۍ لپاره راپورته شول دليکوالۍ په ډګر له ټولو څخه وړاندې شول بيا يې هم خپل ولس دوران کارۍ په لاره وخوځاؤ ، د دوۍ متضادې قامي غوښتنې ددې پرځاى چې خلک دانصاف اوعدالت په يوه محور راټول کړي هغه يې دې اندازې ته ورساؤ چې په خپلو مېنځونو کې وجنګيدل دوۍد اقتصادي او سياسي هدفونو په مبارزه کې دغوسې ، نفرت او دښمنۍ زهر ورګډ او هغه يې ورځ په ورځ لازيات کړل هغوۍ خپلو پيروانو ته دخپلو پارونکو ويناؤ او ليکنو په وسيله داسې احساسات ور وبخښل چې هغوۍ بيا دليوانو او سپيانو په څير په خپلو مخالفينو حملې کولې ، دوۍ دعامو او خاصو خلکو په زړونو کې دکرکې او نفرت دناپاکه احساساتو اورونه بل  او له هغوۍ نه يې ددښمنۍ تنورونه جوړ کړل .

 

       اوس مهال چې کوم ستر طوفان ستاسې يه مخ کې راروان دى داناڅاپه نه دى څرګند شوى ، داخو د ورانيو دهغو بې شميره اسبابو نتيجه ده چې له ډيره وخته ورته کار کيده ، دغه نتيجه په يو ځل نه څرګنديږي بلکې دغه له زهرو څخه ډک يو فصل دى چې څو کاله پخوا کرل شوى او اوس د پوخوالي مرحلې ته رسيدلى ، څرګنده نه ده چې دغه زهر څو راتلونکي نسلونه هم له منيځه وړي .

 

درنو لوستونکو !

     تاسې پوره غور اوفکر وکړۍ چې دالهي پريکړې په برابر ددې هيواد نوى برخليک ټاکل کيږي انګريزان له دي سېمې په وتلو مجبور شوي دامهال موږ دکائناتو دمالک الملک څېښتن په وړاندې دخپل اهليت اوقابليت کوم يوثبوت وړاندې کؤو ؟ په کار خو داوه چې موږ دخپلې کړنلارې او عمل په وسيله څرګنده کړې واى ، چې کچيرته هغه جل جلا له دځمکې انتظام موږ ته راوسپاري موږ يې په سنبالښت لاس پورې کړو او له هغې نه يوګلبڼ جوړ کړو موږ به دلته عدل او انصاف ټينګوو دظلم جرړې به له سټې راوباسو د الله (ج) ځمکه به دمرستې ، سولې ، امن او محبت زانګو ګرزؤو ځمکني وسايل به دخپل ځان او ټول بشريت دسوکالۍ او ارامۍ لپاره په کار راولو . په دې کې به نيکيو ، ته وده ورکؤو او بدکارونه به پاى ته رسؤو .خو ددې پرعکس موږ د لوټ مارۍ ، فساد ، ورانکارۍ قتل ، وحشت او بربريت ثبوت وړاندې کړ . موږ خپل مالک الملک څېښتن ته دغه څرګندؤو چې موږ دومره لوټ ماران او دشراو فساد ځواک يُو کچيرته تا موږ ته دځمکې واکمني او اقتدار راوسپارلو موږ به يې په کنډر او کنډواله واړؤو کلي او ښارونه به په اور وسوزؤو .دانسان دژوند ارزښت به له موږ سره دمچ دوزر په څير نه وي موږ به دښځو بې عزتي کؤو واړه ماشومان به وژنو په بوډاګانو او ټپيانو به هم زړه نه سوزؤو ، عبادت ځايونه او ديني کتابونه به هم روغ نه پريږدو ، دځمکې پرمخ چې تاانسانان استوګن کړې دي دهغې ښکلا ، به موږ دانسانانو په مړو او اور سؤو عمارتونو بدلؤو .

 

        ايا ستاسو وجدان به داومني چې ددې پورتنيو پريوتو صفتونو او کارنامو سره به د الله جلت عظمتۀ په وړاندې دځمکې دخلافت او مشرتابه لپاره اهل ثابت شي ؟

 

            دغه وينا زه تاسې ته ددې لپاره نه کوم چې تاسې له خپل ځان او خپل راتلونکي څخه مايوسه شي . دخپل راتلونکي په هکله خو زه نه په خپله مايوس يم او ، نه نور خلک نا اميده کول غواړم . په حقيقت کې ځما هدف تا سوته داښودل دي چې دهندوستان وګړي دخپل جهالت او ناپوهۍ له کبله دغه زرينه موقع له لاسه ورکوي ، چې دکائناتو مالک يې له سوونو کلونو ، وروسته دهغه هيواد خلکو ته ورکوي دامهال خو ددې خبرې سخت ضرورت ؤ چې دې خلکو له يو بل نه زيات دخپلو اعلى صفتونو او خپلو بهترينو صلاحيتونو ثبوت وړاندې کړى وا ى تر څو د الله جل جلاله په نظر ، کې دځمکې دانتظام داهليت څېښتنان ګڼل شوى واى . خو په زيات تاسف سره بايد ووايم چې په دوۍ کې زيات خونړي ، لوټ مار او د الله (ج) په غضب اخته قام دغه نخرې د آزادۍ ، پرمختګ او سرلوړۍ ترعنوان لاندې ترسره کوي ، زه ويريږم چې هسې نه ديوې اوږدې مودې لپاره د الله (ج) له لوري زموږ په هکله دغلامۍ ، بردګۍ ، اسارت او دنورو ترلاس لاندې دژوند تيرولو پريکړه صادره نه شي ، نو ځکه چې کوم خلک دعقل او پوهې څېښتنان دي هغوۍ ته دحالاتو دسمون سوچ او فکر په کار دى .

 

            په دې پړاو کې به ستاسې په زړه کې داخبره پيداکيږي چې داصلاح لارې چارې به څه وي ؟ نو دغه پوښتنه په لاندې توګه ځوابوم .

 

            دناپوهۍ په دغه توره تياره کې دهيلو درڼا يوڅرک په سترګو کيږي او هغه دا چې : زموږ دهيواد ټول وګړي په فساد او وراني اخته نه  دي په سلو خلکو کې څلور پنځه تنه خامخا له دغې عامې بد اخلاقۍ څخه خوندي پاتې دي ، داهغه پانګه ده چې داصلاح او سمون دپيل په مقصد   باېد ور څخه کار واخېستل شي داصلاح او سمون په لارې بايد لومړى قدم داسې پورته شي چې دټولنې صالحو اونيک صفته وګړو لټون دې پيل او هغوۍ دې منظم کړى شي ، زموږ دخلکو دبد بختۍ لامل دادی چې زموږ نيک او صالح وګړي غير منظم تېت ا وپرک دي ، په ټولنه کې نيک خلک خامخا موجود دي ، خو پراګنده دي دهغوۍ ترمينځ هيڅ رابطه ، تړون ، مرسته او دګډکار کولو احساس نشته دهغوۍ دکار دايره محدوده او ديوه اواز څېښتنان نه دي . او په ټولنه کې يې هيڅ اغيزه او اثر نشته ، ځينې وخت د الله جل جلاله يونيک بنده په خپلې شاوخوا کې دبدو چارو او فساد په ليدلو سره دمخالفت چغه پورته کړي ، خو چې له بل لوري د ده په مرسته کې غږ پورته نه شي نو دده زړه  به هم مات شي او پرځاى به کښيني هرکله چې يو سړى دحق او انصاف وينا په پوره ميړانې او زړورتيا سره په زغرده وکړي ، خو دفساد او بدو چارو منظم ځواک په پوره زور او قوت سره دده ژبه وروتړي ، حق پالونکي او ښه خلک يوازې په چوپه خوله هغه ته شاباسى ووايې او نور غلې کښينې . د مثال په توګه که يو سړى دانسان وژنې ، وينو بيولو، لوټ ، تالان ، فساد او بى لارى پرخلاف راپورته شي او پر ضد يې غږ اوچت کړې ، خو ظالمان او بدمعاشان په هغه راټول شي او ستونى يې ور خپه کړى ، په دې کار سره به د نورو خلکو زړونه هم مات شي . ددغه وضعيت پاى ته رسول په کار دي ، کچيرته موږ دا ، ونه غواړو چې زموږ هيواد دې د الله (ج) په قهر او غضب اخته شي او ددې هيواد ښه او بد وګړې دې د الله (ج) په عذاب کې مبتلاء شي نو موږ ته ددې کوښښ په کار دى چې په موږ کې کوم نيک خلک له دې رنځ څخه ژغورل شوې ، هغوۍ دې راټول او منظم شي او په خپل ټولنيز ځواک دې ددې فتنې مقابله وکړي .تاسې له دې خبرى مه ويريږۍ چې دغه صالح او نيکو کاره خلک دغه مهال په لږ شمير کې دي ، حقيقت دادى چې کچيرى دغه لږ شان خلک منظم شي او ددوۍ شخصي او ټولنيزه تګلاره په پوره اخلاص ريښتينولۍ ديانت او دحقپالنې پربنسټ ولاړه وي نو په پوره باور سره په زغرده ويلاى شم چې ددې منظمې ډلې مقابله د فساد منظم ځواک او دلښکرو او وسايلو موجوديت نه شي تر سره کولى .

 

            دانسان فطرت شرغوښتونکى نه ده ، هغه ته دوکه ورکولى شي او تر ډيرې اندازې بشري فطرت له مينځه تللى هم شي . البته چې په ده کې دنيکۍ څومره ماده الله (ج) ايښې هغه په بنسټيز ډول له مينځه نه شي تللى په انسانانو کې به ډير وګړي داسې وي چې هغوۍ به له بدو کارونو سره مينه ولري او دهغې جنډې به رپانده ساتي خو ددې برعکس داسې خلک هم لږ ، نه وي چې دنيک کار مينه ونه لرى او دټينګښت لپاره يې په هلو ځلو بوخت نه وي ، ددې دواړو ډلو تر مېنځ عام وګړي دنيکۍ او بدۍ ګډې وډې هڅې لري هغوۍ خو ، نه دفساد او بدو چارو لپاره په هلو ځلو بوخت وي او ، نه دنيکۍ په لور په ځغليدو وي . د دوۍ د تمايل ټول انحصار په دې کې دى چې دخير او  شر په توغ اوچتونکو کې څوک ورڅخه وړاندې کيږي .اود خپلې لارې په لور يې راکاږي ، نو کچيرته دخير علمبرداران په پوره توګه ميدان ته راونه دانګي او د دوۍ له خوا دعام ولس دخير او نيکۍ په لور د بوتللو هيڅ  کوښښ نه وي نو په يقيني توګه لوبه د شر دتوغ اوچتونکو په ګټه پاى ته رسيږي .البته که چيرته د خير علمبرداران هم په ډګر موجود وي او هغوۍ داصلاح حق بيخي سم اداء کړي ، نو په عام ولس کې دشريرو ځواکونو اغيزې تر ډيره وخته نه شي پاتې کيدلى ، داځکه چې ددې دواړو ځواکونو مقابله به داخلاقو په ډګر وي ، پدې ډګر بدانسانان نيکو خلکو ته هيچرى ماتې نه شي ورکولى . د ريښتياؤ په مقابل کې دروغ دايمان په وړاندې بې ايماني او دنيکو چارو په مقابل کې بد کرداري که هر څومره شور او زور ولري غلبه نه شي موندلى . وروستنى برى په هر حال د حق په برخه دى . نړۍ وال دومره بې حسه نه دي چې دښو اخلاقو خوږوالی او دخرابو خويونو تريخوالي ونه څکي ، بيا به هم داپريکړه کوي چې د تريخوالي نه خوږ والى بهتر او غوره دى . داصلاح او سمون په خاطر دنيک صفته انسانانو له تنظيم سره يو بل ضروري او ارزښتناکه شى دادى چې زموږ په وړاندې دتعمير (ودانۍ) او تخريب (و رانې ) يو څرګند تصور موجود دی مو ږ ته په ښه شان په دې خبره پوهيدل ضروري دي چې تخريب څه شى دى چې د له مينځه وړلو کوښښ يې وکړى شي او تعمير (ودانى) څه شى ته وايې چې دعملي کولو لپاره يې پوره ځواک په کار ولويږي ، زه به په ډير لنډ ډول د دواړو يو تصوير وړاندې کړم .

 

            په بشري ژوند کې چې دکومو شيانو له کبله تخريب (ورانى) پيداکيږي هغه موږ په څلورو لويو عنوانونو (سرليکونو ) کې راغونډولى شو .

 

دتخريب (وراني) عوامل اواسباب.

١:- له الله جل جلا له څخه نه ويريدل : – په حقيقت کې همدغه خبره په نړۍ کې دظلم ، بې انصافۍ ، بې رحمۍ ،خيانت او فساد او دنورو ټولو اخلاقي فسادونو بنسټ ده .

٢:- له الهى لارښوونو څخه بې پروايې :-په دغه صورت کې دانسان لپاره د ژوند په هيڅ معامله کې څه داسې مستقل بنسټيز قوانين او اصول نه پاتې کيږي چې پابندې يې وکړى شي ، له همدې کبله داشخاصو ، قامونو او ډلو کړنلاره داسې شکل اختياروي چې د شخصي ګټو ، ماده پالنې او دنفسي غوښتنو په بنسټ ايښودل شوې وي خپلو اهدافو ته درسيدلو لپاره د روا او ناروا بيلتون له مينځه ځي .

٣:- خپل غرضۍ :- داخبره نه يوازې خلک ديو بل دحقوقو لوټ کولو ته تياروي ، بلکې په لوى کچ د قام پالنې او دطبقاتي (پاټکيزه) امتيازونو شکل هم غوره کوي له دې کار څخه دفساد او وراني ګڼ شمير صورتونه رامينځته کيدى شي .

٤:- جمود او بې لاري :-ددې له امله انسان دالله جلت عظمتۀ ورکړي قوتونه ، په بشپړ ډول په کار نه راولي او ياېې په ناروا لارو کې استعمالوي . په لومړي صورت کې د الله عزوجل داقانون دى چې هغه جلت عظمتۀ بې توښې خلک په خپله ځمکه کې نه پريږدي بلکې د دوۍ پر ځاى داسې خلک راولي چې هغوۍ څه ناڅه دځمکې په ودانولو لاس پورې کوي .

 

       په دويم صورت کې کله چې دناکاره قامونو تخريب (ورانى) دهغوۍ له تعمير (وداني) څخه زيات شي نو هغوۍ ګوښه کوي او دير ځله  داسې وشي چې هغوۍ دخپلو فسادونو او بې لاريو له امله په بربادۍ محکوم او دتاريخ کندې ته وسپارل شي .

 

       ددې اصولو په مقابل کې هغه شيان چې دهغو له کبله دانسان ژوند جوړښت او ښکلا مومي تر څلورو عنوانو لاندې راتللى شي .

 

دتعمير عوامل او اسباب

١:- تقوى (له الله (ج) څخه ويره) :-  دايو داسې داعتماد او باور وړ تضمين دى چې سړى پرې له بدو چارو څخه ژغورل کيږي او پر سمه لار تللى شي ، ر يښتېنولي ، عدالت ، امانت ، حق پيژندنه د نفس قابو کول او نورې هغه ټولې ښيګڼې چې په هغو باندې دسوله ئيز او پرمختللې تهذيب او تمدن دبنسټ ډبره ايښودل شوې ټينګښت مومي ، ټولې ښيګڼې او نيکې چارې دتقوى له سپيڅلې زړې څخه پيداکيږي .

٢:- دالهي لارښوونو پيروي :- دالهى لارښوونو دپيروي له کبله د انسان انفرادي ، ټولنيزه ، ملي او بين المللي کړنلاره داخلاقي مستقلو اصولو او قوانينو پربنسټ ټينګوي . داځکه چې تر څو پورې يوشخص دخپلو اخلاقي اصولو او قوانينو په خپله جوړونکى واوسي او له الهي (ج) لارښوونو څخه ازاد او مستقل اصول تدوين کړي له هغه سره يوازې د وينا لپاره يو شان قوانين وي او دعمل لپاره بل شان ، په کتابونو کې دسرو زرو په اوبو رنګ قوانين ليکې او په معاملاتو کې د خپلې خوښې په برابر له بل شان قوانينو څخه کار اخلي . له نورو خلکو څخه چې دکومو قوانينو دتعميل غوښتنه کوي هغه يو څه وي او په خپله چې په څه رنګ چارو لاس پورې کوي هغه بل شان وي .دوخت ، شخصي ګټو ،نفسي غوښتنو او دضرورت په برابر دهغه اصول او قوانين بدليږي رابدليږي .دهغه داخلاقو اصلي چورليز حق نه بلکې شخصى ګټې وي هغه هيڅکله دي ته سر ، نه ټيټوي چې دهغه عمل دي له حق سره سمون ولري ، د دې پرځاى هغه داغواړي چې حق دې دهغه دګټو مطابق شي .له همدې کبله له افرادو څخه واخله تر قامونو پورې دټولو تګلاره غلطه شي ، نو ځکه له دې نه په نړۍ کې ورانى خپور شي .

 

         خو د دې پرخلاف کوم شيان چې انسان ته امن ، خوښي ، نيک مرغي وربخښلى شي هغه دادى چې داخلاقو څه داسې اصول او قواعد په کار دي چې هغه دچادګټو په لحاظ ، نه بلکې دحق پر اساس جوړ شوې وي او هغه دتغير او تبديل وړ ، ونه بلل شي ، په ټولو معاملاتو کې په هغه عمل وکړى شي ، برابره خبره ده که هغه معاملات شخصي وي او که ټولنيز او ملي . که دسوداګرۍ سره اړيکه ولري او ايا له سياست جګړې اوسولې سره . څرګنده خبره ده چې دارنګه اصول او قواعد موږ ته دالهي لارښوونو څخه په لاس راتلى شي او په هغو باندې دعمل کولو يوازې هم دغه صورت دی اوبس ، او هغه داچې انسان دې په دې لارښوونو کې دڅه بدلون څخه لاس واخلي او دهغو پيروي دې پوره په پوره پرځان لازمه وګڼي .

٣:- دانسانيت نظام :-داچې هغه دې دشخصي ، نسلي ، ملي او طبقاتي هدفونو پرځاى دټولو انسانانو دبرابرې مرتبې او برابرو حقوقو په بنسټ ايښودل شوی وي ، نه په کې بې ځايه امتيازات وي نه کرکه او نفرت او نه جوړشوې تعصبونه .دځينو خلکو لپاره ځانګړي حقوق او دځينو لپاره بې بنسټه بنديزونه لنډه دا چې په هغې کې هرچاته د پرمختګ او ښيرازۍ موقع په برخه وي او چې هغه دومره پراخه او ارت وي چې دځمکې دمخ ټول انسانان په هغې کې په برابرۍ سره شريک کيدلى شي .

٤:- نيک عمل :- يعنى هغه قوتونه او وسايل چې الله جل جلا له موږ ته راکړي هغه په سمه لاره او په پوره ډول استعمال کړى شي .

 

پايله

درنو لوستونکو !

داڅلورشيان دتعمير (ودانۍ) اساسات او بنسټونه دي زموږ دټولو نيکمرغي او ښيګنه په دې کې دى چې زموږ په مينځ کې دې دنيکو خلکو يوداسې منظم ټولګى موجود وي چې دتخريب (وراني) داسبابو دبندولو او دتعمير (ودانۍ) دعواملو د پيداکولو هلې ځلې وکړي که دغه کوښښ او ستړې ستومانې بري ته ورسيدې او د دې هيواد استوګن په سمه لار روان شول نو الله جل جلا له هيڅ کله داسې بې انصافه نه دى چې هغه به خامخا دخپلې ځمکې انتظام ددې ځاى داستوګنو څخه بيرته واخلي او بل چاته به يې وسپاري خو که الله (ج) دې نه کړې دغه کوښښ ځاى ونه نيولو نو موږ نه شو ويلى چې زموږ او ستاسې او دځمکې د نورو استوګنو پاى اوعاقبت به څه وي ؟

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.