دفرعوني اهرامو نوې بڼه!؟ — شاهد شفق

 

دفرعوني اهرامو نوې بڼه!؟

شاهد شفق

د مصري فرعونانو د نوم ساتونکي تل په یوه نه یوه ډول د نړۍ پر مخ راڅرګندیږي د هغوی تګلاره د وخت له غوښتنو سره سم پر مخ بیایی او د مظلومانو د وینو څښلو او ځورولو لپاره بیلا بېلې دسیسې جوړوي ،اوسني فرعونان د هېوادونو د مشرانو څخه د کلیو تر ملکانو پورې لوړې او ټیټې  درجې لري .
هر فرعون خپل ځان  د وخت تر ټولو غوره شخصیت معرفي کوي او پر ټولنه احسان ږدي چې د ده موجودیت د دوی لپاره ستر ویاړ او رحم دی په داسې حال کښې چې همدی به د ټولنې تر ټولو ستره لعنتي څېره وي او ډېری بدمرغۍ به له همده څخه راټوکېدلي وي.
په ټولنه کښې به د دې فرعونانو پر شاوخوا هغه خلک ومومی چې ډېر طامع ،چاپلوس او بې همته وي د څو پیسو په بدل کښې به بیا دوی د ولس پر سر ټولی نارواوی ترسره کوي  ځان به د وخت د فرعونانو خواخوږی او تر ټولو نږدې دوست ګڼي.
خو ایا اسلامي نړۍ هم فرعونان لري او که نه؟
ایا پر هغه اسلامي امت کښې چې هر شعار یی د فرعونیت سره په ټکر کښې دی د فرعون د صفاتو خپلونکي ذلیل انسانان شته دي او نه؟
کوم امت چې له واحد خداي ج څخه پرته پر نړۍ د چا واکمني نه مني په هغوی کښې د فرعونانو د لارې د پیروانو شتون به زمونږ او تاسې لپاره خورا د تعجب وړ وي
له دې ټولو سره که دا هم واورو چې ځنې د فرعونانو غوندې د فرعوني اهرامو په جوړولو باندې لګیا دي ښایې راته د منلو وړ هم نه وي!
ښایی دا پوښتنه د چا په ذهن کښې لاره ونه مومي مګر له بده مرغه  اسلامي امت کښې به د ځنو انسانانو کړنې د فرعونانو کړنې وي او داسې څه به ومومی چې د مصري فرعونانو د اهرامو یو تت تصویر د بیا را تازه کېدلو اندېښنه به درسره پیدا کړی،پر دې به سوچ ته اړ شې چې اهرام څنګه په امت کښې جوړیږي؟
مهم ټکی دا ده چې فرعون د وخت له غوښتونو سره سم  ځان برابروي او ځان لپاره غوره القاب راټولوي د دی تر سیوري لاندي خپله بڼه پټه ساتي!
ځنې و چې له والیتوب او قومندانی مخکې یی په کور کښې د موږکانو لکۍ هم نه سپېرېدله  خو د مقام او واکمنۍ پړاونو ته له رسېدو سره له یو مخې بدل شول ،له نوم او شهرت له غوره القابو څخه برخمن شول پراخې او په جرېبو جرېبو ځمکې یی وموندلی د خاصو ولایتونو په مالیاتو او ګمرکونو یی ګونډې ووهلی د کلونو کلونه لپاره د شخصي واکمنیو یو ناروا او کرغېړن سیستم رامنځ ته کړ که د هېواد نورو اوسېدونکو د مظلومیت اوښکې تویولې او د سهار او ماښام لپاره یی د څه موندلو په لار کښې ستړې ګاللی خو د دوی لپاره ټول دنیوي نعموتونو دروازې خلاصې وې ،د حلال او حرام له توپیر پرته یی د ملت په وینو پالل شوې ګولې اوچتولې نه یی له خدای تعالی وېره وه او نه هم د هغه په وړاندی له حساب او کتاب خو د دوې دغه نیتونو تر ننه هېڅ تغیر ونه کړ په تېر کښې هم دوی د اسلام تر سپېڅلو کلیمو لاندې پټ ول او نن هم تر دغه سپېڅلي نامه لاندی پټیږي، د هېواد له داخلي لاسته راوړنو او خیانتونو څخه کافي خوند تر لاسه نه کړ د همدې لپاره یی د ګاونډیانو او یا هم د اسلام د سرسختو دوښمنانو لمنې ونیولی چې وخت ناوخت به ورته له هغه اړخه هم څه مرستې راتللې او  دوی به د دې په بدل کښې د افغان ملت د وینو د تویولو لپاره نور هم غښتلي او وتلي شول
که به د هېواد حالاتو یو دوښمن وشرمولو او د سره ښکېلاک جنازه به بار شوله خو د دوی صلیبي دوستان د ژوندي وي هغوی خو د دوی د ساتنې لپاره افغانستان ته راغلل دوي یی بیا په خیانتونو چور او چپاول او د ملت د وینو په څښلو کښې تر بل هر وخت ښه تاند او تازه وساتل د روسانو د کور ګډ شي په وروستیو وختونو کښې یی سمه مرسته لکه چې نه ورسره کوله ځکه هغوی هم خپلې اقتصادي ستونځې لرلې همدا وجه وه چې دوی هم د صلیبیانو په راتګ روسانو ته شاه کړله ویل یی چې بودیجه مو کمزورې شوله نور نو مونږ هم درسره نه یو زمونږ نوي باداران تر تاسی ډېر راکوي او د ملت له قهر او غوسې څخه مو هم ژغوري تاسی خو هسی هم افغانستان ته د بیا راتلو جسارت نه لری او که مو کوم بل وخت پیسه وموندله بیا به یی مونږ وارزوو
له صلیبیانو سره په همغږی کښې د دوی ژوند لا ډېر خوندور شو اوس ولس ورته صلیبیانو تر درنو بمونو لاندې کولو چا سر نه شو اوچتولی
دوی هم د کابل د واکمنۍ خوند اخیستلو څوک یې دد دفاع څوک یی د کورنیو او څوک یې د اوبو برېښنا ،جنراتو او شیطان چراغونو وزیران شول  ،نه یی چراغ پرېښود او نه هم شیطان چراغ تر وسه یی چور کړل
خو له دې ټولو سره دوی یو نوی فرعوني سلسله پرانستله هغه چې د مصر په اهرامو سره ویده شوې وه
هو کله به چې د دوی کوم یو کرغېړن د مرګ کومي ته ولوېد او یا به ووژل شو نو د هغوی پر قبرونو یی د لویو لویو بنګلو جوړولو او زیارتونو رغولو ته مخه کړه چې  ورسره په جرېبونو جرېبونو ځمکه به یی غصب کړه داسې معلومېده چې په ژوند کښې یی لږ غصب کړې وه نو ځکه تر مرګ وروسته هم د غصب چارې روانې وي لکه څنګه چې ژوند یې د ولس لپاره سردرد و مړي یی هم د ولس لپاره سردرد شول ،که د ولس ډېرو مړو یو قبر ونه موندلو او په ټولیزه توګه ووژل شول او یا هم د بمونو په اورونو کښې وسوځېدل مګر د دوی مړي تر لوړو ودانیو لاندی قبرونه خوښوي او شااو خوا یی باید پراخ بڼ او ښکلې ونې ولري  
له یوه لوري پر مسعود او له بل لوري د شیطان چراغونو او جنراتورونو د چارو د وزیر پر زوي د ودانیو رغول د څه لپاره؟؟
دوی کوم مقام او منزلت درلود چې د زیارت جوړولو وړ شول؟

دوی د مظلوم هېواد ته څه وړاندې کړي و؟
د اسلام پر دریم خلیفه حضرت عثمان رض باندې کوم زیارت نشته دی
خو پر مسعود اود تورن اسماعیل پر زوی زیارتونه جوړیږي؟ د څه لپاره؟
د دې لپاره چې د دوی د خیانت لړۍ د دوی پر مرګ هم ندی قطع شوې  د دې لپاره چې تر مرګ وروسته هم د دوی غصب دوام ولري  د دې لپاره چې دوی د فرعونانو غوندې باور لري او د هغوی غوندی خو عصري اهرامو ته ضرورت لري.
باور لرو چې الله تعالی به د دی مظلوم ولس انتقام له دوی څخه اخلي هغه ځمکې چې په ژوند غصب کړې او یا یی له مرګه وروسته غصب کړي هغه به د دوی د لا زیاد عذاب سبب ګرځي هغه به د دوی د لا سختې مواخذې نه پرته دوی ته بل څه ګټه ونه رسوي د کاینانو ستر واکمن ج د هر څه لیدونکي او پر هر څه شاهد دی که مو په دې څو ورځې ژوند کښې د دین تر نقاب لاندی د ولسونوپه برخلیک لوبې وکړلی او ځانونو مو د نورو پر هډوکو باندې لوړ وساتل د هغه ستر رب له نیونې او عذاب څخه نجات نه شی موندلی  ان شاءالله ستاسې دغه ودانۍ به هم د مصري اهرامو غوندې ستاسې پر شخصیتونو د نفرت ویلو لپاره راتلونکي ته پاتې کیږي!
په درنښت

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *