سیاف خانه! استشهاد که انتحار؟ (۱۱ برخه ) —احمد ضیاء بریالی

 

سیاف خانه! استشهاد که انتحار؟ (۱۱ برخه )

 

احمد ضیاء بریالی

 

۱۳ـ شيخ سليمان بن ناصر العلوان دعربي نړۍ یو بل مشهور او وتلی عالم دی، نوموړي په لسهاوو کتابونه لیکلي، داحادیثو دمهمو کتابونو شرحې يې  کړې دي، لکه دبخاري، ترمذي، ابو داود، موطا دامام مالک، بلوغ المرام او…

  داستشهاد او انتحار په اړه نوموړی لوی عالم داسې وايي: (حين نرجع إلى كتب اللغة وعلماء الشريعة وننظر في تعريف المنـتحر لغة وشرعاً لا نرى تشابهاً بين المنتحر الذي يقتل نفسه طلباً للمال أو جزعاً من الدنيا ، وبين الفدائي الذي بذل نفسه وتسبب في قتلها من أجل دينه وحماية عرضه .

والتسوية بين الانتحار المحرم شرعاً بالكتاب والسنة والإجماع وبين العمليات الاستشهادية تسوية جائرة وقسمة ضيزى . ومعاذ الله أن يستوي رجل قتل نفسه في سبيل الشيطان وآخر قدّم نفسه ودمه في طاعة الرحمن ، فو الله ما استويا ولن يتساويا ، فالمنتحر يقتل نفسه من أجل نفسه وهواه نتيجة للجزع وعدم الصبر وقلة الإيمان بالقضاء والقدر ونحو ذلك ، وذاك الفدائي يقتل نفسه أو يتسبب في قتلها بحثاً عن التمكين للدين وقمعاً للأعداء وإضعافاً لشوكتهم وزعزعة لسلطانهم وكسراً لباطلهم .

وأيّ فرق في الشرع بين العمليات الاستشهادية وبين الاقتحام على العدو مع غلبة الظن بالموت وقد تواترت الأدلة عن النبي صلى الله عليه وسلم في فضل الاقتحام والانغماس في العدو وقتالهم وظاهر هذا ولو تحقق أنهم يقتلونه ويريقون دمه .… وخلاصة الأمر أن من ألقى بنفسه في أرض العدو أو اقتحم في جيوش الكفرة المعتدين أو لغم نفسه بمتفجرات بقصد التنكيل بالعدو وزرع الرعب في قلوبهم ومحو الكفر ومحق أهله وطردهم من أراضي ومقدسات المسلمين فقد نال أجر الشهداء الصابرين والمجاهدين الصادقين… والمقصود أن العمليات الاستشهادية القائمة في فلسطين والشيشان وبلاد كثيرة من بلاد المسلمين هي نوع من الجهاد المشروع وضرب من أساليب القتال والنكاية بالعدو…)

 http://al-qimmah.net/showthread.php?t=10942&langid=2

 ترجمه: ( کله چې دلغت کتابونو، او دشریعت علماوو ته رجوع وکړو، او د لغت او شریعت له مخې د انتحارکوونکي تعریف ته وګورو، نو دهغه انتحارکوونکي تر منځ چې دمال پیدا کولو، او یا له دنیا نه د تنګوالي له کبله ځان وژني او دهغه فدايي تر منځ چې خپل ځان دخپل دین او عزت ساتلو  لپاره ښندي او دوژلو لامل یې ګرځي هېڅ کوم ورته والی نه وینو.

دانتحار تر منځ چې شرعا په کتاب، سنت او اجماع سره حرام دی، او داستشهادي عملیاتو تر منځ برابروالی یو ظالم برابروالی او ظالمه پرېکړه ده. معاذ الله! چې هغه سړی چې دشیطان په لاره کې ځان وژني له هغه بل سره برابر شي چې درحمن په طاعت کې خپل ځان ښندي، قسم په الله چې نه دي سره برابر، او هېڅکله به سره برابر نه شي، انتحار کوونکی خپل ځان دخپل ځان او خواهشاتو لپاره دبدروزۍ، بې صبرۍ او په قضا او قدر او نوورو غیبیاتو باندې دکمزوري ایمان په نتیجه کې وژني، او هاغه ستر فدايي چې ځان وژني او یا یې په وژلو کې لامل ګرځي ددې لپاره چې دین حاکم شي، ددښمن بیخ وایستل شي، دبدبه یې کمزورې شي، ځواک یې ولړزېږي، او ناروا یې ټوټې ټوټې شي.

  داستشهادي بریدونو او پر مرګ له غالب ګومان سره سره پر دښمن د ور دانګلو تر منځ څه توپیر دی؟ ( یعني کوم توپیر نشته )  په داسې حال کې چې پر دښمن د وردانګلو، ورننوتلو او ور سره جګړې کولو غوره والي له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه په متواترو دلایلو ثابت دی، که چېرې داسې وشي ښکاره خبره ده چې هغوی به یې وژني او وینه به یې تویوي…لنډه دا چې هر څوک ددښمن خاورې ته ور ننوت، یا یې دمتجاوزو کفارو په لښکرو ور ودانګل، او یا یې په ځان پورې چاودېدونکي توکي په دې هیله وتړل چې دښمن ښه وځپي، په زړونو کې یې یېره ور واچوي، کفر له منځه یوسي، او کفار  ورک کړي، دمسلمانانو له مقدساتو او خاورې نه یې وشړي، نو دصابرو شهیدانو او صادقو مجاهدینو اجر یې وګټلو… مطلب دا چې په فلسطین، چیچنیا، او دمسلمانانو په ګڼو نورو هېوادونو کې چې کوم استشهادي بریدونه دي دا د روا جهاد یو ډول، او دجګړې داسالیبو او ددښمن دځپلو یوه نوعه ده ). 

۱۴ ـ دکتور فتحي یکن چې په نړیواله کچه مشهور داعي، سیاسي او اسلامي مفکر و، دلبنان د جبهة العمل الإسلامي تنظيم مشري یې هم پر غاړه وه، ښاغلي ۴۱ فکري، اخلاقي او سیاسي کتابونه لیکلي دي، دغه ستره علمي، فکري او سیاسي څېره داستشهادي بریدونو په اړه داسې وایي: (  إن عملية استشهادية واحدة, باتت تهز الكيان الصهيوني كما لاتهزه القنابل النووية. وإن العمليات الاستشهادية عطلت السلاح النووي الذي تملكه الدولة اليهودية… فهل بعد ذلك مجال لمتقول بعدم جواز العمليات الاستشهادية أو قائل بأنها " عمليات انتحارية؟! ) العمليات الاستشهادية في الميزان الفقهي: ص 99.

ترجمه: ( یو استشهادي برید صهیونیستیت داسې لړزوي چې اتومي بمونه یې هم نشي لړزولی، استشهادي بریدونو اتومي وسله له کاره غورځولې ده،کومه چې یهودي دولت یې لري… آیا له دې وروسته بې ځایه تبلیغات کوونکي ته ددې ځای پاتې کېږي چې ووايي استشهادي بریدونه ناروا دي؟ او یا کوم کس ووايي چې دا انتحاري بریدونه دي؟!)

دښاغلي استاذ موخه دا ده چې دمسلمانانو لپاره همدغه استشهادي بریدونه اتومي بمونه دي، یوازې او یوازې همدغه بریدونه دي چې دکفر عرش لړزولی شي، او کفار هم له همدغه اتومي بم نه خورا زیات په یره کې دي، ځکه چې دمخنیوي لپاره یې هېڅ لاره نه لري، نو مجبور دي چې دمسلمانانو له ځورولو او پر هغوی له ظلم کولو نه به لاس په سر کېږي.  

 ۱۵ _ شيخ محمد حسان دنړۍ په کچه یو مشهور مصری داعي او عالم دی، په لسهاوو کتابونه،او په سلهاوو ویډیويي او غیر ویډیويي کيسټې لري، ځینې يې دلته کتل کېدای شي، د نوموړي وتلي عالم او داعي په لاس ډېر کسان مسلمان شوي چې تر ټولو مشهور یې یو امریکايی ملیونر دی چې ۱۶ ځله یې دځانوژنې هڅې کړې وې، ددې تر څنګ ګڼ نور کسان هم ددغه داعي او عالم په لاس په اسلام مشرف شوي.

http://www.youtube.com/watch?v=ua3xpMeJlEk

http://www.youtube.com/watch?v=IKPD4tQwuBg&NR=1&feature=endscreen

نوموړی داستشهادي برید په اړه دخپلې یوې وینا په یوه برخه کې داسې وايي: ( کذاب من يقول بأنه منتحر, والله يكذب على الله, أي انتحار؟ هذا الذي يقدم نفسه وهو يطلب من الله الحياة, أي مقارنة بين هذا وبين من يقدم نفسه يائسا من ربه ومن الحياة, أي مقارنة؟ بين ساخط على الله وبين من يقدم نفسه وهو يريد رضوان سيده ومولاه, أي مقارنة؟… رجل أرضه محتلة, عرضه يدنس, مقدساته تدنس وتنتهك, ويدفع عن دينه وعرضه ومقدساته, وبيته وأرضه, وأهله, يدفع, إرهابي! متطرف! والناس كلهم وحشية, هذه يتلذذوا بمناظر الدماء! لكن لما تهدم بيوتنا, وتحتل مقدساتنا, وتنتهك أعراضنا, ويطحن المسلمون طحنا, في فلسطين, وفي العراق, وفي أفغانستان, وفي الشيشان, وفي السودان, وفي لييبا, وفي اريتريا, وفي الفلبين, يطحن المسلمون بكل ما وصلت إليه البشرية من آلة حربية  مرعبة, يباد المسلمون … )

http://www.youtube.com/watch?v=gOxKwlIbZy4&feature=related

ترجمه: ( درواغزن دی هغه څوک چې وايي دا انتحار کوونکی دی، قسم په الله چې په الله پورې درواغ تړي! کوم انتحار؟ دغه چې خپل ځان په داسې حال کې قرباني کوي چې له الله نه ابدي ژوند غواړي، دده او دهغه چا تر منځ څه رنګه پرتله کېدای شي چې هغه خپل ځان په داسې حال کې مرګ ته وړاندې کوي چې له خپل رب او له ژوند نه ناهیلی وي؟ څه ډول پرتله؟ دهغه چا تر منځ چې هغه پر الله باندې غوسه وي او دهغه چا ترمنځ چې هغه خپل ځان مرګ ته په داسې حال کې وړاندې کوي چې دخپل بادار او مولا خوښي غواړي؟ څه ډول پرتله؟

د یو کس خاوره اشغال شوې، آبرو یې توییږي، مقدسات یې چټلېږي او سپکېږي، او دی له خپل دین، آبرو، مقدساتو، کور، خاورې او خپل اهل نه دفاع کوي، دا ترهګر دی! سخت دريځی دی! دا خلک ټول وحشیان دي! دوی دوینو په لیدو خوند اخلي! مګر کله چې زمونږ کورونه ورانېږي، مقدسات مو اشغال کېږي، آبرو مو تویول کېږي، او پر مسلمانانو ژرندې ګرځول کېږي، په فلسطین کې، په عراق کې، په افغانستان کې، په چیچنیا کې، په سوډان کې، په لیبیا کې، په اریتریا او په فلبین کې، مسلمانان په ټولو هغو خطرناکو وسلو له منځه وړل کېږي کوم چې بشریت ورته لاس رسی لري… )

درنو لوستونکو! دا داستشهادي مبارکو بریدونو په اړه دبېلګې په توګه داسلامي نړۍ دیو څو مشهورو او وتلیو علمای کرامو او دعاتو فتواګانې او نظرونه وو، دیادونې ده چې داسلامي نړۍ په لسهاوو نه بلکې په سلهاوو آن په زرهاوو علمای کرامو  داستشهادي بریدونو دروا والي او غوره والي په اړه فتواګانې ورکړې دي، چې دټولو فتواګانې را ټولول، له وس نه بهر کار دی، ما دلته هسې دلوستوونکو دمعلوماتو لپاره دیو څو فتواګانې راوړې.

بل دپام وړ ټکی دا چې کوم علمای کرام چې دلته یې فتواګانې ذکر شوې، زیاتره یې دازهر شریف له نړیوال او مشهور پوهنتون څخه فارغ شوي، ازهر شریف په ټوله نړۍ خصوصا اسلامي نړۍ کې داسلامي امت په زړه کې خاص ځای لري، او په ټولیز ډول ټول اسلامي امت ورته احترام او درناوی لري، دازهر شریف یوه مهمه ځانګړنه داده چې داسلام دمبارک دین داصولو او ارشاداتو تر څنګ یې دمعاصرې نړۍ پرمختګونو، نوښتونو، بدلونونو ته هم پوره پاملرنه کړې ده، وخت پر وخت داسلامي امت دمقدساتو او قضایاوو په اړه تر خپله وسه خپل مسولیت ته متوجه شوی، دغه لنډ څه وخت وړاندې یې په برما کې دمسلمانانو دټولوژنې په اړه غبرګون وښود، درسول الله صلی الله علیه وسلم په مقابل کې دبې دابۍ او ګوستاخۍ په اړه یې هم خپل غږ ټولې نړۍ ته ورسولو، په ځانګړي ډول یې له ملګرو ملتونو نه وغوښتل چې په عام ډول دانسانانو دیني مقدساتو ته بې احترامي باید په بین المللي کچه جرم وګڼل شي، له دې وړاندې کله چې تېر کال په بګرام کې دامریکايي ځناورو لخوا دقرآن کریم په مقابل کې بې ادبي او ګوستاخي وشوه، ازهر شریف په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړه، نوموړې اعلامیې په ډاګه وویل چې دافغانستان او افغانانو ستونزه پرته له دې چې بهرني یرغلګر ځواکونه ووزي په بل ډول نشي هوارېدی، او په ځانګړي ډول یې امریکايي ځواکونو نه وغوښتل چې زر تر زره دافغان مظلوم ولس برخلیک خپله افغان ولس ته پرېږدي، نور دې دهغوی په برخلیک لوبې نه کوي، دترهګرۍ تر نامه لاندې دې دمسلمانو ولسونو له ځورولو لاس واخلي، دشیخ الازهر ښاغلي دکتور احمد طیب دغه جراتمندانه، با مسولیته، پر حقایقو ولاړ او دقدر وړ بیان ګڼو ورځپاڼو، رسنیو او ویب پاڼو را اخیستی، http://www.almasryalyoum.com/node/682901

   دازهر شریف په پوهنتون باندې مغرضین او مفسدین هغه درواغزنې او مغرضې دسخت دریځۍ ټاپې هم نشي لګولی کومې چې په نورو مدرسو او علماوو باندې لګوي، که نه له ازهر شریف نه پرته دنړۍ په ګڼو هېوادونو کې زیاتره علمای کرام دقرآني سپېڅلو آیتونو اونبوي مبارکو احادیثو په رڼا کې داستشهادي بریدونو درواوالي او غوره والي فتواګانې ورکړې دي او ور کوي یې.

   داهم دیادونې ده چې دغه کوم علمای کرام چې نظرونه او فتواګانې یې ذکر شوې، ټول هغه علمای کرام دي چې خپل ټول ژوند يې دعلم او پوهې لپاره وقف کړی، شپه او ورځ دعلم او پوهې په خدمت کې لګیا دي، دعلم تر څنګ په تقوا او زهد باندې شهرت لري، داسې نه دي چې هسې په نامه له ازهر نه فارغ شوي وي او نور یې ټول وخت په مسخرو، ټوکو ټکالو، چرس څکولو، مسلمان وژنې، دوکه بازۍ، دپیسو راټولو، له صلیبیانو او کفارو سره په مرسته او دهغوی په خدمت کې تېر کړی وي، او یا یې د یو څو ډالرو لپاره خپل ځان، فکر او علم خرڅ کړی وي، بلکې دا داسلامي امت هغه ريښتیني بچیان دي چې داسلامي عقېدې او دقرآني اصولو له غوښتنو سره سم یې دکفر په مقابل کې دمسلمانانو مرسته کړې، دهغوی ترڅنګ ودرېدلي دي، دحق خبره یې کړې، که څه هم چې نېغ په نېغه یې ددوی تر خپل ولس او هېواد پورې تړاو  نه دی لرلی.

 سیاف که له مجاهدینو نه بد وړي، یا د کینې او حسد له وجې یا د کوم بل شخصي غرض لپاره له هغوی سره اختلاف لري نو کم تر کمه دومره خو یې باید کړی وای چې له خپل وطن او خپلې خاورې سره خو یې دهغه فطري مینې اظهار کړی وای، که یې په مجاهدینو پسې هر څه ویلای نو دومره خو یې باید ویلي وای چې دغه کوم صلیبیان او کفار چې دافغانانو  په پاکه او مجاهده خاوره ګرځي، خپل ناولي قدمونه په هغه پاکه خاوره ږدي چې هره لویشت، هر بوټی او هر کاڼی یې دشهیدانو په پاکو وینو رنګین دی، دا ښه کار نه کوي! مګر ده دومره هم ونه کول، له دې نه ښکاري چې انساني او افغاني فطرت یې هم بدل شوی!.  

    داسلام دښمنان هڅې کوي تر څو دمسلمانانو سپېڅلي او دیني مصطلاحات بدل او تغیر کړي، له مسلمانانو نه غواړي چې ددوی هر کار ته ښه ووايي، هر امر ته یې غاړه کېږدي، متاسفانه چې په دې لاره کې  ځينې تېروتلي او ساده مسلمانان بیا همداسې کوي، جهاد ته ترهګري اواستشهادي بریدونو ته ځانمرګي او انتحاري وايي، او که ورته ووايې چې استشهادي بریدونه ولې ناروا دي؟ دا خو هم دجهاد یوه برخه  او نوعه ده؟ ته چې استشهادي بریدونو ته ناروا وایې، بیا نو جهاد هم ته ددښمن په خوله ترهګري اوجګړه ووایه؟! ځکه دښمن اوس لګیا دی هڅې کوي تر څو دخپلو ځانګړو شومو موخو لپاره دمسلمانانو له زړونو نه دکفر او شرک په اړه کرکه اونفرت لیرې کړي، اصلا دمسلمانانو له ذهنونو نه دالله لپاره ددښمنۍ او دوستۍ مفهوم وباسي.

  څوک چې استشهادي بریدونو ته انتحاري وايي بیا نو باید جهاد ته ترهګري ووایي! کله چې دا خبره ورته وکړې نو دی سمدستې وايي چې نه، دجهاد او استشهادي بریدونو تر منځ  توپیر دی، هغه دا چې په استشهادي بریدونو  کې دځان ژغورنې احتمال نشته، ځکه ناروا دي، او په جهاد کې دځان ژغورنې او ژوندي پاتې کیدو احتمال شته، نو ځکه یې له استشهادي بریدونو سره توپیر شته.

  که دهمدغه رنګه ساده ګانو او بې خبرو په خوله ور سره ومنو چې ځه! استشهادي بریدونه ځکه ناروا دي چې هلته سل په سلو کې دژوندي پاتې کېدو احتمال نشته، نو بیا دا راته ووایه چې په نور جهاد کې څو سلنه د ژوندي پاتې کیدو احتمال شته؟  اتیا؟  که پنځوس؟ که دیرش؟ که هر څو وي نو بیا په همدغه کچه ورته انتحار ووایه! جهاد مه ورته وایه، تر څو امریکایان خپه نشي! که شل سلنه دژوندي پاتې کېدو احتمال وي، نو بیا داسې ووایه چې جهاد اتیا سلنه انتحار دی، او که دیرش یا پنځوس فیصده دژوندي پاتې کېدو احتمال وي پکې بیا اویا او یا پنځوس فیصده انتحار ورته ووایه.

دا په داسې حال کې چې په استشهادي بریدونو کې په هر وخت کې سل په سلو کې دمرګ احتمال نه وي کله کله داسې پېښېږي چې متفجره مواد سم کار ونه کوي، یا بټنه سم کار ونه کوي، یا بله څه ستونزه را مخې ته شي نو هلته بیا مرګ پکې سل په سلو کې یقیني نه دی، بلکې احتمالي دی. 

 لیرې نه ده چې دغه رنګه خلک داسلام او قرآن ددښمنانو دخوشحالولو لپاره نور شرعي او اسلامي مصطلحات هم تغیر کړي، لمونځ ته به  سپورت وايي! روژې ته به پرهیز وايي! زکات ته به مالیه یا ټیکس وايي! حج ته به چکر وايي! تر څو امریکایان ور نه خوشحاله شي!

پای.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *