د سعودي دمفتي فتوا؟ — سید ولی حامد

 

د سعودي دمفتي فتوا؟

 

سید ولی حامد

 

  د سږ ني هجري قمري کال د عرفې دمبارکې ورځې خطبه چې د سعودي حکومت  مفتي شیخ عبد العزیز دعرفې په ورځ وویله  په نړیواله کچه ددرواغو قرباني شوې ده، داسې درواغ چې یوازې رسنۍ یې نه وايي، بلکې له رسنیو مخکې  چارواکي داسې شخوند پرې وهي ته به وايي په کوم امریکايي هوټل کې برګر  وهي، او بیا تعجب دا چې ځينې هغه څېرې چې پر مخ  او سر څه سپین اوتور لري، او ځانونه علم ته منسوبوي هغوی یې تر بل هر چا تیز شڼوي.

   دوی په وچو درواغو وايي چې د عرفې په سږنۍ خطبه کې د سعودي کورنۍ مفتي استشهادي بریدونه ناروا بللي، او حال دا چې په سږنۍ خطبه کې نوموړي مفتي په هېڅ ډول استشهادي بریدونو ته اشاره نه ده کړې، که یې څوک نه مني نو دا دي  دنوموړې خطبې لینکونه دې په خپلو چشمانو وګوري:

 

http://www.youtube.com/watch?v=0WejLUlVkCs

 
http://forsanhaq.com/showthread.php?t=337557


http://www.albkri.com/vb/showthread.php?t=35111

 

    ما چې کله دا خبره واورېده نو مې دنوموړي مفتي سږنۍ خطبه را پیدا کړه، له پیل نه تر پای پورې مې دوه درې ځله ښه په غور  واورېده، په یو ځای کې مې هم داسې څه وانه ورېدل چې استشهادي بریدونو ته دې هسې اشاره پکې شوې وي!

    خو اوس دحیرت ځای دا دی چې دغه د کابل چارواکي، درباري ملایان یې او رسنۍ يې څومره سپین سترګۍ ته بډې راوهلې دي، سهار او بیګاه همدا ساز کوي چې د سعودي مفتي دسږني کال دعرفې په خطبه کې استشهادي بریدونه ناروا ګڼلي دي، دغه جنابان یا خو په رواني ناروغۍ اخته دي، داسې چې په دې نه پوهېږي چې څه کوي او څه وايي!  او یا دا چې دومره بې  خبره او نا پوه دي چې په اصل حقیقت بالکل خبر نه دي هسې په پټو سترګو هوا ګزوي.

   نور خو هر  څنګه چې وي، آخر دغه عرفه به مو وشرموي، دعرفې آزار به در پسې شي، د عرفې مبارک نوم او مبارک حیثیت به مو هغه دخلکو خبره شین دود کړي، که نه داسې خو به خامخا شئ لکه د تنظیمونو مشران، هغوی کعبې شریفې ته ننوتل، هلته یې عهد سره وکړ چې نور به جنګونه نه کوو، مګر کله چې را ووتل بیرته همغه خرک او همغه درک و، دا دي نن یې ټول ګوري چې څه حیثیت ور پاتې دی، پایله یې څه شوه؟

 زه دغه ځینو خېټورو ته وایم چې الله دې هدایت درته وکړي، نور ې خو مو هرې نخرې وکړې، دامریکا ډول ته ونڅېدئ، له ډالرو نه مو آن چې غوږونه او پزې هم ډکې کړې، نه له مخلوق نه وشرمېدئ او نه له خالق نه،له دې وروسته توبه وباسئ، که نه، نو په عرفه پسې خو درواغ مه وایئ، کم تر کمه دغه لینکونه خو یو ځل وګورئ، دعرفې خطبه په خپلو غوږونو واورئ چې حقیقت څه دی؟

                                                          سيد ولي حامد

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *