ښځه او حقوق ئې – پنځلسمه برخه – حکمتيار — دیلی شهادت

 

 

 

ښځه او حقوق ئې – پنځلسمه برخه – حکمتيار

 

دیلی شهادت

 

هسي هم د ښځو شمېر تر نارينه وو زيات دئ، عادتاً نجوني تر هلكانو زياتي پيدا كېږي، په جنگونو كي خو اكثر نارينه مري او هر جنگ په جگړو كي ښكېل ولسونه د كونډو او تر نارينه وو د ښځو د شمېر د زياتېدو له ستونزي سره مخامخ كوي، د شورويانو په ضد د جهاد په دوران كي يو نيم مليون افغانان په شهادت ورسېدل، چي اكثر ئې نارينه وو، د ايران او عراق په جنگ كي يو مليون ايرانيان ووژل شول چي غالب اكثريت ئې نارينه وو، په دې دواړو ملكونو كي به له جگړو دا راولاړه شوې ستونزه څنگه حل كېږي؟ د غرب په څېر د زنا د جائز گڼلو له لاري؟! د متعه او موقتي نكاح له لاري؟! كه د زوجاتو تعدد ته د اجازې وركولو له لاري؟ د زنا په اړه خو نن د نړۍ فرد فرد ته معلومه شوه چي پايلي ئې څومره خطرناكي دي او انسانانو ته ئې څومره ستونزي راپيدا كړې، د ايډز خطرناكه بيماري له همدې راپيدا شوې، ايران ونه توانېدو چي په موقته نكاح او متعه سره دا ستونزه حل كړي، كه څه هم تر سل زرو زياتي ايرانۍ ښځي افغانانو په نكاح كړې خو د ايران دا ستونزه په خپل حال پاته ده. د دې ستر مشكل د حل يوازينۍ لار هغه ده چي اسلامي شريعت معرفي كړې او په دغه مبارك آيت كي ورته اشاره شوې، اسلام نه يوازي دا جائز گڼي بلكي هغه د همت او مېړاني او په يتيم او كونډي د زړه سوي نښه گڼي، خو وايي چي هم به له يوې د زياتو ښځو كول د عدل په موخه وي او هم به په يوې ښځي اكتفاء د عدل په حكم. په دواړو آيتونو كي د عدل ذكر د همدې لپاره راغلى.

هغه كمعقله كسان چي د زوجاتو د تعدد په اړه پر اسلام نيوكي او اعتراضات كوي او هغه د عدالت او مساوات خلاف كار گڼي، دې پوښتني ته له ځواب ويلو عاجز دي چي د كونډو او يتيمانو ستونزه به څنگه حل كېږي، تر نارينه وو د ښځو د شمېر د زياتوالي په صورت كي به دا مشكل څنگه حل كوو؟ دوى نه په غرب كي د زنا په جواز اعتراض كوي، نه په دې چي يو كس يوه قانوني ښځه لري او لس غير قانوني او نه په دې چي په غرب كي زنا په تجارتي كار وبار بدله شوې او د حكومتونو د عوائدو يو مورد هغه ماليه ده چي له فاحشو ئې ترلاسه كوي، د لندن په يوه ښار كي اويا زره فاحشو ته د دې تجارت اجازه وركړى شوې او دولت ته ماليه وركوي، عجيبه ده چي څوك زنا جائزه گڼي، خو هغه قانوني، صفا او ستره نكاح ناجائزه گڼي چي اسلام د عدل په موخه او شرط روا كړې، په داسي حال كي چي اسلام نكاح هغه تړون ته وايي چي د ښځي او نارينه ترمنځ او د دواړو په موافقه ترسره كېږي، كه كومه ښځه پخپله خوښه له داسي مېړه سره نكاح كوي چي نوري ښځي هم لري نو په دې باندي د نورو د اعتراض لپاره څه مجال پاته كېږي؟!!

 

په داسي حال كي چي اسلام د ښځي موافقه د نكاح لپاره اساسي شرط گڼلى، نو دا بې بنسټه اعتراض به څه وزن لري چي نارينه ولي تر څلورو مېرمنو پوري په نكاح كولى شي، څوك چي غواړي بن ونه لري نو له داسي چا سره دي نكاح نه كوي چي بله مېرمن هم لري.

 

نه پوهېږو هغه كسان څنگه ځانته د دې حق وركوي چي د اسلام په دې اصل اعتراض وكړي، په داسي حال كي چي د يوې قانوني ښځي تر څنگ د گڼ شمېر غيرقانوني جنسي ارتباطاتو په درلودو اعتراض نلري!! كمونستان خو د (كورنۍ جوړېدل) د (فردي ملكيت) په څېر د غير كمونستي ټولني نښه گڼي او په دې باور دي چي په دې برخي كي هم بايد فردي ملكيت له منځه ولاړ شي، بايد كورنۍ منحل او آزاد جنسي تعلقات رائج شي، اولاد د كورنۍ (مال) نه بلكي د ټولني (مال) وگڼل شي، دولت د دوى روزنه په غاړه واخلي، د كورنۍ د غېږ پر ځاى بايد په وړكتون كي وروزل شي، په كورنۍ كي د دوى روزنه په دوى كي د (فردي ملكيت) غلط افكار راولاړوي!! خو راشئ وگورو چي د غير قانوني او آزادو جنسي تعلقاتو نتائج څه وو او نن (علم) په دې اړه څه وايي او د كومو خطرناكو اجتماعى ستونزو او نا علاجه ناروغيو منشأ ئې گڼي!! د ( ايډز) په شان ناعلاجه ناروغي، د گڼ شمېر نورو جسمي او رواني ناروغيو په شمول، د همدې فاجعې نتائج گڼي او وايي: اكثر ستر ستر جانيان هغه دي چي د مور په غېږ كي نه دي روزل شوي، د پلار د ترحم او ميني لاس ئې پر سر نه دئ تېر شوى، داسي څوك ئې نه دئ موندلى چي صادقانه ترحم، عاطفه، زړه سوى او رښتينې مينه ئې له هغه زده كړې وي.

 

تاسو په مرغانو كي گورئ، هغه مرغان چي د نر او ښځي شمېر ئې سره برابر دئ، دوه دوه سره جوړه كېږي او بېله كورنۍ جوړوي، ناسته پاسته، الوتل او اوسېدل ئې سره يو ځاى وي، لكه ښارو (مينا)، مرغۍ او كوتري، خو هغه مرغان چي د نارينه وو شمېر ئې تر ښځينه وو لږ دئ يو يو ئې گڼ شمېر ښځي پالي، چرگان ئې يو مثال دئ. ښايي بده نه وي چي د خپلو سترگو يو ليدلى جريان دلته وليكم: په چهارآسياب كي په يوه كور كي اوسېدم، غولي ته راووتم او ناڅاپي مي سترگي په يوه چرگ ولگېدې چي له نورو يوازي په غولي كي گرځي، نوري چرگي له كلا بهر دي، د انگور يوه دانه ئې وموندله، په مښوكه كي ئې راپورته كړه، څو ثانيې په فكر كي ولاړ، بيا ئې يو خاص غږ وكړ، له بهره يوه چرگه په منډه د ده خوا ته راغله، ده د انگور هغه دانه په زمكه واچوله او هغي چرگي وخوړه!! دا په داسي حال كي چي ده د څو چرگو پالنه په غاړه درلوده، هغوى به ئې ساتلې، مازديگر به ئې كوډلي ته ننه ايستلې، زمكه به ئې په خپلو پياوړو منگولو ورته كيندله، له وني به ئې پاڼي ورته راشكولې، كله چي به د دانو لوښى د دوى په وړاندي كېښودى شو نو هغه به لومړى خپلو مېرمنو ته فرصت وركړ چي دانه وخوري او ده به تر دوى وروسته د دانو په خوړلو پيل وكړ، خداى خبر له څومره مودې وروسته د انگور يوه خوږه دانه په لاس ورغلې وه او څومره به ئې زړه غوښتل چي هغه پخپله وخوري، خو لوړ همت او د خپلو مېرمنو په نسبت زړه سوي او رحمت دې ته اړ كړ چي يوه مېرمن راوبلي او دا دانه د هغې مخي ته كېږدي!! له ځان سره مي ويل: آيا د انسانانو نارينه هم دومره همت، مېړانه او عاطفه لري؟!!

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.