ښځه او حقوق ئې – شپاړسمه برخه – حكمتيار — دیلی شهادت

 

ښځه او حقوق ئې – شپاړسمه برخه – حكمتيار

 

 دیلی شهادت

 

د آيت له ورستۍ فقرې معلومېږي چي د عدم عدالت له وېري په وينځي (چي اوس نشته) يا يوې ښځي اكتفاء دې ته نږدې ده چي له ظلم كولو خوندي پاته شئ. په دې صورت كي هم د ښځي ټول حقوق اداء كولى شئ او هم ئې ماشومان ښه پاللى شئ.

 

اما دا چي پيغمبر عليه السلام ته ولي د (نه) ښځو د نكاح اجازه وركړى شوې، د دې دلائل څه دي او دا كار په كومي زمانې كي او د پيغمبر عليه السلام د مبارك ژوند په كوم پړاو كي تر سره شوى؟ ځواب ئې دا دئ:

ټولو ته جوته ده چي رسول الله صلى الله عليه وسلم په پنځه ويشت كلنۍ كي واده وكړ، خديجه رضي الله عنها د ده لومړۍ بي بي څلوېښت كلنه كونډه وه، د هغې تر وفات پوري ئې بله ښځه نه ده كړې، تر پنځوس كلنۍ پوري ئې يوازي يوه ښځه درلوده، د خديجې رضي الله عنها له وفات وروسته ئې سوده رضي الله عنها چي كونډه وه، په نكاح كړه، سوده له لومړيو مسلمانانو څخه وه، له خپل مخكني مېړه سره ئې يو ځاى حبشې ته هجرت وكړ او د هجرت سختي شېبې او كړاوونه ئې وگالل، نه ئې مال درلود او نه جمال او پېغلتوب، امتياز ئې قوي ايمان او د ايمان په لار كي قرباني وه، پيغمبر عليه السلام صرف يوه ښځه په پېغلتوب كي كړې، نوري بيبياني ئې كونډي وې، هره يوه ئې د يوه لوى اجتماعى مصلحت لپاره په نكاح كړې، ښايي د حفصه رضي الله عنها د نكاح څرنگوالى د نورو ودونو د املونو لپاره ښه مثال وي:

حفصه رضي الله عنها د عمر رضي الله عنه لور وه، مخكنى مېړه ئې د بدر په جگړى كي برخه اخيستې وه، هغه وفات شو، عمر رضي الله عنه؛ خپلو ملگرو ابوبكر رضي الله عنه او عثمان رضي الله عنه ته ورغى او له هغوى ئې وغوښتل چي حفصه په نكاح كړي، خو دوى د خپلو معاذيرو په وجه ډډه وكړه، عمر رضي الله عنه دا مشكل له پيغمبر عليه السلام سره ياد كړ او هغه په دې خاطر له حفصې رضي الله عنها سره د نكاح اراده وكړه چي له خپل نږدې او مخلص ملگري سره د يوې داسي ستونزي په حل كي مرسته وكړي چي نورو ورته حل نه كړى شوه.

 

همدا راز زينب رضي الله عنها چي مېړه ئې د بدر په جگړي كي په شهادت ورسېدو، عمر خوړلې كونډه وه، په نېكو كارونو كي هومره مشهوره وه چي خلكو به د (بې وزلو مور) په نامه يادوله، پيغمبر عليه السلام هغه په دې خاطر ځانته نكاح كړه چي له يوې خوا ئې د يوه بدري مجاهد په اړه خپله خواخوږي ښودلې وي او له بلي خوا ئې د يوې داسي نوميالۍ، خييري او با ايمانه ښځي ستونزه حل كړې وي. دا نېكه بي بي يوازي دوه كاله نور ژوندۍ وه.

 

 همدا راز ام سلمه رضي الله عنها چي 6 اولاده ئې درلودل، مېړه ئې د احد په جگړي كي زخمي شو، د بلي جگړي په دوران كي د ده زوړ پرهار پرې شو او له همدې وفات شو، پېغمير عليه السلام د ده په مړيني هومره خواشينى شو چي اوښكي ئې توى شوې، د ده له مړيني 4 مياشتي وروسته ئې ام سلمې ته څوك د خطبې لپاره ورولېږو، هغې خپل عذر داسي وړاندي كړ: زه عمر خوړلې يم، ډېر اولادونه لرم، نه غواړم ستا د اذيت باعث شم. خو پيغمبر عليه السلام غوښتل په دې نكاح سره مسلمانانو ته د خپلو ديني وروڼو په نسبت د وفادارۍ او د كونډو او يتيمانو د پالني او روزني نه هېرېدونكې اسوه وړاندي كړي. ام سلمې ته ئې قناعت وركړ او دا نكاح ترسره شوه. د پيغمبر عليه السلام ټول ودونه همداسي وو.

 

په دې ودونو كي يو بل ستر مصلحت هم مضمر وو او هغه دا چي د پيغمبر عليه السلام د بيبيانو له لاري د دين يوه لويه برخه مسلمانانو ته رسېدلې، دوى د نورو ښځو لپاره د ښوونكو حيثيت درلود، نورو ښځو به له دوى  دين زده كاوو، كه تاسو د رواياتو كتابونه وڅېړئ په څرگنده به وگورئ چي د دې كتابونو په هر مخ كي له همدې بيبيانو يو په بل پسي روايتونه ستاسو مخي ته راځي.

 

ولي د طلاق واك نارينه ته سپارل شوى؟ 

د دې پوښتني په اړه چي اسلام ولي د طلاق حق نارينه ته وركړى، بايد ووايو: اسلام د طلاق له لاندي ممكنو څلورو صورتونو يو غوره كړى:

الف: ښځه او مېړه په گډه د طلاق فيصله وكړي.

ب: اختلاف محكمې ته وړاندي شي او محكمه په دې اړه وروستۍ فيصله وكړي.

ج: د طلاق حق ښځى ته وركړى شي.

د: د طلاق پرېكړه د مېړه په لاس كي وي.

 

مخكي له دې چي وگورو اسلام ولي څلورم صورت غوره كړى بايد څو خبري په پام كي ولرو:

اسلام له طلاق كركه لري، د مجبوريت لپاره جواز وركوي، خو هغه تر ټولو كركجن حلال كار او د حل وروستۍ لار گڼي.

 

په اسلام كي نارينه له يوې خوا په دې مكلف شوى چي د كورنۍ ټول لازم ورځني مصارف په غاړه واخلي، هغه به د كورنۍ د ټولو مصارفو متكفل وي. له بلي خوا په دې مكلف شوى چي د نكاح په ورځ به هومره مهر په غاړه اخلي چي ښځه ورباندي راضي شي، دا (مهر) د ښځى حق دئ او د دې د راتلونكي لپاره يو مهم تضمين. (ښځه) كولى شي له (مېړه) هومره مهر ترلاسه كړي چي د دې راتلونكى تضمين كړي او د وخت ناوخت، بې ځايه او بې موجبه طلاق مخه ونيسي، مېړه ونشي كولى چي له يوې خوند واخلي، له لنډي مودې وروسته هغې ته طلاق وركړي او د هوس په حكم بله په نكاح كړي، طلاق نبايد په يوې ملعبې بدل شي، د نكاح په ورځ بايد داسي تدابير ونيول شي چي دا مقدسه رابطه دوام وكړي، اسلام د همدې لپاره د مهر حق د ښځي د مستقبل لپاره د يوه تضمين په توگه وضع كړى.

 

اسلام دوه دليله د دې لپاره وړاندي كړي چي نارينه به د كورنۍ قيم وى او د طلاق پرېكړه به د ده له لوري كېږي:

الف: (مهر) وركوي او د كورنۍ مصارف ئې په غاړه دي.

ب: د قيموميت لپاره چي كومو مواصفاتو ته اړتيا ده، په نارينه كي دا مواصفات تر ښځو زيات دي. د ښځي طبيعي وظائف دا ايجابوي چي قوي عاطفه ولري. قوي عاطفه اكثراً د انسان (تعقل) تر اغېز لاندي نيسي، ښځه د همدې (قوي عاطفې) په حكم د اولاد د روزني ټولي ستونزي په ورين تندي قبلوي، بې خوبي گالي، خپل ژوند او صحت په خطر كي اچوي، د اولاد د هري غلطۍ په وړاندي صبر كوي او حتى د پرديو په مقابل كي د دوى له هري غلطۍ دفاع كوي، د (قيادت) او (قضاوت) لپاره د (قوي عاطفې) پر ځاى داسي (تعقل) ته اړتيا ده چي د عاطفې تر اغېز لاندي رانشي. د نارينه روحي جوړښت داسي دئ چي د (عقل) او (عاطفې) ترمنځ ئې تعادل او توازن شته او د (عاطفې) تله ئې د ښځو په شان تر (تعقل) درنه نه ده.

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.