ښځه او حقوق یی – نولسمه برخه – حکمتیار — دیلی شهادت

 

 

ښځه او حقوق یی – نولسمه برخه – حکمتیار

 

دیلی شهادت

 

آيا زنا او لواطت په خپل ذات كي جرم نه دئ؟

د منع خشونت سپېره قانون وايي: يوازي هغه زنا او لواطت جرم دئ چي په زور او جبر ترسره شي!! يعني زنا او لواطت په خپل ذات كي جرم نه دئ، هغه مهال د جرم بڼه غوره كوي چي په جبر او اكراه او د ښځي له موافقې پرته ترسره شي!! او دا هغه څه دي چي د منحطي او له معنوي او اخلاقي پلوه پرېوتې غربي نړۍ پر لمني تور داغ گڼل كېږي، د عقل، علم او فطرت خلاف كار، هغه  چي حيوانات هم ترې كركه لري!! دغو غرب وهلو مېرمنو له غربي منحط او مبتذل فرهنگ همدا زده كړي، په دې قانون كي ئې افغاني مېرمني ته ټول هغه قانوني تسهيلات مهيا كړي چي له مخي ئې وكولى شي د يوې غربي مېرمني په څېر ژوند وكړي، ټولي ديني، معنوي او اخلاقي پولي ونړوي، ديني ارشاداتو او ملي دودونو ته شا كړي، د قانوني مېړه تر څنگ ياران ولري، هر مهال له هر چا سره چي زړه ئې غواړي له كور وتلى شي، نه ئې پلار مخنيوى كولى شي او نه مېړه، يوازي دا پاته دي چي ليكلي ئې وى: له همجنس سره ازدواج هم جائز دئ او كه څوك له داسي ازدواج د كومي مېرمني يا سړي مخنيوى وكړي نو په څو مياشتو حبس به محكومېږي!! همغه څه چي د نورو غربي هېوادو تر څنگ د فرانسې سوسياليست رژيم هم په پارلمان كي دا د همجنسانو تر منځ د ازدواج قانون تصويب كړ او په مخالفت كي ئې سلگونو زرو فرانسويانو په مظاهرو لاس پوري كړ. د غرب وهلو افغانانو ډېرى له خرافاتو ډك مسيحيت ته اوښتي دي او بايبل ته د سپېڅلي كتاب په سترگه گوري، خو همدغه محرف بايبل د سدوم ښار ورانېدا تر عنوان لاندي وايي: … د دې ښار اوسېدونكي له مادي پلوه ډېر وړاندي تللي وو، مرفه ژوند ئې په برخه شوى وو، خو له اخلاقي پلوه په دې بيمارۍ اخته وو چي له نارينه سره د نارينه جنسي نږدېكت ئې عادي او د عدم مؤاخذې وړ فعل گڼلو، نو ځكه الله تعالى د دې ښار د ورانولو پرېكړه وكړه،… له لمر لوېدو سره سم خداى په عموره او سدوم سكروټي وورولې، ټول ښارونه او كلي ئې له ټولو اوسېدونكو او نباتاتو سره له منځه يووړل!!!

دا غرب وهلې مېرمني زنا يو عادي او مجاز فعل گڼي خو همدا بايبل د تثنيه په كتاب كي ليكي: كه كوم سړى يوه پېغله په نكاح كړي، بيا ئې خوښه نه شي او په دې ئې تورنه كړي چي خپل پېغلتوب ئې نه دئ ساتلى او باكره نه وه، په لومړۍ شپه راته معلومه شوه چي دا باكره نه وه، نو د نجلۍ مور او پلار بايد داسي مدرك وړاندي كړي چي د نجلۍ پېغلتوب او باكره والى ثابت كړي، د سپين ږيرو په مخكي به هغه ټوټه وغوړوي… قاضيان به ئې وگوري كه ترې ثابته شوه چي سړي دروغ ويلي نو په درو به ئې ووهي او سل مثقاله سپين زر به د جريمې په توگه د نجلۍ پلار ته وركړي… او دا به د تل لپاره د ده په نكاح كي پاته كېږي او د طلاقولو حق به ئې نه لري!! خو كه ادعاء ئې سمه وخته نو سپين ږيري دي دا نجلۍ د پلار كره بوځي او د ښار سړي دي دا رجم كړي!! كه كوم نارينه د كومي مېړوښي ښځي سره د زنا په حالت كي وليدل شو، دواړه بايد ووژل شي!! كه كومه مېړوښه نجلۍ د كوم سړي لخوا اختطاف شوه، دواړه بايد له ښاره بهر رجم شي، نجلۍ د دې لپاره چي د اختطاف په مهال ئې چيغي نه وې وهلې!! خو كه دا كار له ښاره بهر وشي بيا نو نجلۍ داسي جرم نه دئ كړى چي د وژلو وړ وي، ځكه چا ئې مرسته نه شوى كولى!!

څو پوښتني لرو:

كومه ټوټه د نجلۍ پېغلتوب ثابتولى شي؟ هغه چي د لومړي نږدېكت په شپه تر دواړو لاندي ويړه وه؟ قاضي به څنگه د داسي يوې ټوټې له مخي پرېكړه كوي چي په وينو لړلې ده؟ څنگه به معلوموي چي دا د چا ويني او د كوم وخت دي؟ مېړه ته دا ډېره آسانه ده چي پرې نږدې ښځي ته داسي ټوټه په لاس ورشي.  

ولي به سل مثقاله سره زر د نجلۍ پلار ته وركوي؟ دلته خو د نجلۍ سپكاوى شوى او دا معاوضه بايد دې ته وركړى شي نه پلار ته ئې؟

د زنا په اړه د يوه كس ادعاء څنگه د منلو وړ گڼل كېدى شي؟ قاضي به د ده كومو الفاظو ته اعتبار وركوي؟ اصولاً خو بايد له مدعي وغوښتل شى چي د خپلي ادعاء د اثبات لپاره شواهد او دلائل وړاندي كړي، نه دا چي مدعى عليه له ځان د دفاع په خاطر د مداركو او شواهدو په وړاندي كولو مكلف شي، بايبل ولي له يوې خوا مېړه ته د دې فرصت په لاس وركوي چي كه ئې خپله ښځه خوښه نه شوه نو په نه پېغلتوب ئې تورنه كړي او له بلي خوا د قاضي په وړاندي د دلائلو او مداركو په وړاندي كولو ئې هم نه مكلفوي او دا ترې نه غواړي چي خپله ادعاء ثابته كړه؟!! 

كه په ښار كي اختطاف شوې نجلۍ ووايي چي ما چيغي ووهلې خو څوك مي مرستي ته رانه غى، بيا څنگه؟ او كه په صحرا كي اختطاف شوې چيغي نه وي وهلې نو څنگه؟

موږ دې ته حيران يو چي د ښځو په حق كي له دومره بې انصافي او ظلم سره سره د بايبل منونكي په كومه خوله او كومو سترگو د ښځو د حقوقو خبره كوي، بايبل خو په ټولو مواردو كي د ښځي حقوق تر پښو لاندي كړي او هغې ته ئې په سپكه سترگه كتلي، د بايبل منونكي دي موږ ته د خپل سپېڅلي كتاب يوه جمله داسي راوښيي چي ښځي ته ئې په درنه سترگه كتلي وي او له نارينه سره ئې برابر حقوق وركړي وي!! عجيبه ده چي دوى پر اسلام اعتراض كوي په داسي حال كي چي اسلام ښځي ته تر نارينه زيات حقوق وركړي.

راشئ قرآن ته غوږ شئ چي په داسي مواردو كي څومره دقيقي لارښووني لري او وايي:

او هغه چي خپلي مېرمني تورنوي په داسي حال كي چي له ځان پرته (نور) شاهدان نه لري نو د يوه ئې گواهي دا ده: څلور ځلي الله شاهد نيول چي دى يقيناً له رښتينو څخه دئ او پنځم ئې دا چي كه دى له دروغجنو څخه وي نو پر ده دي د الله لعنت وي، او له هغې (مېرمني) دا (خبره) عذاب دفع كوي چي څلور ځلي الله شاهد ونيسي چي يقيناً دى له دروغجنو څخه دئ او پنځم ئې دا چي كه دى له رښتينو څخه وي نو پر دې دي د الله غضب وي.   النساء: 6-9

د دې مباركو آيتونو مهمي مهمي لارښووني دا دي:

څوك چي خپله مېرمن په زنا تورنوي په داسي حال كي چي له ځان پرته بل شاهد نه لري؛ نو د قاضي په وړاندي به د ده گواهي داسي وي چي څلور ځلي به الله تعالى پر دې خبري شاهد نيسي چي دى په خپلي ادعاء كي رښتينى دئ او پنځم ځل به وايي: كه دى له دروغجنو څخه وي نو پر ده دي د الله لعنت وي.

له تورني مېرمني څخه په هغه صورت كي عذاب دفع كېږي چي څلور ځلي ووايي: الله شاهد دئ چي دى له دروغجنو څخه دئ او پنځم ځل ووايي: كه دى له رښتينو څخه وي نو پر دې دي د الله غضب وي. 

دلته څلور ځلي الله تعالى شاهد نيول د څلورو شاهدانو د شهادت پر ځاى او د هغوى د بدل او عوض په توگه راغلي، او دا خبره كول چي كه دى دروغجن وي نو پر ده دي د الله تعالى لعنت وي د تأكيد په توگه راغلي.

دا حكم په مېړه او مېرمني پوري تړلى دئ او نورو مواردو ته نشي غزېدى.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *