افغانان دي د امريكايانو بوټونه ښكل كړي؟!! — حقپال

 

 

افغانان دي د امريكايانو بوټونه ښكل كړي؟!!

 

حقپال

 

زما د كلي ملك ډېر ظالم او ډېر مكار وو، ډېر د ده د ظلم او مكر قرباني شوي وو، كال په كال ئې زور او ځواك زياتېدو او شتمني او د كر زمكه ئې پراخېده، هر ولسوال به د ده ملگرى وو، او ډېر ځله به د ده په خوښه ټاكل كېدو، د جومات امام به ده په خپله خوښه غوره كولو، تر هغه به ئې كور ته كله كله حلوا ورلېږله چي پر منبر به ئې د ده ستاينه كوله او د جمعې لمانځه په پاى كي به ئې د ده لپاره دعاء كوله، كه نه نو بستره به ئې ورغونډه كړه او له كلي به ئې وشړلو، كله به ئې د كلي دوه ناپوه كليوال په خپل منځۍ جگړي كي ښكېل كړل او دې ته به ئې اړ كړل چي خپله زمكه او بڼ ملك ته په گرو وركړي او له دې لاري د جگړي مصارف تأمين كړي او پر خپل رقيب برلاسى شي، د دوى شخړه به لا پاى ته نه وه رسېدلې چي دوه نور به ئې له همداسي برخليك سره مخامخ كړل، ليدل مي چي د هغو بې عقلو زامنو به د ملك د سر دعاء كوله چي د ده په لاس به په شخړو كي ښكېل شوي او له خپلو شتمنيو محروم شوي وو، ويل به ئې كه ملك نه وى او زموږ زمكه ئې نه وى گرو كړې نو خداى خبر چي زموږ دښمن به څه راسره كړي وو، هغه دي ژوندى وي چي په سختي بدي ورځي كي ئې لاس راكړ او له تور برخليك ئې وژغورلو، ملك به همدا زمكه كرله او دومره حاصل به ئې ترې اخيستلو چي نه يوازي د گرو پېسو څو برابره به ئې ترلاسه كړې بلكي څه موده وروسته به دا زمكه په بشپړه توگه د ملك په لاس كي وړيا پرېوته، ليدل مي چي په شخړو كي له ښكېلو لوريو به يو د كلى پرېښېدو ته اړ شو او بل به د ملك غلامۍ او نوكرۍ ته، دا پرېكړه به ملك كوله چي څوك ووځي او څوك پاته شي، نن زما د هېواد حالت كټ مټ زما هغه كلي ته ورته دئ، د هېواد زمكه او فضاء د امريكا په واك كي ده، دولت او ادارات ئې، جوماتونه، منبرونه او امامان ئې، سړكونه، هوائي ميدانونه، صوتي، تصويري او چاپي رسنۍ، مخابرات، امنيتي ځواكونه (فوځ، پوليس، د ملي امنيت بې دريشي جاسوسان او د اربكيانو په نامه مليشې)، هوټلونه، بازارونه او ماركيټونه ئې د امريكايانو په واك كي دي، دوى جمهور رئيس راته غوره كوي، خو د ملت له لوري د غوره شوي منتخب جمهور رئيس نوم وركوي، د حكومت كابينه جوړوي، د پارلمان غړي ټاكي، يو په داسي حال كي د پارلمان منتخب غړى گڼي چي تر دوه سوه لږ رأيي ئې ترلاسه كړې او بل له شلو زرو رأيو سره ناكام كانديد اعلانوي، دوى د افغانستان روانه جگړه، په دې سيمي او د نړۍ په گوټ گوټ كي رواني جگړي پر افغانانو او نورو مظلومو ملتونو تحميل كړې، د روسي فوځونو له وتلو وروسته او د مزدور كمونيست رژيم تر سقوط لږ وړاندي ئې د جگړي د دوام په موخه او د دې لپاره چي په افغانستان كي د مجاهدينو په لاس اسلامي حكومت رامنځته نشي او اقتدار د مجاهدينو پر ځاى په مسكو او واشنگټن پوري د تړلو ډلو ائتلافي جبهې ته انتقال شي، د جبل السراج ائتلاف ئې رامنځته كړ، پاكستان ئې دې ته اړ كړ چي د دې ائتلاف ملاتړ وكړي، په پاكستان كي ئې لوى لوى سلاح كوټونه منفجر كړل، جنرال ضياء الحق ئې ترور كړ، د جبل السراج ائتلاف ئې د حزب اسلامي په ضد جگړي ته چمتو كړ، كله چي دا جبهه له بشپړي ماتي سره مخامخ او جگړه پاى ته رسېدو ته نږدې شوه د پاكستان، سعودي، قطر او اماراتو په ملتيا ئې د طالبانو په نامه بله جنگي ډله وزېږوله، دې ډلي مجاهدين د مفسدينو په نامه يادول او شعار ئې د صلح او امنيت تأمينول وو، دا ډله ئې د شمالي ائتلاف په څنگ كي ودروله، دې ډلي له شا پر حزب اسلامي بريد وكړ، امريكايانو غوښتل د حزب اسلامي له ځپلو وروسته د مخلوع پاچا تر مشرۍ لاندي د طالبانو او شمالي ټلوالي ائتلافي حكومت رامنځته كړي، خو دا ائتلاف كابل ته د طالبانو له يو اړخيز ننوتلو سره سم متلاشي شو، د ملگرو تر منځ جگړه پيل شوه، پنځه كاله ئې دوام وكړ، نه يوازي په زرگونو افغانان ووژل شول بلكي د افغانستان ډېرى هغه وسلې او مهمات له منځه ولاړل چي له شوروي اتحاد په ميراث پاته ول، كله چي دا جگړه خپل پاى ته نږدې شوه او شمالي ټلوالي خپل وروستي مهم مركزونه په مزار او تخار كي له لاسه وركړل او مركزي دفتر ئې د تاجكستان په كولاب كي د شوروي اتحاد ستري اډې ته انتقال شو؛ امريكا پر افغانستان بريد وكړ، په نيويارك او واشنگټن كي د القاعده سرتېرو په لاس د يولسم سپتمبر پېښي د سپيني ماڼۍ لپاره بهانه په لاس وركړه چي پر افغانستان خپل پلان شوى بريد رامخته كړي، كه دا پېښي نه وى رامنځته شوې بيا به هم امريكا د مسكو په ملتيا پر افغانستان بريد كولو، د شوروي اتحاد په لاس پيل شوې جگړه امريكا ته په ميراث پاته شوه، په دې جگړي كي د مسكو او تهران په شمول د نړۍ اته څلوېښتو هېوادونو د امريكا ملگرتيا وكړه، په مسكو او تهران پوري تړلو ډلو د امريكا د زمكنيو ځواكونو په توگه او د امريكايي افسرانو تر قوماندي لاندي برخه واخيستله، د طالبانو رژيم ئې نسكور كړ، هيله ئې دا وه چي هيڅ افغان به د دوى په وړاندي مقاومت ونه كړي، دې غلطي انگېرني دې ته وهڅول چي له افغانستان وروسته پر عراق بريد وكړي، بغداد هم ډېر ژر سقوط وكړ، د ايران، سوريې، ليبيا او سودان لپاره ئې هم مټي رابروهلې وې خو په افغانستان كي د مقاومت پيل او ورځ په ورځ پراختيا او تشديد دې ته اړ كړل چي دا بريدونه وځنډوي، د افغانستان د جگړي دا دئ ديارلسم كال پيل شوى، شوروي ځواكونه راغلي وو چي د افغانستان له لاري د هند سمندر ته لار پرانيزي او په دې توگه ټوله سيمه د منځني ختيز د تېلو له زېرمو سره په خپل گورت كي ونيسي، عراق، سوريه، مصر، سودان، يمن، ليبيا لا دمخه د مسكو تر اغېز لاندي راغلي ول، د فلسطين مقاومت هم د الفتح په لاس كي وو چي چپي افكار او د مسكو پلوي ئې غوره كړې وه، امريكا له دې موخي سره راغله چي د افغانستان په نيولو سره دا ټوله مهمه سټراټيژيكه او له ذخائرو ډكه سيمه په خپل واك كي راولي، پر مركزي آسيا د مسكو اغېز د تل لپاره پاى ته ورسوي، چين محاصره كړي، ايران او پاكستان وگواښي او تسليمېدو ته ئې اړ كړي، او تر ټولو مهمه دا چي د جهاد په نامه پيل شوې هغه تاريخي تجربه ناكامه كړي چي د شوروي اتحاد په زوال منتج شوه او دوام ئې اسلامي نړۍ د غرب له سياسي، نظامي او اقتصادي سلطې ژغوري، د تېرو دولسو كلونو په دوران كي ناټو د امريكا تر مشرۍ لاندي يونيم لك فوځ په افغانستان كي مستقر كړى وو، د امريكا نږدې يو مليون فوځيان راغلل، له افغانانو سره وجنگېدل، ستړي شول او بېرته ستانه شول، په دې مودې كي ئې نږدې يو لك اويا زره افغانان ووژل، له هيڅ جنايت ئې ډډه ونه كړه، خپل ټول مډرن وژونكي وسائل ئې وآزمويل، خو د مقاومت له ځپلو عاجز شول، نن له افغانستان د خپلو ټولو ځواكونو د ايستلو خبره كوي، وتل ئې عملاً پيل شوي، وايي تر 2014 پوري به د ناټو اكثر فوځونه له افغانستان ووځي، خو لس پنځلس زره فوځيان به ئې په نهو اډو كي پاته وي، په دغو اډو كي د دوى پاته كېدا به د هغه امنيتي تړون مطابق وي چي د كابل چارواكو په وړاندي ئې اېښې ده او ورته ويلي ئې دي چي تر انتخاباتو وړاندي ئې لاسليك كړي، كه نه نو د ناټو ټول ځواكونه به وځي او خپلي مرستي به بندوي، امريكايي چارواكي په مكرره توگه او ډاروونكې بڼي وايي: د امنيتي تړون له لاسليك پرته او د بهرنيو ځواكونو د وتلو په صورت كي به افغانان له بدو ورځو سره مخامخ شي، مزدور كمونيستان، اوباش غربپال، او ټولي هغه وطن پلوري ډلي چي د اشغالگرانو شتون د دوى جيبونه له ډالرو ډك كړي په واز كومي غوښتنه كوي چي دا تړون بايد له كوم ځنډ او تعديل پرته ډېر ژر لاسليك شي، د لويي مشورتي جرگې تر نامه لاندي ئې هغه ناافغانان راغونډ كړل چي د امنيتي تړون په نوم د وطن پلورني دا شرمناكه وثيقه د افغانانو په گټه گني، وايي: د گاونډيو د گواښونو په وړاندي د امريكا مالي مرستو او نظامي اډو ته اړ يو!! دا ځكه چي دولت نه د امنيتي ځواكونو د مصارفو له عهدې وتلى شي او نه ئې د تجهيز او اكمال توان لري، د دولت كلني عوائد دوه مليارډه ډالر دي او يوازي د امنيتي ځواكونو كلني مصارف تر څلور مليارډه زيات، دولت نه دا توان لري چي له خپلو عوائدو د مأمورينو معاشات تأديه كړي او نه د نورو انكشافي چارو لپاره بودجه لري، له هره پلوه بهرنيو مرستو ته اړ دئ، د ايران او پاكستان د لاسوهنو او احتمالي بريدونو مخنيوى په خپله نشو كولى د امريكا حمايت ته اړ يو، كه امريكايي ځواكونه ووځي كېدى شي د شوروي ځواكونو له وتلو وروسته حالت بيا تكرار شي!! مزدوري او پردي پالي رسنۍ شپه او ورځ په دې اړه پراخ تبليغات كوي او همدا استدلال په ډېر زور شور سره تكراروي، له هغو ناولو څېرو سره د سياسي او نظامي كارپوهانو په نامه مركې كوي او مركې ئې په تكرار سره خپروي چي تل د پرديو په چوپړ كي پاته شوي، همغه چي پلرونو ئې د انگرېزانو راتگ او د هغوى په لاس د هېواد اشغال د افغانانو لپاره گټور گڼلو، همغه چي د شوروي ځواكونو راتگ ئې د افغانانو د سعادت او ترقي لامل گڼلو، او هغوى ئې د گاونډيو د لاسوهنو په وړاندي د افغانانو حاميان او انټرناسيونالست ملگري گڼل، نن ئې خپله قبله بدله كړې، د مسكو او لندن پر ځاى واشنگټن د دوى نوې قبله ده، د امريكايانو په پښو كي سجده كوي، د هغوى د بوټونو ښكلولو ته چمتو دي او استدلال ئې داسي چي غواړي افغانان د امريكايانو بوټونه ښكل كړي، همدا وطن پلورونكي دي چي خپلي پرونۍ مسخره خبري تكراروي او ناټو د افغانانو لپاره د نجات فرشته گڼي، همغسي لكه چي انگرېزان او شوروي ځواكونه ئې د امنيت، صلحي او ترقي باعث گڼل، نه دا ورته ارزښت لري چي هره ورځ په لسگونو افغانان د دوى په لاس په وينو كي رغړي، د افغانانو پر عزت تېرى كېږي، نه دا چي دې ځواكونو زموږ هېواد تباه كړ، زموږ شتنمۍ غارتوي، زموږ ملي هويت له منځه وړي، زموږ دين او مذهب گواښي، زموږ ځوانان بې لاري كوي، په اخلاقي فساد او بې هويتي او بې ديني كي ئې لاهو كوي، قلم، بېل، كلنگ او څټك ئې له لاسه اخلي يا رباب په لاس وركوي او په سندرو او نڅا، شراب او قمار ئې مصروفوي او يا ټوپك په لاس وركوي او له آزادي غوښتونكو افغانانو سره ئې جنگوي، غله او مفسدين ئې پر افغانانو تپلي، زموږ خپلواكي ئې سلب كړې، موږ ته ايران او پاكستان د ستر دښمن په توگه معرفي كوي او راته وايي: د دغو گاونډيو د احتمالي خطر دفع كولو لپاره بايد ستا هېواد زما په واك كي وي، فوځ او پوليس دي وروزم، د گاونډيو له احتمالي بريد مو وېروي خو خپل نظامي، سياسي، او فرهنگي هجوم، افغانستان د يو سل پنځوس زره مسلح ځواكونو په مټ نيول، د افغانانو په ضد شپه ورځ نظامي عمليات، د بمونو او راكټو وروني، دائمي نظامي اډې، او زموږ د دين، كلتور، ملي هويت، ملي حاكميت او خپلواكۍ په خلاف د دوى پراخ هجوم نه يوازي د انتقاد او اعتراض وړ نه بولي بلكي هغه د وخت ضرورت او د ملي مصالحو په گټه بولي!! جمهور رئيس په لويي جرگې كي وايي: كه بيا د افغانانو پر كورونو د امريكايي ځواكونو له لوري بريد وشو نو امنيتي تړون به ختم وي، په سبا ئې په هيلمند كي بريد وشو او يوه كورنۍ ئې په خپلو وينو كي ورغړوله، تر دې دوه ورځي وړاندي په ننگرهار كي ورته بريد وشو، او د ده د وينا په مهال په گڼ شمېر سيمو كي امريكايي ځواكونو د ډېرو افغانانو كورونو ته ننوتل او هغوى ته ئې بې عزتي واړوله، خو دا پېښي نه په رسنيو كي منعكسي شوې او نه چارواكو كوم عكس العمل وښود. په امنيتي تړون كي راغلي چي امريكايي ځواكونه هر ځاى او په هر وخت كي كولى شي د ضرورت په صورت كي د افغانانو په خلاف نظامي عمليات ترسره كړي، د دوى كورونو ته ننوځي، هر څه چي زړه ئې غواړي وكړي خو هيڅ افغان به د هغوى د محاكمه كولو حق نه لري… د سپيني ماڼۍ چارواكي ښاغلى حامد كرزى گواښي چي د غلامۍ دا ننگينه وثيقه به له كوم تغيير او بدلون پرته او ژر لاسليك كوي، كه نه نو ټول امريكايي ځواكونه به له افغانستان وځي او د امريكا ټولي مرستي به متوقف كېږي، لنډغر غربپال، وطن پلوري ذليل كمونيستان، ملحد ناافغانان، دين پلوري ملايان، شيطان صفته پيران او د دوى جاهل، سفيه او په غرض او مرض لړلي مريدان او ټول مفسدين… ټينگار كوي چي دا د غلامۍ شرمناكه وثيقه بايد له ځنډ او تغيير پرته لاسليك شي، په داسي حال كي چي د ملت غوڅ اكثريت، مؤمن مجاهدين، مخلص او واقعي علماء د بهرنيو ځواكونو بشپړ او فوري وتل غواړي، څوك چي وسله لري او د جنگېدو توان؛ هغوى په سنگرونو كي ناست دي، او د الله تعالى په نامه ئې لوړه كړي چي د خپل هېواد تر بشپړي آزادۍ به وسله پر زمكه نه ږدي.

امريكايان نه د چا په بلني راغلي او نه د چا په غوښتنه پاته كېږي، لكه څنگه چي په تېرو دولسو كلونو كي له كوم تړون پرته په خپله خوښه راغلل او ولاړل بيا به هم تر هغه پاته وي چي پاته كېدا ورته ممكنه او گټوره وي، د افغانستان او د دې سيمي د شتمنيو د غارت لپاره راغلي نه د خدايي خدمت لپاره، د دوى راتگ له هره پلوه همغسي دئ لكه د شوروي اتحاد راتگ، مسكو لومړى كمونيستان قدرت ته ورسول بيا ئې خپل فوځونه افغانستان ته راولېږل (هغه هم تر دې نامه لاندي چي گواكي د كابل حكومت د فوځونو رالېږلو غوښتنه ترې كړې) راغلل او د خپلي خوښي نوى گوډاگى ئې پر ټانكونو سپور ارگ ته ننايست، خو امريكايانو له داسي غوښتني پرته لومړى كابل اشغال كړ، بيا ئې په بن كي حكومت جوړ كړ، او د دې حكومت چارواكي ئې په خپلو جهازونو كي كابل ته راورسول او د قدرت پر گدۍ ئې كښېنول، وزارتونه ئې پر هغو ډلو ووېشل چي په امريكا او د افغانستان په اشغال كي د امريكا ملگرو هېوادو پوري تړلې وې، داسي ناولو او كرغېړنو څېرو ته ئې اقتدار سپارلى چي د امريكايانو تر راتگ وړاندي ئې نه نېك نوم وو او نه په ولس كي اعتبار او درناوى، كه هغه مهال انتخابات ترسره شوى وى نو دا سپېرې څېرې به د پارلمان غړيتوب هم نه وو ترلاسه كړى خو اوس د جمهوري رياست لپاره كانديدان دي!! ځيني ئې داسي دي چي د ډېر پړسوب او وروستوب له كبله د خبرو پر مهال خپلي ژامي هم سمي نشي خوزولى، تر نن پوري همدغه ناولې او په فساد لړلې څېرې د اقتدار پر گدۍ ناست دي، كرسۍ ئې بدلېږي رابدلېږي، كله د يوه وزارت وزير شي او كله د بل، كله د يوه ولايت والي شي او كله د بل، له همدغو ډلو د جمهوري رياست لپاره نوماندان وړاندي كېږي او د انتخاباتو په مسخره لوبي سره خلك مصروف ساتي او د هغوى د غولولو هڅه كوي، شوروي ځواكونه لس كاله وجنگېدل او د جنگ په پاى كي ئې غوښتل قدرت يوه موقت بې طرف حكومت ته وسپاري خو د واشنگټن د اصرار له كبله ئې له دې پرېكړي لاس واخيست او له دې سره ئې موافقه وكړه چي د جبل السراج ائتلافي جبهه رامنځته شي او ائتلافي حكومت جوړ شي، خو امريكايي ځواكونه دا دئ دولس كاله له افغانانو سره وجنگېدل او اوس غواړي يو كال وروسته هم نه اډې ولري او په دغو اډو كي نږدې پنځلس زره داسي سرتېري ولري چي مأموريت به ئې د جگړي دوام او د افغان امنيتي ځواكونو سوق، اداره او د افغانانو په ضد د هغوى جنگول وي، غواړي پاته كېدا ئې د هغي مسخره جرگې د خندوونكې پرېكړي پر بنسټ وي چي مشري ئې شيطان مجددي ته سپارلې، دا مشورتي جرگه كټ مټ همغسي وه لكه د نجيب لويه جرگه، حتى تر هغې ډېره ډېره بدغونې، ځكه د نجيب جرگې شوروي ځواكونو ته د اډو وركولو پرېكړه نه وه كړې خو د شيطان مجددي جرگې همدا شرمناكه پرېكړه وكړه، نجيب افغان كمونيست وو خو مجددي افغان نه دئ، د ده كورنۍ د انگرېزانو په لاس او د دوى له لوري د كابل له اشغال وروسته د هند له سرهند كابل ته راانتقال شوه، د ده د پلار مأموريت همغسي وو لكه نن د ده دنده، توپير ئې يوازي دومره چي هغه د انگرېزانو مفتي وو او دى د امريكايانو مفتي!!     

كه څه هم د دې ذليلو وطن پلورو مسخره خبري د دې وړ نه دي چي پر څېړلو ئې خپل وخت ضائع كړو، خو له حقائقو د بې خبرو افغانانو د پوهاوي لپاره بايد ووايو:

هيڅ باشعور او پوه انسان به دا ادعاء ونه كړي او له هيچا به ئې ونه ومني چي ناټو افغانانو ته صلح او امنيت راوستى دئ يا به ئې راولي، او د بهرنيو ځواكونو په شتون كي به جگړه پاى ته ورسېږي، د تېرو دولسو كلونو جگړو وښوده چي دا ادعاء دروغجنه او بې بنسټه ده. حقيقت دا دئ چي د بهرنيو ځواكونو شتون د جگړي او بې امنيو د دوام اصلي عامل دئ.

مزدوري رسنۍ دا ادعاء د افغانانو د وېرولو او غولولو لپاره زمزمه كوي چي د ناټو ځواكونو له وتلو وروسته به د 1990 كلونو وضعيت رامنځته شي، دا ادعاء خو به په هغه صورت كي د اعتناء وړ وه چي هغه حالت د واشنگټن، مسكو او د دوى د سيمه ييزو ملگرو په مرسته او لاسوهنه نه وى رامنځته شوى او د كورنۍ جگړي نوم مو وركولى شوى، او په هغه صورت كي به د اعتناء وړ وه چي اوسنى حالت تر 1990غوره وى، حقيقت دا دئ چي د امريكا له بريد وروسته تر نن پوري يو لك اويا زره افغانان وژل شوي او په هغو جگړو كي د مړو شمېر لسو زرو ته هم نه رسېږي، هغه جگړي د مخكنيو جگړو تسلسل وو، په هغو جگړو كي د كمونيستانو ونډه دومره وه لكه تر دې وړاندي، توپير ئې يوازي دومره وو چي تر دې وړاندي كمونيستان يوازي ول او له دې وروسته غربپال او نور مفسدين هم ورسره يوځاى شوي وو او د مسكو تر څنگ امريكا او ايران هم د دوى مرسته كوله.  

دا هم خوشې او پوچه وينا ده چي افغانانو ته له پاكستان او ايران دومره گواښونه متوجه دي چي د مخنيوي لپاره ئې د اته څلوېښتو هېوادو ځواكونو يو نيم لك فوځيانو ته اړ يو، بايد امريكا ته نظامي اډې وركړو چي زموږ امنيت تأمين كړي!! كوم احمق انسان به دا پوچه ادعاء ومني چي د دوه وو گاونډيو له احتمالي شر او ضرر د خوندي پاته كېدو لپاره بايد خپل هېواد په امريكا او د هغې په اته څلوېښتو مؤتلفينو وپلورو، له گاونډي د وېري له كبله بايد د خپل كور كيلي غلو ته وسپارو او داړه ماران د محافظينو په توگه غوره كړو او خپل كور ته ئې راولو!! گواكي د لوى او پراخ شر په مرسته د وړوكي احتمالي شر مخه ونيسو!! دا مسخره وينا همغه د كمونيستانو پرونۍ پوچه وينا ده چي ويل ئې: د شوروي اتحاد ناسيوناليست ځواكونه د اشرارو او د دوى د بهرنيو حاميانو د ځپلو لپاره افغانستان ته راغلي!! نن د دوى همغه زړه او كچه وينا د دوى تر څنگ نور وطن پلوري هم زمرزمه كوي، حقيقت دا دئ چي گاونډيانو هغه مهال موږ ته زيات تاوان رسولى چي د اشغالگرانو ملگرتيا ئې كړې، د اشغالگرانو له ملتيا پرته هغوى موږ ته د تاوان رسولو توان نه لري، ما ته ووايئ: آيا ايران د امريكا له ملگرتيا پرته زموږ په كورنيو چارو كي كله هم دومره پراخي لاسوهني كړې دي چي نن ئې كوي؟!! د تاريخ په اوږدو كي د نادرشاه افشار له څو محدودو كلونو پرته ايران هيڅكله نه دئ توانېدلى چي افغانانو ته په كږه سترگه وگوري او د افغانانو په كورنيو چارو كي د لاسوهنو جسارت وكړي، ايران پوهېږي چي افغانانو د كلونو كلونو لپاره پر ايران حكومت كړى، كه نن د افغانانو په كورنيو چارو كي د لاسوهنو جسارت كوي او د خپلو مزدورانو په لاس تور بيرغونه د كابل په واټونو كي رپوي دا جسارت امريكايانو هغوى ته وركړى.  

څوك چي وايي: افغانان د خپل هېواد آبادولو او د خپلو مالي ستونزو د حلولو لپاره د پرديو مرستو ته اړ دي!! هغوى ته وايو: كه فردي تگدي او سوالگري حرام وي نو د ملت په كچه پرديو ته لاس اوږدول او لمن غوړول خو په اولى درجه حرام دي، مرگ پر هغه ملت چي مشران ئې نورو ته د سوال لمن غوړوي، هغه څوك دئ چي د خداى لپاره له موږ سره بې غرضه مرسته وكړي؟!! يوازي يو ذليل فرد او ذليل ملت به د خپلي آزادۍ په بيع بل ته د سؤال لاس اوږدوي؟! حقيقت دا دئ چي افغانان دومره هم د پرديو مرستو ته اړ نه دي لكه چي ځيني ذليل پرديپال ئې وايي او زموږ د بقاء اساسي عامل ئې گڼي، څوك نه پوهېږي چي كه صلح تأمين شي نو نه به بهرنيو مرستو ته اړ وو او نه دومره لوى شمېر اجير امنيتي ځواك ته، د عوائدو ډېر مدارك لرو، يوازي د مخابراتو او گمرك د ډاډمن كنټرول له لاري دومره څه ترلاسه كولى شو چي ډېري ستونزي مو حل كړي، كه افغانان همدا نن شل مليونه مبايل ولري، او هر يو د ورځي لس پنځلس دقيقې له خپل مبايل استفاده وكړي او مصرف ئې يو ډالر حساب كړو نو د كال اوه مليارډه دوه سوه مليونه ډالر كېږي، دا مبلغ نن يا په شخصي جيبونو كي لويېږي، يا د هغو كمپنيو په كڅوړه كي چي د دوى د هېوادونو فوځونه د افغانستان په اشغال كي د امريكا ملگرتيا كوي، په دې توگه په تېرو دولسو كلونو كي نږدې (86400000000) ډالر له افغانانو ترلاسه شوي، آيا همدا د دولت لپاره كفايت نه كوي؟!! دا نن د گمركاتو د عوائدو لويه برخه د اداري فساد له كبله د غلو چارواكو په جيب كي پرېوځي، د لويو لارو امنيتي پوستې له ډرېورانو كميشنونه اخلي، كه د دې فساد مخنيوى وشي نو همدا عوائد د دولت د عادي بودجې لپاره كفايت كوي، دا نن په زرگونو جريبه دولتي زمكه په وړيا بيع د واكمنو د خپلوانو په لاس كي پرېوتې او په سلگونو ښارگوټي جوړ شوي چي عوائد ئې سلگونو مليونو ډالرو ته رسېږي، كه دا كار د دولت له لوري ترسره شوى وى نو له يوې خوا به د ډېرو بې وزلو او بې كوره افغانانو ستونزي حل شوې وې او له بلي خوا به هغه مبالغ د دولت خزانې ته انتقال شوي وو چي نن د زورځواكانو په لاس كي پرېوځي، د امريكايانو له راتلو وروسته يوازي د مخلوع پاچا د كورنۍ غړو او محمدزايانو د جعلي او بې اعتباره اسنادو په مرسته په لكونو جريبه زمكه ترلاسه كړه، په لويو ښارونو كي او ښارونو ته نږدې شاړو دولتي زمكو د ملكيت اسناد ئې په درغليو سره جوړ كړل او زمكو په پلورلو ئې لاس پوري كړ او پيسې ئې بهرنيو بانكونو ته انتقال كړې. كه دولت وتوانېږي چي اوبه مهار كړي، پرې نږدې چي زموږ اوبه گاونډيو هېوادو ته وړيا په لاس ورشي، بندونه جوړ كړو، شاړي بيدياوي خړوبه او سمسور كړو، د برېښنا د توليد په اړه ترې استفاده وكړو، نو يوازي د برېښنا عوائد به ئې دومره وي چي د دولت د عادي بودجې څو برابره به وي، دا نن پاكستان دې ته اړ او چمتو دئ چي د كنر پر سند د بند جوړولو په اړه پانگونه وكړي، له دې سيند د ابتدايي څېړنو له مخي او په لومړي پراو كي يو زر شپږ سوه ميگا واټه برېښنا ترلاسه كېدى شي، شپږ سوه ئې د كنر، ننگرهار، لغمان او كابل لپاره كفايت كوي، زر ميگا واټه ئې پر پاكستان پلورلى شو، قيمت به ئې هم د اوزبكستان او تاجكستان تر هغي برېښنا زيات وي چي پاكستان ئې له دې هېوادو د پېرلو اراده لري، ځكه كنر ورته نږدې دئ او د انتقال مصارف ئې د هغو هېوادو د برېښنا په نسبت ډېر لږ دئ، زموږ زمكه او اوبه د نفوس په پرتله دومره زياتي دي چي د اوسني شمېر څو برابره نفوس ته غله او مېوه وركولى شي، يوازي د كنر د سيند د اوبو په مهارولو سره كولى شو شپېته زره جريبه زمكه د گمبيري په دشتي كي او لسگونو زره جريبه زمكه د كنر سيند په ژيو كي سمسوره كړو، دې ته ورته كارونه په شمال او غرب كي كولى شو، نن زموږ اوبه په وړيا توگه گاونډيو هېوادو ته درومي، پر دې سربېره د افغانستان موقعيت، معادن او تر زمكي لاندي ذخائر… داسي دي چي د امنيت په صورت كي به ډېر شتمن هېوادونه زموږ له شرائطو سره سم مرستي ته راوړاندي كېږي. دا هم بايد ديوه مسلمان په توگه په پام كي ولرو چي د رزق خزانې له الله تعالى سره دي، الله تعالى له كافر هم خپل رزق نه سپموي له مؤمن به ئې څنگه سپموي، كه احياناً د درې وخته پر ځاى دوه وخته ساده خواړه ولرو دا تر دې ډېر غوره دئ چي پر دسترخان مو د خيرات رنگ رنگ حرام خواړه پراته وي، يقيناً چي تر موړ غلام وژى آزاد ډېر شرف لري.

دا نن زموږ په گاونډى ايران كي چي د افغانستان له جگړي ئې ډېره گټه ترلاسه كړې، يوه خصوصي مخابراتي او تلويزيوني شبكه نه مومو، يو خصوصي بانك نه مومو، يو شخصي ښارگوټى نه مومو، دا او دې ته ورته چاري په بشپړه توگه د دولت په واك كي دي او له دې لاري هر كال په مليارډونو ډالر د دولت په حساب تر لاسه كوي، نه يوازي د پرديو مرستو ته اړ نه دئ بلكي ډېر څه په نورو ملكونو كي د خپلو پلويانو پر پاللو لگوي، په تېرو انتخاباتو كي ئې يوه نوماند ته دېرش مليونه ډالر وركړل، غرب د همدې لپاره له ايران ناراض دئ او هلته د خپلي خوښي تبديلي غواړي چي نه پرېږدي د ايران ماركيټونه او د عوائدو دغه مدارك او منابع غربي كمپنيو ته په واك كي وركړي، خو زموږ وطن پلورې ډلي د غرب دغو شرائطو ته تسليمېدل د ترقي باعث گڼي!! 

هغه چي وايي: امريكايانو شپږ سوه مليارډه ډالر په افغانستان كي لگولي؛ دروغ وايي، دا دروغجن مبلغين د امريكا مزدوران دئ او مأموريت ئې دا دئ چي افغانان د پرديو غلامۍ ته تيار كړي، حقيقت دا دئ چي امريكايانو يو ډالر هم له خپل جيب د افغانانو د خير او ښېگڼي لپاره نه دئ لگولى، ټول مصارف ئې يا د افغانانو له جيبونو ترلاسه كړي، يا د جاپان، عربي او اروپايي هېوادو په څېر له هغو چي سپيني ماڼۍ د افغانستان په اشغال كي له ځان سره ملگري كړي، امريكا پنځه نوي سلنه مصارف يا پر خپل فوځ، يا د افغانانو په ضد جنگ، يا د اشغال د دوام په موخه پر اسخباراتي او تبليغاتي چارو لگولي، پاته پنځه سلنه ئې پر څو غيرمعياري سړكونو او دې ته ورته پروژو لگولي، هغه هم د خپلو قطارونو او انتقالاتو لپاره، دا دئ عملاً گورو چي هغه سړكونه نن او د دوى د وتلو پر مهال بېرته كنډوكپر شوي او يو دوه كاله وروسته به له اساسي ترميم پرته د استفادې وړ نه وي، د دې پروژو چاري هم د امريكايانو په لاس ترسره شوې او په هري يوې كي د مليونونو ډالرو اختلاس شاهد يو، مگر نه گورو چي امريكا په دې دولسو كلونو كي نه يو وړوكى بند جوړ كړ، نه ئې كوم نهر وايست، نه ئې كومه بيديا خړوبه كړه، نه ئې زموږ مهاجرين په خپلو كورونو كي بسيا كړل، دولس كاله وړاندي او د امريكا د بريد پر مهال مو پنځه مليونه مهاجرين درلودل، نن د كابل حكومت د مهاجرينو وزارت او د ملگرو ملتونو اړوند ادارې وايي چي په پاكستان او ايران كي پنځه مليونه افغان مهاجرين مېشت دي!! دا په داسي حال كي چي مزدورو رسنيو د اشغال په لومړيو كلونو كي په ډېر زور شور سره ويل چي مهاجرين په ډېر لوى شمېر كي هېواد ته راستنېږي!!

څوك چي وايي صلح د امريكا په لاس كي ده، كله چي وغواړي راوستى ئې شي؛ د دې خبري معنى دا ده چي د جگړي كيلي هم د امريكا په لاس كي ده، او دا يقيناً چي يو څرگند حقيقت دئ، جگړه دوى پر دې سيمي تپلې، د دوى په راتلو سره تشديد شوې او لمن ئې ورځ په ورځ پراخه شوې، په وتلو سره ئې د جگړي اصلي عامل پاى ته رسي.

مزدوري رسنۍ وايي: كه بهرني ځواكونه ووځي نو څوك دا تضمينوي چي مجاهدين به روغي جوړي ته چمتو شي او له جگړي به لاس واخلي، په داسي حال كي چي موږ په مكرره توگه ويلي: دې ته چمتو يو چي د بهرنيو ځواكونو د وتلو په صورت كي د ډاډمني صلحي په تأمين كي او د هر بهرني تجاوز په وړاندي د افغان ولس په مقاومت كي په خپل ټول توان او طاقت سره فعاله او رغنده برخه واخلو، انتخابات او د ملت رأيي ته رجوع د اقتدار د انتقال د يوازيني مشرع اسلوب په توگه منو، نه پرېږدو څوك د پرديو د مټو، پيسو او وسلو په زور د قدرت پر گدۍ كښېني.

آيا له دې ټولو څرگندو دلائلو سره سره د دې لپاره كومه معقوله او د منلو وړ توجيه موندلى شو چي يو شريف او پر آزادۍ مين افغان د پرديو په پښو كي د خپل هېواد د استقلال او خپلواكۍ له ذبح كېدو سره توافق وكړي، يقيناً چي سرلوړي افغانان به هيڅكله دا سپكاوى او ذلت ونه مني، عملاً گورو چي يوازي هغه ذليل او سپك ناافغانان د دې ننگين سند د لاسليك حمايت كوي چي يا كمونيستان دي يا هغه چي نه دين او مذهب لري او نه شرف او غيرت.

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *