افغانستان « د بهرنیانو قبرستان » — نثار احمد صمد

 

 

افغانستان « د بهرنیانو قبرستان »

 

راپورتر : ټکر ریلز

منبع : سی بی ایس نیوز ( امریکا )

نېټه : ۲۰۰۹/۲/۱۹

ژباړن : نثار احمد صمد

 

( دا راپور په پیښور کی د « سی بی ایس نیوز » د خبریال سمیع یوسف زي لخوا تهیه سوی او په لندن کی د ټکر ریلز لخوا تصحیح سوی دی ).

 

پر افغانستان د طالبانو د پخواني واکمن رژیم یو وزیر وایی چی که امریکا هرڅومره پوځیان چی په وس یی وی هېواد ته راولیږی ، هغوی به بیا هم د پخوانیو ټولو « بهرنیو یرغلګرو » د کټ مټ برخلیک سره مخامخ کیږی .

یوه ورځ وروسته له هغه چی ولسمشر اوباما هلته د نورو ۱۷۰۰۰ پوځیانو د ورلیږلو اعلان وکړ چی ډېر ژر به ورځی ، نو دغه پخواني وزیر « سی بی ایس نیوز » ته وویل چی زه نه پوهیږم « امریکا ولی په داسی یو هېواد لکه افغانستان کی د پوځیانو پر شمېر او نفرو تکیه کوی چی هلته د بهرنیو پوځیانو تعدادهیڅ کوم بدلون نه دی رامنځته کړی او ګټونکي تل د آزادۍ جنګیالي دي . »

د « سی بی ایس نیوز » امنیتی خبریال ډیویډ مارټین راپور ورکړﺉ چی په افغانستان کی د امریکا لوی قوماندان دا پلان لری چی دغه پوځونه مستقیمأ د جنګ زړه یعنی د هېواد جنوبی ناآرامه سیمی ته سوق کړی او پلان لری چی په دې جنګ کی د نورو زیاتو پوځیانو د ګډون غوښتنه هم وکړی .

 

د طالبانو د پخواني حکومت دغه لوړ مامور چی اوس د طالبانو یو قوماندان او د تحریک د پوځی شورا غړی دی ، په تېر جنګ کی روسی ځواکونو ته په اشاره سره چی غوښته یی افغانستان کنټرول کړی ، وویل چی د بی رحمه ښورښ پواسطه هماغسی جنګ بیرته راغبرګېدونکی دﺉ .

دغه پخواني وزیر چی د خپل نوم د ښودلو څخه  ډډه وکړه « سی بی ایس نیوز » ته وویل چی : « امریکا او ناټو چی هرڅومره ډېر پوځیان راولیږی ، په هغه اندازه به هغوی نور هم ډېر په افغانستان کی راګیر سی . »

دﺉ تر اوسه هم د هغه تحریک سره تړلی دی چی امریکایی یرغل په ۲۰۰۱ کی بی واکه کړ ، او ادعا کوی چی د وسلوالو طالبانو شمېر به په همدې کال کی درېیمه برخه نور هم زیاتیږی یعنی ۱۰۰۰۰ ته به رسیږی . ده وویل چی موږ تېر کال ۵۰۰۰ جنګیالي او نور ۳۰۰۰ مو هم « قوا ضربتی » لرل . ده وویل چی د دغو جنګیالیو ستره برخه په هلمند او کندهار کی متمرکزه ده .

ده وویل چی دغه زیاتوالی د امریکایی پوځیانو په دې وروستي ډېرښت پوری اړه نه لری ، بلکی دا زموږ په تاکتیک کی د بدلون راوړلو یوه پریکړه ده ؛ چی د هغه له مخی جنګ د اطرافو څخه ښاری او د اوسیدونکو څخه ډکو سیمو ته را اړوو . ده داسی وویل : « دا شمېر مهم نه دی ، بلکی هغه څه چی اهمیت لری دا دی چی ستراتیژی او تاکتیکونه مو نوي کړی دي . »

دغه پخواني وزیر د منتظرو ځان وژونکو حمله کونکو په هکله هم غوری وکړې او داسی یی وویل : « بم چاودونکي زموږ اصلی سرمایی دي او تر اوسه هم یو شمېر ځان وژونکي کسان لرو . »

ده وویل چی د طالبانو سره په ټوله نړۍ کی د مسلمانانو خواخوږي « پر غزه باندی د صهیونیسټی اسراییلو د حملې » له امله نوره هم ډېره سوې او ادعا یی وکړه چی د ډیرو هېوادونو څخه بسپنه کونکي موږ ته روپۍ رالیږی تر څو موټرونه او چاودېدونکی مواد په رانیسو او د هغه څخه د نوو رارسېدونکو امریکایی پوځیانو پر ضد د بمی حملو په توګه کار واخلو .

ده زیاته کړه چی امریکا او ناټو د خپلو پوځیانو د ډېرولو له امله « یقینأ خپل حواس بایللی دي . موږ له مخکی څخه لا د پاکستان له لوری د هغوی اکمالاتی لاری تړلي او څه نا څه ۱۰۰۰ طالبان مو ورلیږلي چی کابل ته هغه نوی اکمالاتی لاری هم قطع کړی چی د منځنۍ آسیا او روسیې له لاری به راځی . »

 

دغه پخواني وزیر وویل چی لویدیځو حکومتونو او خپرونو پرله پسې د افغانستان دا جنګی تحریک د نورو هېوادونو یوه تروریسټی ډله بللې ده ، خو استدلال یی وکړ چی دا یو باالکل هېوادنی ښورښ دی .

ده وویل چی « موږ د ۳۰۰ یا ۴۰۰ څخه زیات داوطلبان نه لرو ، خو هغوی ټول د القاعده لخوا نه بلکی صرف زموږ لخوا قومانده کیږی . »

ده زیاته کړه چی « د افغانستان تاریخ به هیڅکله هم په بشپړ توګه پر شا را و نه ګرځی ، او موږ هم هیڅکله د بهرنیانو لخوا نه یو مات سوي . افغانستان د سلو کالو لپاره د بهرنیو د هدیرې په توګه راغلی دی . دا هیڅ امکان نه لری چی دا ټاټوبی به د امریکا لپاره برﺉ رامنځته کړی . هو ، دا کار هیڅکله هم نه سی پیښېدای ، او تاریخ به په دې پیړۍ کی هم قطعأ بدل نه سی . » پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *