یو بل کرزی افغانی سوداګریزه امپراتوري جوړوی — نثار احمد صمد

 

یو بل کرزی افغانی سوداګریزه امپراتوري جوړوی

 

لیکوال :جېمز رایزن

منبع : نیویارک ټایمز

نېټه : ۲۰۰۹/۳/۴

ژباړن : نثاراحمد صمد

 

محمود کرزی اته کاله مخکی په سانفرانسکسو، باسټن او بالتمیور کي یو څو عادی رستورانونه چلول . خو ښاغلي کرزی چي د مهاجرت په حال کي د رستوران خدمتګار او بیا د هغه مالک سو، نن د افغانستان یو بریالی تاجر دی .

دافغان ولسمشر حامد کرزي دغه مشر ورور یعنی محمود کرزی د هیوا د د یوازینۍ سمنټو فابریکې، د هغه د اصلی بانک، د هغه د ودانیو د راکړی ورکړی د لوی کار وبار د پرمختګ ، د هغه د ټویوټا موټرونو د توزیع کولو د یوازیني کار وبار او د ډبرو د سکرو په څلورو کانونو کي لویی ګټی لری .

دﺉ او د ده یو بل سوداګریز شریک چي د افغانستان اطاقِ تجارت پر مخ بیایی او تر خپل دغه امریکایی ملګري ډیر پيوند لری، ده ته موقع مساعده کړې چي د معاملو دلالی وکړی او خارجی پانګه اچونکی تطمیع کړی . د اجرائیه چلوونکو په وړاندی چي د حکومت سره کومه ستونزه رامنځ ته کیږی نو یوازینی سړی چي مراجعه ورته کیږی همدا دﺉ دی . یو انتقاد کوونکی دﺉ « وزیر جوړونکی» وباله، ځکه د لوړو مقاماتو د مقررولو یا شړلو لپاره دوری هوری لاس اچوی .

دغه کرزی چي ورور یی دا هیواد چلوی، د پیسو په جوړولو کي هیڅ شرم نلری او دخپل بري لپاره لوی لوی هوسونه په سر کی لری او داسی خطیرو کارونو ته لاس اچوی چي نور کسان ځانونه نسی ورته ټینګولای . ده په یوه مرکه کي داسی وویل  : «  زه په داسی پروژو کي پانګه اچوم چي اصلي کار ایجابوی . زه پر دې عقیده میَن یم  چي افغانستان یو سینګاپور یا هانګ کانګ سی .»

دغه کرزﺉ د خپلی سوداګریزه امپراتوري د جوړښت لپاره په واشنګټن او کابل دواړو کي د خپلو ارتباطاتو څخه ګټمن سو یدی . ده د جمهوریت غوښتونکي ګوند د پخواني  کانګریس مېن جیک کیمپ  د مالی ملګرتوب له درکه د امریکا د حکومت څخه په ملیونونو ډالره پور حاصل کړ تر څو په کندهار او کابل کي د ودانیو د جوړونی او راکړی  ورکړی لپاره یی لګولی وای . دغه پارلمانی استازي دﺉ  امریکایی مقاماتو او نړیوالو سوداګریزه څانګو ته ورمعرفی کړی و . دﺉ د هغه څه څخه ګټمن سو چي د ده سیالان د افغان حکومت سره پر هغو د خوږو معاملو پړه اچوی .

 د دغه کرزي یو دم راپورته کیدو د ډيرو هغو افغانانو لپاره دانارضایت او شک پیدا کړی چي د کرزي د حکومت څخه ورځ تر ورځي خواتوري کیږی او د هغه د داخلي معاملو ، امتیاز ورکوونکی کارو بار ، رشوت اخیستنی او نورو ناولو فعالیتونو په وړاندی بی صبره کیږی .

 کار پوهان خبردارﺉ ورکوی چي مسلط فساد  د طالبانو ښورښ تقویه کوی ، او هم د ولسمشر کرزي څخه چي غواړی سږکال بیا ځان کاندید کړی د امریکا ملاتړ د تهدید سره مخامخ کوی .

که څه هم محمود کرزی په کومه  جنایی غلطه کړنه سره نه دی تورن سوی، خو د انتقادیانو په دې شکایت سره چی وایی د ده پرمختلنه په درغلۍ سره آسانه سوې ، اصلاْ یو سیاسي پوروړی دی .

د پارلمان غړي داؤدسلطانزوی چي د کرزي د کورنۍ دسوداګریزو فعالیتونو ګرویږنی غواړی ، وپوښتل چي « که د ده  ورور  ولسمشر نه وای، آیا ده به هغه مهال هم دومره ډيری پیسی لرلای، او دومره ډيری معاملې به یی کولای ؟ یو هغه دلیل چي خلک پر حکومت باور نه کوی دا دی چي واکمن کسان د شخصي ګټی لپاره د خپل قدرت څخه ناوړی استفادې کوی .»

 دولسمشر کرزي ویندوی همایون حمیدزاده له دې نه انکار وکړ چي ولسمشر د خپل ورور لحاظ او ساتنه کوی . ده وویل چي :« ولسمشر هیچا ته اجازه نه ورکوی چي د ده  د نوم  په استعمالولوسره  قراردادونه وکړی یا معاملی تر لاسه کړی . » محمود کرزي هم کټ مټ دا شکایتونه  رد کړل چي ده  د خپلي کورنۍ د تړاو پر اساس کارو بار کړی دی . د ه په یوه مرکه کي وویل چي :« زما په باره کي ډير حسد او غلط فهمۍ سته . ټول هغه انتقادونه چي ګواکی زه د خپل ورور له درکه داخلی معاملی حاصلوم له یو مخی غلط او درواغ دي .»

 ولسمشر کرزي د هغو کسانو له خولې چي دﺉ پيژنی  په خصوصی  توګه شکایت کړی چي د محمود کرزي سوداګریزه معاملات د سیاسي پلوه وارخطا کوونکی دي، خو ده کوښښ ندی کړی چي محمود یا خپل بل  کوم ورور کنټرول کړی .

د ده بل ورور قیوم کرزی چي په بالتیمور کي یو رستوران لری، تر وروستیو وختونو پوری د پارلمان غړی و که څه هم نورو غړو داشکایت کاوه چي دﺉ  تقریباْ هیڅ نه حاضریږی . ده په یوه مرکه کي وویل چي زه د ولسمشر کرزي ، سعودی عربستان او طالبانو تر منځ د خبرو غیر رسمی منځګړی یم .

بل وروریی احمد ولی کرزی چي د کندهار د ولایتی شورای رئیس دی د افغاني اوامریکایی رسمي مامورینو یعنی هغو کسانو لخوا د مخدره موادو په کاروبار متهم دی چي همیشه دا وایی چي ولسمشر د هغه پر ضد کوم اقدام ندی کړی . سعد محسنی په کابل کي د یو آزاد ټلویزیون مالک وویل چي : « ولسمشر کرزی لومړی د یو معزز سړي په توګه معلومیدی، خو هیڅ داسی سابقه مو نده لیدلې چي کوم رهبر دې خپلو وروڼو ته دومره اجازه ورکړې وی چي دومره ډيری پیسی ټولی کړی . د ده وروڼه ولسمشر نه پریږدی چي په واقعی ډول د هغه څه په هکله فکر وکړي چی د افغانستان لپاره  تر ټولو غوره وی . »

 

د فرصتونو په تمه  ـ

محمود کرزی چي د امریکا متابعت لری ، خپل د مېري لینډ کور ساتلی دی ، خو په دوبئ کي د خپل تجارتي شریک د میلونونو ډالرو سره کابل ته ځي او راځي . دغه کرزی چي ۵۴ کلن دی په خپل هیواد کي کندهاری سوداګرو ته په خپل وطنی لباس کي په ښه پښتو ږغیږی  خو په تجارتخانو کي بیا د لویدیځوالو سره په بهترینه انګریزی خبری کوی . سیاست مداران او سوداګران د ده په بار ه  کي  آوازې او پروپاګند خپروی …. دﺉ وایی چي زه تل د فرصتونو په لټه کی یم ، حال دا چي سیالان په دې قهر دي چي ما له صحنې شړلي یا می هڅه کړې چي د هغوی معاملاتو ته ورننوزم .    

 

په افغانستان کی د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد وویل چی « د سوداګرۍ په برخه کی به خلک ماته راتلل او شکایت به یې کاوه چی محمود همیشه د نوي کاروبار فیصدی غواړی . »ښاغلي خلیلزاد په یوه مرکه کی وویل : کله چی ده د ښاغلي کرزي څخه د دغو ادعاګانو په هکله وپوښتل ، نو هغه د دې ټولو څخه انکار وکړ .

دغه کرزي په یوه مصاحبه کی وویل چی ما هغسی سوداګریزه پروژې انتخاب کړي چی هغه به زما په عقیده د افغانستان په ګټه وی . دﺉ ټینګار کوی چی زه دلته نه یم شتمن سوی دا ځکه چی ډېر مسؤلیتونه می اخیستي دي . ډېر افغانی سوداګر او سیاسی څیرې ، سره لدې چی کوم شواهد یی نه دي وړاندی کړي ، بیا هم نوموړﺉ د هېواد بډای ترین سړی بولی .

دغه کرزﺉ خپلو انتقادیانو ته یوه غیر عادی دفاعیه ورمخته کوی : حتی که ما غوښتلای ، بیا می هم ځکه له داخلی امتیازه کار نه اخیست چی ورور می بی اثره دی . دغه کرزي د ولسمشر په باره کی داسی وویل : « دﺉ به هیڅکله هم فیصله و نه کړی . دﺉ به تل د سیاست خبري درسره کوی . که ته د اقتصاد په هکله ورسره وږغیږې نو دﺉ کومه مینه نه ښیًی . دﺉ د ستونزو اوارونکی نه دی . »

دغه کرزي د حکومت فساد وغانده او شکایت یې وکړ چی د اقتصاد په برخه کی د ده د  ورور غلطی ادارې دا مشکله کړې ده چی پیسې وګټل سی . ده وویل چی زه ځکه د سوداګریزه ټولنی لپاره د یو رابط  رول ادا کوم چی اداري کارونه ځواب ویونکي نه دي .

دغه کرزي وویل چی « خلک د ارتباطاتو په یو چینل پسی ګرزی ، نو وایی چی : دغه سړی د ولسمشر ورور دی او ضرور به د خپل ورور سره ږغیږی . پدې ډول دا خلک خواتوري سی او بیا نو وایی چی راځی لوړو کسانو ته ورسو . »

خو نور سوداګر او سیاسی څیرې د ده لخوا پر ولسمشر باندی انتقادونه خوشی ټوکی بولی او وایی چی هغوی غواړی په دې توګه د وروڼو تر منځ ټینګي اړیکی نورو ته بل ډول وښیًی . جنرال هادی خالد چی وایی زه یې تیر کال ځکه د داخله وزارت د یو لوړ مقام څخه وشړلم چی د محمود کرزي د تجارتی شریک شیرخان فرنود  د یوې معاملې مخالفت می کاوه ، وویل چی دا « ۱۰۰٪ یو اکټ دی چی دوی یې کوی . »

 

د امریکا ملاتړ ـ

دغه کرزﺉ په ۲۰۰۱ کی د امریکا په مشرۍ پر افغانستان تر حملې ډیر ژر وروسته ورغیً تر څو د جګړې څخه په مابعده اقتصاد کی ځان ورګډ کړی . کاروباری مشرانو وویل چی په مېری لینډ کی د نورو افغان الاصله امریکایی کاروباریانو سره د افغانستان د اقتصاد د بهتر سمون په سر د ده څه ګړبړ پېښ سو او دا هغه مهال و چی د بوش ادارې غوښته چی کومکونه ورپیل کړی . نو ده هم ژر یوه کوچنۍ ډله رهبري کړه چی د افغانستان اطاقِ تجارت یې پسی جوړ کړ او د امریکا د نړیوالي مرستندویه څانګي څخه یې شپږ ملیونه ډالره پسی تر لاسه کړل .

دغه کرزﺉ د تیر کال په هغو انتخاباتو کی چی د دې امریکایی مرستندویه  څانګی په څه باندی نیم ملیون ډالره مالی کومک سره وسول ، د اطاقِ تجارت مرستیال او ښاغلی فرنود یې ریًس شو . خو مخالفین یې تور لګوی چی دا انتخابات په ټګۍ برګۍ سره وشول تر څو دغه دوه کسان تر ټولو رامخته سوی وای ، او دا هغه ادعاګانی دي چی دغه کرزﺉ یې نه مني .

دغه کرزي په واشنګټن کی د خپلو مشهورو دوستانو څخه نوری مرستی هم تر لاسه کړې . ده دې ته اشاره کړې چی د سپټمبر د یوولسمی تر حملو وروسته یې د ښاغلي جېک کیمپ په شمول د محافظه کارو جمهوریت غوښتونکو سره آشنایی پیدا سوه . ښاغلي کیمپ په یوه مرکه کی وویل چی ما دغه کرزﺉ په لیری بهر کی د خصوصی پانګی اچونی د شرکت لوړو مامورینو ته ور معرفی کړ چی یوه فډرالی اداره ده او په خارج کی امریکایی تجارو ته روپۍ تهیه کوی . ښاغلي کیمپ وویل چی ما غوښته په افغانستان کی پانګه اچونه وهڅوم او زیاته یی کړه چی زه د دغه کرزي د معاملاتو څخه ګټمن سوی نه یم . ده داسی وویل : « زه ګومان کوم چی ده د کابل او کندهار په حدودو کی زما نوم راکښته کړ ، خو زه ډاډ درکوم چی د ده په کاروبار کی هیڅ کوم طبیعی حق یا ګټه نه لرم . »

د لیری بهر د خصوصی پانګی اچونی د شرکت د مقاماتو له خولې ، دوو کمپنیانو دغه کرزي ته څه باندی پنځه ملیونه ډالره پور  ورکړ تر څو ده په کندهار کی د کورونو د جوړولو د پرمختیا او هم په کابل کی د اپارتمانونو د جوړولو د یوې لویی شبکې لپاره مصرف کړي وای . د کندهار ماجراجویی ، چی د یوې استوګنی سیمی جوړول وه ، او دغه کرزي هغه « عینو مېنه » وبلله ، د یو جاه طلبانه پلان په توګه شورماشور او کلک اعتراض راپورته کړ . د کندهار په ښار کی دغه لس زره ایکړه ساحې ( هر ایکړ ۴۰۴۷ متر مربع دی ـ ژباړن ) په افغان اردو پوری تعلق درلود ، خو د کندهار مقاماتو هغه دغه کرزي ته مفته ورکړه .

دغه کرزي وویل چی د کندهار مقاماتو راته وویل چی دا مځکه واخله تر څو غښتلي جنګسالاران یې قبضه نه کړی . ده وویل چی د کندهار والی موافقه وکړه چی حکومت ته به هله د هر کور پیسې ورکړه سی چی دغه کرزﺉ په هر کور مصرف سوي روپۍ تر خرڅېدو وروسته حاصلی کړی . خو د  اردو سره هیڅ کومه معامله هم و نه سوه . افغان پوځیانو په ۲۰۰۵ کی د ساختمانۍ پر محل هجوم  وروړ او وحشیانه ډزي یې وکړې . ډګر جنرال حبیب الله شاه توری ، چی د دفاع د وزارت د املاکو د ساتنی مسؤل دی ، وویل چی د دغه کرزي کمپنۍ پوځ ته هیڅ پیسې هم نه دي ورکړي . دا شخړه تر اوسه هم ورو  ورو ایشی . دغه جنرال په یوه مرکه کی وویل چی « د مځکو دغه مافیا  زما مځکه اخیستې ده . کله چی زه دغو املاکو ته ورسم نو  ژاړم . »

خو دغه کرزﺉ وایی چی ما څه باندی دوه سوه کورونه جوړ کړل چی څه نا څه شپیته یې لا د جوړېدو په حال کی دي او دې کار د منځنۍ طبقې افغانانو تر منځ محبوبیت حاصل کړ . ده وویل چی « د درو خونو یو کور په شل زره ډالره خرڅوو . نو هغه خو نسو راسره ساتلای . »

 

د نغدو روپیو غټ کاروبار ـ

دې کرزي هغه مهال خپلی دغه خورا ستري ماجراجویی ته لاس واچاوه چی د خپلو نورو پانګه اچونکو په شراکت یې د افغانستان د سمنټو یوازینۍ فابریکه په خپل کنټرول کی راوستله . دا هغه مهال و چی د کانو وزارت د دې فابریکې د فعال ساتلو حقوق لیلام ته واچول او دغه کرزي او شریکانو یې د نورو څخه په رامخته کېدو سره هغه په پنځه ویشت ملیونو نغدو ډالرو واخیستل . دغه کرزي وویل چی د لیلام اصول خو همداسی ایجابوی . لاکن د پارلمان غړﺉ ښاغلی سلطانزوی تور لګوی چی د دغو نغدو پیسو تقاضا د وروستۍ دقیقې شرط و ، او دا هغه څه و چی ښاغلي کرزي جوړ کیً . ښاغلي سلطانزوی داسی وویل : « دوی دا ټولی پیسې نغدی ورسره راوړي وې او وزیر ته یې پر مېز کښېښوولې او وروسته یې بیرته واخیستې . » خو دغه کرزي وویل چی دغه ګروپ باید پیسې ځای پر ځای نه تادیه کولې بلکی برعکس هغه کرایې او د حکومتی حق الامتیاز ونډي تحولوی .

 

ده د خپلو پروژو د اړتیا وړ پیسو لپاره هغه « کابل بانک » ته لاس رسي لرلې ده چی په ټول افغانستان کی غټ ترین مالی بانک دی ، او دﺉ یې هم د مشرانو څخه شمېرل کیږی . دغه کرزي وویل چی ښاغلي فرنود چی د دې بانک مؤسس دی ، ده ته په بانک کی د سهم لرلو له امله د یو پانګه اچونکی په توګه د پور کومک ورکړی دی .

 

دﺉ همدا راز په افغانستان کی د ټویوټا موټرو د یوازینی خرڅونکی شرکت اصلی مالک دی او دا هم د ښاغلي جېک کیمپ څخه په مننه چی په امریکا کی د ټویوټا شرکت د مشورتی بورډ غړی دی او دغه کرزﺉ یې د دې کمپنۍ اجرایًوی هیأت ته ور معرفی کړی دی .

 

ښاغلی خلیلزاد ، چی په راتلونکو انتخاباتو کی یې د ولسمشر په وړاندی د درېدو د پلان سوچ رد کړ ، وویل چی ولسمشر چی کله پدې باوری سو چی دﺉ د ټویوټا د دې معاملې په سر خپه دی نو په لوړ ږغ یې تعجب وکړ چی مبادا دﺉ د هغه مانع و نه ګرزی . ده وویل چی زه معتقد یم چی ولسمشر د دې مسألې په هکله د جاپان د سفیر سره خبری وکړې ، خو ګټه یې و نه کړه .

 

اشرف غنی د مالیې پخوانی وزیر چی غواړی سږ کال ځان ولسمشرۍ ته کاندید کړی ، وویل چی کله ولسمشر کرزي راڅخه وغوښته چی د ده په حکومت کی ورسره یو ځای سم ، نو زه د کرزي د کورنۍ د داخلی معاملو د توانمندۍ څخه اندیښمن وم .

ښاغلي غنی ترې پوښتلی وو چی « آیا دا خو به یوه کورنۍ پروژه او سرمایه ګذاري نه وی ؟ هغه راته ویلي وو چی قطعأ نه . خو نن دا دی هماغسی وسوه . » پای

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.