احمدي نژاد په ډاګه کړه چی زه پخوا یهودﺉ وم — داکتر نثار احمد صمد

 

 

احمدي نژاد په ډاګه کړه چی زه پخوا یهودﺉ وم

 

راپورتران : ډماین مک ایلری او احمد وحدت

منبع : ډیلی ټلګراف ورځپاڼه ( لندن )

نیټه : ۲۰۰۹/۱۰/۳

ژباړن : نثار احمد صمد

 

 

د محمود احمدي نژاد لخوا پر یهودیانو توندي حملې یو حیرانونکیً راز پټ ساتي چی د هغه مدارک ډیلی ټلګراف رسوا کړل .

د ایرانی ولسمشر عکس چی د ۲۰۰۸ په ولسمشریزو انتخاباتو کی یې خپله پیژند پاڼه نیولې ، واضحأ دا ښیًی چی د ده کورنۍ یهودي ریښه لری .

 

که دغه اسناد له نږدې وکتل سی نو دا ښیًی چی دﺉ پخوا په « سبورجی ین » سره پیژندل کیدﺉ چی یو یهودي نوم دی او معنا یې جامې اوبدونکیً دی . هغه ګډي وډي کرښي چی پر دغه کارډ لیکلي ، دا اشاره رسوي چی د ده کورنۍ د ده تر زوکړی وروسته د اسلام په مشرف کیدو سره خپل نوم « احمدی نژاد » ته اړولی دی .

« سبورجی یان » په روایتی توګه د ښاغلي احمدی نژاد  د زوکړی د ځای یعنی « ارادن » څخه نشأت کوی ، او دا نوم د « سبور اوبدونکی » څخه اخیستل سوﺉ دی چی مطلب یې په پارس کی د یهودی « تالیت شال یا څادر » څخه و . دا نوم حتی د ایران د داخله وزارت لخوا د ایرانی یهودیانو لپاره د اختصاص کړو نومونو په لیست کی شامل دی .

 

ماهرانو تیره شپه څرګنده کړه چی ښایی د احمدی نژاد لخوا پر یهودو  د کرکو نه  ډکو حملو د څرک تاریخچه په اصل کی د خپلی سابقې د پټولو یو له حده وتلی جبران وی .

د عربو او ایرانیانو د څیړنو د مرکز څخه علی نوري زاده وویل چی « د احمدی نژاد  د دې سابقې بڼه د ده په باره کی ډیر شیان واضح کوی . هره کورنۍ چی یو بل دین ته اوړي ، نو د خپل زاړه دین په غندلو سره یو نوﺉ هویت اخلی . دﺉ د اسراییلی ضد ویناوو په کولو سره هڅه کوی چی د خپلو یهودي تړاوونو هر ډول بدګومانۍ او شکونه ایسته وغورځوی . دا ځکه چی  دﺉ په بنسټ پاله شیعه ټولنه کی ځان خوږېدونکی ( آسیب پذیر ) احساسوی . »

 

په لندن کی د ایراني یهودو په هکله یو استوګن ماهر وویل چی د نوم په پای کی د « جی ین » تورې په تیره بیا دا ښودلې چی هماغه کهول به د یهودو عمل کاوه .

په ایران کی یو زوکېدلې یهود چی په لندن کی اوسیږی ، وویل  « هغه خپل نوم د مذهبی دلایلو پر اساس بدل کړی ، یا دا چی لږترلږه  والدینو یې دا کار کړی دی . سبورجی ین په ایران کی یو ډیر مشهور یهودﺉ نوم دی . »

 

په لندن کی د اسراییلی سفارت یو ویندوی « ران ګیدر » وویل چی دا به د ښاغلي احمدی نژاد په سابقه پوری اړه نه لری . ده وویل چی « دا هغه څه نه دی چی موږ دې خبري ورباندی وکړو . »

 

د ایران مشر د دې څخه انکار کوی چی کله د ده کورنۍ په ۱۹۵۰ لسیزه کی تهران ته راوکوچېده ، نو د ده نوم هم بدلون وموند . خو ده هیڅکله  دا نه ده واضح کړې  چی هغه یې د څه شي څخه راواړاوه  او نه یې هم د دې بدلولو دلیل مستقیمأ ویلی دی .

د ده خپلوانو پخوا ویلی وو چی د دینی دلایلو او اقتصادی فشارونو یو ترکیب د ده پلار احمد چی یو پښ ( یعنی آهنګر ) و ،  دې بدلون ته اړیوست چی ښاغلی احمدی نژاد هغه وخت څلور کلن و .

 

ایرانی ولسمشر د یو لایق انجینیر په توګه را میدان ته سو چی د ترافیکو په کنټرول کی یې دوکتورا پیسی واخیسته . دﺉ مخکی له دې چی په مرکز کی سخت دریځه سیاست ته ننوځی ، د « انقلاب ساتونکو » په ملیشا کی شامل و .

 

د سږ کال د ولسمشریزو انتخاباتو پر مهال د ټلویزیونی مناقشې په ترڅ کی دﺉ تحریک او اذیت کړه سو تر څو دا ومنی چی د ده نوم بدل سوی دی ، خو ده ځان دوری هوری تېر او ناګومانه واچاوه .

مګر بیا هم یو ویب پاڼه لرونکی چی مهدی خزالی نومیږی ، او د ښاغلې احمدی نژاد  د اساس او سرچینې ګروېږنه یې غوښته ، په اوړی کی ونیول سو .

 

ښاغلې احمدی نژاد  پر اسراییلو باندی منظمأ ډیر توند انتقادونه کړي دي ، د هغه د شتون پوښتني یې راپورته کړي او هلوکاسټ ( یعنی د هټلر لخوا یهود وژنه ) یې نه ده منلې . برتانوي دیپلوماتان تیره میاشت د ملګرو ملتونو د غونډې څخه وروسته له هغه ووتل چی  ایرانی ولسمشر  اسراییل  د « ډله ییزه وژنو ، وحشت او توکمیز تعصب » په ترټلو سره وغانده .

 

بنجامین نتن یاهو د ملګرو ملتونو په همدې سرمشریزه غونډه کی په ایراني مشر پوری یو لمسېدلی تهمت وتړﺉ . ده  داسی  وویل  « پرون چی کوم سړي هلوکاسټ درواغ وباله ، د همدې سټېج څخه ږغېدﺉ . معنا دا چی تاسو د هلوکاسټ څخه فقط شپېته کاله وروسته هغه سړي ته مشروعیت وروبخښیً چی د شپږو ملیونو یهودانو وژنه  نه منی ، په داسی حال کی چی د اسراییلی دولت یعنی د یهودو د دولت د محوه کولو خبري کوی . دا څومره سپکوالی دی . څومره د ملګرو ملتونو په منشور ملنډي دي . »

 

ښاغلیً احمدی نژاد  د نازیانو لخوا د یهودي توکم د محوه کولو د هڅو په باره کی پرله پسې خورا ډیري خبري کوی . ده په هغه غونډه کی چی په ۲۰۰۶ کی په تهران کی د هلوکاسټ په هکله جوړه سوې وه ، اعلان وکړ چی « هغوی نن داسی یوه خیالی افسانه جوړه کړې چی د یهودو ډل وژنه یې بولی او هغه د خدای ، دینونو او پیغمبرانو تر اصولو هم  یو لوړ بنیادی قانون بولي . » پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *