میندې — شاهد شفق وردګ

 

میندې


شاهد شفق وردګ

 

هره هیله هره تلوسه زړه ته ورټولیدله ،یوې مور زانګو زنګوله ،يوې مور د خپلواکۍ  د بیرغ د ساتلو لپاره د یو چا په رګونو کښې د وینو د څاڅکو د توییدو لېوالتیا په حرکت راوستله.

یوې مور د شاهین د الوتلو تنده د خپل ماشوم پر تندي لیکله.
یوې مور د غرونو په لوړوالي کښې یوه ماشوم ته  دعظمت یوه نه چوپېدونکي قیصه لوستله.
یوې مور خپل ماشوم ته   دنړۍ د وحشتونو او تیارو سره د جګړې لارښونه کوله ،د حق په شمع سوځېدل په اغزیو زخمي کېدل خود ګلانو ساتل د یوې مور په مینه کښې خپل ماشوم ته لیکل شوي وو.
هغه زلمی شوی وو
له هغه سره یوه نه هیرېدونکې او د زړه له تله را اوچتېدونکي یوه هیله وه ښایی د زړورې مور له کتلو څخه یی الهام اخیست،ښایی د افغانې مور له کلکو ارادو څخه یی سرچینه نیولې وه.
هو کومه مور چې خپل ماشومان د ویده کولو په وخت د سترو او باعزمو مجاهدینو او د اسلام د تاریخ د اتلانو په قیصو ویده کړي ولې به له هغوي څخه ستوري نه جوړېږي؟

هغه میندې چې خپل ماشومانو د لوبو او ساعت تيري لپاره د ساز او سرود الات راوړي کله د هم دا تمه نه لري چې د دوی زامن به د راتلونکي تاریخ پاڼې واړوي.

یوه مومنه مور د اسلامي نړۍ د تاریخ صفحې اړولی شي،انقلابونه جوړولی شي،طوفانونه تم کولی شي او د نړۍ دا وینې څښونکې تیارو ته د درېدو امر کولی شي
هو که میندې وغواړي او که میندې  هوډ وکړي.
د یوه زلمي د شهادت تنده هیڅ ځواک هم له هغه څخه نه شي اخستلی،د یو زلمي عزم هیڅکله هم نه شي ماتېدلی خو کله چې میندې هغوی وروزي.
ملتونه د خپل پایښت او بقا لپاره وینه ورکولی شي مګر کله چې میندې ملتونه وروزي مګر کله چې میندې د سنګرونو اتلان وروزي او کله چې میندې د اسلام د تاریخ د عظمت ویده قیصه راوسپړي.
د هغه هیله به همدا وي چې د وخت له فرعونانو سره ټکر وکړي او د مظلومو ولسونو دوینو څښونکو سره د حساب او کتاب درشلونه پرانېږي ،هو هغه به همداسې زلمي وي کله چې د مور په رګونو کښې د اسلامي امت دردونه پراته وي.
د اسلامي  امت په دغه ټولنیز دردونکي حالت کښې د افغان میندو د شهامت او زړورتیا څخه څوک سترګې پټولی شي؟؟

د قربانیو او اتلولیو په  انځورونو کښې افغان میندې کله  هم له چا څخه شا ته ندي پاتې شوي.

د دغه ځورېدلي ولس په زړه کښې لا میندې شته دي چې د  نړۍ له مغرورو  قوتونو سره د ټکر اراده لري.
افغانو میندو په روانه صلیبي جګړه کښې د ملالې د ژوند پېښې را ژوندی کړې ،د دې یو غوره مثال په هلمند ولایت کښې یوه مور وه چې په خپله درلودونکې اسلحه یی ګڼ شمېر صلیبیان د جهنم کندې ته ولېږل، د دغه زړورې او اتلې مور د ستایلو لپاره که د تاریخ پاڼې نه وي اماده او یا لیکوال پرې کتې نه خوځوي دا ګتې د ماتې او دا تاریخ د تر پښو لاندې شي.
تر هر چا ډېر میندې کړېدلې او ځورېدلي دي ،د دې هېواد د خپلواکۍ لپاره میندو د خپل ژوند ډېر خواږه له لاسه ورکړيدي او میندې حق لري چې له یاده ونه ایستل شي،د هغوی هغو حقونو ته د درناوی وشي کوم چې اسلام ورکړي دي.
د دې هېواد کومه برخه نن د میندو په اوښکو نده نمجنه؟
هره ورځ د لسګونو افغانانو د مړینې خبر اورو ،هره ورځ د یوې مور د یوې خور د کریږو شاهد ګرځو ،هغوی دومره ځورېدلي چې نړۍ تر ټولو له ناورین ډک انځور زمونږ مخې ته ږدي.
مګر د چا له لاسه؟؟

او څوک دي چې د هغوی ژوند خواږه وژني؟؟
د روسانو له ماتې وروسته له هغومره قربانیو وروسته کوم غلیم او کوم منافق د هغوی هیلې په خاورو ولړلې؟؟د هغوی د شهیدو زامنو وینې چا خرڅې کړې؟؟
څوک وو چې له شړل شوو روسانو څخه اسلحې او ټانکونه راوړل او څوک دي چې اوس له صلیبیانو سره اوږه په اوږه روان دي؟؟
همدا خلک د لکونو مومنو میندو د هیلو قاتلین دي

همدا د پردیو مزدوران،همدغه د روس او امریکا بنده ګان دي چې د خپل ملت او د خپلو درنو میندو د وینو ،سلګیو او اوښکو باعث شویدي.
درنو مومنو ځورېدلو افغان میندو!
ستاسي د هیلو له هر قاتل سره حساب کول او تر ګریوانه نیول زمونږ د ژوند هدف ګرځېدلی دی
ستاسې  د عظمت قیصو  مونږ ته د شهادت مینه راکړې تر څو چې اسلامي نظام نه وي جوړ شوي تر څو چې د صلیب مزدوران تورمخي نه وي درېدلي،تر څو چې د میندو اوښکې نه وي وچې شوې او تر څو چې د خپلواکۍ شین بیرغ نه وي رپېدلی ارام به نه کوو.
په درنښت

والله علی ما نقول وکیل

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.