د ميرويس جان په ځواب کې د کرزي ليک — عبد الرحمن ابراهيم خيل

 

د ميرويس جان په ځواب کې د کرزي ليک

 

لیږونکی: عبد الرحمن ابراهيم خيل

 

ګرانه زويه ميرويس جانه:

د ليک په ليدلو دې ډير خوښ شوم، تمه مې درته پيدا شوه، د کوم ارمان او هدف لپاره مې چې په تا د ميرويس خان نوم ايښى دى، ډاډه شوم چې ان شاء الله دا ارمان به مې پوره کيږي.

 

ګرانه زويه تر ما لويه!

يوه ټوکه به هم در وکړم، يقين دې وشه داسې له غيرت، ميړانې او شهامت څخه ډکې خبرې دې کړې دي لکه چې اصلاَ زما زوى نه، بلکې د ملا محمد عمر اخند زوى يې، الله پاک نه ډير شکر ګزار يم، پر مايې زښته زياته لورينه کړې ده چې ماته يې داسې زوى راکړى دى چې که په ميړانه کې تر ملاعمره زيات نه وي، کم هم ترې نه دى!…. زه او داسې زوى!!!

 

ګرانه بچيه:

اوس غواړم چې ستا د ګيلو ځوابونه درکړم، الله دې وکړى چې درديدلى زړګى دې لږ خوشاله شي.

لمړى بايد په دې پوه شې چې له امريکايانو سره ما مرسته نه ده کړې او نه ما راوستلي دي، بلکې هغوى زه راوستلى يم، او هغه هم په وچ زور، ماته اوس هم په امريکا کې د خپل رستورانټ کار تر دې رياسته ډير خوند راکوي، هلته خو مې اقلا په خپلو نوکرانو او آشپزانو پوره واک درلود، دلته خو په خپل ارګ کې د يوه عادي ساتونکي د ليرې کولو واک هم نلرم، ټول واک له امريکايانو سره دى، هلته خو مې هرې خواته چې خوښه وه تللى شوم، دلته خو ته پخپله پوهيږې چې بيت الخلاء ته هم په آزاده او ډاډمنه توګه نشم تللاى!!!

 

زما د سترګو توره:

دا خبره درسره د تاريخي اسنادو په توګه وليکه چې امريکايان هغو کسانو راوستي دي څوک چې ځانونه په هيواد کې د تير جهاد او مجاهدينو مشران او اصلي وارثان ګڼي، هغه سياف دريادوم چې تا يې په ليدلو سره يو پلا چيغې کړي: (پلاره بلا مې خوري) هغه فهيم دريادوم چې ستا مور هميشه ماته وايي چې دده سترګې شليدلي او بې حيا دى.

هاغه ايزک ډبل عبدالله، او وازخولى کشاف دريادوم!

همدوى او د دوى دا نور بې وجدانه ، پست او ذليل ملګري وه چې د امريکايانو لپاره يې د پلي پوځ رول يې ادا کړ، کله به چې د امريکايانو الوتکې په هوا کې ګرځيدلې دوى به په ځمکه له خوښۍ څخه نڅيدل.

يوه پلا زه له سياف سره په پغمان کې ميلمه وم، د ډوډۍ خوړلو په جريان کې يې په ډيره سپين سترګۍ راته وويل: ښاغلى کرزى صاحب دا امريکايان به څه وخت وځي؟!!! پدې خبرې سره مې اعصاب ورته خراب شول، ګوله مې په ځمکه وويشتله، ورته ومې وويل: لژ شرم پکار دى، دا پوښتنه بايد زه له تاسو څخه وکړم، چې امريکايان مو د څومره وخت لپاره راوستي دي؟! لژ حياء وکړه: راوستلي تا دي او د وتلو پوښتنه يې له ما څخه کوې؟!!!

 

ګرانه زويه:

کوم کس چې ما ته په روزګان کې پخپل کور کې پناه راکړې وه، او بيا امريکايانو د ده په کور د يوه واده په مهال بمبار وکړ، دا د ده د خپل عمل سزا وه، زه پرې ډير خواشينى نه يم، ده ماته ځاى نه زما لپاره، او نه د الله لپاره راکړى وه، بلکې له امريکايانو سره يې د پريمانه ډالرو په مقابل کې تړون کړى وه، بالا شه ډير ډالر يې واخستل، بالآخره د کونډو او يتيمانو آزار وواهه او د خپلو راوستلو دوستانو له لوري وتروړل شو.

هو! د امريکايانو د هغو نورو ظلمونو يادونه چې تا کړې ده، په هغو زه هم خواشينى يم، د زنګاوات پيښې زه هم دردولى يم، خو څه وکړم، زه د خپل ځان اختيار نلرم، نو د هغوى به د څه درد دوا شم، زه حتى د خپلې ماينې اختيار نلرم، کله چې زه د ولسمشر په نامه وټاکل شوم، هغه مهال ته نه وې پيدا شوى، د بې بې سي راديو يوه خبرياله غالبا صفيه حليم راغله ستا له مور سره يې مرکه کول غوښتل، مرکه يې ورسره وکړه، خو په کومو شرطونو؟ کيداى شي اوس ستا پرې يقين رانشي، پدې شرط چې ستا د مور اکس به نه نشروي، حتى ژغ به يې هم نه نشروي!!!

 

ګرانه زويه:

پلار دې که هرڅه وه، دووس نه وه، خو الله دې بي بي سي راډيو ګونګه او سونګه کړي، په رښتيا چې شيطاني راډيو ده، د مرکې د نشر په مهال يې زموږ شرطونه هم ورسره يادل کړل، دې مرکې موږ ته بلا غمونه وزيږول، ټوله نړۍ يې راته وقهروله، د امريکا د سنا او ګانګرس ښځينه غړې خو نږدې وې چې له غوسې دوه ځايه شي، خپل حکومت ته يې ويل چې موږ خو ددې لپاره په افغانستان کې خپل بچيان نه قربانوو چې کرزى خپله ماينه داسې ستر کړي لکه څنګه چې طالبانو کولې… ډير به دې څه سر خوږوم، د فشارونو په نتيجه کې آخر خبره دې حد ته ورسيده چې ستا مور مې له ډيرې مجبورې ورځې په يواځې ځان د څو نورو ښځو په مشرۍ امريکا ته د يوه پلاوي په نامه واستوله تر څو په ما باندې د سخت دريزۍ لګيدلي تورونه ليرې شي!!!

آه بچيه! په هغو ورځو کې زما له زړه څخه يو الله خبر وه، زه دلته کابل کې وم او ماينه مې هلته د خنزيرانو او شادوګانو ميلمه وه؟!!!

اوس ته ووايه چې زه د خپلې ماينې اختيار نلرم نور نو څه کولاى شم؟!!!

 

ګلاليه زويه:

که ټولې کيسې در ته وکړم ويريږم چې انتحاري راباندې ونکړې؟! خو دا بايد ټول راسره ومني چې يواځې زه هم ملامت نه يم، بلکې د ملت هغه ويده خلک هم ملامت دي چې زه هر څه اشارې ورته کوم د دوى سترګې ډالرو نيولي دي، ځانونه يې کاڼه او ړانده اچولي دي، لکه چې نه څه اوري او نه يې ويني!

ما چې په تا باندې ميرويس نوم کيښود او اوس مې خور دې ملالۍ ونوموله، د نورو موخو تر څنګ مې يو هدف دا وه او ده تر څو خلکو ته وښيم چې اصلي خلک هغه دي چې وطن آزادوي، له يرغلګرو سره د خپل ناموس په وړاندې سازش نه کوي، مادي ګټو ته د معنوي هغو په مقابل کې هيڅ ارزښت نه ورکوي، خپل راتلونکى تاريخ نه بدناموي، خو بدبختانه چې هيچا هم پدې اشارو ځان پوى نکړ؟!

نژدې کال مخکې ما يوه ورځ بهرنيو ځواکونو څخه په جدي الفاظو وغوښتل چې خپلسري عمليات بند کړي، او بيا څو ورځې ورسته مې وروستى اخطار ورکړ، په ښکاره، د رسنيو له لارې مې اعلان ورته وکړ چې که دا ځل مو خپلسري د شپې عمليات ترسره کړل او زموږ بې ګناه وګړي مو ووژل نو دا به زموژ افغانانو د عمومي قيام او پاڅون وخت وي، نور صبر نشو کولاى؟!

 

زوى جانه: زه پوهيدلم چې خارجيانو ته زما خبرې هيڅ اهميت نلري، هيڅکله به هغوى له خپلو دې وحشيانه اعمالو لاس وانخلي؟ زما هدف خلکو ته د دې خبرې رسول وه چې نور نو د متجاوزو ځواکونو په مقابل کې د عمومي قيام او پاڅون وخت راغلى دى، له دې ذلت څخه د خلاصون لپاره له عمومي پاڅون څخه پرته بله لاره نشته، که زه مجبوره يم او يا مې له زړه څخه د ايمان نور کډه کړې ، نور خلک خو بايد را پاڅيږي او د خپلو خويندو او ميندو انتقام واخلي!!! خو افسوس چې ما ويدو ته نه، بلکې مړو ته اشارې کولې، د هغو راويښيدل مې غوښتل چې ډالرو يې ايمانونه او وجدانونه وروژلي دي؟!!!

 

تقريبا مياشت مخکې مې دې ورته يوه بله هڅه هم وکړه، د علماؤ شورا مې وهڅوله تر څو د ښځو د کارکولو په اړه شرعي ضوابط راوباسي او اعلان يې کړي، هغوى هم همداسې وکړل، د ښځو مختلفو سازمانونو او ځينې نړيوالو حقوقي سازمانونو دا اعلاميه په سختو الفاظو سره وغندله، ما يې په ځواب کې وويل چې د علماؤ د شورا اعلاميه د اسلام په اصولو ولاړه ده هيڅوک پرې د اعتراض حق نلري، بايد عملي شي، سره له دې چې زه له اول سر نه پوهيدم چې د ښځو په اړه د شرعي احکامو د عملي کول وس نه په ما کې شته، او نه د حکومت په کومې بلې ادارې کې، ځکه لکه مخکې مې چې ورته اشاره وکړه د امريکايانو د راتګ يوه غټ سبب هم ښځو ته داسې حقوق ورکول وه لکه څنګه چې په غرب کې دي، او د امريکايانو او نورو خارجيانو د بقا لپاره يوه مهمه وسيله هم د ښځو آزادي ده؟ۤ!

مهمه دا: پدې طريقې سره ما غوښتل خلکو ته وښيم چې زما حکومت هسې تش په نامه اسلامي حکومت دى، د اسلامي احکامو د پلې کولو لپاره هيڅ واک او ځواک نلري، نه پوهيږم چې دا پلا به خلک پوه شوي وي او که نه؟ دا په راتلونکي پسرلي کې مالوميږي، الله دې وکړي چې دا ځل خلک را ويښ شوي وي.

 

ګرانه زوى ګيه:

ستا دا انديښنه بلکل په ځاى ده چې امکان لري امريکايان زموږ په کور هم راوخيژي، ځکه هغوى چې د سياف په کور په توره شپه کې او په يوناڅاپي ډول ورختل او داسې کانې يې ورسره وکړې چې د ويلو نه دي، پداسې حال کې چې سياف له دوى سره کومه مرسته کړې ده هيچا ورسره نه ده کړې، نو زه خو بايد د هرې پيښې توقع ولرم!

زويه د ملا محمد عمر اخند د سر دعا کوه، يقين وکړه که هغه نه وه، او مقاومت يې نه وه پيل کړي، نو اوس به زه په ارګ کې چا آشپزۍ ته هم نه پريښودم، سياف سره يې که ډير ښه کړي وه، نو د ولسي جرګې په آشپزخانې کې به يې د تابلو مشري ورکړې وه، نور به ټولې څوکۍ له سوچه امريکايانو سره وې؟!.

 

زويه:

تا د پخوانيو پاچايانو خبره سمه کړې ده، ولا چې له رباني او مجددي صاحب څخه پرته، هغه نور ټول له ما څخه بيا هم ښه ول، ځکه اقلاَ د ګلخانې ماڼۍ اختيار خو يې پوره درلود، زه خو دا هم نلرم.

رشتيا زويه د حضرت صاحب مبارک له پيمپر نه چا خبر کړې؟ راپورې ونه خاندې د پيمبر بلا اوس د انتحاريانو له لاسه زموږ د حکومت په لوړپوړو چارواکو کې يو عام مصيب جوړ شوى دى، نږدې ده چې په رسمي ډول يې د چارواکو د ضرورياتو په لست کې شامل کړو، خو دا چې ته لا تر اوسه نه وې خبر، دلته ستا له مور څخه د زړه له کومي مننه کوم چې تر اوسه يې زما راز يې پټ ساتلى دى!!!

 

زما بچوړيه:

ستا دا خبره بلکل په ځاى ده چې طالبان تر هر چا زيات هوښيار او په سياست پوى خلک وه، زما په اند د دې غټه وجه داده چې هغوى اکثره ديني عالمان دي، د رسول الله سيرت ورمالوم دى، او په همغه عمل کوي، او دا بيا اتفاقي او يقيني خبره ده چې په نړۍ کې تر رسول الله زيات هوښيار او سياست پوه بل څوک نه تير شوى، نه شته، او نه به راشي.

 

زما د زړه ټکوره زويه:

پام چې دا خبرې له بل چا سره ونکړې، که امريکايان درخبر شول نو سمدلاسه به په باګرام کې د انتحاري په نامه پروت يې، چې را ايله کول دې بيا زما له وسه پورته خبره ده، او که ته غَرَه يې چې ما څو ځله واړه واړه انتحاري ماشومان ايله کړې دي، بايد پوه شې چې دا هسې ډرامې وې، يو انتحاري چې امريکايان يې په نيولو تنها خبر شي هغه ولو که د يوه کال ماشوم هم وي، ايله کول يې زما د مرحوم بابا جان له وسه هم پوره نه دي؟

په پاى کې يو وار بيا ستا له نيکو او عالي احساساتو نه ډيره مننه کوم، الله پاک دې رښتينى ميرويس خان کړه، زما له برخليک څخه دې الله پاک لمسي، کړوسي، کودي او آن پردي وساته، پام چې په ما پسې ولاړ نشې، د پتياليو او ننګيالو خلکو په پل قدم ږده، اګر که زما د سر دښمن هم وي.

ستا مجبور او محصور پلار: حامد کرزى.

عبد الرحمن ابراهيم خيل

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *