نه غلام يم په تاريخ کې، نه غلام مى مور او پلار دئ
سمیر شجاع
نه غلام يم په تاريخ کې
نه غلام مى مور او پلار دئ
زه آزاد يم پيدا شوئ
آزادي زما شعار دئ
که تلاش مى څوک د ښکيل کړي
نو دښمن ته دى وګوري
پټيدو ځاى ئې نور نشته
ورکه کړي تيښتى لار دئ
څه غيرت به زما کار وي
څه ايمان مى کارولئ
د الله قدرت ته ګوره
دا عزت د هغه کار دئ
غليم لاړو په ګوڼډو شو
غلامان ئې ورپسى دي
دا زور نه زما د مټ دئ
د مظلوم يتيم آزار دئ
ربه تانه ډير راضي يم
چې مشعل مې دې اسلام کړو
په تورتم د زمانو کې
ښکاره کړي ئې سمه لار دئ
سمير څنګه شکر نه کړي
هدايت ئې شو په برخه
بى ايمان دى نه يم کړئ
سر سجده شکرګزار دئ
(سمیر شجاع)
Most powerful!
ډیر ګران او قدرمن شاعر محترم شجاع صاحب!
د ښایسته او په زړه پوری اشعارو د را لیږلو نه مو یوه نړی مننه
هیله ده چی د “صدای افغان” د پاڼی سره مو تل اړیکی وساتئ
په درناوی
د پاڼی اداره
ډير ښايسته او داحساس نه ډګ ورورجانه در باندي وياړم
نسرين شجاع