د مجاهد ياد — سليمان شاه صوفی زاده

 

د مجاهد ياد

 

 

سليمان شاه صوفی زاده

 

ای مجاهده ستا د سرو وينو سنګر ته سلام

ای مجاهده ستا زخمی زړه اوځيګرته سلام

تا د عزت لاره کړه غوره ستا نظرته سلام

ای ستا د لاری پيروان ښځه او نر ته سلام

ښکل  وطن آزاده  تا ، مزی  يی چا وکړی

دا تش په  نو م  مجا هد ينو نا روا  وکړ ی

دومره پردی ونکړی څومره چه آ شنا وکړی

تردی چه خاوری، ونی، بو ټی، واويلاوکړی

تا د وطن لپا ر ه خپل د ژوند پر وا و نکړه

خو ستا يتيم سره هيچا غم  او ژړا  و نکړه

د قر با نيو  يا د و نه  د ی  هيچا   و نکړه

د غه ستا ينه پرد ی څه بلکه آ شنا و نکړه

ستا د وطن د پاره  دومره  صداقت نه زارشم

د ننګ ناموس لپاره ستا ښکلی غيرت نه زارشم

په لوږه تنده کښی دی صبراوهمت نه زارشم

ستا د پکول ښايسته سمبول د شجاعت نه زارشم

ته په ټانکونو په توپونو چه هيڅار نه شو لی

د خپلی لاری نه خنډونو کښی بيزارنه شولی

د ا قتدا ر  په  طمع  کفر سره يا ر نه شو لی

ښه شوتاريخ کښی شرميدلو څخه شمارنه شولی

چه يا ديد ل ستا وا ر ثين هغو ګنا ه وکړ ل

کمونستا نو سره يو شو ل بيا يی غلا وکړل

روس خو پريږده چه غلامی د امريکا وکړل

خد ای او رسو ل سره وعدوکښی يی جفا وکړل

نن را ټول شوی دښمنان دين ختمول غواړی

د مجاهد ا و د جها د نو م شرمول غو ا ړ ی

وطن پالونکی په هرځای کښی ختمول غواړی

ټول وياړونه مو تاريخ نه ورک کول غو اړی

ای مجاهده يوځل بيا راشه خائنان په لار کړه

دا تش په نوم مجاهدين او لوټماران په لارکړه

چه دقدرت دپاره وژنی خپل افغان په لارکړه

دا داسلام په مخ کښی داغ منا فقان په لارکړه

ستا  په  ښايسته  نوم  مجاهده  ا فتخار کومه

څوچه ژوندی يمه خدمت دی د مزار کو مه

که ټول دی هيرکړی زه دی ذکرپه باربارکومه

ای د ز ړ ه سر ه ز ه تقليد د ی د  رفتا ر کومه

ای مجاهده  ستا دښمن با ندی ا ثر ته سلام

ستا نورانی جبين ښايسته لکه قمر ته سلام

ستا دجذ بی نه ډک تکبير الله اکبر ته سلام

صوفی زاده دی کړو غلام دا ستا هنرته سلام

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *