طوطی د افغانستان — سليمان شاه صوفی زاده

 

 

طوطی د افغانستان

 

 

 

غوږ شئ و رونو زما غږ زما بيان ته

د پند ونو حکا يت دی  هر ا فغان  ته

د وطن  نه جدا  شو ی  اروپا   کښی

مسا فر وم د خيا لو نو په د نيا کښی

يوه و رځ  چه ز ه و تلی وم د با ندی

په  فکرونو کښی وم ناست  د ونی لاندی

 

نا څاپی د يو ما شوم غو ندی آواز شو

زماسترګی او غوږ ونه ورته خلاص شو

و طندا ره څنګه  يی!  می  واوريد له

په  حير ت  سره  هر  خو ا ته می  کتله

چار چا پيره هيڅ  څوک نه ؤ وا رخطا وم

د کو ر و نو او د خلکو  نه   جد ا  وم

 

سمد ﻻسه  د و باره  هغه  آواز  شو

په خوږه  ژبه  ماشوم غوندی په ناز شو

سردی  پورته کړه طوطی د افغانستان يم

پاس په ونه  تما شی ته  دی  حيران  يم

چه می  وکتل  طو طی  نه  وه  ښکلا  وه

په  ښايست  کښی  بی  نظير ه په د نيا وه

 

ما ويل  زا ردی  د خو ږی  ژبی  شم ګرانه

زه  دی  و پيژ ندم  څنګه  طو طی جانه ؟

طوطی وويل: تل خيالونو کښی افغان وی

بی وطنه  په هرځا ی کښی سرګردان  وی

ما چه  و ليدی  سوچو نو کښ  بی  واره

ز ر  په  و نه  کينا ستمه  ستا  د  پاره

 

خو شحا ليږ م  په   ليد لو  د  افغان  زه

خپل  وطن  به  می  و رنکړم  په جهان زه

ما  ويل  ای  ز ما  و ړ وکی  وطندا ره

د لته  څه  کوی  را غلی  څه   د پاره؟

راته  يی و ويل  غملړ لی هر ا فغان دی

که مرغه دی که  حيوان او که انسان دی

 

زه  هم  ستا غوندی  جنګونو نه  بيزا ريم

د  وطن  نه  لری  شو ی خوار و  زار يم

زما نوم  د لته  طوطی نه دی  مهاجر دی

هم  زما  غوندی غريب  او که  تا جر دی

په  ريښتيا سره چه خان يی  په يارا ن يی

خپل هيوادکښی که هرڅه يی نوافغان يی

 

زه  د خپل  وطنه  زا رشم  څو مره  ښه ؤ

د  طو طيا نو  مينه  هر چا ته  په  ز ړه ؤ

ډير  په  مينه   لوی   واړه   ورته   کتلی

" طوطی  څنګه  يی؟"  پو ښتنی يی کولی

د طو طيا نو  هلته   قد ر  او  قيمت ؤ

د هر چا   و ر سر ه   مينه  محبت ؤ

 

د طو طی  د سترګو  او ښکی   بهيد لی

په   غمجنو  ستر ګو   ما  ته  يی  کتلی

ما ويل  امرکه  خد مت  وی طوطی جانه

و ا يه  څه  در ته  کو لی شمه  ګرا نه ؟

راته  يی  وويل  چه  پيغام  لرم انسان ته

د ا  پيغام  دی  د طوطيا نو هر ا فغان  ته

 

خدای  دپا ره  د جنګو نو  فکر هير کړئ

تياره  دور د  غمو نو  بس  دی  تيرکړئ

چه   جنګو نه  تر بګنی  کو ی  انسا ن

بی ګنا ه  ولی  سو ز يږ ی  دا مرغا ن؟

دا  و طن  خو  نه  يو اځی  د انسان دی!!

دی  حقدا ره که  مرغه او که حيوا ن دی

 

د ا ميد سترګی  مو تا سو ته  د ی  ګرانو

مأ يوسی نه مو نور خلاص کړئ افغانانو

بس  دی  څو پوری  به  ګر زو  بی وطنه

هر طوطی  را  ته  پيغو ر کړ ی  د چمنه

د وطن   په  جو ړ ولو لاس  په کار شئ

د  ورانی  په  ځای  په  فکر د ګلزا ر شئ

 

آ بادی  کښی  مونږ ه هم  د ر سره  يا ر يو

په  وړو   وړو   مخوکو   خد متګا ر  يو

په  ژړا باندی طوطی خدای په امانی کړه

خپله ﻻړو  او  ز ما يی  زړه  زخمی کړه

رازئ  فکر  د  وحدت  کړو  زما  ورونو

د طوطی دا  حکا يت  کړو  په  غوږونو

 

وړا ندی يو بل ته  ﻻسونه  کړو د  واره

آ با دی  لر ه  ځا نو نه    کړ و   تيا ره

چه  په  نو م  د مسلما ن  کوو  ظلمونه

آ خرت  کښی  به مو څه وی ځوابونه؟!

په عذاب  صرف انسان نه دی حيوان هم

اوس خو پوه شوچه  ژړا کوی مرغان هم!

 

چه نه غوږ نيسی انسان او نه حيوان ته

مرګ بهتره  به  وی  داسی يو افغان ته

که  په  فکر د سمو ن  صو فی  زاده  ده

و رته  وايه د خلا صو ن  ﻻره  توبه ده

 

سليمان شاه صوفی زاده

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *