درنه ځارشمه وطنه! — فضل مولا توره کئ

 

درنه ځارشمه وطنه!

 

شاعر: فضل مولا توره کئ

ترتيب کوونکی: محسن علی زئ


درنه ځارشمه وطنه بی له تا می ورځی شپی دی

داپردی جنت به څه کړم ماته ګرانی ستا کوڅی دی

ستا دهجر په ماتم کی تورویښته می ګوره سپین شول

توری خاوری می په سرشوی چارچاپیره می لمبی دی

خلک ژوند ته هوسیږی مونږ دمرګ خوبونه وینو

دافغان خواره نصیبه په قسمت کی دی تیا ری دی

دافغان باتور بچیه دوطن کنډوالی ګوره

ظلیمانو پری مارشکړی خپل ټانکونه طیاری دی

پسرلی شو ونی شنی شوی ګل بوراته په خندادی

ستاسپیروشاړومیروکی دژړا ناری سوری دی

داسیا دفخرتاجه په جفا شوی د پښولاندی

داوبو پرځای چینی دی دسرووینو فواری دی

تورو خاورو دی اور واخیست هره تیږه دی زخمی شوه

هره لویشت کی دی دریدلی دسرونو مناری دی

(توره کیه) دشهید وینه بی ځایه تللی نه ده

دتاریخ زړه کی پرتی مو د برمونو افسانی دی.

 

داشعر ښاغلی فضل مولا(توره کی) په ۱۳۶۶۱۲۱ نیټه جوړ کړی دی.

 او ما محسن علی زی صرف د" صدای افغان"  ویب پاڼی لپاره تر تیب کړی دی.

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *