چلن دزمانی — فضل مولا توره کئ

 

چلن د زمانی

 

شاعر: فضل مولا توره کئ

ترتيب کوونکی: محسن علی زئ

 


 

چلن دزمانی په زړه داغونه راکوی

دمینی محبت پر ځای غمونه راکوی

په خوله باندی یو څه وای په زړه کی یی بل څه وی

دلطف او نوازش پر ځای سوکونه راکوی

هرڅه کی ګڼکپی ده صداقت له منځه تللی

په زهروکی لړلی ډک جامونه راکوی

احساس دهمدردی ورک شو ددی عصرمخلوق کی

دغم دپاسه غم درانه پنډونه راکوی

دزړه سوی فریاد می پرهیچا اثرونکړ

زخمی زخمی زړګی ته نور زخمونه راکوی

شفق پاس په آسمان کی زما له وینونه رنګ واخست

چی چاته ورنږدی شم ګوزارونه راکوی

قصاب دزمانی پر پڅ چاقوټوټی ټوټی کړم

شهید غوندی په سرو وینو غسلونه راکوی

نا خوالو دژوندون ته (توره کیه) که ټینګ نه شوم

ښکاریږی نور خوږ عمرځوابونه راکوی

 

داشعر ښاغلی فضل مولا(توره کی) په ۱۳۶۶۱۲۱ نیټه جوړ کړی دی.

 او ما محسن علی زی صرف د" صدای افغان" ویب پاڼی لپاره تر تیب کړی دی.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *