نشته! — فضل مولا توره کئ

 

نشته!

 

شاعر: فضل مولا توره کئ

ترتيب کوونکی: محسن علی زئ

 

 

 

زما په بڼ کې ګلان نشته چې خزان پرې راشې

زمانصیب کې جانان نشته چې هجران پرې راشې

زمادچم لاروکوڅوکې غمازان پراته دې

زما مالت ته لاره نشته چې جانان پرې راشې

زما ختریزشولو ایرې څیړۍ مې غوڅې شولې

هغه اوچت نښتر مې نشته چې باران پرې راشې

کډه په سریم لالهانده په پردوملکونو

هغه حجره او دیره نشته چې یاران پرې راشې

دخپل ارمان کوڅوکې ګرځم خلکه ستړې ستړې

هغه لاس نشته چې مغرورڅېرې ګریوان پرې راشې

دمیړنیوککرۍ مې شوې تر خاورو لاندې

هغه سنګر مې پاتې نشو چې روسان پرې راشې

بې له پیغوره نور څه نه اورم له خپلو پردو

هغه خولې څه شوې چې یوځلې خوقربان پرې راشې

د(توره کې) سوې وطن سپرلې خزان نلرې

نوره دنیا چې ده جنت غوندې ارمان پې راشې!

 

 

 

داشعرښاغلې فضل مولا (توره کی)په کال ۱۳۷۹/۸/۱۷ نیټه کې جوړکړې دې.

اوما محسن علی زې صرف د(صدای افغان)ویب سایټ لپاره دشاعر په اجازه ترتیب

کړې دې.

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.