حق وینا ! — فضل مولا توره کئ

 

حق وینا !

 

شاعر: فضل مولا توره کئ

ترتيب کوونکی: محسن علی زئ

 


 

ښایسته وطن مې شولووران دظا لمانو په لاس

ښکلې چمن مې شوخزان دنا کسانوپه لاس

دعزت ناوې شوه بې ستره توراوربل ېې لوټ شو

څیرې پرده شوه دغیرت ددښمنانوپه لاس

په هریوچم هره کوڅه کې دماتم چیغې دې

وینې بهیږې هرطرف دقصابانوپه لاس

لابه ترڅودخواریتیم په ګریوان څاڅې اوښکی

لا به تر څو وې درپه دردجابرانو په لاس

قرآن حدیث په رڼا ورځ کې شول دپښو نه لاندې

دین به ترڅوپورې سپک کیږې دخامانو په لاس

په واحد کورکې مې اغیاروراته جوړکړه کورګې

ګل دګلاب شو شوک په شوک دماشومانو په لاس

هسکه شمله چې رسیده به دآسمانه پرې

تحت الثرې ته شوه راټیټه دنادانوپه لاس

خوږه هستې مې نذرانه شوه له ناپاک هوسه

هردم شهید شوم دبې ننګه غلامانو په لاس

شوپسرلې تنکۍ غوټې پکې ونه غوړیدې

ګلشن سوځېږې دالحاد دنوکرانو په لاس

سوراوتورطلسم مې پرون کړ دلته دړې وړې

ماتې کړې رغیږې بیا دخاینانو په لاس

خوشې خیال دې ماته خوله به ېې کوشېر نه شې بیا

دکفر ژامې شوې مېده دمومنانوپه لاس

دحق لپاره که سردرومې(توره کیه) څه باک

منصورپه دار خیږې دحق دمنکرانو په لاس

 

داشعرښاغلې فضل مولا (تورکی)په کال ۱۳۷۱/۱۲/۲۶ نیټه کې جوړکړې دې.

اوما محسن علی زې صرف د(صدای افغان)ویب سایټ لپاره دشاعر په اجازه ترتیب

کړې دې.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *