د زړه آواز —- سليمان شاه صوفی زاده

د زړه آواز


څوبه لويه خدايه  مسلمان  ويده  خوبو کښی وی          څو به زمونږ واګی د اغيارو په لاسو کښی وی

 

څوبه ځان ځانی وی دقدرت په سرجنګونه وی

غم کښی د جيبونو په غريب  ولس ظلمونه وی

څوپوری به کونډی يتيمان په سرولمبوکښی وی          څو به زمونږ واګی د اغيارو په لاسو کښی وی

 

څو به  د  پرديو  په  ډ و لو نو  مونږ  نڅا  کوو

څو پوری  به  ويا ړ په  غلا می د ا مريکا کوو

څو پوری عزت به مو ډا لرو او پيسو کښی وی           څو به زمونږ واګی د اغيارو په لاسو کښی وی

 

ولی  يو  غا فله   څه   مکرونه  مو دښمن لری

يو په  بل   مو  وژنی  شيطانی  علم او فن لری

څوبه شيطانان ، منافقان زمونږصفوکښی وی              څو به زمونږ واګی د اغيارو په لاسو کښی وی

 

ای خدايه داشپه  په مونږه  تيره او سباکړی ته

ويښ مودخوبونوکړی اوزړونه موصفاکړی ته

څوبه موژوندون په اسارت اوزولنوکښی وی               څو به زمونږ واګی د اغيارو په لاسو کښی وی

 

څو به   ذوالجلاله   فلسطين   ولس  ژړاکوی

څو به  انتظار د خپلواکئ  کښی نن سبا کوی

څوبه ئی ځامن ورته شهيدان لاروکوڅوکښی وی          څو به زمونږ واګی د اغيارو په لاسو کښی وی

 

څوبه دوی په تيږو او دښمن ئی په مرمئ ولی

څوبه حق غوښتلوکښی  يهودئی  په تندئ ولی

څوبه جنازی ددغوخلکوپه اوږوکښی وی                   څو به زمونږ واګی د اغيارو په لاسو کښی وی

 

وګوره جورج بوش ته څه چمونه دبيزوکوی

ناسته ئی خوښ نده  او ټوپونه په  ملکوکوی

څوپوری به ډاردبيزوګانو،په زمروکښی وی               څو به زمونږ واګی د اغيارو په لاسو کښی وی

 

مه  پټوئ  سترګی په  اعلان د امريکا باندی

جنګ  د صليبی ده  توکل  مو په  الله  باندی

غوره که تقواکړوددښمن سربه موخپوکښی وی            څو به زمونږ واګی د اغيارو په لاسو کښی وی

 

جوړه  دسيسه  ده  نن  به   ما   سبا  به  تا ولی

څه  چه  مسلمان   وی  د الف  نه  به تريا ولی

غم دمخنيوی کړه که دی عقل په ماغزوکښی وی          څو به زمونږ واګی د اغيارو په لاسو کښی وی

 

پاسه   مسلمانه   مسلمان   سره  ملګری  شه

ټولو   مؤمنا نو  د  جهان  سره   ملګری  شه

يولاس نه غږنه خيژی غږونه په لاسوکښی وی            څو به زمونږ واګی د اغيارو په لاسو کښی وی

 

ګوره  سليمانه  چه  مين  ته په  د نيا نه  شی

دادنيا فانی ده  آخرت  کښی چه رسوانه شی

څوورځی ژوندون دی وکړه صبرکه لمبوکښی وی       څو به زمونږ واګی د اغيارو په لاسو کښی وی

 

سليمان شاه صوفی زاده

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *