اختره ورشه— امرالدین سرحد

 

اختره ورشه

 

 


شاعر: امرالدین سرحد

 

اختره ورشه هغه کورته څی غمونه ګالي

دجګړي اورکښې سوځیدلي ملهمونه غواړي

 

خوری هره ورځ په سرسوکان دیرغلګروله خوا

مین په خاوره٬دپردیومات لاسونه غواړي

 

څې دکنډر وریې ورمات کړد لغتو په زور

د یرغلګرو دي عمل نه ځوابونه غواړي

 

ځواب خونشته نه به ووینی هیڅکله له دوي

دعاقلانو پوخ نظر نه دلیلونه غواړي

 

نه مونکریځي ولیدلي دماشوم په لاسو

دا ژړغونې وچي شونډي لږ نازونه غواړي

 

اخترراشه درته وکړورښتیانۍ نن کیسي

له اوښکوډک دغه نکلونه خلاص غوږونه غواړي

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *