د مصر وتلى او نامتو جاسوس مړ شو —عبدالرحمن ابراهیم خیل

 

د مصر وتلى او نامتو جاسوس مړ شو

 

 

عبدالرحمن ابراهیم خیل

 

نړيوالو خبري رسنيو خبر ورکړ چې د چهار شنبې په ورځ ٢-١١-٢٠١١م د مصر په سويس ښار کې د مهمو دولتي سياسي او نظامي چارواکو په ګډون زرګونو ويرجنو خلکو د اسرائيلو په مقابل کې له خپل پخواني وتلي، مشهور څارګر او قهرمان احمد الهوان سره د تل لپاره په مخه ښه وکړه.

نوموړي د سې شنبې په شپه د ٧٤ کلونو په عمر د ورپيښې ناروغۍ له امله له دې نيمګړې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

احمد محمد عبد الرحمن الهوان چې د جمعه شوان په نامه يې شهرت درلودلو په کال ١٩٣٩م کې د مصر په سويس ښار کې زيږيدلى دى، او همالته يې زده کړه کړې ده، د ١٩٦٧م کال له غميزې وروسته قاهرې ته مهاجر شو، او له هغه ځايه يونان ته د خپل يوه پور راوړلو په موخه چې په يوه يوناني ملګري يې درلود، ولاړ، هلته د يوې ډلې ځوانو اسرا‌ئيلي هلکانو او انجونو په لومه کې را ګير شو او له هغوى سره يې انډيوالي شوه، هغو ترې وغوښتل چې د دوى د کمپنۍ د قاهرې په څانګه کې کار وکړي، وروسته ورته مالومه شوه چې دا کمپنۍ د اسرائيلو د موساد څارګره اداره ده، هغوى ورته يولک او پنځه اتيا زره امريکايي ډالر ورکړل او د قاهرې په لور يې د هوا له لوري رخصت کړ.

نوموړي د دې پريمانه ډالرو په هکله د لارې په اوږدو کې ډير فکرونه وکړل بالآخره يې تصميم ونيولو چې مصر ته له رسيدلو سره سم بايد د خپل هيواد په وړاندې له خيانت څخه د ځان ساتلو په موخه د مصر د څارګرۍ ادارې ته ټوله کيسه وکړي او له هر څه نه يې خبره کړي.

د مصر څارګرې ادارې هم له موقعې نه په استفادې او د يوه منظم او دقيق پروګرام له جوړلو وروسته ترې وغوښتل چې د دوى لپاره د اسرائيلو د موساد په اداره کې کار وکړي.

له همدې کبله نوموړي د موساد په څارګرې ادارې کې خپل کار ته دوام ورکړ، هغوى ته به يې د مصر په هکله هغه ناسم معلومات ورکول کوم چې د مصري څارګرې ادارې لخوا ده ته د همدې غرض لپاره تياريدل.

په ١٩٧٣م کال کې د مصر او اسرائيلو د مشهور جنګ څخه وروسته ده ته د اسرائيلو ضرورت زيات شولو، د همدې لپاره يې ترې وغوښتل چې اسرائيلو ته ورشي، هلته له ورتګ او د درواغو د معلومولو د ماشين په مټ د ده له معاينه کولو څخه وروسته يې -چې ده هم ورته پوره چمتووالى نيولى وه- بيرته د مصر په لور رخصت کړ.

دا ځل يې ده ته په ايټاليې کې د اسرائيلو د سفارت د لمړي مرستيال (يعقوب منصور) په نامه د پاسپورټ د ورکولو تر څنګ يوه پرمختللې وړوکې مخابره هم ورکړه چې په شپږو ثانيو کې يې د پيغام استولو وړتيا درلوده، پداسې حال چې هاغه مهال دغسې پرمختللې مخابره په نړې کې له اسرائيلو پرته يواځې د امريکا متحده ايالاتو درلوده.

مصر ته له رسيدلو سره يې سمدستي نوموړې مخابره د مصر استخباراتو ته ډالۍ کړه او له اسرائيلو سره د ټاکل شوي وخت مطابق يې هغوى ته خپل لمړنى -او وروستى- پيغام د مصر د استخباراتو په ژبه پدې ډول مخابره کړ: له تاسو څخه ډيره مننه کوو چې په تيرو يوولسو کلونو کې مو زموږ د ملګري جمعه شوان له لارې له موږ سره سترې مرستې کړي دي!!!

پدې توګه له اسرائيلو د هغه له خطرو څخه ډک کار پاى ته ورسيد.

جمعه شوان له خبري رسنيو سره په خپلو وروستيو مرکو کې ويلي دي چې موساد غوښتل چې ده ته د ښکلو انجونو او پريمانه ډالرو په وړاندې کولو سره له ده څخه د خپل هيواد مصر په وړاندې کار واخلي، خو له خپل هيواد سره ددې د بې کچې مينې له امله د دوى دا ټولې هڅې پخپله د دوى په تاوان تمامې شوې.

ماخذونه: ګڼ شمير عربي ويب پاڼې.

تبصره:

په نړيوالو رسنيو کې په پراخه توګه د جمعه شوان د مرګ د خبر له منعکس کيدلو او هغه ته د دوست او دښمن له لوري د مصر د يوه قهرمان نسبت کولو څخه بايد ټول هغه کسان درس واخلي کوم چې لا تر اوسه د مادياتو په نشه مست دي، د خپل دين او هيواد د سرښندونکو ساتونکو او غازيانو په مقابل کې د خونړۍ امريکا په مشرۍ د يرغلګرو ځواکونو او د هغوى د لاسپوڅو تر څنګ ولاړ دي.

په خاص ډول د کابل د لاسپوڅي ادارې د ملي امنيت د ادارې کارکوونکي بايد نور په خپلو ګريوانونو کې سرونه ښکته کړي، فکر دې وکړي چې له چا سره، د چا په خلاف، او د څه لپاره ولاړ دي؟!

د خپل دين او ناموس له دښمنانو بهرنيو يرغلګرو ځواکونو او د هغوى له شرخوښو لاسپوڅو، په نړيواله توګه پيژندل شويو غلو او ډاکوانو تر څنګ، د خپل دين او ناموس د رښتينو حاميانو، د رسول الله د وارثانو، د دين او وطن دعالمانو او طالبانو په خلاف د دې لپاره ولاړ دى چې يوڅو مړۍ غوړه ډوډۍ پيدا کړي، اګر که د دوى د مسلمانو خويندو او ميندو په عزت پايمالولو هم تمام شي!

د ملي امنيت په نامه د ادارې کار کوونکو ته نور شرم په کار دى، چې د مادياتو د لاس ته راوړلو په موخه د امريکايانو اود هغوى د مزدورانو لپاره د خپل دين د هغو علماؤ په مقابل کې جاسوسي کوي په کومو پسې چې هره ورځ پنځه وخته لمونځونه ادا کوي، کومو چې له زيږيدلو څخه وروسته د دوى په غوږ کې په آذان کولو سره د دوى اسلامي تشخص ثابت کړى دى، د هغو درنو علماؤ جاسوسي کوي کومو چې د دوى او د دوى د پلرونو نکاوې تړلې دي، او پدې توګه يې د دوى روا واده د لوچکانو له نامشروعو اړيکو څخه جلا کړى دى، د هغو علماؤ څارګري کوي کوم چې له وفات نه وروسته په دوى باندې د جنازې د لمانځه په ادا کولو سره الله پاک ته د دوى د بښلو لپاره منت او زارۍ کوي!!!

د ملي امنيت ادارې ټول واړه او غټ کارکوونکي بايد فکر وکړي چې ولې د مصر خلکو د جمعه شوان د مرګ خبر په داسې ژورې خواشينۍ سره استقبال کړ؟! ولې د مصر خلک او نړيوال هغه ته د يوه اتل او قهرمان په سترګه ګوري؟! ځکه چې هغه د خپل هيواد ملي افتخاراتو او ګټو ته په هر ډول پريمانه شخصي او مادي ګټو ترجيح ورکړه، خپل سر او مال هر څه يې په خطر کې واچولو خو د خپل هيواد په وړاندې يې خيانت ونکړلو، له همدې کبله نن هغه د ټولو مصريانو د زړه سر او د سر تاج دى، سره له دې چې نوموړي د اسرائيلو په مقابل کې دغه کار يواځې هيواد ته د خدمت په موخه کړى وه، نه د دين لپاره، ځکه د کوم حکومت مشر چې ده ورته جاسوسي کوله، يانې جمال عبد الناصر، هغه هم تش په نامه مسلمان وه، بلکې له رښتينو مسلمانانو سره يې دښمني تر اسرائيلو که زياته نه وه، کمه هم نه وه.

د ملي امنيت منسبوبينو ته وايم چې راشئ تاسې د خپل دين او هيواد دواړو لپاره د همدې دواړو د سترو دښمنانو بهرنيو يرغلګرو ځواکونو او د هغوى د لاسپوڅو په وړاندې د هغه اردني ځوان په څير په ميړانه ودريږئ کوم چې تقريبا درې کاله مخکې د اردن او امريکا دواړو څارګرو ادارو ته يې په دوکه ورکولو سره په خوست ولايت کې د امريکا د سي آي اې د جهنمې ادارې يوه مهم، ستر، خو خورا پټ او مخفي مرکز ته ځان ورسولو او د سرښندونکي بريد په کولو سره يې د سي آي اې په لسګونو مهم مشران د اور او بارودو خوراک کړل، دغه بريد د امريکايي لوړپوړو چارواکو په خبره د سي آى اې په تاريخ کې په دې ادارې باندې دوهمه ستره حمله ګڼل کيږي.

که چيرې مو دغسې سرښندونکى بريد تر وس پوره نه وي، نو بيا د اسلام د غازيانو لپاره د دښمن په منځ کې د دوربين په څير کار وکړۍ، له مجاهدينو سره اړيکې ونيسۍ او د دښمن له تحرکاتو نه يې خبروئ.

او که دا هم نشئ کولاى، نو کم تر کمه په دغې بدنامې ادارې کې خو له کار کولو څخه لاس واخلئ، له يوې بلې روا او مشروعې لارې څخه د حلالې روزۍ د پيدا کولو هڅې وکړئ.

او كه دا يو هم نه كوئ، نو هغه ورځ هم ليرې مه ګڼئ چې بهرني يرغلګر به يو په بل پسې لکه څنګه چې همدا اوس يې پيل کړى دى، له هيواد څخه پښې سپکوي، مشران لاسپوڅي به يې ورپسې تښتي، پاتې به يۍ تاسې د ټيټې سويې مزدوران، تاسې به بيا خړې سترګې، ټيټ سرونه او مړه څټونه د مجاهدينو تر تيرو تورو او چړو لاندې پراته ياستۍ او هغه مهال به مو هيڅ د ترحم او بښنې غوښتونکې زارۍ او واويلاوې نه اوريدل کيږي.

د اجير دولت په منسوبينو کې له دين او هيواد سره د غيرتي مينې د پيدا کيدلو په هيله.

عبد الرحمن ابراهيم خيل

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *