سرتیرئ که سات تیرئ؟!! — سلیمان شاه صوفی زاده

 

سرتیرئ که سات تیرئ؟!!

 


 

قسم ته په قرآن چی د وفا او بروسی خوری

عسکر، پولیس، افسره بیا نو ولی ته پیسی خوری؟

 

دا تور امریکایی ټوپک دی مات شه، مور دی بوره

الله روزی رسان دی؟، او که غم، ته د تنګسی خوری؟

 

د خلکو په خولو او بیت المال یی روزل شوی

نن څنګه  خلک وژنی او تنخواه د دووسئ خوری؟

 

سرتیرئ که سات تیرئ یی؟!! اغیاروته چی ناڅی

منت او بی ننګئ سره ډوډئ ته د پردی خوری

 

غلیم ته خدمت کاندی، او تنخواه ته یی په طمع

ډالئ او رشوتونه په ښکاره بیغیرتئ خوری

 

ملی اردو کی خلک خو ملت ته وفادار وی

د خلکو خدمتګار یی که، هوس ته دچوکئ خوری؟

 

دحق آواز زپی، د پاڅونونو مخنیوی کړی

کره مشروع حقونه د غربی دیموکراسئ خوری

 

په خپلو خلکو ډزی خو د بل د پاره ننګ وی

غیرت دی تښتیدلی، که قسم د بی وسئ خوری؟

 

وطن، دین او ناموس نه که دفاع نه کوی خپله

د نورو مخنیوی ولی کوی، او ته غصی خوری

 

میړانه د افغان دی کړه بدنامه، شرمیدلیه!!!

روزی چی په ټیټ سر او په خورا چاپلوسئ خوری

 

 

سلیمان شاه صوفی زاده

14.03.2012

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *