دسولی او ازادۍ دکمیسیون اعلامیه — د افغانستان د سولي اوازادۍ د کمیسیون

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

دسولی او ازادۍ دکمیسیون اعلامیه

 


 

د افغانستان د سولي اوازادۍ د کمیسیون

 

دسولي او ازادۍ کمیسیون  دامریکایی عسکرو هغه جنایتکارانه عمل چي دهغي  په واسطه دقندهار د ولایت  دپنجوایی دولسوالي  ۱۶ بی ګناه په خوب  ویده اوسیدونکي،ښځي او کوچنیان په ډیره  بي رحمانه توګه  ووژل شول په سختو ټکو سره محکوموي ،حقیقت دادي چې  دغه  ډول بیرحمانه  وژنه  چي  دهر ډول ظلم ، تیري او وحشت ښکارندوې  وه د شلم قرن د ددغوجناتیکارانو په وینه تویونکو لاسو ترسره شوي ده .

د افغانستان د سولي او ازادۍ کمیسیون ددي پیښي  په عاملینو ، توجیه کونکو او ددي پیښي  په ساده ګڼونکوباندي  نفرین وایی اوپه ځانګړي توګه په هغو کسانو چې ددې پیښي اصلي عامل  ته د لیوني خطاب کوي او غواړي دنړیوالو په ذهنونو کي هغه دلیوني په څیر القا کړي،دا باید ډاګیزه وي  چي هر هغه څوک چي  ددي جاني او وحشي عسکرو له پاره داسي الفاظ کاروي  هغوي هم په دغه جنایت کي سره شریک دي .

نړیوال باید په دي وپوهیږي  چې د ناټو عسکر په افغانستان کي  په نیمه شپه د درنو اوثقیله وسلو او د شل کسیزو  یا دیرش کسیزو  ډلو   پرته تر سل مترو پورې  هم د تللو او ګزمي جرئت نه لري ، په دي اساس باید نړیوال په دي وپوهیږي  چې دغه ډول غیر انساني ، وحشي  او بي رحمه اعمال  یواخي اویواځي دناټو د ډلیزو  عسکرو له خوا شوني دي اوهغوي دا کار  پخوا تر دي هم په وار  وار تر سره کړي دي .

دافغانستان د سولي او ازادۍ کمیسیون، دانساني حقوقو دکمیسیون ، د ملګرو ملتونو دمؤسسې ، په هاګ کي دنړیوالې محکمي او داسلامي کنفرانس څخه په کلکه  غواړي چي ددي جنایتکار عمل سیاسي مسؤلین، چي ډیره  کی یی د ناټود غړو هیوادونومشران دي محاکمي ته را کش  کړي .

دافغانستان د سولي او ازادۍ کمیسیون  په داسي حال کي  چې ددي غمناکي پیښی ټولو شهیدانو ته دعا کوي او دهغوي کورنیو ته دالله  تعالي په دربار کي د صبر اوزغم  غوښتنه کوي  یوځل بیا خپل دروند افغان ولس  د صبر ، زغم ، استقامت  او یوموټي والي په لور را بولي .

خو دافغانستان دسولي او ازادۍ کمیسیون دا ډاګیزوي  چې په افغانستان کی نور د اشغال کونکو ټغر په ټولیدو دي او اوس د افغانستان د شهداو د وینو قیمت ، د هیواد ازادي ، دیوه موقت حکومت  جوړښت، ازاد انتخابات او د هیواده د اشغالګرو عسکرو د ژر تر ژره د وتلو پرته نور څه  نه دي .      په درنښت

 

ډاکتر احدزاد د افغانستان د سولي اوازادۍ د کمیسیون مشر

 

ژوندي دي وي افغانستان     .  سرلوړې دي وي  افغان  ولس

 

زمونږ هلي ځلي او کار په ګران هیواد افغانستان کي دسولي او ازادي پاییښت او دټولنیز عدالت قیام دي .

۱۲مارچ ۲۰۱۲ میلادي کال،  د حوت ۲۳، ۱۳۹۰م هجري شمسي کال  

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *